د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

ښايي پاکستان، نور بندي طالبان خوشي کړي

اتل
19.08.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرونه هم د بسوګۍ واده جوړ شویدئ. کله آوازې شي چې د بسوګۍ ودوزن را نږدې شویدئ، خو بیا جوړښت بد مرغ شي او واده هم وځنډیږي. که په خوله څه نه وايی،خو د بسوګۍ د زړه خداي خبر. وايي ناوې په خوله ژاړي، په زړه ګوړې ماتوینه.

له یوې خوا کرزئ پاکستان ته روان دئ، او له بلې خوا طالبانو ترکيې او سعودي عربستان ته ګڼ سفرونه کړي، چې ګوندې هلته هم د سولې د خبرو اترو د پاره دفترونه خلاص کړي.
ګران افغانستان د پاکستاني مقاماتو په حواله ویلي، کیدای شي چې دپاکستان حکومت د افغانستان د جمهور رئیس کرزي د غوښتنې پر بینا یوه ډله نور بندي طالبان له خپلو زندانونونه آزاد کړي، تر څو د افغانستان د سولې جریان تقویه شي.
د اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې ویلي چې دا کار به پاکستان ته د حامد کرزي د سفر په وخت کې وشي.
که څه هم چې تر اوسه دا نده معلومه چې څومره طالبان به خوشي شي او نومونه یې څه دي، خو دا لست به د کرزي او پاکستاني مقاماتو ترمنځ په خبرو کې نهایي شي.
ټاکل شوي چې ښاغلئ کرزۍ د رواني عیسوي میاشتې د پای په هفته کې اسلام آباد ته سفر وکړي.

پاک الله دې د ځوریدلي افغان ولس د بخت ستور په ځلا کړي، ترڅو په ملک کې سوله او امنیت ټینګ شي، او افغانستان د ښیرازۍ پر لور ګامونه اوچت کړي.


pattang
20.08.2013

اتل جانه هغه د پاړسو خبره قند ګل !
پر دې خبرو کې لاس وهنه وخت ضايع کول دي ، که څوک پښتون
وي او مسلمان وي نو بايد صادق واوسي !
د صليبيانو له خوا کېنول شوی فاسد رژيم دسولې اراده نلري څکه
چې په سوله کې دغه فاسدين له يوې خوا محاکمه کېږي او له بلې
خوا ددالرو ګوډی بندېږي نو په داسې يوه ارتجاعي داربازي يې
شروع کړې ده ! سپنتا دملي امينت مشر سلا کار (زوړ شعليې )
يوڅه وايې او د سولې ملې شورا بل څه ! ځينې وخت يې جاسوسي
شبکې بل څه چې ملت وغلوي ! خو طالب هغه يوه خبره تر اخره
پورې ټول يې په يوه خوله او يوو قول !
ددرواغو اوازي خاديستي مېتودونه ددې فاسدو کار دی!
صليبي اشغاګرهم تر پوزې پورې را رسيدلي دي او پرتوګ يې
ډک دی څکه ددوی لاسپوڅي مذدودران داسې راوختل لکه دې کوڅې
څرن سپی چې غپ غپ کوي کالي مرداروي خو دحملې زور نلري
او حمله نشي کولی ! صليبيان اوس دپاڼ او پړانګ تر منځ حيران پاته
او بند دي ، نن څرن سپی سپی کېږي او نه يې يواځې پرېښودی شي
ځکه چې دوی بيا د خپل جابر ميراثي صلبي امېج د ماتې سره مخامخ
کېږي ! مسلمانان هم سرحد نلري دصليبي جنګونو دوخت تياري لري
او خپل جهاد د ګورليايې جنګ په دود مخ ته بيا يې او دافغانستان
،وزيرستان او بلوجستان غرونه د پارتېزني جنګونو لپاره ښه برابر
دي .
دحل لاره :
صليبيان به مجبوريږي خپل څرن سپی به تړي له طالب
سره به مخامخ خبرې کوي اوبې له شرطه به له افغانستان څخه
خپل ټول عساکر باسي !!


اتل
20.08.2013

پتنګ صاحب، اسلام علیکم
زما او ستا دپاره پکار دي چې په ملک کې د صلحې او سلم په لاره کې کوښښ وکړو، نه دا چې د مخالفو خواوو تر منځ تیږی تګ وهو او تشدد ته لمن ووهو.

که د نړۍ تاریخ ته وګورو، وبه وینو چې اکثره اوږد او لنډمهاله جنګونه باالاخره د صلحې په موافقو ختم شویدي. یوازې صلحه امنیت راوستئ شي. که په جنکونو یې چاره کیدای شوه، پدې تیرو دریو لسیزو کې، اوس باید افغانستان دنړۍ تر ټول مصلح، پرامنه او سوکاله ملک وای.

طالبان او حکومت پرته لدې چې پخپلو کې د صلحې له لارې تشدد ختم کړي، بله لار نلري. دواړه لوري باید دولس ارادې ته چې صلح او امنیت دئ غاړه کیږدي، او همدغه د الله جل جلاله رضا مندي هم ده.
په الله دې سپارم، پتنګه.


Takal Afghan
21.08.2013

[quote:ff686d61c4]د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو[/quote:ff686d61c4]
طالبان دکرزي سره خبري نکوي او نه يي کړيدي.
کرزی چا راووستلو؟
کرزی چا په تخت کښینولو؟
امریکا!
نو باید داصلي فاعل سره خبري وشي، نه دمفعول سره


اتل
26.08.2013

تکل افغان وروره، اسلام علیکم
دا چې طالبان د کرزي د حکومت سره خبرې نه کوي او د امریکا ګوډاګئ یې بولې، او کرزئ بیا طالبان د پردیو نوکران بولې او ورته وایي چې طالبه وروره پردئ ټوپک د اوږې نه ښکته کړه، د پردیو په امر خپل ملک مه ورانوه، راشه خپل ملک آباد کړه ژوند پکې وکړه، دا دواړې خبرې ناشوني دي.

تکل افغانه وروره، دا ملک د پردیو نه دې، هغه دي خارجي قوتونه د افغانستان نه وزي، او طالبان هم باید د القاعدې او نور ترورستان ځواب کړي، افغانان پخپلو سره کیني او د قلاوې سر پیدا کړي. خارجیان زموږ له غمه ندي مړه، هر څوک خپلې ګټې پالی.

طالبان او افغان حکومت که یې له یوې ستګې اوښکې بهیږي او له بلې وینې، دوی باید پخپلو سره جرګه شي او مسئله حل کړي، که نه خدای ناخواسته دا ملک به د ابدي مشکل سره مخ شي
په الله دې سپارم


pattang
26.08.2013

منافقت ښه شی ندی !
ته يې هم په ميخ وهې اوهم په نعل !
هيڅوک يې هم په يوه فاحشه نشي اړوی ،ته چې هغې ته پېغور
ورکوې هغه قسم خوري خپله مرداري پر تا در اړوي !

صلپبي اشغالګرو د طالبانو اسلامي نظام چې پاکو انسانانو ته د سولې
او سوکالي يو اسلامي نظام او کونيانو ته يو لوی زندان وو را چپه
که او موقتي له منځه لاړ ! چې په چپه کېدو يې صليبي جنګي
سپنسورانو په اروپا او امريکا کې خپلې پيالې پورته کړې !

دطالبانو پر ځای صلیبیانو هغه منافقین، غله، خونکاره، افغان دوښمنه
اوبشتون دوښمنه تښتېدلي ستميان په قدرت راوستل !
صل‍يبي جنګي ضد اسلامي سپنسرانو هغه قاتلين چې ددوی او دبشريت
د قانون له مخي ټول دمحکمې او محاکمې وړ وو برات ورته ورکه
او په خپله غېږه کې يې ونيول ،داسې لکه لوچک زوی ته چې سړی
په غلطه ناز ورکوي او نتيجه يې داشوه چې په ملياردو دالر يې په
غلطه لاره لاړل او پټ شول !!

خو زمری چې زخمي شي دومره خطر ناکه شي چې مخامخ پرې
ورځي او په هيڅ شي هم بند نوي نو طلبان هم لکه زمريان له هرې
خوا لکه زخمي زمريان پرې راولوېدل او صليبيان يې اوس له ژونده
بېزاره کړې دي !
نه طالبان د القاعدې غړې دي اونه پردي امرونه مني دا د فاحشو
صليبيانو او لاسپوڅيو هغه تهمت دی چې وېيل کېږي ترڅو چې خپل
دکوڅې دسرعيب پرې پټ کړ ي !
طالبان حق لري ،اسلامي او پښتني دنده يې ده چې خپل هېواد او
ناموس له صليبي اشغاله خلاص کړي او لاسپوڅيو ته جزا ورکړي!

چېرته چې صليبيان په مسلمانانو ظلم کوي نو هلته به القاعده هم
پيدا کېږي ! القاعده به هلته ورکېږي چې صليبيان مسلمانانوته د
انسان په سترګو وګوري خپل تکبر مات او مسلمانان لکه خپل سيال داسې وبو لي !

[quote:d2b0ebd76d="اتل"]تکل افغان وروره، اسلام علیکم
دا چې طالبان د کرزي د حکومت سره خبرې نه کوي او د امریکا ګوډاګئ یې بولې، او کرزئ بیا طالبان د پردیو نوکران بولې او ورته وایي چې طالبه وروره پردئ ټوپک د اوږې نه ښکته کړه، د پردیو په امر خپل ملک مه ورانوه، راشه خپل ملک آباد کړه ژوند پکې وکړه، دا دواړې خبرې ناشوني دي.

تکل افغانه وروره، دا ملک د پردیو نه دې، هغه دي خارجي قوتونه د افغانستان نه وزي، او طالبان هم باید د القاعدې او نور ترورستان ځواب کړي، افغانان پخپلو سره کیني او د قلاوې سر پیدا کړي. خارجیان زموږ له غمه ندي مړه، هر څوک خپلې ګټې پالی.

طالبان او افغان حکومت که یې له یوې ستګې اوښکې بهیږي او له بلې وینې، دوی باید پخپلو سره جرګه شي او مسئله حل کړي، که نه خدای ناخواسته دا ملک به د ابدي مشکل سره مخ شي
په الله دې سپارم[/quote:d2b0ebd76d]للل


اتل
27.08.2013

پتنګ صاجب، اسلام علیکم
محترمه بیخي د احساساتو نه ډک یې، لږ خو حقایقو ته هم پام وکړه. دا چې ته وايي:
صلیبي اشغالګرو د طالبانو اسلامي نظام را چپه که:
ستاسې په خبره دغه صلیبیان چا راوستل؟
اصلي خبره داده چې طالبانو زموږ ګران وطن د القاعدې قرباني کړ، اوصلیبیان یې راوستل.
ستاسې بله خبره داده چې: چېرته چې صليبيان په مسلمانانو ظلم کوي نو هلته به القاعده هم پيدا کېږي !
ستاسې دا خبره هم بنیاد نلري. القاعده افغانستان ته راغلې وه، د طالبانو تر مشرۍ لاندې یې زموږ د ملک نه په خاج کئ ګذارونه وکړل، او بیا د القاعدې د شړلو دپاره خارجي قوتونه افغنستان ته راغلل.
اُسامه بن لادن او ډلې ټپلې یې ملا محمد عمر آخند، د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغان ملت دوکه کړل، او دهغوی د اطلاع پرته یې د ۹/۱۱ حمله وکړه، او زموږ ملک یې لکه څنګه چې هغه وخت په افغانستان کې د القاعدې د چارو مسؤل مصطفی ابو الیزید وویل، [موږ ددې دپاره د ۹/۱۱ حمله وکړه چې امریکایان افغانستان ته راولو او دلته سبق ورکړو]، القاعدې زموږ ملک د خپل جنګ په میدان بل کړ.
ورورګله ته خلک جنګ ته مه لمسوه، بلکه سوله وغواړه.
الله دې مل شه.


Takal Afghan
27.08.2013

امریکایان که خپله راغلي وي اوکه طالبانو راوستلي وي خوسخت به پښیمانه او دغول په خوراک وي ځکه په افغانستان کي یی داسی غاښ ماتووتکی ګزارونه وخوړل چي دویتنام خاطری یی دامریکایانو په زړونوکی تازه کړی
اوس اصلی خبره دا ده چی امریکا په افغانستان کی شرمناک شکست خوړلی
امریکایان به اوس دخپلو وتلو له پاره ډیری بهانی پلمی جوړوی خوپه تاریخ کی به لیکل کیږي چی افغانانو دنړۍ یوبل فرعونی ځواک(امریکایانو) ته ماتی ورکړه


اتل
30.08.2013

تکل افغانه وروره، اسلام علیکم
ورورګله، زموږ مسئله داده چې که نور طالبان د پاکستان د محبسونو ن آزادشي، کیدای شي چې په ملکې کې د سولې اوثبات په راوستو کې مرسته وکړي، خو تاسې د اصلې موضوع نه اوښتي یاست او د امریکا د ماتې او افغانانو د غیرت نغارې ډنګوئ.
د افغنانو غیرت، همت، او کامیابي په سوله کې ده، نه په جنګ او دقتل په دوام کې.
الله دې په نیکه پام کړه.


Takal Afghan
30.08.2013

[quote:8069c57de8="اتل"]خو تاسې د اصلې موضوع نه اوښتي یاست او د امریکا د ماتې او افغانانو د غیرت نغارې ډنګوئ. [/quote:8069c57de8]
په تا ولي د امریکا د ماتي خبري بدی لګیږي؟
[quote:8069c57de8="اتل"]د افغنانو غیرت، همت، او کامیابي په سوله کې ده، نه په جنګ او دقتل په دوام کې.
الله دې په نیکه پام کړه.[/quote:8069c57de8]
نو بیا ولی دامریکایانو او دکرزی دلنډغرو هغه جګړی او قتلونه نه غندی چي دالس کاله یی افغانان ووژل؟
که دیو طرف وژل او قتلول ستایی او دبل طرف دځان دفاع نه شی زغملی،دی ته یوبام او دوه هواوی وایی
که تا کومه ورځ دامریکایانو وحشتونه او جنایتونه غندلی وای بیابه موږ باور کړی وای چي ته ریښتیادجګړی مخالف یي
خوپه دا اوسني موقف دي ځکه شکمن یم چي یوطرفه دی اوته دسولي اوثبات طرفدار نه يي بلکه دجګړي دیوطرف طرفدار یي


اتل
04.09.2013

تکل افغان وروره، اسلام علیکم
وروره، ما څو ځله درته وویل چې زموږ د بحٍث موضوع داده چې که نور طالبان د پاکستاني زندانونو نه آزاد شي، ښایي چې د سولې په خبرو کېپرمحتګ وشي او په نهایت کې په ملک کې سوله او امن راښي، او همدا د افغان ولس دیرینه آرزو ده.
بیا هم دومره درته وایم، هر څومره چې ته د جنګ لمبو ته لمن ووهي، د جنګ د خاتمې دپاره، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې کولو نه پرته بله لار نشته.
الله دې مل شه.


Takal Afghan
05.09.2013

[quote:3112e3c145="اتل"]ښایي چې د سولې په خبرو کېپرمحتګ وشي او په نهایت کې په ملک کې سوله او امن راښي، او همدا د افغان ولس دیرینه آرزو ده.[/quote:3112e3c145]
تا بیا دسولي مبارک نوم واخیست
زه دسولي په اړه ستا په نیت شک لرم لکه مخکي چي می وویل
زما دغه شک به هغه وخت رفع شي چي لا اقل یو ځل هغه قتلونه وغنده چي امریکایان اودکرزي لنډغر یي ترسره کوی
ته په خپلو ۲۷۴ لیکنو کي ماته یو مثال راوړه
بیا به زما زړه ته ولویږي چی ته په ریښتیا دافغانانو په وژنه خواشینی کیږی


اتل
05.09.2013

تکل افغان وروره، اسلام علیکم، ستړئ مه شې
ورورجانه هرڅوک چې افغانان په قتل رسوي زه یې په خپلو ټولو حواس غندنه کوم او وایم چې قتلونه، ظلم او تعدي، تشدد او کرکه زیږوي.
حقیقت خو دادئ چې زه به ولې د بهرنیو نه ګیله کوم، ځکه چې هغوی خارجیان دي زما اوستانه غم ورسره نشته.
ګیله خو د خپلو نه کوم چې زما او ستا د راتلونکو نسلونو په ژوند اثر کوي او زه ته به دطالبانو سره، سر تر یوه غاړوندي باسو، نه خارجیان. خارجیان خو هغه دي وزي. خواري د خرو د چشتنو ده. زه او ته د طالبانو سره په لومه کې ګیر یو.
زما اصلي پوښتنه داده چې که طالبان د القاعدې لخوا نه وای استعمال شوي پر موږ به دا بده ورځ ولې راتله؟اوس هم وختي ده چې طالبان د القاعدې نه ځان جلا ګړي او په خپل ولس پورې بیرته ونښلي.
زه چې د سولې خبرې کوم، دا لاندې مطلب ولونه:
=====
ډبرو محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
دا متل خو به تاسې اوریدلئ وي چې (په زور چا کلی کړي)؟ یعنې په زور پر چاحکومت نه کیږي.
دپارلمان غړي ښاغلي سید اسحاق ګیلاني بي بي سي رادیو ته ویلي چې طالبانو ورسره منلې چې ددود انتخاباتو په ائتلاف کې برخه اخلي.
خویندو وروڼو، تاریخ ګواه دئ چې اکثریت جنګونه او تشددونه په سوله ختم شوي او ښکیلو اړخونو په خپلو کې روغه جوړه کړې، او د انتخاباتو په میدان کې یې د خپلو مټو زور ازمیلئ دئ. همدغه اسلامي او د متمدنې دنیا لاره ده. الله دې طالبانو ته دا بصیرت ورکړي چې وسله پر مځکه کیږدي او د خپلې مبارزې د پاره همدغه لار غوره کړی:
====
ګیلاني: طالبان هم زموږ ایتلاف کې ګډون کوي
د خپريدو وخت: 12:40 گرینویچ - پنجشنبه 05 سپتمبر 2013 - 14 وږی 1392

د دغه ایتلاف مشر سید اسحق ګیلاني په وینا د افغانستان سیاسي بحران پای ته رسولو لپاره یې دغه ګام پورته کړی.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې دوه نور سیاسي اییتلافونه رامنځ ته شول، چې د مخکښانو په وینایې مقصد یې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د یوه ځانګړي کاندید ټاکنه او یا د یوه داسې کاندید ملاتړ دی چې د دوی په وینا په اصولي توګه له دوی سره همغږی وي.
افغانستان کې د ټاکنو مهال له نژدې کېدو سره سم، سیاسي منډې ترړې او فعالیتونو هم په ډېرېدو دي.
زیاتره سیاسي او ټولنیز شخصیتونه، سازمانونه او ټولنې په سیاسي ډګر کې د خپل شتون ثابتولو او سیاسي بریاوو تر لاسه کولو لپاره په خبرو، غونډو او اییتلافونو جوړولو پیل کوي.
کابل کې زموږ همکار نور محمد سعید وايي، دغه راز وروستی ایتلاف د ولسي جرګې د غړي سید اسحاق ګیلاني په مشرتابه جوړ شو، چې د مشرانو په وینا یې ۱۵ سیاسي ګوندونو او ۱۱۰ ټولنیزو سازمانونو ته په کې برخه ورکړله شوې وه.
د دغه ایتلاف مشر سید اسحق ګیلاني په وینا د افغانستان سیاسي بحران پای ته رسولو لپاره یې دغه ګام پورته کړی.
نوموړي بي بي سي ته وویل، چې په خپل ایتلاف کې یې د طالبانو شاملولو لپاره له هغوی سره خبرې کړې او په ننۍ غونډه کې ورسره د هغوی استازي هم شامل دي:
طالبان قانع شوي
''موږ له طالبانو سره په لوړه کچه اړیکه لرو، دوی قانع شوي، چې خپل استازي دغه مجلس ته واستوي. هر هغه څوک چې موږ یې کاندیدوو او پسې درېږو، د طالبانو د تحریک له خوا به مزاحمت نه ورته کېږي. په ښه ډاډ ویلی شم، چې زه له ډېر وخت راهیسې د طالبانو له تحریک سره په اړیکه کې یم، او دوی زموږ دا خبره منلې ده، چې خپل استازي دغه ایتلاف ته راولېږي''.


pattang
06.09.2013

چې درلنډه يې کړم !
دغه اتلاف او نورې خبرې یې يوه کوسمادري په توان دڅلوروده !
دغه رزالت د ظلم او اشغال ددوام او بقا لپاره جوړيږي او ياديږي!

تر څو چې صليبي اشغالګر اودالري اجنټان يې په افغانستان کې وي
سوله امکان نلري!!!!!!!!

افغانستان بايد پاک افغانان مسلمان افغانان په وچه ‌ډوډۍ او
ترخه چای سره اباد کړي او بيا يې مزد او ښېرازي په جګو سترګو
او پاک وجدان سره پلو او چلو وخوري !

د افغانستان اوسنۍ اقتصادي چارې د ناپوهوغلو په لاس کې دي !
زه په سلګونو مسالونه لرم چې ناپوه افغان اولس او پوهه صليبي
او لسونه د تروريزم دمخنوي په جعلي پروپاګنده غلوږي او ظالمان
يې په پيسو خپل جيبونه ډکوي !!!


pattang
06.09.2013

[quote:6537dddb52="اتل"]تکل افغان وروره، اسلام علیکم، ستړئ مه شې …………..
''موږ له طالبانو سره په لوړه کچه اړیکه لرو، دوی قانع شوي، چې خپل استازي دغه مجلس ته واستوي. هر هغه څوک چې موږ یې کاندیدوو او پسې درېږو، د طالبانو د تحریک له خوا به مزاحمت نه ورته کېږي. په ښه ډاډ ویلی شم، چې زه له ډېر وخت راهیسې د طالبانو له تحریک سره په اړیکه کې یم، او دوی زموږ دا خبره منلې ده، چې خپل استازي دغه ایتلاف ته راولېږي''.[/quote:6537dddb52]

تف لانت په داسې بې مانا درواغو !
څه غول خلک او څه غول ملت دی !
دا دلګان ټول بايد وڅړېږي !


اتل
09.09.2013

پتنګ صاحب، د مینې او اخلاص سلامونه
ورورجانه، زه خو هیڅ پوه نشوم، چې د چا دپاره دې دومره عذاب او کلکې مبارزې ته غاړه اېښې ده؟ که خلک او ملت غول وي، نو بیا د افغانستان ټول ملت او ټول خلک غول دي، او زه او ته هم غول یو،اوطالبان هم غول دي.
غول، دغولو دپاره څه کولای شي؟
نه ورورجانه، ته په غلطه لار تللئ یې. ټول ملت ته توهین او ټولو خأکو ته توهین خیانت دئ او نه بښونکې ګناه ده. وروره، ته د کوم غلط جانب دپاره کا کوي، چې ټول افغات ولت ته توهین کوي. نه طالبان غول دي، نه خلک او نه ملت. وايي ژمئ به تیر شي، خو ‌د ذغال تور مخ به پاتې شي. طالبان به آخر مجبور سي چې د ولس سره روغې ته غاړه کیږيدي، خو هغه وخت به ستا مخ ځومره سپین وي؟. پاکستان اوه نور طالبان هم خوشي کړي، او هیله ده چې د ملا عمرد مرستیا ملا عبدالغني برادر په شمول نور معتبر طالبان هم خوشي کړي، او د افغانانو تر منځ د سولې پروسه چټکه شي.
خبریال دا لاندې مطلب خپور کړیدئ:
=====
افغان دولت:پاکستان د لوړي کچي طالبان نه دي خوشي کړي
17 سنبله / وږی 1392, 8:36
وروسته له هغي چې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له لوري په يوه خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي ول چې ګني اووه تنه طالب زندانيان يې را خوشي کړي کوم چې افغان دولت يې د خوشي کيدو غوښتنه کړي.
که څه هم په دي کسانو د وژل سوي طالب مشهور قومندان ملا دادالله ورور منصور دادالله هم شامل دى خو دا مهال افغان دولت وايې چې دوى داسې يو ليست ور سپارلى چې پکښې د ملابرادر خوشي کيدا هم ول ولي هغه نه دى خوشي سوى.
د سولي د عالي شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار محمد اسمعيل قاسميار وايې((موږ داسې يو ليست د پاکستان حوکمت ته ورکړى کوم چې پکښې د مولوي عبدالغني برادر نوم هم وو خو پاکستان هغه نه دى خوشي کړى زموږ لپاره هغه ځکه مهم وو چې د سولي پلوي وو او بيا د پاکستان حکومت هغه بې ګنا نيولى دى)).
ملابرادر په زندان کې ناروغ پروت دى:
بل خوا ته وايې چې که چېري پاکستان ښاغلى برادر خوشي کړي نو د افغان دولت او دي هېواد تر منځ به د اعتماد اړيکي نوري هم پراخي سي او هم به هغه ډېري ستونزي له منځه ولاړي سي کومي چې مخکي پرتي وي.
((زموږ معلومات دادي چې ملا برادر په زندان کې ناروغ پروت دى او هغه رشتيا د سولي په برخه کې کار کولاى سي که چېري ملا برادر خوشي سي نو زه په دي باور يم چې د سولي په برخه کې به پرمختګ راسي)).
افغان دولت د زندانيانو د خوشي کيدو هر کلى کوي:
بل خوا ته بيا د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي وايې پاکستان هغه بنديان نه دي خوشي کړي کوم چې زموږ غوښتنه ول او موږ يې د خوشي کيدو هلي ځلي کړي دي.
هغه وويل:((موږ چې د پاکستان حکومت څخه د کومو زندانيانو د خوشي کيدو غوښتنه کړي هغه نه دي خوشي کړل سوي په دي کې د لوړي کچي طالب زندانيان شامل دي موږ وايو چې پاکستان دي دا زندانيان خوشي کړي)).
ددي سره په يوه وخت کې داسې ګنګوسي دي چې پاکستان غواړي د افغان دولت غوښتنو ته مثبت ځواب ووايې په داسې حال کې چې دا ځواب يې افغان دولت ته قناعت ورکوونکى نه دى.
د چارو کارپوهان وايې چې پاکستان هم په دي کار کې خپلي ګټي لټوي هغه کسان چې په طالبانو کې زيات نفوذ لري نه يې خوشي ځکه چې د هغوى ګټو ته زيان رسيږي.
تر دي بريده پوري چې افغان دولت پاکستان ته د زندانيانو د خوشي کيدو کوم ليستونه ورکړي په ټولو کې د ملابرادر نوم سته دى او تر دي بريده پوري شاوخوا دوه دېرش زندانيان پاکستان خوشي کړي دي.

خپرونکی: عبدالمنان ارغند@ددغه متن ټول حقوق دخبریال ډاټ کام دي ،دخبریال ویبپاڼې دبشپړ نوم دیادولو پرته څوک حق نه لري چې زموږ مواد کاپي کړي سنبله / وږی 17, 1392.on September 8, 2013.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more