د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات


04.12.2010

رښتيا يواځينی کس چې په ټوکو نه پوهيږي هغه زۀ يم، ځکه په ټوکه پوهېدل خو دې ته نه وايي چې مخاطب راته ووايي چې دا ټوکه وه يا زه ټوکه کوم
نو زه يې بيا ټوکه نيسم، که نه خبره يې دومره جدي نيسم چې مه يې کوه پوښتنه . خو خپل جديت وروسته چې بيا خبره ټوکه راوخيژي
ډير اندېښمن شم چې دومره بې ارزښته خبره به ما ولې دومره جدي نيوله .
نو ما ته هم د قريشي صيب پوښتنه سمه جدي پوښتنه ښکاري او هيلمن يم رښتيني
ارواپوه ډاکتران سم مسلکي طبي ځواب ورکړي،
څو ډير ناروغان ترې ګټه پورته کړای شي ! ځکه په تلويزيون کې هم يوه ورځ دا خبر تير شو چې دغه مرض اوس په افغانانو کې بيخي ډېر شوی او له تنکيو نه تر پخو ځوانانو پورې کوډو،
جادو او تعويذونو ته مخه کړې ده . د عاشقۍ د مرض په تړاو د کوډو اوجادو د اغيز
په اړه هم خبرې کول پکار دي ، آيا جادو ياکوډې شته (؟) يعنې واقعيت لري؟؟؟؟
که واقعيت لري، اصلا کوډې يا جادو له څشي څخه کار اخلي،
ولې او څنګه اغيز پيدا کوي ؟؟؟؟ د کوډو زور او ځواک په څه کې دی ، د انسان په زړۀ او شعور ولې ، څنګه او څومره تاثير پيدا کوي او څنګه بيا له منځه تلی شي ؟؟؟؟؟
__________________________________________
او د ناوړه رواني ناروغيوڅخه د ژغورنې په اړه همدومره وايم :

[color=blue:68012e32b9]
له ديندارۍ نه ښه شی نشته
.......................................... که روغتيا غواړئ پاکوئ مردار نفسونه[/color:68012e32b9]


عنوان

tandar
04.12.2010

اول دتعویز کلمه یواځی په پوښتو کی نشته ،بلکه په خارجی ژبو کی هم شته٠
اول ددی کلیمی دپیدایښت فلسفه باید روښانه شی٠
حتمی ځانته یوتاریخی اړخ لری٠
چه حتی تر ننه پوری ډیر انسانان ددغی لاری ځان او خپلی کورنی اعاشه کوی٠
او داکلیمه ،،تعویض،، له کوم زمان څخه ،خصوصا ملا صاحبان چه دخلکو ددوی ددینی دانش او پوهی له کبله نظر عام او بی سواده خلکوته ،دتعویضو لیکوته عقیده ښکاره کوی، راپیدا شویده؟
زماله نظره دا یوه روحی او عقیدوی تاثیرات دی ،چه بعضی خلک ې د نورو انسانانو په مغزوکی په ډیرمهارت اوزرنګی سره ترزیقوی٠
مننه٠


ښه چاری

پښتون.
04.12.2010

پتوال صیب سلامونه !د مینی ډاکټران هغه څوک کیدای شی چی هغوی مینه احساس کړی وی او د مینی پسی کړیدلی وی.
تاسی ته د قريشي صيب پوښتنه سمه جدي پوښتنه ښکاري او هيله مند ياست چی رښتيني ارواپوه ډاکتران سم مسلکي طبي ځواب ورکړي.خو بیا مو د مسلکی ډاکټرانو قصه مفته کړی ما او تندر صیب خو څه کوی او د مینی علاج مو د کوډو او تعویضونو له لاری رانیولی دی او غواړی چی د کوډو او تعویضونو د اغیزی په هکله رڼا وچول شی او خپلی پوښتنی مو چی آيا جادو ياکوډې شته (؟) يعنې واقعيت لري؟؟؟؟
که واقعيت لري، اصلا کوډې يا جادو له څشي څخه کار اخلي،
ولې او څنګه اغيز پيدا کوي ؟؟؟؟ د کوډو زور او ځواک په څه کې دی ، د انسان په زړۀ او شعور ولې ، څنګه او څومره تاثير پيدا کوي او څنګه بيا له منځه تلی شي .
یعنی تاسو د طبی درملنی نه د کوډو درملنی ته زور ورکړی دی.او که غواړی پدی چل کوډی زده کړی؟


قريش
05.12.2010

پتوال صيب زه چه څومره پوهيږم کوډي يواځي هغه څوک کولای شي چي دشيطانانو(جنياتو)سره كلكه رابطه ولري اودهغوي مخصوصي كفري كلمات ووايي اويابل داسي كاروكړي چي چوريي له دينه وباسي مثلانعوذبالله كوډګردحيض په ناپاكه وينه باندي دقران كريم اياتونه وليكي اوياپه بوټانو اوڅپليو كښي دتلي لاندي دقران كريم اياتونه كيږدي اوكه داسي كفري كارونه ونكړي بيايي دغه كفري جنيات تابعداري نكوي اوچي كله يي هغوي تابعداري وكړي نودكوډو په تاثيركي ورسره هغوي ډيره مرسته كولاي شي. پرهيزګاراو تقواداركس هيڅكله کوډګرنشي جوړيداي. پدي اړوندزه څه ناڅه مطالعه لرم خوزمامطلب دانوه چه دکوډوپه واسطه دعشق علاج وكړم.



21.12.2010

قريشي صيب مننه !
کوډې خو يو لوی ظلم دی چې له يو انسان سره کيږي، ښايي هغه څوک چې پيسې ورکوي او په چا کوډې کوي د قيامت په ورځ يې مخ تور اوسي،
تر دې زيات کوډګرچې د څو پيسو له پاره ايمان خرڅوي د الله تعالی د قهر سره مخامخ دي، او بيا دغسې کوډګر چې
تاسو ورته ګوته نيولې د ډېرې کرکې او حتی د مرګ لايق دي چې د سپېڅلي قران بې حرمتي کوي !
د خپل لاس سره د زنا مرض په اړه مې د پښتون ورور طبي مشورې او د الوزيريه صاحب ديني تبصره ډيره خوښه شوه ، الله دې اجرونه ورکړي
او افغاني ځوانان دې الله تعالی له دغه رواني مرض څخه په امن و امان کې وساتي ! دينداري په عامه توګه د هر بد رواني پروبلم او روژې نيول په خاصه توګه
په نوموړي مرض دمبتلا کيدلو مخه نيسي .
الله دې اشغالګر او د هغوی ناولې
ليبراله غربي دموکراسي دواړه زمونږ له هيواد څخه نور ورک کړي چې د ټول اجتماعي مرضونو او مفسداتو پنځونکي هم دوی دي دي !


بشري
11.04.2011

ښه نو ,
څنګه شو اوس ؟ عشق علاج لري او كه نه؟


هوتک
11.04.2011

[quote:66ddd9c2a2="بشري"]ښه نو ,
څنګه شو اوس ؟ عشق علاج لري او كه نه؟[/quote:66ddd9c2a2]‎
ولې ته هم په دې مرض اخته یې؟
خپله سوداګرې کوه عشق څه کوی؟
خفه نه سې هسې ګپ مې درسره وکړ؟‎ ‎


بشري
12.04.2011

زه خو شوكر دى خداي تري ساتلي يم
خو دي خلكو ته مي ويل چې اوس ددي بحث نتيجه څه شوه ؟ شروع دعشق په علاج شوي وه ,
او خاتمه يي د كوډو او سحر په حرامولي !


پښتون.
12.04.2011

[quote:797d9da684="بشري"]زه خو شوكر دى خداي تري ساتلي يم
خو دي خلكو ته مي ويل چې اوس ددي بحث نتيجه څه شوه ؟ شروع دعشق په علاج شوي وه ,
او خاتمه يي د كوډو او سحر په حرامولي ![/quote:797d9da684]
بشری صیب هغه عاشق خو لیونئ شو ،یعنی د عشق پایلې لیونتوب سره ختمیږی.
الله تعالی دي تاسی نه لیونې کوي.


طالب ISI
19.10.2011

Love is a sort of addiction, according to a research those who are addicted to drugs and those who are fallen in love show the same type of activities in their brain, so if anyone wants to get rid of love, he should think as if he is addicted.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more