د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

چلوونکي ولې تشريف نلري؟

م ن غروال
24.06.2005

وروسته له سلامو!
د 2005 د فبرورۍ څخه لا تر اوسه ښاغلۍ طالب جان ورور تشريف نلري خداي دې خير کړي چې خيرت وي٠ که سر راښکاره کړي بده به نه وي٠ ماته داسي ښکاري چې خداي مکړه له مونږه سره يې مخه نه وي ښه کړي٠
او طالب خان خو لا ډير عمر تېر شو چې اصلاً درک يې هم نشته٠
هلمن يم زمونږ د خوښۍ لپاره يو ځل ځان ښکاره کړي ٠
په درناوې
ستاسو يو ورور غروال


خاټول
27.06.2005

غرواله وروره هغه نقاد جان ماته ښه ټکری راکړ چي طالبجان اوخان ته به لنګۍ ورکړي ؟؟؟؟


نقاد
27.06.2005

محترمې خاټول خورته سلام ٠
خورې نه پوهيږم اونه مې ياديږي چې څه وخت ستاسو د خواشينۍ سبب ګرځيدلی يم ، د مسخې په اړه خو هم زمونږ ترمنځ بحث کوم شخصي رنګ نه درلود ، نه پوهيږم په څه راڅخه ګيلمنه شوي يې ؟ که مې لږ څه هم پوه کړئ
بښنه به وغواړم ٠ زما شک دی چې تاسو خوبه په تيروتنه کې ديوه بل ليکونکي ګمان پر ما نه وي کړی ؟؟؟
ډير خواشينی يم که چيرې دمسخې په اړه زما دﻻيل ستاسې دګيلمنتيا سبب ګرځيدلي وي! زه ستاسې په څير
يوې درنې ديند ارې او دينپوهې پښتنې خور ته ، طالب جان ، طالبخان او څاروان غوندې ورونوته ډيردرناوی
لرم، او تل مې هغوی د سپيڅلي اسلام ، ملتپالنې او ناليبرالې ملي ديموکراسۍ تر منځ وحدت ته رابللي دي . نور موښې چارې غواړم، والسلام


م ن غروال
12.07.2005

د ټول افغان څخه په درنښت هيله کيږي چې د اسلام خونې (فورم) د بحث چلوونکۍ هغه څوک وټاکي چې د محترمو لوستونکو پوښتنو ته په وخت سره ځواب ووايي او يا هم لااقل کله نا کله خو سر راښکاره کړي٠
د ښاغليو طالبخان ــ جان د نه علاقه په ښودلو زمونږ د اسلام خونې بحث ډنګر ښکاري٠
په درناوې


م ن غروال
06.08.2005

دټول افغان مدير صاحب توجه غواړم بيا هم دې ټکې ته راګرځوم چې د لوستونکو شرعې پوښتنو ته به څوک ځواب وايې؟ هيلمن يم چې خپل وړانديز وليکئ٠
په درناوې


اسلامي جوابونه

شادان
14.08.2005

ملګرو نيكي هيلي ومني اما بعد زه به كوشش وكړم كه وقت راته پيدا شو ستا سي اسلامي پو ښتني به جواب كړم كله ناكله به ځان در خلاص كړم او كه تاسي خاص طالب جان غواړي نو بيا بيله خبره ده تا سي يي پيدا كړي كه مو وس كيږي وسلام


hotak
16.08.2005

يارانو سلامونه
ياره غره وال صاحب ستا خودغه طالب خان اوطالب جان ته هسي ګړنګ ځګان كوي.طالب جان خوهاغه دي هغه ورځ هم دچاپوښتني ته پاوكم يومتراوږد ځواب ليكلي اوګوري نه چي هغه داسلامي ښووني پاڼه پخپل وخت اپډيټ كيږي اونوي معلومات وراضافه كيږي. داهرڅه همدغه طالب خان طالب جان كوي.دټول افغان مسول وطنمل صيب په حقيقت خبردي.ګومان نكوم چي ستاسي بيځايه مانوري دي ځاي ونيسي. مينه مننه


شادان
16.08.2005

سلامونه هوتك صاحب ډيره مننه چه زه دي له شرعي مسوليت او تكليف نه خلاص
كړم وسلام شادان


م ن غروال
16.08.2005

هوتکه وروره سلام!
غوسې ته حاجت نشته او که هلته بوخت وي نو ماشاالله!
او دلته دې يوازې د خلکو شرعي پوښتنو ته ځواب واي او يا دې هم نور اسلامي داسي مضامين ليکي چې خلک سولې يووالې او امن خواته کډه بار کړي ، نه د تباهۍ او ورکېدو لورې ته!
کله چې ځانونه نه راڅرګندوي او او له دغه يوې ډيري وړې مرستې ډډه کوي نو غوره به خامخا وي چې ټول افغان پدې هکله بل علم د دين وټاکي چې الحمدالله په ټول افغان کي تشريف لري ٠
او پدغه لطف :
[quote:0bf59b3d49]ګړنګ ځګان [/quote:0bf59b3d49]
خو دې زه پوه نشوم!
او زه به ستا مشورې او نصيحت ته غوږ وم او ستا هر څه زما په سر سترګو منلي دي د يوه نيم خو ښکنځل خو هم ګلاب وي٠ هغه ځکه چې هغه خداي مکړه ښکنځل نه ، يا خو ټوکې کوي او يا خو ځان سړي ته دومره ورنږدې بولي ٠
خداي دې خير درکړي ٠


Hamim
17.08.2005

هوتكه وروره سلامونه خپه نه شې
(ټول مسلمانان سره وروڼه دي)
اغه بله ورځ خود دسپي ترکوڅه تېرکړم داسې خبره څوک چاته نه کا،خوزه له هررقم خلکوسره مخته یم پروانه لیري، زه نه خپه کېیم، لیه خوشاله کېیم چې ملګري مې ډېرشي، مخکې ماته نه پېژندلې خوهرکله مې دچې استوزه ولیده بیانوخدای شته درسه وډارشوم چې داڅوک دی.یوه ملګري مې راته وویل چې ځان تې ساته چې خترناک سړی دی، اوډېرټوکي هم دی، په ادبي ټوکوکې سړی سپوراوسپاندکا،اورغوندې خاصیت لیري په ژمي کې سړی ورته ضرورت لیري او په اوړي کې سړی ځان تې ساتي، نوماهم دغه پیغام درته ولیکا اوډارمنده یې لیکم خدای خبر ګوتې مې هم پرې رپي کېدی شې ډېرې تېروتنې رانه شوې وي، خوچې څه دخولې راوزي لیکم یې نوریې سیاق ته نه ګورم هیله ده خپه نه شې، که ماپه عربي لیکلوملامته وې، زموږاسلام په عربي راغلی، کلیمه موشکر عربي ده، ګران پیغمبرموعرب و، ..... اولږخوزما پښتومضمونونوته هم سرورښکاره کړه کنه یاره!
مادې ځینې مضمونونه ولوستل رښتیاچې خوندیې راکا،اوجاحظ مې راپه زړه شوچې هغه به هم تاغوندې لیکنې کولې لامل یې داووچې ویل به یې: چې تنوع په کتابت کې پکاردی،چې لوستنکی له لیکنې تنګ نه شي.نورښتیاچې ستالیکنې یو ځانګړی ارزښت لري اوپه زړه پورې دي، اواوس خودې کوزده هم رانیږدې ده بایدنه څوک خپه کړې نه ته ترې خپه شې.
نورلاړم او خپلې کړاوې مې پښوکړې
کړپ کړپ کړپ............


hotak
20.08.2005

هميم جانه اونورويارانو په پيخرپيخرسلامونه مي ومنۍ
ياره هميم جانه دغي وردګۍ لهجې دي دخداي په ديرش سپارې قرآن دومره خوند راكړلكه چي چايوميليون ډالره نغدچغد راكړي وي.ډيرعُمروشو چي نه مي وردګ مي ندي ليدلى هسي په پيښوركي ماوردګان دڅټ له لوري پيژندل.له ماسره په اسلاميه كالج كي دوه تنه وردګان هم وو.خورا معصوم اوپاك هلكان وو.عادي خبره به يي ټوكه وه.ياره هغه وخت به بيا خداي راولي .
زه له وردګوسره خورامينه لرم .


hotak
20.08.2005

غروال صيب مينه اوسلامونه
هيله من يم چي خپل دغه كوچنى اوبى نزاكته ورور به دخپلو وړو وړو ګستاخيو له امله وبښۍ. زه چي هرڅه ....دټوكو په بڼه يي ومنۍ

پاتي شوه دكوزدې خبره نووروستى خبردادى چي زما ادې پخپله په كوزده پسي وركه ده.اوس مي اوريدلي چي ترشاه جويي ايسته تيره شوي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more