د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

خبره-له-رسوايي-هم-واوښته

pattang
30.07.2013

تفصيل بـــــرخه: مقـــــالی او تبصرې 28 Jul 2013 لیکوال:
مصمم .

د کابل اداره که د موزيگي شليدلى کټ؟!! د لاس پوڅي حکومت په چوکاټ کې سالمه آزاده اداره موندل په ټکنده غرمه کې د ستورو لټول دي، روغه اداره په يو مخيزه توگه وجود نه لري، چور او تالان دى چې موجونه وهي، عامه ولس تر پښو لاندې له هرې خوا گذارونه خوري، ټکونه دي چې پرې کيږي، مال او سر ئې هره لحظه له مرگونو گواښونو سره مخ دى، په عزت ئې تاړاکونه دي چې اچول کېږي، هر غم او درد د غريب په سر ور حواله دى، له شرمه ډکه او بده خبره ئې لا دا چې په مخته اچول شوو ټولو جناياتو کې د حکومتي زر مستو واکمنو او زورمندانو لاس دى، په تېره اونۍ کې د بغلان په ولايت کې له يوه کور څخه د پوليسو لخوا د دوو معصومو نجونو بيول او تښتول،

چې يوه نجلۍ له جنسي تعرض وروسته د تېښتې د هڅو په نتيجه کې د همدغو جنايت کارانو لخوا په ډېره وحشيانه توگه په شهادت ورسول شوه او دوهمه ئې چې تقريباً دولس کاله عمر لري لا تر اوسه د پوليسو بانډستانو په لاس کې ده، مور، پلار او نورو خپلو خپلوانو ئې د مظلومانو داد او فرياد تر څنگ د ولايت د اداراتو په وړاندې په سر خاورې باد او جامې يې وشلولي خو د اوريدو او دا د رسۍ غوږونه کاڼه دي، مجرمان سرې سترگې گرځي، خو دا بيچاره گان د خپل مظلوميت تر څنگ په تهديد آميزه گواښونو سره گواښل کېږي، دا يوه پېښه نده دې ته ورته په سلهاوو او زرهاوو زړه دردونکي پېښې دي چې واقع کېږي، د قندوز، بلخ، بدخشان او هرات ولاياتو هغه زړه دردوونکى واقعات چې په اوريدو سره ئې غوني زېږيږي، د ځان پلورو، بې ضميره په اصطلاح واکمنو په مړه احساس د زري غوندې تاثير نکوي، د يرغلگرو په وحشيانه بمباريو عامه او ډلييزو ووژنو من، من غوښې اخلي او د خوشحالۍ اټنونه کوي، بې احساسي او بې همتي هم آخر څه حد او اندازه لري دوى په خپلو بې همتيو سره د نړۍ د بې همتانو ريکارډ ور مات، په رشوت اختلاس، لوټ او لوټمار کې مثالي ريکارډ ټينگ کړ.

د دوى له پټو جناياتو په هغه وخت کې پرده پورته شي کله چې د ادارو او ارگانونو تر منځ د منافعو په سر ټکر او تصادم واقع شي او يو د بل په مقابل کې سره ودريږي، د داخله چارو وزير مجتبى پتنگ او په اصطلاح د ولسي جرگې تر منځ د اړيکو خړ پړتيا، بلاخره د پتنگ د استيضاح او سلب اعتماد يو سلسله عجيب او حيرت آور واقعيتونه را برسيره کړل.

په هماغه ورځ چې پتنگ سلب اعتماد کړاى شو وروسته له غرمې په يوه خبري ناسته کې له ځينو واقعاتو پرده پورته کړى شوه او هغه دا:

١-پتنگ ادعا وکړه چې د داخله وزارت ٣٧ عرادي رينجر گاډي د ځينو وکيلانو په واک کې په ناقانونه توگه ورکړى شوي له خبرې څخه معلوميده چې دا ناولې او له شرمه ډکه معامله گري د داخله وزارت د مخکنيو وزيرانو لخوا صورت موندلي، پدې خو ډېر عادي کسان هم پوهېږي چې دا گاډي د قاچاقو په وړو، راوړو کې پکار اچول شوي، د اغوا گريو او تښتونو په پيښو کې استعمال شوي او پدا رنگه نورو جناياتو کې کار ور څخه اخستل شوى وکيلانو کله هم دا گاډي خپله ندي استعمال کړي نو ځکه يې د خپلو شومو او ناروا اغراضو د سر ته رسولو لپاره د داخله وزارت له نښان او آرم لرونکو وسايلو څخه کار اخستى.

٢-يو شمير نور زغره وال گاډي چې د داخله وزارت مربوطه د همدا شانې جناياتو د تر سره کولو لپاره د ولسي جرگې خاصو وکيلانو په خدمت کې ورکړى شوي وو، چې د هره واقعي شاته لوى، لوى داستانونه پراته دي.

٣-د داخله چارو د وخت د وزيرانو لخوا په ناقانونه توگه له درې زرو څخه زيات کلاشينکوفونه د وکيلانو د بانډستانو په واک کې ورکول کيدل يو ستر بدنام کار دى له همدغو وسلو څخه په خلاص مټ په مسلحانه غلاوو کې استفاده کيده او کيږي حتى د خپلو مخالفينو په وژلو او له منځه وړلو کې استعمال شوي. واه، واه ديته وايي داخله وزارت او ولسي جرگه؟!!

٤-پداخل د زندانونو کې د بدنامو قاچاقبرانو پالل، له يوه زندانه بل ته بدلول د قاچاقبرانو او ولسي جرگې د وکيلانو تر منځ په مافيايي بانډونو کې د عضويت او گډي همکارۍ د درلودو يو نه انکار کيدونکى واقعيت دى.

٥-د رشوت په اخستو سره د داخله وزارت دکارکنانو ادل، بدل، په رشوت د ټيکسي گاډو اوامر اخستل هغه لويدلي کارونه دي چې ددې لويدلو، اخلاق بايللو وکيلانو لخوا سر ته رسول کېږي.

٦-د يو شمير وکيلانو سوال بر انگيزه روابط له مافيايي او جاسوسى شبکو سره د مظلوم ولس لپاره د غم په سر يو بل غم دى چې ور زياتيږي، همدا رنگه نورو زړه دردوونکو پېښو ته هم پدغه خبري ناسته کې اشاره وشوه، مونږ کله هم د پتنگ د خبرو په تائيد کې نه يو خو واقعيت ځان ښکاره کوي کومو پېښو او واقعاتو ته چې اشاره وشوه ښيي چې د پردې تر شا وکيلان نه بلکه حرفوي جنايت کاران دي چې د ملت په سر نوشت لوبې کوي، له بل پلوه د ادارو په راس کې هم هغه کسان نصب کړى شوي چې د ملت د منافعو په نامه اصلاً څه پيژني نه بلکې هغوى ناست دلته زړونه يې په اروپا او امريکا کې دي د پاکۍ کليمه د دوى په وړاندې هيڅ مفهوم نه لري د هغوى فکر او ذهن د ډالرو په ټولولو کې دي و لو که د هرې لارې وي همدا کاژه او منحرف ذهنونه دي چې د خپلو ناروا گټو د لاسته راوړو په خاطر د بيلابيلو ارگانونو تر منځ له شرمه ډکې معامله گرۍ او سازشونه را منځته شوي دي.

د داخله وزارت او ولسي جرگې د غړو تر منځ يوازې همدا تور کړه وړه ندي چې د رسوايي تر پلو واوښتل، په همدې ترتيب سره د ملي امنيت او ولسي جرگي د بدنامه څيرو تر منځ له دينه ډيرې بدې معامله گرۍ رواني دي.

ښکاري داسې چې د کابل په حکومت کې اصلاً د مرکزي ادارې په نامه څه شى موجوديت نه لري، بشپړه خپل سري ده چې روانه ده، د ملک درې گونې اورگانونه يو په بل نه سره گډيږي، څوک هم د دوى د لاس جوړ شوي د قانون پابند ندي، لوړ پوړي واکمن چې په بيلا بيلو يرغلگرو هېوادونو پورې تړلي او وابسته دي د کرزي د ادارې په نسبت د ويښته قدرې وفادار او پابند ندي، گټو ئې د خپلو بادارانو له گټو سره غوټه خوړلي، نو له دا رنگه بې خونده، بې رنگه په لوټمار او جنايتونو باندې سر اداره، چې په فساد کې تر غوږونو پورې غرقه ده د خير اميد ترې درلودل له ليونتوب پرته بل څه ندي.

د ملت ټولې ورانۍ او بدبختۍ د پلورل شوو عناصرو هغه سوغات دي چې دا مظلوم ملت به ئې گالي، پاسپورتونه په جيب کې فاسد کسان به د حالاتو په بدليدو سره له ملکه تښتي او د خپلو بادارانو و غيږ ته به پناه ور وړي.

ددې ټولو واقعيتونو په درک کولو سره د کړول شوي مجاهد ملت د فرد، فرد فرض جوړيږي چې د ننداري او تش انتقاد پر ځاى يو بل ته په لاس ورکونه، په رغنده عمل لاس پوري کړي، همدا ده د نجات يوازينۍ لار، د مظلوم ملت اتحاد او يووالي دې چې د يرغلگرو د وحشت عمر ور لنډولاى، د اوسنى فاسد نظام پر ځاى د الٰهي عدل حکومت بر قراره ولي شي.

د هر مؤمن او خداى پال هېوادوال دنده ده چې په خپلو سيمو او منطقو کې با ايمانه مسئوليت پذير کسان غوږونه سره نږدې، خپلې اړيکې ټينگې له هغو کسانو سره خپله خبره يوه او پخه کړي چې د حق په سنگرونو کې پراته د وحشي نيواکگرو او د هغوى د غلامانو مقابله کوي، همدا يوه خوله او يوه خبره کيدل دي چې طوفاني سيند ور څخه جوړيداى شي هېواد پلورونکي جنايت کاران او د هغوى په سر ولاړ وحشي يرغلگر لکه خس او خاشاک غوندې له مخې سره اخلي او د خپلو جناياتو په سزا ئې رسوي، د افغان پاکه خاوره د دوى له ناولي موجوديت څخه پاکوي.

کله چې ملت سره يو او په شور راشي، بيا ئې په وړاندې دريدل نا ممکنه خبره ده که رښتيا مو په دې مظلوم ملت زړه درديږي او غواړئ چې افغانستان د غيرو له موجوديت څخه پاک، آزاد او خپلواک او مستقل وگورئ نو ځنډ ندى پکار، سر له همدا اوسه د وحدت او يووالى پر خوا اوچت او گړندي گامونه اوچتول د وخت له سختو نه سخت ضرورت دى، کوم کسان چې د وحدت په هکله روغ گامونه اوچتول نه غواړي بايد د دا رنگه کسانو خبره بابيزه وگڼل شي او د خپل بر حق پاڅون په هکله يې خنډونه بولي. د الله جل جلاله په اميد ددې ورځې د ژر ليدو په هيله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more