د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

سحر يعني څه؟؟


ع کريم حليمي
05.07.2004

محترمه مکرمه عزتمنه اودقدروړه ( طلبجان ) صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانه وروره ٠ که يوڅه معلومات راته راکړې چه سحر څشي دې ٠ دلته يو سړي اعلان کړيدی چه نن دمځکي پرمخ
داسي انسان نسته چه Magic (جادو)وکړي ٠ ټوله د لاس چالاکۍ دي ٠ چه کوي ئی يا دکمياوي موادو څه کار اخلي او يا دتماشاچيانو فکر و يوې ښايستې نجلۍ ته واړه وي ٠ ورسته نو هغه خپل کېل وکړي ٠
په کوډګر کي خبره نه کوم ٠ ماخو چادوګر په خپل عمر ونليدي ٠ له هنده تر امريکا پوري ٠
چه دغه د لاس صفايی ولاته ساحر ويل کيږي که څنګه ؟؟؟
او چه د لاس چالاکي کوي سحر دې يعني کافر دې که څنګه ؟؟؟
[color=blue:f3cb189331]ولکنَّ الشياطين کفروا يعلمون الناس السحر». [البقره ١٠٢]. او رسول اکرم (ص) فرمايلي: «اجتنبوا السبع الموبقات الشرک بالله والسحر..............». [مسلم].له ٧ شيانوڅه اجتناب وکړۍهلاک کننده شرک مکوۍ او سحر .........تا اخرحديث [/color:f3cb189331]
حليمي



طالب جان
12.08.2005

محترم مکرم او پتمن حلیمی صیب :

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

تاسي خورا په زړه پوري پوښتنه مطرح کړیده دځواب له ځنډیدلو نه بښنه غواړم .

سحر یا جادوپه لغت کي د دوکې یا تیر ایستني په مانا راغلی دی، امام قدامه رحمه الله وایی چي سحر هغه منتر ته ویل کیږي چي په ویلوـ لیکلواو په عمل کولو سره یي دبل چا بدن،زړه ،یا هم عقل اغیزمن کیږي .

امام راغب رحمه الله فرمایي دجادو څوډولونه دي :

لومړی ډول یی نظر بندي یا شعبده بازي ده ددې ډول جادو هیڅ بنسټ نشته هر ډول شوخ او څالاک انسان پخپله څالاکي سره داسي څه کولای شي چي دهغه له ليدلو او په هغو باندي په پوهیدلو سره دعامو خلکو نظرونه او عقلونه پاتي راغلي وي .

د مسمریزم پوهان چي دخپل معمول په دماغ کومه اغیزه اچوي هغه هم په پورتني ډول کي ګډدی . داعراف په سورت کي د مصر د جادوگرانو په اړه ویل شوي (هغوي د خلکو په سترگو جادو وکړ) په سورت طه کي راغلي (دهغوي دجادو له امله د حضرت موسی علیه السلام په خیال کي داسي راغلل چي د رسیو ماران منډي وهي ) مانا داچي جادو گرانو چي کومي رسۍ او لاټۍ اچولي وې هغه نه خو ماران شوي وو او نه يي کومه منډه کړيوه بلکه دحضرت موسی علیه السلام قوت خیالیه دهغوي له کړو نه اغيزمن شوی وو او هغه څه ورته د منډي وهونکو مارانو په څیر ښکاريدل .

دوهم ډول جادو هغه دی چي په هغه کي له شیطانانو نه کار اخستل کيږي او دډول ډول کړو وړو په پایله کي د شیطانانو نزديکت او انډیوالي تر لاسه کيږي په سورة البقره کي راغلي چي (بلکه شیطانانو کفر وکړ چي خلکو ته يي جادو ور زده کاوه ) .

د جادو دریم ډول د کوم په اړه چي دجادو گرانو دعوا ده چي له امله يي مونږ د څيزونو ماهیت او حقیقت بدلولای شو أن تردې چي له انسان نه اس یا کوم بل حیوان جوړولای شو ، لیکن د اهل حقو څیړونکو پو هانو په اند دا له حقیقت نه لري او بې بنسټه دعوې دي .

په عام عرف کي هم هغه څه ته جادو وايي چي له شريعت نه پرته پکي له شیطانانو نه دمرستي داخیستلوپه پایله کي په نورو اغيزه کوي .

له شیطانانو نه دمرستي د تر لاسه کولو لپاره جادو گران شرعي حدودو تر پښو لاندي کوي په نجاست کي ککړ،دښه او بد،حلال او حرام ، روا او ناروا تر منځ توپیرونه له منځه وړي آن تردې چي د اړتیا په مهال خو غیرالله ته تر عبادت کولو او په ځینو مواردو کي د معصومو ماشومانو د ويني تر تويولو پوري خبر رسيږي . نعوذ باالله من ذلک .

پاتي لري



طالب جان
12.08.2005

په تیر پسي :
د جادو د تعلیم او تعلم په ذرایعو کي د شتو خرابیو سربیره د جادو په موخو کي هم ډیري خرابۍ موجودي دي ،په عمومي توگه جادو د دوو زړونو تر منځ دجدايي راوستلو ، مينه په نفرت بدلولو،دوستي په دښمني بدلولو ، د خاوند او میرمني تر منځ دجدايي راوستلو ،چاته د مال او ځان تاوان وررسولواو ځینو نورو مفاسدو لپاره کارول کيږي .

په جادو کي د همدې اعتقادي او عملي خرابیو د شته والي له امله د جادو زده کړه او چا ته ور ښودل ،او په هغه باني عمل کول له یوې څیلمي حرام او ناروا دي ، بلکه دجادو ځیني داسي صورتونه هم شته چي له امله يي سړی آن کفر ته رسيږي .

په ډيریو احادیثو کي له جادو نه د ځان ژغورلو امر شوی ،په بخاري او مسلم شریف کي له حضرت ابو هریرة رضی الله عنه روایت شوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فر مایلي له اوو هلاکوونکو شیانو نه ځانونه وژغورۍ چي یو يي له هغوي نه جادو هم ښودلی ،همداراز په بخاري او مسلم کي له حضرت ابن مسعود رضی الله عنه نه روایت دی چي فرمايي (څوک چي د نجومي ،جادو گر یا کاهن په لغویاتو د یقین په بڼه د هغه خواته ورغی نو هغه کفر وکړ په هغه کلام چي په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندي نازل شوی ) .

په ابو داود کي له حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه روایت شوی (چا چي علم نجوم زده کړ هغه د جادو گري یوه څانگه زده کړه اوس نو د هغه خوښه ده چي څومره زده کوي زده دي کړي ) .

امام ابن قیم فرمايي په جادو کي دمهارت تر لاسه کولو تړاو تر کفري او شیطاني کړو وړو پوري دی ، ځکه خو هم هغه څوک چي په کفر، شرک ، نجاست او خباثت کي ککړ او له الله تعالی، رسول الله او له اهل ایمانو سره په دښمني کي څومره مخکي وي هغومره يي جادو هم اغيز من وي ، له همدې امله د بت پرستو جادو د اهل کتابو تر جادواو د یهودو جادو بیا د هغو کسانو تر جادوچي د اسلام دعوه کوي ډیر اغيزمن وي.

علامه ابن خلدون فرمايي ( له جادوگر نه د ښیگڼي صدور نا شونی دی ،او نه هم جادوگر جادو د ښیګڼي په چارو کي کارولای شي .

له قرآنکریم ،نبوِي احادیثواو دسلفو له کتابونو نه دا په ډاگه کيږي چي جادو حرام، کفر او شرک دی ،او زده کول او ور زده کول يي دپالونکي څښتن غضب ته بلنه ورکول دي او پدې کي ددواړو نړیو تاوان دی .

خو په ډیر افسوس سره ښايي ووایو چي په جادو کي سره له دې ټولودنیوي او اخروي تاوانونوځیني مسلمانان (په ځانگړي ډول ميرمني) جادو گرانو ته ځي او له هغوي نه د خپلو ناوړو کړو وړو د پوره کولو په موخه تعويذات کوي او دهغوي په خبرو یقين کوي او ددې څه په ترڅ کي جادوگرانو ته نذرونه هم ورکوي بلکه په ځينو مهالونو کي خو د ماشومانو وينه هم تويوي او هر ناروا عمل کوي آن تردې چي کله نا کله خو خپل پت ،ايمان، مال او متاع تر جادو گرانو جاروي . نعوذ باالله من ذلک .

دمبارکو حدیثو کتابونو ته په کتلو سره دجادو له اغيزونه د ځان ساتلو لپاره علماء کرامو د قرآنکريم د پاي دلوري ددوو سورتونو (قل اعوذ برب الفلق او قل اعوذ برب الناس) تلاوت ډیر ګټور بللی ، ځکه نو هر سهار او بيگا ښايي په ځانگړي ډول د نوموړو سورتونو تلاوت وشي او ځان دي خپل پالونکي څښتن ته وسپارل شي هم هغه ذات ښه ساتونکی دی له هر ډول شر او فتنې څخه. والله اعلم باالصواب



ع کريم حليمي
12.08.2005

محترم مکرم او پتمن طلب جان صیب :

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ماشاالله چه په خير دي سر راښکاره کړي ٠ نه چه زه خوشهاله سوم فکر کوم چه ټول افغان به د ښوشهالۍ احساس کړۍ وي
او ډيره منه چه موږ ته ساسو مفصل معلومات راټول کړي دي
موقف ابن خلدون خو ډير روښانه دۍ اوسحر هيڅ نه مني او هم دارنګه د تاريخ پلار
هرودوت ،المؤرخ المشهور (فلوروس)
او تاسو هم اشاره کړي چه ابن خلدون ته چه : [quote:a595511acc]له جادوگر نه د ښیگڼي صدور نا شونی دی ،او نه هم جادوگر جادو د ښیګڼي په چارو کي کارولای شي . [/quote:a595511acc]
او هم دارنګه
السحر والتاريخ

ان الاعتقاد بالسحر والسحرة والقول بتاثيره من جملة الامور الخرافية التي سادت على اذهان الناس عند جميع الامم ، وفي جميع ادوار التاريخ الماضية، لتتوقف وتستقر طويلا في اذهان قدامى الاوربيين ، بعد ان كانت مستقرة عند قدامى المصريين، لتنتقل من المحافل الفرعونية الى اليونان والرومان بشكل عام لتكتسب خطوة واسعة في عموم اوروبا في القرون الوسطى حيث امتزج بالاعتقاد بالشياطين واودى بحياة الكثيرين من الابرياء والمظلومين،

چه تاريخ ئې خرافات او پر دماغ يو ډول کنټرول يا حاکميت کڼي چه اصلأ هيڅ شئ نسته د تاريخ له نظره
او اسلام امر کوي سحر سته او فعل ئې کفر دۍ ٠ او داسي په احاديثو کښي راغلي
چه په مبارک هم سحر سوۍ وو ٠ او بيا ٤ قل سورتونه نازيل سوه او باطل سو سحر
نو پوښتنه مي داکوله چه : زه ډير ګرځېدلۍ يم چه ساحر وپېږنم
په نيويارکښي يو لوی د لاس چالاکه چه ويوه سحر ته يوکال تمرين کوي پېژنم
خوهغه هم سحر ، تعويذات نه مني ٠
اوس نو د تعويذ، رقعه ،سحر څه فرق سته ؟؟؟؟
او بيا په شرعه کښي خورقعه جواز لري ٠ !



طالب جان
18.08.2005

په تيره ليكنه كي مو د جادو په اړه تفصيلات ليكلي وو دلته به دتعويذپه اړه يو څه وليكو :

پدې كي شك نشته چي په مباركو حديثو كي په غاړه كي دقلائدو په راځړولو منع راغلي ده همداراز ځيني حديثونه داسي هم شته چي په هغو كي تعويذونه هم ناروا بلل شوي، خو دتعويذونو دجوازپه اړه بيانورو حديثو ته په كتلو سره مونږ ويلاي شو چي له ممنوعو تعويذونو نه هغه تعويذونه مراددي په كومو كي چي شركي توري او يا هم داسي توري ليكلي وي چي بې مانا وي نو داسي تعويذونه يقينا ناروادي .

خو داسي تعويذونه يا دمونه كول چي په هغو كي شركي توري نه وي نه يواځي داچي روادي بلكه له رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه كرامورضوان الله عليهم اجمعين نه هم ثابت دي .

د دم تعويذ سنت طريقه :

رسول الله صلى الله عليه وسلم دجاهليت دزمانې له دم تعويذنه صحابه كرام راګرځول او دالله تعالى په نامه به يي پخپله هم خلك دمول او صحابه كرامو ته به يي هم توصيه كوله چي خلك دالله تعالى په نامه دموۍ،ځكه يي نو صحابه كرامو ته فرمايل چي كله څوك ناروغ شي نو داتوري دي وايي : ( اللهم ربنا اذهب البأس ,واشف,انت الشافي لا شفاء الا شفاءك شفاء لا يغادر سقما ) ابو داود كتاب الطب .

همدارازكله چي به رسول الله صلى الله عليه وسلم دكوم ناروغ پوښتني ته ورغى نو نوموړي توري به يي ورباندي وويل او په ناروغ به يي چف كړل .

دمسلمانانو مور حضرت بي بي عايشه رضى الله عنها فرمايي چي:درسول الله صلى اله عليه وسلم دا عادت وو چي هره ورځ به يي له ويده كيدو نه مخكي معوذتين (دقرآنكريم دپاي دوه سورتونه ،په ځينو رواياتو كي قل يايهالكافرون سورت هم ورسره راغلى) درى واړه سورتونه درى ځلي تلاوتول او په خپلو دواړو لاسونو به يي چف كول بيا به يي دواړه لاسونه په ټول بدن باندي مښل .

په يوه بل روايت كي حضرت عايشه رضى الله عنها فرمايي :چي كله رسول الله صلى الله عليه وسلم دوفات په ناروغۍ اخته شو نو نه يي شواي كولاي چي ځان دم كړي نو ما(عايشې صديقې) معوذتين وويل او درسول الله صلى الله عليه وسلم په لاسونو مي دم كړل او بيا مې درسول الله صلى اله عليه وسلم دواړه لاسونه دهغه په ټول بدن ومښل . دحديثو په ډيرو رواياتو كي رسول الله صلى الله عليه وسلم خلكو ته تلقين كړى چي كه دم كوۍ نو دالله تعالى په كلام سره يي كوۍ .

پاتي لري



طالب جان
18.08.2005

په تېر پسي
دوتلي صحابي حضرت ابو سعيد خدري رضى الله عنه پيښه :

دصحابه كرامو يوه قافله په يون باندي روانه وه چي په لاره كي ورته دخوړلو څښلو شيان ور خلاص شول نو يوه كلي ته وروګرځيدل او له هغوي نه يي دميلمه توب غوښتنه وكړه خو هغو خلكو ددوي له ميلمه توب نه ډډه وكړه او دخوړلو څښلو لپاره يي هيڅ هم ورنكړل ،صحابه كرامو له كلي نه دباندي په ډګر باندي شپه سباكړه خو په همدې شپه دهمدې كلي مشر مار وچيچلو ،كلي والو كورنۍ ټولي درملني وازمو يلې، خو كومه ګټه يي ونكړه ،له كليوالونه يوه تن وويل چي ددې لپاره ښايي دم وشي، خو څنګه چي په كلي كي ددم لپاره څوك نه وو ځکه نو په دوي كي يوه تن وويل چي: هغه له كلي نه دباندي خلك ډير مذهبي معلوميږي راځۍ له هغوي نه كوم يو يي دم ته راولو ، هغه وو چي كليوال دقافلې لوري ته ورغلل اوهغوي ته يي ټوله كيسه بيان كړه او له حضرت ابو سعيد خدري رضى الله عنه نه يي دخپل مشر ددمولو غوښتنه وكړه، حضرت ابو سعيد خدري رضى الله عنه ورته وفرمايل چي سمه ده زه به يي دم كړم خو تاسي ډير شوم خلك ياست بيګا مو زمونږ قافلې ته خواړه نه وركول ، هغوي ورته وويل چي مونږ به د وزو يوه پوره رمه تاسي ته دركړو (حضرت ابو سعيد رضى الله عنه وايي چي ماته ددمولو هيڅ طريقه نه راتله خو له ځان سره مي وويل چي دالله تعالى په كلام كي به هرو مرو بركت وي نو زه هلته ولاړم او سورة فاتحه مي ولوسته او په سړي مي دم كړه هغه وو چي دالله تعالى دكلام په بركت سړى روغ شو) او مونږته يي د وزو يوه رمه راكړه ،ليكن زمونږ پدې كي شك وو چي آيا ددې وزو خوړل به مونږته روا وي كه نه ؟؟ نو مو درسول الله صلى الله عليه وسلم تر حكمه پوري له وزو نه يوه هم ونه خوړله تر څو رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغلو او كيسه مو ورته بيان كړه ، رسول الله صلى الله عليه وسلم چي پيښه واوريده نو د وزو داستعمالولو اجازه يي وركړه ) .بخاري كتا ب الطب ,باب النفث في الرقيه.

دتعويذ جواز:

دتعويذ ليكلو جواز هم دصحابه كرامو له كړو وړونه څرګنديږي ، له حضرت عبدالله بن عمر رضى الله عنه نه روايت دى چي ډيرو صحابه كرامو ته رسول الله صلى الله عليه وسلم داتوري ورزده كړي وو (اعوذ بكلمات الله التامات من شر ماخلق_فالله خير حافظا وهو ارحم الراحمين ) .

حضرت عبدالله بن سلام ته چي لومړى يهودي وو بيا يي اسلام راوړ رسول الله صلى الله عليه وسلم داتوري ور زده كړي وو او ورته فرمايلي يي وو چي داتوري وايه او ځان پرې دموه بيا به انشاءالله هيڅ ډول جادو په تا اغيزه نه كوي .(يهودان دهغه دښمان وو او جادو به يي ورباندي كاوه ) .

همداراز له حضرت عبدالله بن عباس رضى الله عنه نه نقل شوي چي كه نوموړي توري په كوم پاك لوښي وليكل شي او دماشوم دزيږيدو په مهال ميرمني ته وروڅښل شي نو ددې تورو په بركت به الله تعالى ورباندي اسانتيا راولي .

حضرت عبدالله بن عمر رضى الله عنه فرمايي چي (ما به خپلو غټو ماشومانو ته دا توري ور زده كول ،او كومو وړو ماشومان چي دا توري نشواي ويلاي نو مابه دهغوي لپاره داتوري ليكل او دهغوي په غاړو كي به مي را ځړول .

له دې څخه دتعويذ جواز هم ثابت شو او دا هم ورنه ثابته شوه چي اصل سنت دقرآنكريم او يا هم مسنونو دعاوو لوستل دي او دهغوي اغيزه هم ډيره ده , تعويذ په دوهم پوړكي دى .

لنډه داچي : دقرآنكريم په آياتونو او مسنونو دعاوو باندي دم تعويذ كول پخپله له رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه كرامو نه ثابت دي البته دهغوي دجواز لپاره څو شرايط دي :

1-كوم داسي تورى ليكل يا ويل چي په هغو كي له الله تعالى نه پرته له بل چا نه مرسته اخيستل شوي وي حرام او ناروادي .

2-ددم تعويذ دتورو معنا به څرګنده وي . دكومو تورو معنا چي نا څرګنده وي نو دهغو ويل يا ليكل هم ناروا دي .

3-د دم يا تعويذ داغيزي انحصار به يواځي دالله تعالى جل جلاله تر ارادې پوري وي ،پخپله توري به اغيزمن نه بلل كيږي ، ځكه چي روغتيا ,ناروغي,عزت ,ذلت ,ګټه, تاوان ,تنګي او پراخي هرڅه دهمغه پالونكي څښتن په قدرت كي دي ،ځكه نو اصل شى له هماغه يوه ذات نه په عاجزي او انكساري سره ددعاوو غوښتل دي او بس ،تردې غوره نه كوم تعويذ شته نه كوم دم . والله اعلم باالصواب .

پاي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more