tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

لوي اختر: قرباني او مسايل يي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2  مخکي
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
طالب جان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 اپريل   2003
ليکنې: 309

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   جنوري   20, 2004 5:41 pm    عنوان   : لوي اختر: قرباني او مسايل يي Reply with quote

بسم الله الرحمن الرحيم والحمد لله رب العلمين وبعد:
لوي خداي جل جلاله چي كله حضرت ابراهيم عليه السلام ته دحضرت اسماعيل عليه السلام دذبح كولو حكم وركړ نوحضرت ابراهيم عليه السلام دالله تعالى دغه حكم په خورا ورين تندي سره قبول كړ او دخپل خواږه او زړه ته ورتير زوي حضرت اسماعيل عليه السلام حلالولو ته يي ملا وتړله . دحضرت ابراهيم عليه السلام داخلاص پايله داشوه چي الله تعالى دفرښتو په لاس له جنت نه يو مږ ورته راوليږه او پدي ډول يي هغه دحضرت ابراهيم عليه السلام ترچاړي لاندي وغورزاوه . حضرت ابراهيم عليه السلام چي كله دخپل زوي په غاړه چاړه راښكله نو لوي خداي هغه دپسه په غاړه برابره كړه او پدي ترتيب حضرت اسماعيل عليه السلام هم له ذبح نه خلاص شو او پلار يي حضرت ابراهيم عليه السلام هم له الهي امتحان او ازمويني نه سرخرويه راووت .
لوي خداي دحضرت ابراهيم ددغي قربانۍ دياد ساتلو له امله هغه په محمدي امت كي هم ژوندي وساتله ځكه نو لوي خداي جلت عظمته خپل نازولي رسول حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم ته وفرمايل :فصل لربك وانحر. سورة الكوثر ايت لمبر:3
ژباړه: لمونځ وكړه دخپل پالونكي رب لپاره او قرباني وكړه.
په بدني او روحاني عباداتو كي ترټولو ستر عبادت لمونځ دي اوپه مالي عباداتو كي بيا قرباني يو لوړحيثيت لري ځكه چي دقربان حقيقت دخپل ځان ځارول دي . مگر لوي خداي دخپل بي ساري حكمت او دامت دمصلحت پربناء دانساني نفس په ځاي دڅاروي قرباني دود وگرزوله .
دقراّنكريم دهمدي وينا په بنسټ علماوو قرباني په هر ازاد مسلمان،مقيم (چي مسافر نه وي) باندي (له خپله لوري نه دبچيانو له لوري كه هغه بالغ وي كه نابالغ ,بډايان وي يا مسكينان) واجبه كړيده .
((تجب على حر مسلم مقيم عن نفسه لا عن طفله : كنزالدقايق 2 توك 422 مخ .
تكبير تشريق : الله اكبر, الله اكبر,لااله الاالله والله اكبر ,الله اكبر ولله الحمد. دذي الحجې له نهمي نيټې دسهار مهال نه ديوولسمي نيټې دمازديګر تر مهاله له هر لمانځه وروسته په لوړ غږ سره لږ ترلږه يو ځل پورتنى تكبير ويل واجب دي , له مفتى به قول سره سم دا حكم دنر او ښځودواړو لپاره دى كه هغه په جماعت لمونځ اداكوي او كه يي تنها ادا كوي په هر ډول باندي دپورتني تكبير ويل پرې واجب دي او پريښودل يي ګناه بلل كيږي .البته ښځينه دي په لوړ غږ سره نه وايي ,ځكه چي دښځو غږ هم په ستر كي ګډدى . شامي
لوي اختر ته ولي عيد الاضحى ويل كيږي: ددي پوښتني په ځواب كي ملاعلي قاري رحمه الله په مرقات كي داسي فرمايلي: ((وسمي الضحى لان الاضحية تفعل في الضحى)) مرقاة 3توك 302 مخ
ژباړه: لوي اختر ته ځكه عيدالضحى ويل كيږي چي پدي ورځ قرباني دسهار(ضحى) په وخت كي ترسره كيږي.
ضحى په عربي كي سهار يا څاښت ته ويل كيږي. له همدي امله دغه اختر ته يي هم دانوم وركړل شوى دى .
په محمدي امت باندي قرباني كله واجبه شوه؟: ددي پوښتني په ځواب كي علامه علاءالدين الحصفكي رحمه الله په درالمختار كي فرمايي چي قرباني دهجرة په لومړنيو وختونو كي واجبه شويده: درالمختار 1 توك 611 مخ.
په قرباني كي كوم ډول څاروي حلالول پكار دي؟ غوا ،غويي، ميښه،مږ، اوزه او دارنگه نورحلال څاروي ذبح كولاي شي البته نر او ماده يي هيڅ فرق نلري يوازي بايد چي په شرعي اصولو برابر وي . او كه چيري دنر او مادي بيه سره يوه وه نو بيا بايد چي دقرباني لپاره ماده غوره كړايشي: شامي مع درالمختار 1ټوك 322 مخ. البته په پورته دواړو كتابونو كي ميښه دغوا له جنس نه بلل شويده.
دڅاروي عمر بايد دقرباني په وخت كي څومره وي؟
اوښ بايد كم تركمه پنځه كلن وي. غوا يا هم ميښه بايد دغه مهال كم تركمه دوه كلنه وي ,وزه يوكلنه او دپسه لپاره كم تركمه عمر شپږ مياشتي متعين شويدي مگر هغه بايد دروغتيا له پلوه دومره څورب او تيار وي چي څوك يي له يوه كلن نه دكوچني گومان ورته ونكړي: تنوير الابصار مع الدر 6 توك 322مخ
دپورتنيو څارويو په قرباني كي څه فرق دي؟: فرق دادي چي پسه ديوه كس دقرباني لپاره كارول كيږي پداسي حال چي په غوا يا ميښه كي اوه كسان سره شريكان كيداي شي . پورتنى ماخذ315 مخ.او مختصر القدوري 2ټوك 279 مخ.
دقرباني وخت : دقرباني وخت دذي الحجي له لسمي نيټي نه پيل كيږي او ددولسمي نيټي له لمر لويدو سره سم پاي ته رسيږي. دغو دريو ورځو ته ايام النحر ويل كيږي .
دښارونو او كليو ترمنځ فرق:
په ښارونو او كليو كي دقرباني كولو يو څه فرق شته او هغه داچي ښاريان داختر دلمانځه له ادا كولو نه مخكي قرباني نشي كولاي خو دكليو ميشت خلك بيا دسهار له پيل نه سمدستي وروسته او داختر دلمانځه له اداكولو نه مخكي هم قرباني ترسره كولاي شي.كذافي مختصر الدوري جلد2 278مخ
پاتي لري


وروستی ځل بدلون  طالب جان   په  ٢   شنبه   ميئ   08, 2006 1:21 pm   ورکړی دی  , د تغير شمېره   4
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
طالب جان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 اپريل   2003
ليکنې: 309

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   دسمبر   31, 2004 7:01 pm    عنوان   : Reply with quote

په تيره پسي :
كوم څاروي دحلالولو وړدي؟ دړانده څاروي ذبح كول ندي روا.همداراز هغه څاروي چي ځير يي كمزورى وي دهغه قرباني هم نده روا البته كه چيري ځير يي تر نيمايي كم له منځه تللي وي نو دهغه قرباني جايزه ده او كه نيمايي وي يا له هغه نه زياته وي بيا يي حلالول او قرباني كول روا دي . دڅاروي دځيردمعلومولو لپاره طريقه داده چي هغه دي لومړي ددريو ورځو لپاره وږي وساتل شي او وروسته دي دهغه كمزوري سترگه وتړل شي او دهغه مخي ته دي واښه ونيول شي څاروي چي له هره ځايه واښه وويني نو هغه ځاي دي په نښه كړل شي , بيا دي دهغه روغه سترگه وروتړل شي او عين عمل دي ورسره وكړاي شي , بيا دي وروسته ددواړو سترگو دمسافت يا واټن اندازه په گوته كړل شي, كه تناسب يي نيمايي يا له هغه نه زيات وو نو قرباني يي نده درسته او كه له نيمايي نه كم وو نو بيا يي قرباني رواده همداراز دليوني څاروي قرباني هم نه كيږي او نه دناروغه دا روا گڼل كيږي . البته داپه هغه صورت كي چي مرض يي معلوم وي. همدراز دگوډ څاروي قرباني هم نده جايزه البته دشريعت له مخي گوډ ځناور هغه ته ويل كيږي چي دقرباني تر مقامه ځان نشي رسولاي پدي اړه علماءكرامو ويلي دي چي كه دغه گوډڅاروي يواځي په دريو پښو روان وي نو دهه قرباني هم نده سمه البته كه يي دتگ په وخت كي له څلورمي گوډي پښي نه هم كاراخيست نو بيا يي قربانول رواده . شامي لعلامه ابن عابدين الشامي جلد 6 مخ322.
همداراز كه يي دغوږ،لكۍ غاښ،سترگي او ياهم دلم زياته برخه له منځه تللي وه نو قرباني يي نه رواكيږي.له سترگي نه مراد دڅاروي ځيردي چي پورته يي په تفصيل سره دمعلومول طريقه ذكرشوه. دقرباني دغوښي حكم : هغه كه پخپله وخوړل شي ښه به وي البته غوره داده چي په دريو برخو ويشل شي اولومړۍ برخه دي ځان ته كيږدي دوهمه دي خپلوانو ته وركړي اودريمه برخه دي په شرعي ډول پر مستحقينو او اړو خلكو باندي وويشي . ليكن كه څوك ټوله غوښه خپل ځان ته كيږدي دا هم روا ده .كنزالرقايق جلد2مخ422
دقرباني غوښه نامسلمانو ته وركول هم روادي البته چاته يي داجرت په بڼه وركول روا نه دي .دقرباني غوښه تر دريو ورځو زياته ساتل هم روادي .ابو داود
پاتي شوه دقرباني دپوستكي خبره نو هغه دځان لپاره هم كارول كيږي خو داسي چي عينيت يي پخپل ځاي پاتي وي دمثال په توګه چي جانماز يا غلبيل ورڅخه جوړكړي ،صدقه كيږي هم او خيرات كيږي هم يا دي خرڅ كړي او قيمت دي فقيرانو ته وركړل شي مختصرالقدوري توك2 مخ 279
دقرباني دڅرمني قيمت دمسجد په جوړولو يادامام ,مؤذن ,مدرس يا خادم په تنخوا كي وركول نه دي روا ,همداراز دمدرسو ,درملتونونو اونور رفاهي ادارو په جوړولو كي هم دڅرمني قيمت وركول روا نه دي .
دقرباني څرمن قصاب ته دحلاليدو دبدلې يا اجرت په بڼه وركول هم نه دي روا .
او مستحب او غوره داده چي قرباني كونكي څاروى پخپله حلال كړي (څاروى دي دقبلې په لوري پرې باسي او دا دعا دي ووايي : ’’اني وجهت وجهي للذي فطر السموات والارض حنيفا وما انا من المشركين . ان صلاتي ونسكي ومحياي ومماتي لله رب العلمين . لاشريك له وبذلك امرت وانا اول المسلمين . اللهم منك ولك ,,اودذبح كولو په مهال دي له تكبيره پرته نورڅه نه وايي (كتاب الاثار)اوله حلالولو وروسته دي دا دعا ووايي ’’اللهم تقبله مني كما تقبلت من حبيبك محمد وخليلك ابراهيم عليهما الصلاة والتسليم ,,)خو كه يي دڅاروي حلالول نه وي زده نو له قصاب نه هم په كاراخستلو كي كومه پروا نشته . كنزالدقايق توك لمبر 2 مخ422
دڅاروي دحلاليدو په مهال دقرباني كوونكى ښايي موجود وي ځكه چي رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلي لور حضرت فاطمة الزهرا رضي الله عنها ته وفرمايل چي :دقرباني دحلاليدو په مهال موجوده اوسه ځكه چي دڅاروي دويني دلومړ ي څاڅكي له تويدو نه مخكي لوي خداي جل جلاله دقرباني كوونكي ته بښنه كوي .
څوك چي قرباني كوي نو دهغه لپاره مستحب داده چي دذي الحجې له لومړۍ نيټې نه دي دقرباني دڅاروي دحلالولوتر مهاله پوري دبدن نوكان اوويښتان نه پريكوي .ابوداود
دڅاروي دحلالولوچاړه ښايي ښه تيره وي ترڅو دحلاليدو په مهال څاروي ته ربړ ونه رسيږي .ابو داود
همداراز دڅاروي اوه شريكان كولاي شي چي دقرباني په څاروي كي دګډون كولو له لاري خپلي كفارې اداكړي ، اوياهم دعقيقي كار ورنه واخلي ځكه په ټولو كي دثواب نيت موجود دي . شامي ټوك لمبر6 مخ326 والله اعلم بالصواب وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمين .
پاي .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
خیریوسی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 01 ميئ   2005
ليکنې: 869
ځای: افغانستان

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   سپتمبر   29, 2005 4:57 am    عنوان   : Reply with quote

محترم ورور طالب جان صاحب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
1_هغه وطن وال چی د هيواد څخه لری پاته کیږی او په هغو هیوادو کی مسکینان نسبتا زموږ و هیواد ته لږدی که د اضحیی ( اختری) پیسی نقدی وخپل هیواد ته واستول شی او اختری په خپل هیواد کی په کفالت سره حلال شی داسی اضحیه څنګه ده
2ـ دسرسایی ( صدقة الفطر) پیسی نقدی وخپل هیواد ته لیږل څنګه دی

الله دی درڅخه راضی شی

ابو محمود
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ MSN Messenger
څاروان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 19 فروري   2005
ليکنې: 256
ځای: اوس پښتونخوا

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اکتوبر   01, 2005 6:15 am    عنوان   : Reply with quote

محترم مولوي صيب طالب جانه
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
محترم ستاسي پورتني ليكنه ماشاء الله ښه او مفصله ده الله پاك مو په ګوتو او قلم بركت كړه.

د بري په هيله مو
يوسف څاروان
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ MSN Messenger
طالب جان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 اپريل   2003
ليکنې: 309

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   02, 2005 11:02 am    عنوان   : Reply with quote

محترمه مكرمه او قدرمنه وروره ابو محمود صيب :
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
امابعد :پتمنه : تاسي يقينا په زړه پوري پوښتني مطرح كړي چي دځوابونو هڅه يي په لاندي ډول كوو :
1-داضحيې يا قرباني لپاره كه څوك وكيل ونيول شي او هغه دموكل له لوري پداسي هيواد كي (دموكل په هيوادكي) چيري چي تر نورو هيوادونو مسكينان ډير وي قرباني وكړي نو دا اضحيه نه يواځي داچي روا ده بلكه ښه كاردى .
حوالې :اِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ [التوبة : 60
ان تُبْدُواْ الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاء فَهُوَ خَيْرٌ لُّكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّئَاتِكُمْ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ [البقرة : 271
مصنف عبدالرزاق ,
ا_عبد الرزاق عن ابن جريج : (قال : قلت لعطاء إنما الصدقات للفقراء فتلوت عليه الآية ، قلت : الصدقات كلها لهم ؟ قال : نعم ، إذا وضعت زكاتك في صنف واحد ، أو صنفين ، أو ثلاثة ، ولو كانت كثيرة أمرته أن يجعلها فيهن كلهن .

ب- عبد الرزاق عن محمد بن راشد : (قال : أخبرني أبان قال : دخلت على الحسن وهو متوار زمان الحجاج في بيت أبي خليفة فقال له رجل : سألت ابن عمر أدفع الزكاة إلى الأمراء ؟ فقال ابن عمر : ضعها في الفقراء والمساكين ، قال : فقال لي الحسن : ألم أقل لك : إن ابن عمر كان إذا أمن الرجل قال : ضعها في الفقراء والمساكين.
ج_عبد الرزاق عن الثوري عن عمرو ، و الربيع عن الحسن : (أنه كان يستحب أن يعدل بين قرابته وغيرهم في الزكاة ، يقول : إذا أعطاهم
د-عبد الرزاق عن معمر : ( قال : أخبرني من سمع عكرمة يقول : تعطى زكاة مالك ذوي قرابتك ، فإن لم يكونوا فمواليك ، فإن لم يكونوا فجيرانك .
سنن بيهقي كبراى
أخبرنا أبو عبد الله الحافظ و أبو القاسم الحسن بن محمد بن حبيب و غيرهما قالوا ثنا أبو العباس محمد بن يعقوب ثنا الحسن بن مكرم البزاز ثنا عثمان بن عمر أنبأ ابن عون عن حفصة بنت سيرين عن أم الرائح بنت صليع عن سليمان بن عامر : ( أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال : إن صدقتك على المسكين صدقة ، و إنها على ذي الرحم اثنتان ، صدقة و صلة .
بدايع الصنايع :
ومنها ) أنه تجزئ فيها النيابة فيجوز للإنسان أن يضحي بنفسه وبغيره بإذنه ; لأنها قربة تتعلق بالمال فتجزئ فيها النيابة كأداء الزكاة وصدقة الفطر ; ولأن كل أحد لا يقدر على مباشرة الذبح بنفسه خصوصا النساء , فلو لم تجز الاستنابة لأدى إلى الحرج .
وفي الظهيرية : ويبدأ في الصدقات بالأقارب . شامي346 مخ 1ټوك .
پاتي لري :
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
طالب جان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 28 اپريل   2003
ليکنې: 309

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه اکتوبر   02, 2005 11:07 am    عنوان   : Reply with quote

په تېر پسي :
2-همدارازكه يي پخپل هيواد كي خپل خپلوان تر نورو خلكو ډير محتاج وو نو هغوي ته هم دصدقة الفطر دروپو ورليږل ښه كاردى . او كه يي خپلوان تر نورو مسكينانوډير محتاج نه وونو پدې صورت كي بيا خپل هيواد ته دصدقې روپۍ ليږل مكروه دي .
حوالې :
( و ) كره ( نقلها إلا إلى قرابة ) بل في الظهيرية لا تقبل صدقة الرجل وقرابته محاويج حتى يبدأ بهم فيسد حاجتهم ( أو أحوج ) [...( قوله : بل في الظهيرية إلخ ) إضراب انتقالي عن عدم كراهة نقلها إلى القرابة إلى تعيين النقل إليهم , وهذا نقله في مجمع الفوائد معزيا للأوسط عن أبي هريرة مرفوعا إلى النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال { يا أمة محمد والذي بعثني بالحق لا يقبل الله صدقة من رجل وله قرابة محتاجون إلى صلته ويصرفها إلى غيرهم والذي نفسي بيده لا ينظر إليه الله يوم القيامة } . ا هـ . رحمتي والمراد بعدم القبول عدم الإثابة عليها وإن سقط بها الفرض ; لأن المقصود منها سد خلة المحتاج وفي القريب جمع بين الصلة والصدقة . ص-4:353] 1 توك ردالمحتار (شامي) . والله اعلم باالصواب .
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
zwan



دغړيتوب نېټه: 17 سپتمبر   2007
ليکنې: 14
ځای: kabul

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   نومبر   19, 2007 8:55 pm    عنوان   : Reply with quote

که څوګ دخپل مړ پلار يا مور دپاره قر باني وکړي
اسلام په دبره کی څه واېې دروا ده ثواب لري او ک نه

د تاسی دځواب په تما
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
و.افغان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 مارچ   2006
ليکنې: 1764
ځای: د رب جلاله پراخه ځمکه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه دسمبر   23, 2007 8:07 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم ځوان صاحب:
سلامونه می ومنه،
امکان دې ولرې، چې طالب جان صاحب، او محترم مولانا حلیمي صاحب مشغول وي، نو که ستاسی اجازه وي ځواب به مو زه وکړم، سره له دې چې له ډیر زیات ځنډ وروسته مې وخت پیدا کړ چې ټول افغان ویبپاڼه پرانیزم.
محترما:
بالکل جایز دي، او ثواب يي تاته هم رسیږي، او هم مور او پلار ته، او دلیل يي
دادي، چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دخدیجي رضي الله عنها له مرګ څخه وروسته له هغی نه قربانې کړي، او دقربانۍ غوښه به يي دخدیجی رضی الله تعالی عنها ښځینه دوستانو ته لیږله.

صحيح البخاري م ت البغا/6 - (ج 3 / ص 1389)
3607 - حدثني عمر بن محمد بن حسن حدثني أبي حدثنا حفص عن هشام عن أبيه عن عائشة رضي الله عنها قالت
: ما غرت على أحد من نساء النبي صلى الله عليه و سلم ما غرت على خديجة وما رأيتها ولكن كان النبي صلى الله عليه و سلم يكثر ذكرها وربما ذبح الشاة ثم يقطعها أعضاء ثم يبعثها في صدائق خديجة فربما قلت له كأنه لم يكن في الدنيا امرأة إلا خديجة فيقول ( إنها كانت وكانت وكان لي منها ولد )


صحيح مسلم م ت محمد فؤاد عبد الباقي/5 - (ج 4 / ص 1888)
75 - ( 2435 ) حدثنا سهل بن عثمان حدثنا حفص بن غياث عن هشام بن عروة عن أبيه عن عائشة قالت
: ما غرت على نساء النبي صلى الله عليه و سلم إلا على خديجة وإني لم أدركها
قالت وكان رسول الله صلى الله عليه و سلم إذا ذبح الشاة فيقول أرسلوا بها إلى أصدقاء خديجة قالت فأغضبته يوما فقلت خديجة ؟ فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم إني قد رزقت حبها


صحيح ابن حبان م ت الأرنؤوط/18 - (ج 15 / ص 467)
7006 - أخبرنا الحسن بن سفيان حدثنا سهل بن عثمان العسكري حدثنا حفص بن غياث عن هشام بن عروة عن أبيه : عن عائشة قالت : كان رسول الله صلى الله عليه و سلم إذا ذبح الشاة يقول : ( اذهبوا بذي الى أصدقاء خديجة ) قالت : فأغضبته يوما فقال صلى الله عليه و سلم : ( إني رزقت حبها )
قال شعيب الأرنؤوط : إسناده صحيح على شرط مسلم
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
zwan



دغړيتوب نېټه: 17 سپتمبر   2007
ليکنې: 14
ځای: kabul

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   دسمبر   27, 2007 8:23 pm    عنوان   : Reply with quote

وهاج ساپی صاحب
له ځواب څخه دی ډيره ډيره مننه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
watan1



دغړيتوب نېټه: 17 اپريل   2008
ليکنې: 17
ځای: afghanistan

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   نومبر   18, 2008 1:26 pm    عنوان   : Reply with quote

سلامونه او نيکی هيلی
دماشومانو لپاره قربانې څنګه ده که يو څوګ دخپلو ماشومانواو يادخپل وفات شوي ماشوم لپاره قربانې وکړي ايادجايز دی ثواب لری او که نه
ماهم يو ٩کلن ګللې زوي له لاسه ورکړی دي او غواړم دهغه لپاره قربانې وکړم
خو نه پو هيږم چي جايز دی او که نه


دتاسي دځواب په تما
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
رښتینی
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 02 جون   2006
ليکنې: 1806

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   نومبر   18, 2008 3:54 pm    عنوان   : Reply with quote

ښاغلی وطن سلامونه او نیکی هیلی می ومنه !

الله پاک دی ستاسو ماشوم داخرت په ورځ ستاسو له پاره شفیع وګرځوی
او لوی څښتن دی تاسو ته دزړونو صبر او تسلی درکړی ستاسو په غم خوا
شینی شوم ځکه داولادمرګ ډیر سخت او دردوونکی وی خوداخرت له پاره
بیا ښه توښه وی الله دی هوری په ښمر درولی

اوستاپوښتنی ته به ددی فورم علماء ځواب ووایی خو اصلا داموضوع
یوڅه بسیطه غوندی ده ځکه موږاوتاسو دماشوم دوفات په مهال یوه بل ته
داسی نه وایو چی الله دی وبښی بلکی وایو الله دی شفیع کړی یعنی داماشو
مان په اخرت کی دمور اوپلار شفاعت اوسپارښتنه کوی نو سفارښت کوونکی
هلته دسفارښتنی وړ ګرځی چی په خپله خدای بښلی وی لکه انبیاء او شهداء
او ماشومان مکلف نه وی نو هغوی خدای بښلی او کوم خیرات یا قربانی ته
اړتیا نلری

په مینه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
ابومحمدحنفي



دغړيتوب نېټه: 04 ميئ   2008
ليکنې: 72
ځای: خراسان

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   19, 2008 7:36 am    عنوان   : Reply with quote

بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger MSN Messenger
watan1



دغړيتوب نېټه: 17 اپريل   2008
ليکنې: 17
ځای: afghanistan

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   23, 2008 12:38 pm    عنوان   : Reply with quote

محترم حامد صاحب زما سلامونه هم ومنه
ډيره ډيره مننه چي زما پوښتنه مو ځواب کړی ده

او دمحترم وهاج ساپی صاحب څخه په ډير درناوي هيله کوم چي هغه هم زماد پوښتني ځواب ر کړي ٠
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
و.افغان
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 20 مارچ   2006
ليکنې: 1764
ځای: د رب جلاله پراخه ځمکه

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   23, 2008 7:35 pm    عنوان   : Reply with quote

watan1 ليکلي:
محترم حامد صاحب زما سلامونه هم ومنه
ډيره ډيره مننه چي زما پوښتنه مو ځواب کړی ده

او دمحترم وهاج ساپی صاحب څخه په ډير درناوي هيله کوم چي هغه هم زماد پوښتني ځواب ر کړي ٠


ګرانه وطنه وروره:
دروند حامد صاحب ستاسو دپوښتنې ښه ځواب کړې دی، زه هم ورسره موافق یم،
که دصدقې وسعه مو کیږي، اقتصادي حالت مو ښه وي، نو له هغې پرته دعامې
صدقي په نیت قرباني وکړۍ.
په درنښت
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست
حذيفه
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 17 اکتوبر   2010
ليکنې: 418
ځای: افغانستان - کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   نومبر   16, 2010 4:28 am    عنوان   : Reply with quote

ماشاءالله !
پوښتنواوځوابونوډېره ښه لړۍ روانه ده .الله دي پوښتنه کونکواوځوابونکوته جزاء خيرورکړي .
محترم وهاج ساپی اوحامدصاحب څخه مننه کوم چي ددي اړومسلمانوپوښتنوته يي پروخت ځوابونه ورکړو.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست AIM Address
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ 1, 2  مخکي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  2

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.