د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

له ډک شوي غاښ سره اودس او لمونځ کيږي ?

pattang
15.10.2005

پياوړې خور خاټول،محترم استاذ حليمي صيب او قدرمند طالب جان ته ډير ډير
احترامات او سلامونه وړاندي کوم ٠
محترمو !
زه ستاسو ځخه لاندينۍ پښتنه لرم :
که چا غاښ ډک کړي وي نو اودس ئي ور سره کيږي اوکه نه ?

سږ کال زه په په هيواد کې وم ،ديوه سړي غاښ خراب شوي وو او درد ئي کاوه امکانات ئي لرل چې غاښ ورته پاک شوی وی او خرابه برخه ئي لري کړي وی او په امرګام ئي بيرته دغاښ منځ ډک کړی وی خو ملا صيب ورته وويل چې که غاښ ډک کړې نو اودس دي نه کيږي او غاښ بايد وباسي نو هغه وه چې هغه سړي خپل غاښ وئيست .
ما چې هر څومره خپل دلائل ورته وړاندر کړل ګټه ئي ونکړه ٠

ستاسو نظر څه دی او اسلامي لار کومه ده ?

دپښتنولي په مينه پتنګ



ع کريم حليمي
16.10.2005

ډېر محترم pattang صاحب و سلام ته دي عليکم و رحمه الله و برکاته وايم
او زه هم تاسو ، لوستونکوته ډير ډير احترامات او سلامونه وړاندي کوم ٠
[quote:1c340f9096]که چا غاښ ډک کړي وي نو اودس ئي ور سره کيږي اوکه نه ? [/quote:1c340f9096]
ډېره ښکلې پوښتنه ده !
د غاښو ډکېدل او پوښېدل دوې جلا جلا خبري دي ٠ پوښېدل د غاښو د ډيره وخته يعني دامام ابوحنيفه ترعصر دمخه هم کېدل ٠
اوخبره د اوداسه نه ده ! ولي چه خوله پرېولل ياپرېمينځل، د اوبو غړغړه کول په خول سنت دي
يعني فرض نه دي ٠ اودس طبعأ صحيح دي په هر صورت ولي چه اودس څلورفرضونه
دي : دمخ پرېمينځل دسرد ويښتانو دشنه كېدو څخه نيولې دزنې ترلاندې برخې پورې ،د يوه غوږ له نرمۍڅخه نيولې دبل غوږ ترنرمۍ پورې دي . ترڅنګلو پورې دواړه لاسونه ، دسر مسح كول (څلورمه د سر لندول )، ددواړو پښوپرېمينځل تر بوجيلکو٠
بسمه تعالی : يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلى الصلَوةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَ أَيْدِيَكُمْ إِلى الْمَرَافِقِ وَ امْسحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَ أَرْجُلَكمْ إِلى الْكَعْبَينِ ٠
اوس نو سنتونه ، مستحب ئې خوراډېر دي او د علماوو په کښي اختلاف سته
څوک مستحب ته سنت وايي او څوک بيا هغه سنت ته مستحب وايي
خو خوله پرېمينځل ټوله فقها سنت بولي ٠ که پاته سي بيا هم اودس صحيح دۍ

په پخوا زمانه کښي خلګو غاښونه د سنګار، ښايست د پاره پوښول ٠ دا عمل دصحت له پاره نه وو ٠ نن چه څوک غاښ ډکوي يو علاج طبي دۍ
او د ځان صحت ساتل ،حيات ساتل فرض دي ، که څوک مريض سي دوا پر واجبه ده
او که څوک غاښونه د ښايست او سنګار په خاطر پوښوي نو بيا فقهاوو ويلي چه دجنابت غسل ئې نه صحيح کيږي ٠

د مبارک عليه السلام په عصر کښي ښځو غاښونوته يو جاک ورکاوه په سوهان چه رشتياهم ښه اېسي ٠ يعني دا د مخ دسربېر غاښو درز ٠
نو دغه کار مبارک وفرمايل چه غاښوته درز مه ورکوۍ ٠ لکه دا نن چه ښځي پلاستک سرجري کوي د ښايست له پاره يعني نوز جاب
(nose job is done to reshape the nose ) دا حرام دۍ ٠
او راځم Root canal treatment (ډک کول د غاښ )
دا اول غاښ مړ کړي يعني رګونه ئې ور پرې کوي ٠ د وينو جريان ئې ور قطعه کړي ٠
نور نو دغه غاښ په مثال د مصنوعي غاښ سي او نوره تغذيه نه کوي ٠
نو په هر صورت Root canal treatment روا کار دي
يوه خبره چه ډيره ضرور ده ٠ ډاکتران چه کوم مواد کاره وي amalgam نوميږي سيماب (mercury ) پکښي سته او سيما زهري ده ٠

..........................................................amalgam
It is a mixture of 50% of mercury and 50% of silver alloy usually made up of silver, zinc, tin, etc.
دغه ليکنه فتوا نه ده څه چه ما زده کړي وه تاسو ته مي وليکل



طالب جان
16.10.2005

محترمه مكرمه او قدرمنه وروره پتنګ صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
امابعد: غاښ ته په پوښ وراغوستلو اوډكولو سره اودس او غسل ته هيڅ تاوان نه رسيږي بلكه دواړه صحيح كيږي . والله اعلم باالصواب

(في الدرالمختار: سنة المتحرك بذهب بل بفضة وجوزهما محمد رحمه الله ويتخذ انفا منه لان الفضة تنتن في ردالمختار : قال الكرخي اذاسقطت ثنية الرجل فان ابا حنيفة يكره ان يعيدها ويشدها بفضة اوذهب ويقول هو كسن ميتة ولكن يأخذسن شاة ذكية يشد مكانها وخالفه ابو يوسف رحمه الله (الى قوله ) وقال بو يوسف رحمه الله سألت ابا حنيفة رحمه الله عن ذلك في مجلس آخرفلم ير بأعادتها بأسا)امداد الفتاوى 205 مخ 4 ټوك


خیریوسی
16.10.2005

محترم طالب جان صاحب احترامانه سلامونه وړاندی کوم

که چا دنوکانو رنګ استعمال کړي وی (هغه رنګ چی زموږ خوندی ئی د ښائیست دپاره استعمالوی)اودس تازه کړی بیله دی چی دنوکانوڅخه رنګ ایسته کړی اودس یی صحح دی
اوپاته سوه دغاښ ډکیده ما دمولوی عبدالستار څخه چی هغه یو لوی مدرس دی پوښتنه وکړه اجازه ئی رانه کړه ویل غسل نه صحح کیږی او بل مولا صاحب راته ویل هیڅ پروا نه لری دا مسئله باید دسره وکتل سی ځکه چی دغسل موضوع ده
خوشحاله او بریالي اوسې

ابو محمود


pattang
16.10.2005

قدر مند، مشر استاذ حليمي صيب ، محترم طلب جان اوګران ابو محمود ته له ټول لمړی په پښتني جامه کي نغښتي سلامونه او درناوي وايم .
قدرمنو ستاسي له دلائلو او مالوماتونو څخه ، چې زما د سوال په برخه کې مو وړاندي کړې دي يوه نړۍ مننه کوم ٠ خداي پاک دي تا سو ته نور هم قدرت در کړي چې د اسلام پاک دين ته د چوپړ مصدروګرزۍ .

په پښتني مينه ستاسو پتنګ



ع کريم حليمي
17.10.2005

محترمه مكرمه او قدرمنه طالب جانه سلام !
ما هميشه ليکني داسي کولي چه دياده وې ٠ يعني څنګه چه زه پوهېدلي وم
نن مجبوره يم چه کتاب تاسو ته در کاپي کم ٠
د غسل بيان
و فرض الغسل المضمضه واﻻستنشاق
ژباره ٠ او فرض د غسل په خوله اوبه لغړول دي او په پزه اوبه لغړول دي
................................................................................................................................................
او په مذهب د امام شافعي لکه په اوداسه کي په غسل هم دواړه سنت دي
زموږ د ليل ا دۍ چه بيهقي رح او دارقطنی روايت کړي دي چه انحضرت صلی الله عيله وسلم چه مضمضه او استنشاق جنب لره فرض دي
حاشه هدايه اول جلد صفحه ٣٧ ٠
او بل دليل دادي چه پاک خدای فرمايي : و ان کنتم جنبأ فاطهروا
ژباړه : که چيري تاسي جنب واست ښه ځان پاک کړي - ښه ځان پاکول هغه دي چه هغه ځای ته اوبه بيله حرجه ور ورسيږي هغه ځای به مينځي هدايه صفحه ٣٧
...................................................................................................................
وغسل سائرالبدن
ژباړه ٠ او بل فرض د غسل پريمنځل دي د باقي صورت ٠

پوسه ! داد فرضي غسل بيان دۍ ٠ چه هغه درې دي !
د جنابت غسل ، د حيص ،نفاس
تنبيه ! په غسل کي ډېر احتياط په کار دي هر هغه ځای ته چه اوبه بې تکلفه ور رسيږي پرېمنځل ئې فرض دي ٠ لکه شپېلۍ د غوږ ، د نوغار ، د ورځو او برېتو پوست ،مابين د ږيري د ښځي خارج فرج ٠ ردمختار ٠ ١ جلد صفحه ١٤١
په قدوری ثابته کړه چه خوله مينځل فرض دي ٠ که خوله مينځل (مضمضه او استنشاق ) پاته سي ٠ نوغسل د جنابت نه صحيح کيږي
قدری صفحه ٤٥
کنذالقائق داسي راوړي په صفحه ٨٦ چه :
و فرض الغسل غسل فمه و انفه بدنه لا دلکه
ژباړه : او فرض د غسل پريوله د خولې دده دي او د پزي د ده او نه دي فرض موښل د بدن ٠
پوسه ! چه داجمله عطف ده پر جمله ' فرض الوضع ' او ياجمله مستاففه ده ولي چه واو که څه هم په اکثره کي عاطفه وي لکن ګاهي د استيناف د پاره هم راځي او استينافی واو په هدايه کښي بېخي ډير دۍ ٠ او غُسل په پېښ د غين په معنا د پرولو د ټوله جسد دۍ ٠ او غَسل په زور دغين په معنی د مطلق پريولو دۍ

ګوره ! اوس نو د غاښ مسئل
د غاښ ډکول خو تداوي ده په حلال شي ٠ داسي تداوي خو روا ده په شرط ددې چه په وخت د ډکولو به سړی جنب نه وي ٠ او ورسته تر ډکولو چه چنب سي نو هغه دوا داسي وګرځي لکه د غاښ جز يعني بېله کښلود غاښ نه راوزي ٠ نو غسل ئې صحيح دۍ ٠ کذا يفهم من الفتاوی الهنديه

[color=white:e9050bc699]اوس نوغاښ ته د سرو زرو يا فلاتينو پوښ ور کول حرام دي ٠ که متحرک پوش وي
کومه خبره نه ده ولي چه د غسل په وخت کښي بايد وکښل سي [/color:e9050bc699]محترم طالب جان ليکلي چه : [color=white:e9050bc699]سنة المتحرك بذهب بل بفضة وجوزهما [/color:e9050bc699]دا خو متحرک غاښ دۍ متحرک غاښ خو مصنوعي غاښ دۍ
چه راوئې کاږې او برته ئې په خوله کښي کښېږدې ٠ داخو د بدن جز نه دۍ ٠
نو په دې خبرکي څه بأسا (خَوْف ) دي ابو حنيفه به تقوا کول او يا مجلس ډير ساده وو ٠
[color=blue:e9050bc699]في الدرالمختار: سنة المتحرك بذهب بل بفضة وجوزهما محمد رحمه الله ويتخذ انفا منه لان الفضة تنتن في ردالمختار : قال الكرخي اذاسقطت ثنية الرجل فان ابا حنيفة يكره ان يعيدها ويشدها بفضة اوذهب ويقول هو كسن ميتة ولكن يأخذسن شاة ذكية يشد مكانها وخالفه ابو يوسف رحمه الله (الى قوله ) وقال بو يوسف رحمه الله سألت ابا حنيفة رحمه الله عن ذلك في مجلس آخرفلم ير بأعادتها بأسا[/color:e9050bc699]
پورته جملي يو بې پايدې ليکنه ده ٠ هيڅ شرعي ګټه نه ده پر بنا
او بيا هم تاسو ټنګار کوۍ پر چه
[color=red:e9050bc699]غاښ ته په پوښ وراغوستلو سره غسل ته هيڅ تاوان نه رسيږي بلكه صحيح كيږي [/color:e9050bc699]
نو ضرور يوحديث شريف حوال موږ لوستونکوته وليکي ٠ يا يو روايت د ابو حنيفه رح ٠
محترم ابو محمود ښه ليکي چه : دا مسئله باید دسره وکتل سی ځکه چی دغسل موضوع ده
[quote:e9050bc699]که چا دنوکانو رنګ استعمال کړي وی (هغه رنګ چی زموږ خوندی ئی د ښائیست دپاره استعمالوی)اودس تازه کړی بیله دی چی دنوکانوڅخه رنګ ایسته کړی اودس یی صحح دی [/quote:e9050bc699]
هو اودس صحيح دۍ ٠ غسل ته بايد دنوکانو رنګ پاک کړي ٠



طالب جان
17.10.2005

محترمو مكرمو او قدرمنو وروڼو او خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
له پتمنو وروڼو ابو محمود صيب او حليمي صيب نه ډيره مننه كوم چي له مونږ سره په پورتني بحث كي فعاله ونډه اخلي .ستاسي له مشورې نه يوه نړۍ مننه چي ماته مو دمسألې دبيا كتلو لپاره راكړي وه په راتلونكي كي مو هم توجه غواړم .
محترمو وروڼو ستاسي له مشورې سره سم مي دوباره كتابونه وكتل او دا لاندي څه راته څرګند شول .
1- تر كومه ځايه چي دنو كانو درنګ (nail polish) خبره ده نو داحنافو دعلماوو په اند له دې رنګ سره نه اودس كيږي او نه غسل ځكه چي په اوداسه او غسل دواړو كي دنو كانو دظاهر لمدول اړين دي ( حال داچي دنوكانو رنګ چي وچ شي نوپه لري كولو سره پټ پټ رااوړي چي پدې سره دنوكانو ظاهر پټيږي او داسي كيږي لكه په نوكانو چي دي پرده اچولي وي او له اوبو نه دي پټ كړي وي ) او له نوكانو څخه دنوموړي رنګ په پاكولو كي كوم حرج هم نشته ځكه دي نو لومړى بيخي ونه لګول شي خو كه بيا هم كومه ميرمنه دنوكانو رنګ ولګوي نو دهر اوداسه او غسل لپاره يي ښايي هرو مرو بيرته پاك كړي دنه پاكولو په صورت كي يي نه غسل كيږي او نه هم اودس .
2- خو دغاښونو پوښل يا يي هم ډكول داودس له روا والي څخه مانع نه دي ځكه چي علماوو ليكلي چي كله غاښ ته پوښ ور واغوستل شي نوهغه پوښ له غاښ سره داسي پيوست شي چي بيا نو هراوداسه او هر غسل ته دهغه پوښ را ايستل ممكن نه وي ځكه نو هماغه پوښ پخپله دغاښ حكم اخلي او اودس او غسل دواړه ورسره روا كيږي .
همداراز كه چا غاښ ډك كړ هم اودس او غسل يي كيږي ځكه چي علماوو ليكلي هغه مساله يا سپين زر چي دغاښ په سوري كي وراچول كيږي هغه له غاښ سره داسي پيوست شي چي داوداسه په مهال يي راايستل ممكن هم نه دي ځكه نوهغه دغاښ جز ګرځي او اودس او غسل ورسره روا كيږي .
له همدې امله علماوو ليكلي چي كه دچا په غاښ كي څه داسي شى بند وي چي غاښ ته داوبو له وررسولو مانع وي نو دجنابت غسل ته دهغه شي راايسل اړين ګڼل كيږي ځكه چي له غاښ نه دهغه شي راايستل ممكن دي نو دى ښايي له غاښه هغه شى راوباسي او له سره دي په دوهم ځل غسل وكړي . خو دا حكم هله دى چي له غاښ نه دهغه شي په راايستلو كي كوم مشقت او تكليف نه وي . والله اعلم باالصواب .
[quote:ac64c50839]پورته جملي يو بې پايدې ليکنه ده ٠ هيڅ شرعي ګټه نه ده پر بنا
او بيا هم تاسو ټنګار کوۍ پر چه
غاښ ته په پوښ وراغوستلو سره غسل ته هيڅ تاوان نه رسيږي بلكه صحيح كيږي
نو ضرور يوحديث شريف حوال موږ لوستونکوته وليکي ٠ يا يو روايت د ابو حنيفه رح ٠ [/quote:ac64c50839]
قدرمن حليمي صيب : امام ابن عابدين رحمه الله خو داحنافو وتلى عالم دى بلكه هغه ته داحنافو وكيل ويل كيږي نو پورتنى عبارت زما نه بلكه دهغه دى خو بيا يي هم تاسي بې فايدې بولۍ ؟ او بيا وروسته مو ويلي چي دامام ابو حنيفه كوم روايت راكړه نو وروره همدا عبارت دامام ابو حنيفه رحمه الله روايت دى چي ابن عابدين رحمه الله په ردالمختار نومي كتاب كي ليكلى .
او دامام ابو حنيفه رحمه الله دپورتني دليل بنسټ هغه احاديث دي چي په هغو كي راغلي چي ځينو صحابه كرامو به له سرو زرو نه پوځي جوړولې او هغه به يي استعمالولې او رسول الله صلى الله عليه وسلم ورباندي هيڅ ډول نكير نه فرمايه .لكه چي دې خبري ته په پورتني عبارت كي اشاره هم شوي ده نور نو دحديثو كتابونه خو ستاسي په مخ كي دي . والله اعلم باالصواب .



ع کريم حليمي
19.10.2005

محترمو مكرمو او قدرمنو وروڼو او خويندو :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته !
له پتمنو وروڼو ( ابو محمود صاحب او طالب جان صيب ) ستاسو څه فقر بنده هم ډيره مننه كوي چي له مونږ سره په پورتني بحث كي فعاله ونډه اخلي ٠
يوواربيا دې خبرته ستاسو (طالب جانه)توجه راګرځوم چه :
سنة المتحرك بذهب بل بفضة وجوزهما
چه دا متحرک غاښ د زرو او سپين زرو جوز دي ياجواز لري ٠ صحيح ده !
اوبيا وايې چه : هو كسن ميتة (دا سو مړ غاښ )نوطبعا خود ابو حنيفه يكره شو (جَعَلَهُ يَكْرَهُalienate from) نو ما خو په اول کښي ويلي دي چه مړ غاښ هم ډکېدلی هم پوښېدلی سي ٠ چه هم لمونځ ، اودس ، غسل ور سره روا دي ٠
اما که ژوندي غاښ ته پوښ ورواغوندې ٠ نو بيا غسل نه صحيح کيږي
او ستاسو ليکنه واي چه : يأخذسن شاة مثال يې د پسه دغاښه سر سوو لکه مصنوعي غاښ ٠ نو تاسو ولي واياست چه ژوندی غاښ دي پوښ سي
داخولويه خطا نه کوۍ ؟؟؟ مسئله د غسل ده تاسو ته معلومه ده که په پزه کښي خلط
(Mucus ) وچ سوي وي غسل نه صحيح کيږي ،پزه فرض ده ضرور به دننه لنديږي٠ او که Mucus په پزه کښي لانده وه باک ئې نسته اوبه تر تېريږي او که دجنابت غسل وي او اوبه غړغړه نکړي هم غسل نه دي صحيح !! ولي چه ژوندی غاښ وچ پاتيږي ٠

او درنګ ناخون خبره به به انشاالله د عجب رب العزت او عجب ئې کلام ترعنوان لاندي تاسو او لوستونکو ته وليکم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more