د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

خیریوسی
20.11.2009

دتوازون ساتل :
ددې لوبی یا تجربی څخه مقصد دتوازون سا تل دی یوه ګردی الغه په کاږه واږه سیم کې داسی تیرول دی چې یو دبل سره ونه مښلی ولی که وموښلی زنګ به زنګ ووهی لوبه یې بایلول
اړین مواد :
1ـ بیټری
2ـ دبرق تارونه
3ـ یو سیم چې 2 ملی پوڼد والی ولری او دکږیدولو قابلیت هم ولری هغه چې جامی په ځړوی هغه سیم هم کار ورکوی که څه اوږد وی ښه دی
3ـ یوه برقی لوبه چې اواز کوی یا برقی زنګ
4ـ یوه دلرګي تخته
کړنلاره :
* دسیم د یوی ټوټی څخه یوه ګردي الغه جوړه کړی چې لاستی ولری که دلرګی لاستی ورکری ښه دی که نه نو پر لاستی سلوشن ټیپ ورواچوي۰
* د اوږد سیم څخه به دسوۍ یا بل کوم کوږوږ شکل جوړ کړی ۰
*د برقی تار یو سر به دسیم سره وتړی او سلوشن ټیپ پر واچوی او بل سر به یې دبیټري سره وصل کړی به یوه بل برقی تار به بیټري او زنګ سره ونښلوسی
* بل برقی تار به زنک او چې تاسو یوه ګردی نیمه دایروی شکل سیم جوړ کړی و دهغه دلاستی سره وصل کړی
دغی لوبی اصلی مطلب توازون ساتل دی هغه کردی الغه دسوۍ یا بل کوږوږ سیم کې داسی تیرول دی چې یودبل څخه ونه مښلی که یودبل څخه ونښلی زنګ وهی لوبه بایلی ۰
نومړی لوبه دماشومانو اوهم دلویانو دپاره جالبه ده
که غواړی چې نور هم ښه پوه شی په لاندی لینیک کې انځور وګوری
http://www.khayma.com/dibbaschool/boy.gif

په درناوی


خیریوسی
20.11.2009

ګرانو ماشومانو ستړی مه شئ
دغه تجریبی ستاسو دذدکړی یوه برخه ده ډیری ګټوری دی هغه څه چې وماته په لاس راغلی وه هغه مې ستاسو مخته کښیودل ۰
اوس نو تاسو تکړه شی یوه یوه ذده کړی او هره یوه یې ګټوره ده او بل دا چې په ساده او ارزانه موادو سره دا تجریبی کولای شو ۰
خدای دی وکړی چې نور ورڼه هم دلته خپلی ګټوری تجریبې ولیکی ۰

دغه یوه تجریبه به هم درته ولیکم ۰

[color=blue:f23e77f3df]هوا نه پریږدي چې امسا ټوپونه ووهی تجریبه[/color:f23e77f3df] :
اړین مواد :
یو ه امسا
یو اخبار
تګلاره :
امسا پر میز داسی کښیږدي چې 30 سانتیمتره تر میز دباندی تیره وی
په چاپلاخه یې پر هغه ځای ووهه چې تر میز راتیره ده ته به وګوری چې امسا پورته کښته غورځی
دامسا پر هغه برخه چې پر میز پرته ده اخبار وغړوه او لاس پر تیر کړه چې دامسا او اخبار ترمینځ هوا ووځی اوس امسا پر هغه برخه چې لوڅه ده په مطرقه وواهه ته به وګوری چې امسا نه غورځی
که دامسا اخیری څوکه په مطقه ووهی ته به وګوری چې اخبار څیری شی
ددی څڅه دا معلومه شوه کله چې موږ اخبار پر امسا وغوړوی او لاس مو پر تیر کړی داخبار او امسا ترمنځ هوا وایستله اوس د هوا خارجی فشار نه پریږدي چې امسا ټوبوڼه ووهی لکه مخکې چې موږ پر هغی اخبار نه و غوړولی

ښه ژوند درته غواړم
په درناوی


داوبو تاثیر پر اوسپنه

خیریوسی
21.11.2009

داوبو تاثیر پر اوسپنه تجریبه :
اړین مواد :
دپلاسټیک درې سپن ګیلاسونه
اوبه
دنوکانو رنګ
دری دانې میخونه
تیل ( موبلین) یا دښون ( زیتون ) تیل
تګلاره :
• په یوه ګیلاس کې اوبه واچوی او میخ پکښی کښیږدي
• په دوهم کیلاس کې اوبه واچوی میخ دنوکانو په رنګ ولړی چې وچ شی په ګیلاس کې یې واچوی
• په دریم ګیلاس کی موبلین یا نور تیل واچوی او میخ پکښی کښیږدی
یوه اونۍ وروسته یې وګوری په لومړۍ ګیلاس کې میخ زنګ کړی هغه دو نورو میخونو به زنګ نه وی کړی ولی چې یو زنګ شوی او بل په تیلو کې پروت ؤ

په درناوی


دلاب توب کمبیوټر پر زنګنو ایښوول زیان لری

خیریوسی
25.11.2009

دلاب توب کمبیوټر پر زنګنو ایښوول زیان لری
دلاب توب کمبیوټر که پر زنګنو زیات وخت کښیښول شی وپښو ته زیا ن لری
که تاسو یوزوړ کمبیوټر لری او غواړی تجریبه په وکړی
کمبیوټر خلاص کړی لاندی سوری یې ټول بند کړی کمبيوټر چالان کړی دپخلی غوړي پکښی واچوی څه وخت وروسته به غوړي دموزوبرود په ګرمایښت ګرم شی وروسته تاسو پټاټی پکښی واچوی
تاسو به وګوری چې پټاټی سرې شی
په درناوی


خیریوسی
02.12.2009

تجريبه :
اړین مواد :
درې ګیلاسونه
اوبه
ګلان
دپخلی رنګ

تګلاره :

ګیلاسونه داوبو ډک کړی رنګ ورواچوي په لمړی ګیلاس کې ګل دڅانګی سره ودروي او نورو ګیلاسو کې د ګل پاڼی کړی واچوی
پسله څو ساعتو وروسته تاسو ګلان وګوری چې رنګ یې تغیر کړی دی

تجريبه :

اړین مواد :
یوه ټوټه یخئ
دګنډولو یاکوم بل تار
مالګه

تګلاره :
ماشوم دی تار په اوبو لوند کړی دتار زیاته برخه پر یخي کښیږدی
پریخي دی مالګه ودوړوي
یوه دقیقه وروسته دی تار راکش کړی
تاسو به وګوری چې یخي په تار پوری موښتی دی او یخئ دتار سره راپورته شی

تجریبه :

اړین مواد :

شمعه ( شم)
یو لوښی
اوبه
خټی
مرتبانه

تګلاره :
ماشوم دی په غاب کې خټی کښیږدی په خټو کې دی شمع ودروی اوبه په غاب کې واچوی شمع ولګوی لږ ورسته مرتبانه پر شمع کښیږدی
تاسو به وګوری چې شمع مړه شی او داوبو په سطحه کې بدلون راشی دخارجی هوا دفشار لکبله ۰

تجریبه :

اړین مواد :

دپلاسټکی قلم سرپوښ
خټی
یو پلاسټکی بوتل
تګلاره :
پلاستکی بوتل داوبو ډک کړی لږ څه خټی دقلم په سرپوښ پوری ومښلوی په بوتل کې یې واچوی بوتل په لاس کې کښیکاږي تاسو به وګوری چې دقلم وسرپوښته اوبه داخلی شی هغه په اوبو کې ډوب شی کله چې بوتل داسی پریږدی بیرته دقلم سرپوښ داوبو دسر ته راپورته شی

تجریبه :

اړین مواد :
یوه دانه پوکنی ( بوغي )
څو دانې ( دهندوانې ، کډو ....) زوڼی

تګلاره :
پر میز باندی بوغي کښیږدی دبوغي دپاسه زوڼی کښیږدي ماشوم دی بوغي وپړسوی تاسو به وګوری څومره چې بوغي پړسیږی په هغه اندازه زوڼی پورته کیږی

تجریبه :

اړین مواد :
اوبه
دناشکن لوښی
پشمی ټوکر یا پشمی لاسکنی

تګلاره :
اوبه په لوښی کې واچوی پشمی ټوکر په اوبو کې واچوی ماشوم دی یې ونوښتیزی تاسو به وګوری چې دټوکر څخه کوبۍ راوزی

په درناوی


رښتینی
25.12.2009

ښاغلی او دروند ورور خیریوسی ډیر خیر یوسی
ته په خپله دخیرونو پنډه یی الله دی ستا په څیر درانه
او دخیر خلک په پښتنو کی زیات کړی چی نور دا دپرپوزو
خولو لګولو له مزمنی وبا نه نجات او خلاصون پیدا کړو
وروره ! پوهه په خپل ځای کی لاږمی شی دی خو اخلاق
او انسانیت هغه مهم توکی او عنصر دی چی دپوهی خلک دخیر
کار ته جوګه کوی او که نه بی خیره پوهه په ضرر تمامیږی نه په خیر
لوی څشتن دی بریالی لره

ستا حامد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more