د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

حکيمانه خبرې

جاويدشينوارى
21.08.2005

هر مسلمان ته پــــکار دی چــــې دغه ﻻندېني لسګونه اسلامي وصيتونه په
خپله عملي کړي. او نورو ته يې هم د عمل کولو ښوونه و کړي .
١_ کله چې ازان واوري نو په هر کار کې چې لګيا يې هغه پريږده او د لمانخه
ادا کولو ته تياري ونيسه .
٢_ دقران کريم تلاوت کوه او غوږ ور ته نيسه ،او د خپل ارزښنا ک ژوند
يوه شيبه هم په بې هدفه او بې ګټې کار کې مه لګوه .
٣_ زيار باسه چې عربي فصيحه ژبه زده کړې او خبرې اترې پرې
وکړې .
٤_ په هيڅ يوه کار کې زياته شخړه او جګړه
مه کوه .
٥_ له زياتې خندا څخه ډډه وکړه ځکه چې زياته خندا د خدای (ج) د
ذکر نه غفلت پيدا کوي .
٦_ بې ځايه ټوکې مه کوه ځکه چې بې ځايه ټوکې د سړي وقار
له منځه وړي .
٧_ د خبرو اترو په وخت کې له اړتياڅخه زيا ت خپل اواز
مه او اوچتوه.
٨_ د غيبت کولو څخه ځان وساته او د نيکۍ له خبرو څخه
پرته نورې خبرې کومه ګټه نه لري .
٩_ کله چې د خپلو اسلامې ورونو سره مخامخ کيږي پس له
اسلام عليمکم خپل ځان ور ته معرفي کوئ ځکه چې د اسلامي
دعوت بنسټ پر معرفت اد محبت وﻻړ دی .
١٠_ ډير کارونه په کم وخت کوه د نن کار سبا ته
مه پريږده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ګرانو ويونکو او ګلاليو ماشومانو !که تا سو دا حکيما نه خبرې ويلې
وي او عمل مو پری کړی وي نو ددي پوښتنی ځواب راکړی .
پوښتنه:- پورتنۍ چارې تر سره کول د مسلمان په ژوند کې
څه بدلون راولي ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more