شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
ليلماـ الفت

دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر 2003 ليکنې: 91 ځای: دامريکامتحده ايالات
|
د ليکنې نېټه : جمعه اکتوبر 24, 2003 4:16 pm عنوان : |
|
|
ډير دروند او منلې ورور ه سلامونه !
ګرانه نه پوهيږم چه په کومو الفاظو درته ووايم : ځکه داسي موضوع ګاني مو ټول افغان ته ورکړي دي چه زما څه د کور کار پاته دئ او تمامه ورځ په ټول افغان کي بوخته يم په ټول افغان کي ستاسي د انځورونود لړۍ سربيره په فورم کي دکيسۍ يامعما، دڅلوريزومشاعره ، پښتو شعر څنګه جوړيږي او دادئ پښتو لنډۍ ...................ډير زما پر زړه ښه لګيږي..........خدای (ج) موپرژوند برکت کښيږده !
٤ـ دټپۍ وار درسره ږدمه
...ځکه ټپۍ د زړګي غم ليري کوينه
٥ ـ زمامسافري به بل څه وي
....د وطن غم مي پرزړه مالګي دوړه وينه
نوټ :ګرانه وروره دا لنډۍ ما خپله جوړي کړي دي که کومه غلطي پکښې وي نو د سمون په اميد ئې ناسته يم
.........................................................په درنښت ستاسي خورليلوما الفت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Ghairat ستوري

دغړيتوب نېټه: 11 جولاي 2003 ليکنې: 763
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اکتوبر 26, 2003 11:24 am عنوان : |
|
|
سوال :
راشه په سترګو کې مې خوب شه
.................................... زه شوګيرو د بيلتانه وهلې يمه !
جواب :
زړه مې نری شو لکه لوټه
............................ لکه ديوال د سهار باد يې خوځوينه ! ( lol)
... |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هيواد شېرزاد ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2002 ليکنې: 214 ځای: سويډن
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اکتوبر 26, 2003 3:05 pm عنوان : |
|
|
درنو دوستانو، سلامونه او نېکې پېرزوينې مې ومنئ.
خدای جل جلاله دې وکړي چې ټول ښه ياست. د لنډيو مضمون مو ډېر ښه روان دی. لنډۍ خو ټولې ښې وي او په زړه ښې لګيږي خو زما چې ډېرې خوښيږي هغه چې د وطن او پښتونوالې په هکله وي، لکه دا يوه:
................ يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی
................................. خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هيواد شېرزاد ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2002 ليکنې: 214 ځای: سويډن
|
د ليکنې نېټه : ١ شنبه اکتوبر 26, 2003 3:11 pm عنوان : |
|
|
درنې خورې ليلوما! اول خو مې سلامونه ومنه!
ستاسې لنډۍ د وزن او معنا دواړو له پلوه ډېرې ښې دي.
د ښاغلي هادي د ځواب او نظر په تمه. کاميابي دې د لوی رب څخه غواړم.
وروستی ځل بدلون هيواد شېرزاد په جمعه اګست 19, 2005 1:01 pm
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ليلماـ الفت

دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر 2003 ليکنې: 91 ځای: دامريکامتحده ايالات
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اکتوبر 27, 2003 12:17 am عنوان : |
|
|
هيواد وروره مننه !
لږ دلته هم غوږ شه چه زړه درته لږ نه سي
٩ـ وطنه دومره مي په وس دي
...دغه ژوندون به تر تازر ځله جارکړمه
١٠ـ زما د زړه سرګرانه هيواده
...خپلو بچودي درته وران کړله ښارونه
١١ـ دپښتنو نامتو هيواده
.... په ديدنيوکي دي ورک سول تاريخونه
١٢ـ ای زما ستر افغانستانه
.....ترتا قربان سم زما خاړپوري تاکي دينه
ښاغلئ هادي وروره دا هم زما لنډۍ دي داسي ښکاري چه ډير مشغوله ياست درک مو نسته په درنښت |
|
بېرته سر ته |
|
 |
نقاد ستوري

دغړيتوب نېټه: 30 جولاي 2002 ليکنې: 828
|
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه اکتوبر 27, 2003 7:22 pm عنوان : |
|
|
هېواد ليکلي: |
درنو دوستانو، سلامونه او نېکې پېرزوينې مې ومنئ.
خدای جل جلاله دې وکړي چې ټول ښه ياست. د لنډيو مضمون مو ډېر ښه روان دی. لنډۍ خو ټولې ښې وي او په زړه ښې لګيږي خو زما چې ډېرې خوښيږي هغه چې د وطن او پښتونوالې په هکله وي، لکه دا يوه:
................ يم خړ پښتون خړ مې ژوندون دی
................................ خړو جامو کې به فردوس جنت له ځمه |
په ژوندکې خړ مشې پښتونه
...........................................پړدې غليم شه چې خړ سترګی ژوند کوينه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ليلماـ الفت

دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر 2003 ليکنې: 91 ځای: دامريکامتحده ايالات
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اکتوبر 28, 2003 7:37 am عنوان : |
|
|
هی څه ووايم پاڅونوال صاحب !
١٤ـ پښتونه څه شوې ستا خبري
....نن دي پردي کاندي پر خاوره حکمتونه
١٥ـ دنارينه وؤ د جنګ نه ئې
.... خود به دکور پرښځو کاږې اوازونه
١٦ـ پښتونه نن دي ځای دجنګ دئ
.....خواره پښتو دي دښمنان له منځه وړينه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هيواد شېرزاد ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2002 ليکنې: 214 ځای: سويډن
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اکتوبر 28, 2003 4:28 pm عنوان : |
|
|
سلامونه يو ځل بيا!
پاڅونوال صيب، ډېر ښکلی ځواب دې د لنډۍ په هکله ليکلی دی. خدای دې مونږ هيچاته نه خړ او نه پړوي. امـــــين.
ښه نو دا لنډۍ واورئ!
................ زما نه پاتې شوې وطنه
.......................لکه مرغۍ په بوټو شپې درته کومه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ليلماـ الفت

دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر 2003 ليکنې: 91 ځای: دامريکامتحده ايالات
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اکتوبر 28, 2003 6:26 pm عنوان : |
|
|
هيواده وروره سلامونه !
ډيرښه خو دا هم واوره ورسره چه څنګه دي ______________-
١٨ـ زمانه پاته شوې وطنه
....په پردي ملک کي دتکليف ژوند تيره ومه
١٩ـ زمانه پاته شوې وطنه
....زه مسافره دي اوس هم ډير يادومه
٢٠ـ زمانه پاته شوې وطنه
.....داستا يادونه مي زړګۍ کبابه وينه
هيواده وروره هادي ورور نه معلوميږي له ډيره وخته يو لنډۍ به ورته ووايو که څنګه________
٢١ـ هادي په کم لومو کي بند ئې
.....چه زموږ ليکونو ته دي نسته جوابونه 
وروستی ځل بدلون ليلماـ الفت په ٤ شنبه اکتوبر 29, 2003 4:54 pm
ورکړی دی , د بدلون شمېره 1 |
|
بېرته سر ته |
|
 |
هيواد شېرزاد ستوري


دغړيتوب نېټه: 04 اګست 2002 ليکنې: 214 ځای: سويډن
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اکتوبر 29, 2003 1:57 pm عنوان : |
|
|
سلامونه او نېکې هيلې.
ليلوما ـ الفت خورې!
رښتيا چې هادي ورور په دې ورځو کې نه ښکاري. خو خدای جل جلاله دې وکړي چې په ښو کارونو بوخت وي.
ډېره ښکلې لنډۍ دې ورته ليکلې ده، زه به يې درسره غبرګه کړم او وبه وايم چې:
.............. تلــوار راوکړه هادي جانه
.................... د ټول افـغان خلک دې ډېر ډېر يـــــــادويــنــــه
............. په تا څه وشول هادي خانه
.................... د انځر ګل شوې اوس دې ګران شول ديدنونه  |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ليلماـ الفت

دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر 2003 ليکنې: 91 ځای: دامريکامتحده ايالات
|
د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اکتوبر 29, 2003 4:52 pm عنوان : |
|
|
واواواواـ هيواده وروره پرشعري تخيل دي برکت
هادي ورورته ما شخصي پيغام هم ليږلئ دئ مګر جواب نه وائې دهغه مخ ته دي لاس وي دژورناليستانو ژوندهمداسي وي لکه دطالب چه په هره حجره کښي ئې شپه شوه هلته ئې شپه ده نو هغه به هم يو خواته تللئ وي
خو خير دا واوره :
٢٤ـ زما په وطن کي هر څه ګران دي
...يودانســـــــــان وينه ارزانه خـــــــــرڅوينه
٢٥ـ پښتانه ولي خدايه خوار شول
.... دوړونو ويني نن ناحقــــــــــــــه تويوينه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
پښتون ځلمی ستوري

دغړيتوب نېټه: 03 اکتوبر 2002 ليکنې: 106 ځای: ټورنټو - کاناډا
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اکتوبر 30, 2003 1:12 am عنوان : |
|
|
زما سلامونه هم قبول کړئ
ور سره نېکې هيلې غبرګې در لېږمه
د روژو مياشت مو مبارک شه
خداى دې قبولې پۀ خپل لوى دربار کې کړينه
لنډۍ مو ډېرې ښايسته دي
زۀ خو حيرانه دې لياقت ته پاتې شومه
ليلوما خورې، آفرين شه
ټولې دي خپلې، کۀ پردۍ هم پکې دينه؟
دا يوه لنډۍ مو ډېره ښه ده
خو کۀ بدلون د ترتيب ور کړئ ښه به شينه.
د "زمامسافري به بل څه وي" پر ځاى کۀ "مسافري به زما بل څه وي" او يا "مسافري به مې بل څۀ وي" و واياست نو لا به يې رواني(؟) ښه شي. نورې خبرې به پرې هغه بله موضوع کې وکړو.
د هېواد ورور په څېر زما پۀ خپله هم يواځې وطنپال پښتوپال او بېشکه اسلامپال شعرونه (کۀ لنډۍ وي، کۀ هر څۀ وي) خوښېږي.
دا خو ريښتيا هادي ورور ورک دى
مياشت د روژو ده، عبادت کې به بوخت وينه : )
بانګ د ماښام شو زۀ به لاړ شم
سمې لنډۍ به سره بل وخت کړو مسلمه : ) |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ليلماـ الفت

دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر 2003 ليکنې: 91 ځای: دامريکامتحده ايالات
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه اکتوبر 30, 2003 4:13 pm عنوان : |
|
|
دروند ورور پښتون ځلمئ سلامونه او چاري ښې!
په ريشتيا هم هر څه ښکلي وه لنډۍ مو د ښکلا سره خندونکي هم وي ستاسي دنظرنه يوه نړۍ مننه ـ
٣٣ـ ګرانه لنډۍ ټؤلي زُما وې
......په شاعرۍ باندي زه نوې اخته يمه
٣٤ـ دنيمګړتياوؤ خالي نه دي
.....ستاسي وړونوڅې دسمون هيله لرمه
٣٥ـ زه دي قربان ترهغه چاسم
.....چه دپښتون قام دراتلونکي غم کوينه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
انځورګر ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 سپتمبر 2003 ليکنې: 190 ځای: توره بوره
|
د ليکنې نېټه : ٥ شنبه نومبر 06, 2003 6:18 am عنوان : |
|
|
ګرانو وړونواو خوندو لکه چه لنډۍ مو خلاصي سوې که څنکه
٣٧ـ ميني دي داسي ليونۍ کړم
..... د انګريز ملک کي په پښتو کوم پښتنه
٣٨ ـ ميني دي زه خوار هسي چور کړم
......چه بيله ستا مي پر خوله نه راځي نومونه
٣٩ـ خلګو دا ميني څه را وکړه
.....اوس په کلوکلو هم نه راځي خوبونه
٤٠ـ بيلتانه وسوم غم ايرې کړم
.....رضادباد ده چه مي هري خواته وړينه
.................................................................ستاسي مسافر کشر ورور |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ليلماـ الفت

دغړيتوب نېټه: 16 اکتوبر 2003 ليکنې: 91 ځای: دامريکامتحده ايالات
|
د ليکنې نېټه : شنبه نومبر 08, 2003 5:46 am عنوان : |
|
|
ګران ورور هادي جانه ! سلامونه
ډيري په زړه پوري لنډۍ موليکلي وې
٤١ـ هجرانه بس کړه د خدای روی دئ
.....په پردي ملک کي دهجرت شپې تيره ومه |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|