د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د ښځې طلاقول ولې خدای (ج) لږ خوښ دي؟

Baheer
08.01.2005

٧٨٦
درنو دوستانو سلامونه او نېکې هيلې مې ومنۍ٠
زه يو ه پښتنه لرم او هيله لرم چې قناعت بخشه ځواب راکړل شي :
پوښتنه: دښځې طلاق د اسلا م په مقدس دين کښې روا دی، ډېر خلک وايي چې الله (ج) تر ټولو روا کارونو طلاق کم خوښوي٠ زه نه پوهېږم چې د روا کار به لږ او ډېر خوښول څه معنا ولري٠ يو کار چې روا وي، نو بايد د هغې کار په کولو کښې درجه بندي نه وي٠

په در ناوي

ستاسو کوچنی ورور بهير



طالب جان
16.01.2005

محترمه مكرمه او پتمنه وروره ((بهير))صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
دقدروړه! داچي تاسي اوريدلي چي طلاق ابغض ترين دحلالو شيانو دى خداي جل جلاله ته نو داخبره په حديث شريف سره ثابته ده .
عن ابن عمررضي الله عنه ان النبي صلى الله عليه وسلم قال ابغض الحلال الى الله الطلاق . مشكوة شريف 2ټوك 283 مخ .
عن محارب رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ما احل الله شيئاابغض اليه من الطلاق .ابو داود شريف 1ټوك 303 مخ .
همداراز دا حديث په ابن ماجه شريف كي په 145 مخ كي ذكر شوى .
داچي طلاق ولي خداي جل جلاله ته ابغض دى نوپدې اړه لوي عالم ملا علي قاري رحمة الله عليه په خپل وتلي كتاب مرقات شرح مشكوة كي داسي ليكلي :
’’كله چي دشيطان په وړاندي تر ټولو غوره كاردميرمني او ميړه تر منځ بيلوالى راوستل دي نو له همدې امله طلاق (چي دميړه او ميرمني تر منځ دبيلوالي لامل دى) دخداي جل جلاله په نزدپه ترټولو رواكارونو كي ناوړه عمل دى .,,
لما كان احب الاشياء عندالشيطان هو التفريق بين الزوجين كما سبق كان ابغض الاشياءعند الله هو الطلاق .مرقات 6ټوك 283 مخ .
والله اعلم بالصواب .


Re: د ښځې طلاقول ولې خدای (ج) لږ خوښ دي؟

Ghairat
16.01.2005

[quote:e8553c7a81="Baheer"]٧٨٦
درنو دوستانو سلامونه او نېکې هيلې مې ومنۍ٠
زه يو ه پښتنه لرم :دښځې طلاق د اسلا م په مقدس دين کښې روا دی، ډېر خلک وايي چې الله (ج) تر ټولو روا کارونو طلاق کم خوښوي٠ زه نه پوهېږم چې د روا کار به لږ او ډېر خوښول څه معنا ولري[/quote:e8553c7a81]

علیکم سلام ، پوښتنه مو جالبه ده ، د وروستۍ برخې په اړه یې باید وویل شي چې مباح ، مستحب او مکروه کارونه ټول روا ، خو بیلابیلې درجې لري ، سنت واجب اوفرض خو لا څکی څکی . دا ټول روا عملونه دي . نو دا لاندې ادعا ښا یی هیڅ بنسټ ونه لري چې :
[quote:e8553c7a81]يو کار چې روا وي، نو بايد د هغې کار په کولو کښې درجه بندي نه وي٠[/quote:e8553c7a81]
خو داچې طلاق ولې روا خونا مطلوب او د الله تعالی په نزد ناوړه عمل دی، ښایی ډير اړخيزه عوامل ولري:
يو دا چې دا به هغه طلاق وي، چې له نهايي ضرورت پرته یوې بی ګناه ښځې ته ورکول کیږي او دهغې ښځې اوماشومانو د لا زیاتې بدبختۍ سبب ګرځي .
بل داچې د کورني ژوند په وړاندې له بي مسوليتۍ او بي پروايۍ څخه هغه کړکيچن حالات منځته راځي چې د طلاق سبب ګرځي. د الله تعالی (ج) له خوا طلاق نه خوښول دهغې بي مسوليتۍ غنل دي چې په نتيجه کې يې دکورني ژوند هره نيکمرغي له منځه ځي او ښځه او نارينه زياتره له څو اوﻻدونو څخه وروسته
يو له بل څخه بيليږي .
له دريمه پلوه ديوې ښځې طلاقول له هغې څخه د نور مسلمان اوﻻد د راوړلو چانس اخيستل دي، ځکه هغوي زياتره د دوهم ميړه چانس نشي ترﻻسه کولی، په دې توګه د اسلامي امت د ډيرښت مخه نيول کيږي که چيرې دغه کار ناوړه ونه بلل شي او مباح ورځنی عمل وګرځي .
البته تر څلورو پورې د ښځود تعدد روا والی ددې تر څنګ چې د بي سرپرستو پيغلو له پاره دازدواج امکانات يې هم رامنځته کول، د اوﻻدونو تعدد او زياتوالی يې هم يوه موخه وه ، ځکه د اسلامي ټولنې د پياوړتيا اوپراختيا سبب ګرځيده او د شهيدانو د ورکړې سر ه سره يې داسلامي ټولنې د نفوس دکموالي مخه نيوله.

هو طلاق البته د ضرورت ددرجې له مخې مستحب او حتی سنت هم ګرځي، يعنې ثواب هم لرلی شي ، خوهغه په ډير لږو او استثنايي حالاتو کې وي او بس!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more