د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

*** د ښځو برښليك په جنت كې


څاروان
04.08.2005

بسم الله الرحمن الرحيم

۳-۸-۲۰۰۵
===== د ښځو برښليك په جنت كې
----------------------------------يوسف څاروان

لوستونكو
---------- السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
د جنت او د هغي د نعمتونو په اړوند كه بحث پيل كړو نو ډير زيات به اوږد شي خو ددغه بحث فقط په يوطرف په دي وركوټي ليكنه كې رڼا اچوم او هغه د ښځو احوال په جنت كې او يا د ښځو برښليك به په جنت كې څه وي؟
ذكر شوي موضوع نوي ده او سلفو علماء ډير څه پكي نه دي ويلي، همدارنګه ډير داسي پوښتني شته چه په اوس دور كې رابرسيره شوي نو د ډيرو پوښتنو لپاره مونږ جواب نه لرو او د هغه پوښتنو ته چه جواب لرو د قرآن او سنت په رڼا كې به يي ستاسي مخي ته وړاندي كړم اواوس د ښځو احوال په جنت كې به ددي څلورو پوښتنو په جواب كې راونغاړم :
[color=white:3ff844983e] ايا د جنت نعمتونه يواځي د سړيو لپاره دي؟
 ښځه به په جنت كې د خپل ميړه سره وي او كنه؟
 څه وجه كيدي شي چه الله پاك د سړيو د تشويق لپاره د جنت د حورو صفت كړي خو د ښځو لپاره يي څه نه دي ذكر كړي؟
 په جهنم كې د ښځو زياتوالي خبره په څه معنى ده؟[/color:3ff844983e]

 [color=darkred:3ff844983e]========== ايا د جنت نعمتونه يواځي د سړيو لپاره دي؟[/color:3ff844983e]
دي پوښتني جواب په لاندينو نقطو سره كوو.
1. نر او ښځه دواړو جنت ته د داخليدو حق لري دليل پري دا قول د الله پاك دي:
وَمَنْ يَعْمَلْ مِنْ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُوْلَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا (النساء124)
[color=white:3ff844983e]ژباړه: [/color:3ff844983e]
هر څوك چه عمل وكړي له (ځينو) نيكو [[كارونو]] له نارينه ؤ او له ښځو حال دا چه دي مؤمن وي نو دغه (نيكو كاران) داخل به شي په جنت كښي او ظلم به ونشي په دوي (په اندازه) د نقير (هم يعني پر دوي په هيخ شي كښي هيڅ ظلم نه كيږي)

بل ځاي كي الله پاك فرمايي:
ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنْتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ (الزخرف70)
[color=white:3ff844983e]ژباړه:[/color:3ff844983e]
ننوځئ (اي زما مؤمنانو بندګانو) جنت ته تاسي او ښځي ستاسي چې خوشاله به كړل شئ.
2. په جنت كې موجوده نعمتونه د ټولو جنتيانو لپاره دي كه هغه نر دي او كه ښځي . ځكه جنت د متقيانو لپاره تيار كړي شوي الله پاك فرمايي : == وَسَارِعُوا إِلَى مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ (آل عمران133)== او متقيانو هغه انسانان دي چه دغه كارونه كوي == الله پاك فرمايي: الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ (البقرة3) وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ (البقرة4)== په دي كې نر او ښځي يو برابر دي او د دي دواړو لپاره به هغه څه وي چه ددوي د نفس اشتها ورته وي الله پاك فرمايي:وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنْتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (الزخرف71)
[color=white:3ff844983e] ژباړه:[/color:3ff844983e]
او (وي به دوي ته) په دغه (جنت) كښي هغه څيزونه چې خواهيس كوي د هغو نفسونه (د دوي )او چې خوند اخلي سترګي (د دوي تري) او تاسي په دغه جنت كښي هميشه اوسيدونكي يئ.

[color=darkred:3ff844983e] ============== ښځه به په جنت كې د خپل ميړه سره وي او كنه؟ [/color:3ff844983e]

ښځه د وفات كيدو په وخت كې به په يو ددي حالاتو كې وي:
- د واده څخه دمخه به وفات شوي وي.
- يابه د واده څخه ورسته وفات شوي وي.
- يا به د كونډي دو څخه ورسته وفات شوي وي.
- يا به يي ميړه جنت ته ورسره نه وي تللي.
- يا به مطلقه وفات شوي وي.
- يا به د يوه څخه طلاق اخيستي وي او د بل سره د واده كولو څخه ورسته وفات شوي وي.
[color=white:3ff844983e]نو د پورتنيو هر يو قسم ښځو برښليك به په جنت كې په دي ډول وي.[/color:3ff844983e]
شيخ ابن عثيمين وايي هغه ښځه چه د واده څخه د مخه مړه شوي وي او يايي ميړه ورسره جنت ته نه وي تللي نو دوي به د هغو جنتيانو سره ودونه كيږي چه د دنيا څخه بغير د واده كولو تللي وي ځكه په جنت كې به بغير د واده سړي نه وي رسول عليه السلام په يو حديث كې داسي فرمايي:
صحيح مسلم ج: 4 ص: 2178
2834 حدثني عمرو الناقد ويعقوب بن إبراهيم الدورقي جميعا عن بن علية واللفظ ليعقوب قالا حدثنا إسماعيل بن علية أخبرنا أيوب عن محمد قال إما تفاخروا وإما تذاكروا الرجال في الجنة أكثر أم النساء فقال أبو هريرة أولم يقل أبو القاسم صلى الله عليه وسلم ثم إن أول زمرة تدخل الجنة على صورة القمر ليلة البدر ملكا تليها على أضوإ كوكب دري في السماء لكل امرئ منهم زوجتان اثنتان يرى مخ سوقهما من وراء اللحم[color=darkblue:3ff844983e] وما في الجنة أعزب[/color:3ff844983e]
شيخ ابن عثيمين په يو بل ځاي كې ويلي چه د جنت نعمتونه د نر او ښځي دواړو لپاره دي او واده هم له نعمتونو څخه دي نو هغه جنتي ښځي چه د دنياڅخه بغير د واده تللي وي او يا ميړونه يي ورسره جنت ته نه وي تللي نو د هغه جنتي سړيو سره به يي واده كيږي چه د دنيا څخه بغير د واده كولو څخه تللي. او يا يي ښځي دوذخ او دوي جنت ته تللي وي.
 د هغه طلاق كړي شو ښځو چه تر مرګ پوري يي بيا د بل چا سره واده نه وي كړي د پورتنيو د وه قسمونو ښځو په څير برښليك به يي وي.
 هغه ښځي چي د واده څخه ورسته او د خپل ميړه څڅه مخكې مړي شوي وي هغوي به په جنت كې د خپلو ميړونو سره وي.
 كونډي او يا هغه ښځي چه د خپل ميړه څخه ورسته وفات شوي وي او د بل چا سره يي واده نه وي كړي نو دوي به هم د جنت ته د تګ څخه ورسته د خپلو ميړونو سره وي.
 او هغه ښځه چه د ميړه د مرګ څخه ورسته يي د بل چا سره واده كړي وي او بيا مړه شوي وي نو په جنت كې به د دوهم او يا ورستي ميړه سره وي رسول عليه السلام فرمايي: ( المرأة لآخر أزواجها ) – سلسلة الأحاديث الصحيحة للألباني .
حذيفه رضي الله عنه خپلي ښځي داسي ويل [color=indigo:3ff844983e](إن شئت أن تكوني زوجتي في الجنة فلا تزوجي بعدي فإن المرأة في الجنة لآخر أزواجها في الدنيا فلذلك حرم الله على أزواج النبي أن ينكحن بعده لأنهن أزواجه في الجنة )[/color:3ff844983e] يعني كه ته غواړي چه زما ښځه دي وي په جنت كې هم نو زما څخه ورسته بل واده مه كوه ځكه ښځه په جنت كې د ورستي ميړه سره وي. او له همدي وجه الله پاك د نبي عليه السلام د ښځو لپاره ورسته د نبي عليه السلام څخه د بل چا سره نكاح حرام كړي ده ځكه همدو به يي ښځي وي په جنت كي.

پاتي....



څاروان
04.08.2005

[color=white:4b29b9e43b]په تير پسي:[/color:4b29b9e43b]

[color=darkred:4b29b9e43b] ========څه وجه كيدي شي چه الله پاك د سړيو د تشويق لپاره د جنت د حورو صفت كړي خو د ښځو لپاره يي څه نه دي ذكر كړي؟[/color:4b29b9e43b]

دا پوښتنه دوه طرفه لري يو دا چه په جنت كې به د سړيو لپاره اويا حوري وي نو د ښځو لپاره به څه وي؟ دوهم طرف يي دا دي چه څه وجه كيدي شي چه په قرآن كريم كې جنت ته د سړيو د تشويق كولو لپاره د حورو صفت راغلي خو د ښځو د تشويق لپاره دا طريق نه ده اختيار كړي شوي ولي؟
لومړي پوښتنه د هغه نوو پوښتنو له جملي څخه ده چه تر اوسه پري د مسلمانانو علماء ډير څه نه دي ويلي او ما د څو علماء څخه په دي اړه معلومات وغوښتل خو د اكثرو جواب دا وه چه په جنت كې د نر او ښځي لپاره به هر هغه څه وي چه د دوي نفس ورته اشتها كيږي ځكه الله پاك فرمايي: وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنْتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (الزخرف71 )
ژباړه:
او (وي به دوي ته) په دغه (جنت) كښي هغه څيزونه چې خواهيس كوي د هغو نفسونه (د دوي )او چې خوند اخلي سترګي (د دوي تري) او تاسي په دغه جنت كښي هميشه اوسيدونكي يئ.
الله پاك د هغه څه تفصيل نه دي ذكر كړي چه د ښځو لپاره به په جنت كي وي خو د سړيو لپاره يي د هغه ښځو په اړوند تفصيل كړي چه ددوي لپاره به وي ځكه د سړيو د تشويق لپاره همدا موثره طريقه او لاره ده.
بعض علماء راته د دوهمي پوښتني او يا ((په قرآن كريم كې جنت ته د سړيو د تشويق كولو لپاره د حورو صفت راغلي خو د ښځو د تشويق لپاره دا طريق نه ده اختيار كړي شوي ولي؟ )) داسي وويل:
قرآن كريم د الله پاك كتاب دي او الله پاك د نر او ښځي پيداكونكې دي او هغه په دي ښه پوهيږي چه د نر جنت ته تشويق لپاره څه او په كومه طريقه خطاب موثر دي او د ښځي د تشويق لپاره څه په كومه طريقه خطاب موثر دي ، او دا معلومه خبره ده چه هر يو د دواړو جنسونو ته د خطاب طريقه مختلفه ده د بيلګي په توګه پلار او مور ځوي ته وايي چه ځوان شوي نو د داسي ښايسته ښځه به درته وكړم خو هيڅكله هم خپلي لور ته نه وايي چه پيغله شوي نو داسي د ښو اخلاقو ميړه په درته وكړم. ځكه ښځه په طبيعي شكل په نسبت سره سړي ته ډيره حياناكه ده نو الله پاك جنت ته ددوي د تشويق كولو لپاره هغه څه نه كړه ذكر چه دوي ترينه حيا كوي.
او د سړي شوق د ښځي ظاهري جمال په بيانولو زياتيږي خو د ښځي شوق د سړي د اخلاقو او مشاعرو په بيانولو زياتيږي. زما ددي خبري څخه مقصد دادي چه موثره طريقه د خطاب د نر او ښځي لپاره جداوي نه يوه.
بله وجه دا هم كيدي شي چه سړي طالب وي او ښځه مطلوبه وي يعني په دونيوي معشره كې كه مونږ فكر وكړو نر د ښځي تر لاسه كولو لپاره منډي او خواري كوي خو ښځي د نر تر لاسه كولو په فكر كي هم نه وي يا په بل عبارت نر ښځي پسي ګرځي چه تر څو واده ورسره وكړي خو ښځه په سړي پسي نه ګرځي چه تر څو واده ورسره وكړي نو مطلوبه ښځه ده او د همدي وجه الله پاك په جنت كې د سړيو لپاره د ښځو صفت كړي ځكه د سړي شوق د ښځي په ظاهري جمال بيانولو سره زياتيږي لكه څنګه مي چي مخكي وويل او همدغه ډيره موثره طريقه ده ددوي د تشويق لپاره.خو په جنت كې د سړيو لپاره د ښځو صفت دا معنا هيڅكله هم نلري چه د ښځو لپاره به په جنت كې ميړونه د بني ادم څخه نه وي.

[color=darkred:4b29b9e43b] ======== په جهنم كې د ښځو زياتوالي خبره په څه معنى ده؟[/color:4b29b9e43b]

دا هم يوه اختلافي مسئله ده ځكه په يو حديث شريف كي راغلي چه ښځي به د جنت كمي اوسيدونكې وي، او يو بل ځاي كي رسول عليه السلام فرمايلي چه زياتي ددوي = د ښځو = مي دوذخيان ليدلي. خو په يو بل حديث شريف كې راغلي چه مخكي هم ماذكر كړي چه د هر جنتي لپاره به دوه ښځي د بني ادم څخه وي.
دوهم حديث په دي دلالت كوي چه په جنت كې به ښځي د نرو دوچنده وي. نو په جنت كې به يي د سړيو څخه تعداد زيات وي. خو لومړي حديث بيا دا بيانوي چه په جهنم كي به د ښځو اكثريت وي او په جنت كې به كمي وي.
د دواړو احاديثو د توافق لپاره علماء مختلف اقوال بيان كړي چه زه به ئي دلته څو ذكر كړم:
 قاضي عياض وايي چه ښځي د ادم عليه السلام د اولادي اكثريت تشكيلوي يعني د تعداد د ښځو د سړيو څخه زيات دي او په دي باندي يو بل شي هم دليل نولي شو هغه دا چه اسلام د يو سړي لپاره د څلور ښځو سره واده كولو اجازي څخه د ښځو د زياتوالي خبره هم فهميدي شي. خو به هر حال بعض علماء د پورتنيو احاديثو د توافق لپاره وايي چه ښځي په نسبت سره سړيو ته به په جنت او دوذخ دواړو كي زياتي وي خو د جنت ښځي په نسبت سره د دوذخ ښځو ته به كمي وي خو بيا به هم جنتي ښځي د جنتي سړيو دوچنده وي.
 د تفسير قرطبي ملا صيب د رسول عليه السلام د دي قول (( رأيتكن أكثر أهل النار)) په اړه وايي چه ښځي به په دوذخ كي په لومړي مرحله كې ډير وي او د شفاعت او ورسته د الله پاك د هغه رحمت څخه چه په نوم كلمه ويونكي به د دوذخ څخه جنت ته بوزي بيابه ددوي اكثريت به په جنت كي وي. يعني په لومړي سر كي به ښځي د جنت كم ترين اوسيدونكي وي خو كله چه د دوذخ څخه هغه ټول كلمه ويونكي ګنهګار جنت ته بوتلل شي بيا به د دوي د جنت اكثره اوسيدونكي وي.

[color=white:4b29b9e43b]ورستي ټكي:[/color:4b29b9e43b]
ګرانو خويندو جنت لكه څنګه چه د سړيو لپاره ښايسته كړي شوي او مختلف نعمتونه ورته پكي تيار كړي شوي همداسي د ښځو لپاره هم ، د دنيا عمر ډير كم دي او په هرقسم حالت تيريږي ددي مثال د يخ په شان دي كه په اوبو كي يي واچوي فايده ترينه اوچته كړي هم ختميږي او كه څه فايده ترينه اوچته نه كړي هم ختميږي او بيا بل ژوند د اخرت دي چه هغه نه ختميدونكي ژوند دي كه په جنت كي وي او كه په دوذخ كي، الله پاك دي مونږ او تاسي ټول ته جنت نسيب كړي او په دنيا كي د هغه اعمالو د كولو توفيق راكړي چه انسان جنت ته د داخليدوالا جوړوي. ګرانو خويندو په يو حديث شريف كي راځي چه كومه ښځه پنځه وخته لمونځ ادا كړي او روژه وه نيسي ، خپل فرج وه ساتي، او د ميړه اطاعت كوي نو ورته به وويل شي چه داخله شه جنت ته د هغي دروازي څخه چه ستا خوښه وي.
أسأل الله أن يوفق نساء المسلمين للفوز بجنة النعيم و أن يجعلهن هادايات مهديات و أن يصرف عنهن شياطين الانس من دعاة و داعيات (تدمير) المرأة و إفسادها و صلي الله على نبينا محمد و آله و صحبه وسلم.
---------------------------------------------------------- يوسف څاروان


عاصم
06.08.2005

يوسف څاروان صاحب السلام عليكم
ماشاء الله څاروان صاحب ډيره ښه او مفصله ليكنه دي كړي او ما پكي د خپلو ډيرو پوښتنو جواب بياموند.زما مشوره درته داده چي دغه ليكنه كه په كوم اخبار يا مجله كي چاپ كړي ځكه فايده به يي ډيره عامه شي.
خداي دي تل ستا د قلم ژبه د اسلام او مسلمانانو د خدمت لپاره لنده لري. په علم او ګوتو دي بركت شه.
ستاسي پښتون ورور
عاصم


نقاد
06.08.2005

دروند څاروان صيب ته سلام ! ما شا الله ډيره ښکلې او ګټوره ليکنه مو کړې ده ، په اند او قلم دواړو مو برکت شه !
تاسو په پای کې داسې يوه نتجه هم اخيستې ده چې :

[quote:17b93fd426]په هر حال بعض علماء د پورتنيو احاديثو د توافق لپاره وايي چه ښځي په نسبت سره سړيو ته به په جنت او دوذخ دواړو كي زياتي وي خو د جنت ښځي په نسبت سره د دوذخ ښځو ته به كمي وي خو بيا به هم جنتي ښځي د جنتي سړيو دوچنده وي. [/quote:17b93fd426]
څنګه چې په پيل او پای دواړو کې د جنتي ښځو او جنتي نارينه و نسبت ثابت يعنې يعنې ښځې له نارينه جنتيانو او دوزخيانو څخه دوه چنده زياتې دي ، نو امکان نه لري چې په منځني مهال کې دې په دوزخ کې دغه نسبت تغير وخوري او بل ډول دې وي ، يعنې هلته به هم ښځې تر نارينه و دوه چنده زياتې وي او بس، خو څرګه چې دا معلومه ده چې په پيل کې د دوزخي ښځو شمير له جنتي هغو څخه زيات دی ، نو د دوزخي نارينه و شمير هم په همغه نسبت سره تر جنتي نارينه و زيات دی . نتيجه داچې :
[color=blue:17b93fd426]١ـ د ښځو شمير هم په پيل ، هم په پای او هم په منځني وخت کې ، يعنې تل په جنت او دوزخ دواړو کې د نارينه وټيک دوه چنده دی .
٢ـ په پيل کې له نيمايي څخه زيات شمير نارينه او ښځينه مسلمانان يعنی ډيره کی يې دوزخ ته ځي ( نعوذ بالله من النار ) ، خو تر پايه پورې ټول د الله تعالی پر فضل سره بښل کيږي او جنت ته ستنيږي [/color:17b93fd426].
[color=white:17b93fd426]ايا دا نتيجه اسلام مني ، چې تر نيمايي زيات مسلمانان به ددوزخ عذاب ويني ؟
که داسې نه وي، نو بيا پورته بيان شوي نسبتونه او تاسبونه هم سم نه دي ![/color:17b93fd426] بختور هغه څوک دی چې له پيل څخه جنت ته ﻻړ شي ، خدای تعالی (ج) دې پر مونږ تاسې ټولو باندې خپله رضأ او رضوان را پيرزو کړي . امين يا رب العلمين . والسلام !



ع کريم حليمي
07.08.2005

ښاغلو ،محترم څاروان صاحب سلام ٠ مننه چه تاسو د سليمان بن صالح الخراشي
ليکنه ترجمه کړه ٠ خبره دا ده چه ډير داسي ځايونه سته چه ګوته ورته نيول کيږي ٠
او چپله داد واده د اصولو چه ليکي :
المرأة لا تخرج عن هذه الحالات في الدنيا فهي :
1- إما أن تموت قبل أن تتزوج .
2- إما أن تموت بعد طلاقها قبل أن تتزوج من آخر .
3- إما أن تكون متزوجة ولكن لا يدخل زوجها معها الجنة – والعياذ بالله –
4- إما أن تموت بعد زواجها .
5- إما أن يموت زوجها وتبقى بعده بلا زوج حتى تموت .
6- إما أن يموت زوجها فتتزوج بعده غيره .
ستاسو ترجمه
ښځه د وفات كيدو په وخت كې به په يو ددي حالاتو كې وي:
- د واده څخه دمخه به وفات شوي وي.
- يابه د واده څخه ورسته وفات شوي وي.
- يا به د كونډي دو څخه ورسته وفات شوي وي.
- يا به يي ميړه جنت ته ورسره نه وي تللي.
- يا به مطلقه وفات شوي وي.
- يا به د يوه څخه طلاق اخيستي وي او د بل سره د واده كولو څخه ورسته وفات شوي وي.
مانه غوښته چه ستاسو پر ترجمه کوته ونيسم ٠ چون محترم نقاد صاحب ليکني په
ډير دقت لولي ،لطفا دقت لري نو زه هم غواړم چه څه درته وليکم

وروره ! سليمان بن صالح الخراشي اصلأ داسي يو ليکوال دۍ لکه تاسو
ښه قلم لري ٠ او هرڅه بيا د بله کاپي کوي ٠ او اصلي ليکوالان بيا زر کاله پخوا تير
سوي ٠ داسي ده چه احاديث ئې د مسلم او بخاري دي ٠ اما تبصره ئې د نن عصر خلګ
اکثره نشي قانع لولي ٠ قانع کونده نه دي مثلا داسي ليکي چه :
قال القاضي عياض : ( النساء أكثر ولد آدم ) .
وقال بعضهم : بأن النساء أكثر أهل النار للأحاديث السابقة . وأنهن – أيضا – أكثر أهل الجنة إذا جمعن مع الحور العين فيكون الجميع أكثر من الرجال في الجنة .
قاضي عياض ليکي چه ٠ ښځي اکثره أهل النار دي يعني د تير سوي يا سابقه حديث په حواله ٠ دا ايضا او اکثرأهل الجنة چه جمعه سي د حورو سره ......................................
چه څه معنا دا !

او بيا د ستاسو اصطلاح د قرطبې ملاصاحب ليکي چه :
قال القرطبي تعليقا على قوله صلى الله عليه وسلم : ( رأيتكن أكثر أهل النار ) : ( يحتمل أن يكون هذا في وقت كون النساء في النار وأما بعد خروجهن في الشفاعة ورحمة الله تعالى حتى [color=brown:e40a6af63f]لا يبقى فيها [/color:e40a6af63f]أحد ممن قال : لا إله إلا الله فالنساء ملا صاحب وايي ٠ باقي به پاته نوي أحد يعني پسله الشفاعة

دغه حديث ليکي چه (رأيتكن أكثر أهل النار ) او سبب نه ليکي چه ولي ٠ ؟؟؟
حال داچه حديث ئې ولي هم راړي ٠

او قران داسي فرمايي چه :
اکثر هم لا یسمعون ،اکثرهم لا یعقلون ،واکثرهم لا یشکرون ، و اکثرهم الفسقون

چه هم نر او هم ښځه د اکثره تر لغت لاندي کيږي ٠

[quote:e40a6af63f]بله وجه دا هم كيدي شي چه سړي طالب وي او ښځه مطلوبه وي يعني په دونيوي معشره كې كه مونږ فكر وكړو نر د ښځي تر لاسه كولو لپاره منډي او خواري كوي خو ښځي د نر تر لاسه كولو په فكر كي هم نه وي يا په بل عبارت نر ښځي پسي ګرځي چه تر څو واده ورسره وكړي خو ښځه په سړي پسي نه ګرځي [/quote:e40a6af63f]

دا خو په هر ملک کښي داسي نه ده چه يوازي سړی طلبګار وي
ښځي هم طلبګاري کيږي ٠ نن په اعرابو کښي هم داسي نه ده ٠
بي بي خديجه نوه طلبګاره د مبارک ! په عربو ،افريقا ،هند ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ ښځي طلبګاري که کفر دي که اسلام



ع کريم حليمي
07.08.2005

[quote:e5ab19dc75]======== په جهنم كې د ښځو زياتوالي خبره په څه معنى ده؟

دا هم يوه اختلافي مسئله ده ځكه په يو حديث شريف كي راغلي چه ښځي به د جنت كمي اوسيدونكې وي، او يو بل ځاي كي رسول عليه السلام فرمايلي چه زياتي ددوي = د ښځو = مي دوذخيان ليدلي. خو په يو بل حديث شريف كې راغلي چه مخكي هم ماذكر كړي چه د هر جنتي لپاره به دوه ښځي د بني ادم څخه وي.
دوهم حديث په دي دلالت كوي چه په جنت كې به ښځي د نرو دوچنده وي. نو په جنت كې به يي د سړيو څخه تعداد زيات وي. خو لومړي حديث بيا دا بيانوي چه په جهنم كي به د ښځو اكثريت وي او په جنت كې به كمي وي.
د دواړو احاديثو د توافق لپاره علماء مختلف اقوال بيان كړي چه زه به ئي دلته څو ذكر كړم:
 قاضي عياض وايي چه ښځي د ادم عليه السلام د اولادي اكثريت تشكيلوي يعني د تعداد د ښځو د سړيو څخه زيات دي او په دي باندي يو بل شي هم دليل نولي شو هغه دا چه اسلام د يو سړي لپاره د څلور ښځو سره واده كولو اجازي څخه د ښځو د زياتوالي خبره هم فهميدي شي. خو به هر حال بعض علماء د پورتنيو احاديثو د توافق لپاره وايي چه ښځي په نسبت سره سړيو ته به په جنت او دوذخ دواړو كي زياتي وي خو د جنت ښځي په نسبت سره د دوذخ ښځو ته به كمي وي خو بيا به هم جنتي ښځي د جنتي سړيو دوچنده وي. [/quote:e5ab19dc75]

حديث داسي نه وايي

حديث داسي راوړي چه :حدثنا محمد بن رمح بن المهاجر المصري، اخبرنا الليث، عن ابن الهاد، عن عبد الله بن دينار، عن عبد الله بن عمر، عن رسول الله صلى الله عليه وسلم انه قال ‏"‏ يا معشر النساء تصدقن واكثرن الاستغفار فاني [color=brown:e5ab19dc75]رايتكن اكثر اهل النار ‏"[/color:e5ab19dc75]‏ ‏.‏ فقالت امراة منهن جزلة وما لنا يا رسول الله اكثر اهل النار ‏.‏ قال ‏"‏ [color=blue:e5ab19dc75]تكثرن اللعن وتكفرن العشير............................[/color:e5ab19dc75]
[color=red:e5ab19dc75]ترجمه : [/color:e5ab19dc75]


نقاد
07.08.2005

ښاغلي څاروان ته سلامونه !
١ـ وروره په جنت کې بدني حرکت او فعاليت لکه له ښځې سره شهواني مينه او انزال شته؟ هلته خو مينه د اوﻻد د راوړلو له پاره نه وي، نو شهواني مينه يواځې د خوند له پاره کيږي ، نو که انزال نه وي نو شهواني مينه څنګه امکان لري؟ که وي نو دانزال مواد د چټليو سبب نه ګرځي؟ او که نا، په جنت کې مينه روحي او حتی روحاني شکل لري او شهوانيت په جنت کې هيڅ ځای نه لري !
٢ـ ادم او حوا په جنت کې شهوانيت نه درلود ، کله يې چې پيدا کړ، سمدﻻسه يې له جنت څخه وويستل، نو له مرګه وروسته چې سړی بيرته جنت ته ورځي، ولې بيا شهواني مينه کوي ؟ دا خو په اصل کې د جنت کار نه و او د بشر نيا او نيکه ادم او حوا يې په همدې ګناه له جنته ويستلي و



څاروان
10.08.2005

۱۰-۸-۲۰۰۵

محترم عاصم صيب او نقاد صيب او حليمي صيب ستاسي سلامونو ته وعليكم السلام وايم او زما لخوايي هم قبول كړي.
ستاسي څخه مننه كوم چه زما پر ليكنه مو نظر څرګند كړي او ستاسي پر دعا امين وايم.

يوسف څاروان



څاروان
10.08.2005

۱۰-۸-۲۰۰۵
ښاغلي[color=darkred:d4bef64e25] نقاد صيب او محترم حليمي صيب [/color:d4bef64e25]ورسته له سلامونو څخه.

لومړي غواړم چه د پورتني موضوع په اړوند يو څو خبري وليكم:
لكه څنګه تاسي ته معلومه ده پورتني موضوع يو داسي موضوع ده چه په اوسني عصر كې رابرسيره شوي او ډيري داسي پوښتني شته چه جواب يي مونږ په قرآن او احاديثو كې په ښكاره ډول نه وينو. نو په همدي وجه [color=darkblue:d4bef64e25]ما په خپله تقريباَ پنځلس پوښتني په يو ليك كي وليكلي او د بريښناليك له لاري مي د مختلفو ملكونو علماء ته واستولي او همدرانګي مي د بعضو ملګرو سره هم دا موضوع شريكه كړه، له څو ورځو انتظار څخه ورسته چه ما كوم معلومات راټول كړي شول نو هغه مي په پورتني ډول ترتيب كړل او لوستونكو ته مي وړاندي كړل.[/color:d4bef64e25] خو زما ډيرو پوښتنو ته بعض علماء جواب نه وه ويلي او بعض فقط په جواب كې راته دا ايات شريف ليكلي وه:
وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنْتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (الزخرف71)
ژباړه:
او (وي به دوي ته) په دغه (جنت) كښي هغه څيزونه چې خواهيس كوي د هغو نفسونه (د دوي )او چې خوند اخلي سترګي (د دوي تري) او تاسي په دغه جنت كښي هميشه اوسيدونكي يئ.
او ما ددي خبري يادونه مخكي هم كړي.
[color=darkred:d4bef64e25]حليمي صيب[/color:d4bef64e25] د پورتني موضوع په باره كي چه كوم معلومات ما راټول كړي شول [[[[ زما د ذكر كړي شوي بريښناليك جوابونه د علماء لخوا + د ملګرو لخوا راته راليږل شوي معلومات او هغه معلومات چه ما په خپله د څو كتابونو د لټولو څخه ورسته لاس ته راوړي ]]]] هغه ۲۳ صفحي دي او اكثريت يي په عربي دي او ما كوشش وكړو چه د هغي خلاصه په پښتو كې د لوستونكو د لوست لپاره وړاندي كړم نو [color=white:d4bef64e25]زما تيره ليكنه د كومي مشخصي ليكني ژباړه نه ده بلكي د مختلفو علماء او ليكوالانو د ليكونو خلاصه ده. چه د هغوي څخه يو سليمان هم دي[/color:d4bef64e25] او زه په دي هم اقرار كوم چه هغه بريښناليكونه چه زما د بريښناليك په جواب كې ماته رليږل شوي تقريباَ د اكثرو نظر د سليمان د نظر سره مخالفت نه لرلو خو فقط په لهجه كې يي فرق وه.
[color=darkred:d4bef64e25]حليمي صيب [/color:d4bef64e25]ورستي يادونه درته دا كوم چه په عربي كي د نر او ښځي لپاره ضماير مختلف دي.

[color=white:d4bef64e25]نقاد صيب [/color:d4bef64e25]په ورستي ليكنه كي مو چه كومي پوښتني كړي همدي ته ورته پوښتني ما د بعض علماء څخه كړي خو جواب راته نه دي په لاس راغلي او زه اوس كولي شم چه تاسي ته د بعض علماء بريښناليكونه وړاندي كړم او تاسي ورسره په خپله مستقيماَ تماس وه نيسي.او [color=brown:d4bef64e25]د ادام او حوا د جنت څخه د ايستو كوم سبب چه تاسي په ګوته كړي هيڅ كوم صحت نه لري هيله لرم چه د قرآن كريم اياتونو ته رجوع وكړي چه ترڅو د موضوع په حقيقت پوه شي.[/color:d4bef64e25]د بعض علماء او دعاتو د بريښناليكونو ادرسونه:

=========
مشرف / موقع عبدالعزيز بن باز ahmad@ibnbaz.org.sa

الشيخ / محمد المختار الشنقيطي webmaster@shankeety.com

الشيخ سلمان بن فهد العودة salman@aloadah.com

الشيخ / عائض بن عبدالله القرني AAlqarni@al-islam.com

الشيخ / سليمان بن ناصر العلوان snallwan@hotmail.com

الشيخ / علي بن خضير الخضير khodair_site@hotmail.com

الشيخ / عبدالرحمن عبدالخالق supervisor@salafi.net

الشيخ محمد بن حمود النجدي alathry@alathry.net

الشيخ عثمان الخميس almanhaj@almanhaj.com

الشيخ / محمد المنجد questions@islam-qa.com

الشيخ / سعد البريك sogian@hotmail.com

الشيخ / موسي بن حسن ميان almyyan@al-islam.com

الشيخ / محمد الدويش dweesh@dweesh.com

الشيخ / مازن الفريح mazen@sheikh-mazen.net

الشيخ / عبد الرحمن بن محمد الهرفي a_alharfi@hotmail.com

الشيخ / حامد بن عبدالله العلي hamed_alali@yahoo.com

الشيخ / نشأت بن أحمد nashatnet@ayna.com

الشيخ / فيصل مولوي fatawa@mawlawi.net

الدكتور / صلاح صالح الراشد salah@alrashed.net

الدكتور / مازن مطبقاني mazen_mutabagani@hotmail.com

الدكتور / طارق السويدان tareq_suwaidan@hotmail.com

الشيخ الدكتور/ جعفر شيخ إدريس a@jaafaridris.com

الشيخ الدكتور/ فالح بن محمد الصغير falehmalsgair@yahoo.com

الأستاذ / عصام العطار alattar-web@ifrance.com

الدكتور / فاروق الدسوقي ask@aldesouky.com.kg

الشيخ / ناصر الفهد alssalaf@yahoo.com

الشيخ / عبدالمحسن بن ناصر العبيكان al-obikan@maktoob.com

الشيخ الدكتور / محمد بن حسين الجيزاني maljezane@hotmail.com

الشيخ / محمد بن عبد الرحمن العريفي Arefy@hotmail.com

الداعية / قيس ال***ي a1kkaa@aol.com

الشيخ / عبدالكريم الغضية gdyyah@yahoo.com

الشيخ / سعد بن سعيد الحجري hjry@naseej.com

عبدالله بن سليمان الحبيشي alhobieshi@hotmail.com

الأستاذ / عصام العطار alattar-web@ifrance.com

الدكتور / فاروق الدسوقي ask@aldesouky.com.kg

الشيخ / ناصر الفهد alssalaf@yahoo.com

الشيخ / عبدالمحسن بن ناصر العبيكان al-obikan@maktoob.com

الشيخ الدكتور / محمد بن حسين الجيزاني maljezane@hotmail.com

الشيخ / محمد المختار الشنقيطي webmaster@shankeety.com

الشيخ سلمان بن فهد العودة salman@aloadah.com

الشيخ / عائض بن عبدالله القرني AAlqarni@al-islam.com

الشيخ / سليمان بن ناصر العلوان snallwan@hotmail.com

الشيخ / علي بن خضير الخضير khodair_site@hotmail.com

الشيخ / عبدالرحمن عبدالخالق supervisor@salafi.net

الشيخ محمد بن حمود النجدي alathry@alathry.net

الشيخ عثمان الخميس almanhaj@almanhaj.com

الشيخ / محمد المنجد questions@islam-qa.com

الشيخ / سعد البريك sogian@hotmail.com

الشيخ / موسي بن حسن ميان almyyan@al-islam.com

الشيخ / محمد الدويش dweesh@dweesh.com

الشيخ / مازن الفريح mazen@sheikh-mazen.net

الشيخ / عبد الرحمن بن محمد الهرفي a_alharfi@hotmail.com

الشيخ / حامد بن عبدالله العلي hamed_alali@yahoo.com

الشيخ / نشأت بن أحمد nashatnet@ayna.com

الشيخ / فيصل مولوي fatawa@mawlawi.net

الدكتور / صلاح صالح الراشد salah@alrashed.net

الدكتور / مازن مطبقاني mazen_mutabagani@hotmail.com

الدكتور / طارق السويدان tareq_suwaidan@hotmail.com

الشيخ الدكتور/ جعفر شيخ إدريس a@jaafaridris.com

الشيخ الدكتور/ فالح بن محمد الصغير falehmalsgair@yahoo.com

الأستاذ / عصام العطار alattar-web@ifrance.com

الدكتور / فاروق الدسوقي ask@aldesouky.com.kg

الشيخ / ناصر الفهد alssalaf@yahoo.com

الشيخ / عبدالمحسن بن ناصر العبيكان al-obikan@maktoob.com

الشيخ الدكتور / محمد بن حسين الجيزاني maljezane@hotmail.com

الشيخ / محمد بن عبد الرحمن العريفي Arefy@hotmail.com

الداعية / قيس ال***ي a1kkaa@aol.com

الشيخ / عبدالكريم الغضية gdyyah@yahoo.com

الشيخ / سعد بن سعيد الحجري hjry@naseej.com

عبدالله بن سليمان الحبيشي alhobieshi@hotmail.com
==================
ستاسي د بري په هيله

يوسف څاروان



ع کريم حليمي
11.08.2005

درنو او مکرمو نقادصاحب ،ځاروان صاحب سلام !
د جنت عمله او فعاله عبارت دي د غلمان ،ازواج مطهّره ،حور ،حور العين ٠
دغه ټوله د هغه جمال خاونداي او خاوندان دي ٠ چه موږ هيڅ تصور نه سوو کولي
د دنيا ښايست او د جنت ښايست دومره فرق لري ٠ چه تعريف ئې نه سي کېدالي
امکان نسته ٠ الله داسي فرمايي چه :
بسمه تعالی -حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ -فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ - لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ -فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ -مُتَّكِئِينَ عَلَى رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِيٍّ حِسَانٍ -
فَبِأَيِّ آلَاء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ - تَبَارَكَ اسْمُ رَبِّكَ ذِي الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ ٠
اخيره د سورت الرحمان ٠
داهغه سورت دۍ چه الله ئې په جنت کښي پخپله جنتيانو ته قرات کوي ٠
هو موږ ئې تحت الفظي ترجمه کوو اما تصور ئې نشي کېدای ٠ ولي چه زمونږ په فکر کښي خاطرې نه لرو ٠ يا په بل عبارت زمونږ سره ئې مثال نشته ٠ هغه څه موږ تصور کولی سوو چه موږئې مثال ليدلۍ وي ٠

او نوخبره د ښځو ده چه رايتكن اكثر اهل النار
رايتكن معنا (په سترګه مي سوې ) اکثره اهل النار
مطلب داسو چه اکثر ښځي په دوږخ کښي ما ليدې ٠
مبارک صاديق او امين دۍ ٠په هره خبره ،عمل کښي٠ او داصفت ئې تر رسالت دمخه هم درلودۍ ٠ دلته حکمت د الله دۍ ٠ هغه څه مبارک ليدل چه الله په ليدل ٠
او هغه څه ورښودل چه الله غوښتله ٠
معراج ته ئې د دې له پاره ورغوښتي وو ٠ چه علم يقين ، اصول تدريس ورته ورکړي
داسي وخت وو چه مبارک ذکات ټولولۍ يا جمع کاوه ٠ نو پر ښځو ئې هم په مسجد
کښي ږغ کۍ (اې ښځو توبې کاږۍ يا توبه وکړۍ(استغفار ،طلب المغفرت )په دوږخ کښي اکثره ښځي ما وليدې ٠ ورکړي ذکات٠ يوئ ښځي ورته وويل چه مالنا ٠ مبارک ورته وويل چه ښکنځل ډير کوۍ )
او ناشکره ياست ٠ يعني چه مېړه هرڅه درکړي ٠ صبا ئې نه منۍ ٠
په دغه وخت کښي داسي ښځي هم وې چه ذکات پر کېدۍ ٠ او ډيري پوښتني ورته
پيدا سوې ٠ لکه ذکات ورکول و مېړه ته ٠ يعني داسي سرمايداريه داري ښځي وې
چه پخوا ئې ذکاتونه پردوخلګو يا ښځوته ور کول ٠
نو ښځوته فکرونه ورپيداسوه ٠ ښه داسي خبره ده بايد چه ښځه دميړه احترام متقابل
وکړي ٠ او په دغه وخت کښي ښځي د مديني ډير جابيري وې پر سړيو ٠ او د مکې بيا سړي ډيرجابيره وه پر ښځو ٠ نو کله چه د مکې ښځي راغلي وې مدينې ته نود مدينې
د ښځو خوۍ ئې اخستۍ ٠ چه داړه غلط وه ٠ بايد يوپر بل جابيره نوي ٠ احترام بايد متقابل وي
نوچه فکر دمړو ورپيداسوو ٠ نوعليه السلام کره ښځي ورغلې د پوښتونو د پاره
مبارکه زموږمراوپلار دي تر تاسو قربان سي ٠ موږ ښځي کولي سو يعني اجازه ده
چه خپل ذکات مړو ته وکړو ٠ مبارک وفرمايل چه هو ٠ اول حق د مېړه دۍ چه ذکات
ورکړي ٠
د مبارک سنت داسي دي ٠ فرمايي
که چا درې جمعې لمنځ پرېښاوه ٠ نو نه دۍ معلوم چه مسلمان دۍ که عيسوی
مسلمان درواغجن کېدای نه شي ٠ يعني دروجن کافر دۍ
دا ټوله زجري احايث دي ٠ چه انسان اشد متوجع کوي خپلو اعمالو ته ٠

دوهم زموږ ښځي به په جنت کښي په زرهاوو واره ښايسته وي ترحورو او زموږ ښځي به ملکې وي د ټولو حورو ٠ او د نارينه وو ښايست به هم په زرهاوو واره
نور وي تر غلمانو ٠ ولي چه هرڅه چه الله پيداکړي ٠ د انسان د پاره دي ٠
اود انسان لپاره پيدا دي ٠ انسان د جنت دپاره ندۍ پيدا ، جنت د انسان لپاره پيدا
داشمند نقاد صاحب پښتي چه :[quote:5b4e70603e]هلته خو مينه د اوﻻد د راوړلو له پاره نه وي، نو شهواني مينه يواځې د خوند له پاره کيږي ، نو که انزال نه وي نو شهواني مينه څنګه امکان لري؟ که وي نو دانزال مواد د چټليو سبب نه ګرځي؟ او که نا، په جنت کې مينه روحي او حتی روحاني شکل لري او شهوانيت په جنت کې هيڅ ځای نه لري ! [/quote:5b4e70603e]
داسي خبره ده چه موږ يواي دغه د دنيا بايالوجي او کمسټري پېږنو
اما د جنت بايالوجي فرق لري ٠
لکه دنياچه يو ګرين هاوس دۍgreenhouse ٠ او په recycle چليږي
نوجنت بيا دغسي greenhouse او recycle نه دۍ زموږ فکر يوازي
دغه دنيوي پوه پيدا کړې ده ٠ تر څو چه هلته ورنسوو فکر کول ئې ممکن نه دي
څه فکر کوۍ چهاصلأبه ددې دنيا ژوند يو خوب وي ٠ د ويښي ژوند به هلته وي ؟؟؟


نقاد
13.08.2005

[quote:e1e7b7fb52]څه فکر کوۍ چه اصلأبه ددې دنيا ژوند يو خوب وي ٠ د ويښي ژوند به هلته وي ؟؟؟
_________________[/quote:e1e7b7fb52]

محترم آستاد حليمي صاحب او درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
په هر صورت د خوب يا ویده کيدلو پيښه په بله دنيا کې نشته ، جنت څه چې په دوزخ کې هم څوک خوب نه پيژني، دا ځکه چې دانرژني اخيستل اوله ﻻسه ورکول
به په جنت کې نه وي ، نو ستړيا او دمه يا خوب کول به هم نه وي.
خو ستاسې مطلب يوه پرتله ده چې ددنيا ژوند د جنت په نسبت يو خوب دی او د
ار وا اصلي ويښ او بيدار ژوند په جنت کې پيل کيږي .
که داسې وي نو د اروا د خوب زانګو يعنې د انسان بدن ته به هم هلته اړتيا نه وي، نو فکر نه کيږي چې په بله دنيا کې دې بيا هم مادي او بدني ژوند موجود وي ، هر څه چې وي روحي به وي ځکه خو اوس همدغسې چې پخپله روح نشي تصور کيدای او څوګ يې نه پيژني ، په جنت يا دوزخ کې روحي ژوند هم څوک دلته نشي تصور کولای . ... نور لري . په درنښت !


نقاد
13.08.2005

[quote:1a96d35e34]څه فکر کوۍ چه اصلأبه ددې دنيا ژوند يو خوب وي ٠ د ويښي ژوند به هلته وي ؟؟؟
_________________[/quote:1a96d35e34]

محترم آستاد حليمي صاحب او درنو لوستونکو السلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
پورتنۍ پوښتنه که څه هم مذهبي سرچينه او بنسټ لري خو اند ، فکر يا او سوچ ته راجع ده ، نه مذهب ته، نو د اندنې نيلی په ازاد ځغلیدایشي .
د خوب يا ویده کيدلو پيښه خو په بله دنيا کې له سره نشته ، جنت څه چې په دوزخ کې هم څوک خوب نه پيژني، دا ځکه چې دانرژني اخيستل اوله ﻻسه ورکول
به په جنت کې نه وي ، نو ستړيا او دمه يا خوب کول به هم نه وي.
خو ستاسې مطلب يوه پرتله ده چې ددنيا ژوند د جنت په نسبت يو خوب دی او د
ار وا اصلي ويښ او بيدار ژوند په جنت کې پيل کيږي .
که داسې وي نو د اروا د خوب زانګو يعنې د انسان بدن ته به هم هلته اړتيا نه وي، نو فکر نه کيږي چې په بله دنيا کې دې بيا هم مادي او بدني ژوند موجود وي ، هر څه چې وي روحي به وي ځکه خو اوس همدغسې چې پخپله روح نشي تصور کيدای او څوګ يې نه پيژني ، په جنت يا دوزخ کې روحي ژوند هم څوک دلته نشي تصور کولای .
اسلام وايي چې روح د انسان له مادي او بدني زيږيدو مخکې موجود و، که هغه وخت کې ويښ نه و، نو له مرګ وروسته به يې د روايښيدو علت له منځمهاله او لنډمهاله دنياوي ژوند پرته بل شی نه وي ، که څه هم دلته يې حالت يو ﻻ ژور خوب و. کيدای شي په همدغه مادي بدني زانګو کې د دنيايي ژوند خوب دومره ژور وي چې نور د خوب د ختميدلو سبب ګرځي او دتل ه پاره له مرګه وروسته سخته رابيداريږي ؟ په دې صورت کې ښايي ددنيانيک عمله نيکمرغه ژوند د يوې تلپاتې خاطرې په توګه په دوهم ، روحي، ژوند کې د هغه پر کيفيت باندې د يو ضريب په توګه اغيز غورځوي، او دبد عمله او بدمرغه ژوند ټولګه هم له مرګه وروسته ژوندانه کې د يو منفي ضريب په توګه اغيز غورځوي او له همدغو زيات مثبت ضريب د جنتي حالت او زيات منفي ضريب د دوزخي حالت تضمين کوونکی اوسي . دا نظر به د بودايي مذهب د ښونې سره سم دنيوي ژوند صرف له مرګه وروسته د دوهم ژوندانه د پياوړ تيا له پاره رامنځته شوی بولي . تو پير به يې دا وي چې بوديزم د دنيا په څوځليزه ژوند باور لري خو اسلام بيا ددنيا ژوند يو ځليزه
پيښه بولي او بس . په درنښت



ع کريم حليمي
14.08.2005

دانشمنداو متفکر نقادصاحب السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
بحث تاسو ډير شېرين کړي ٠ او داسي ليکۍ چه :
[quote:18cbb4cef8]که داسې وي نو د اروا د خوب زانګو يعنې د انسان بدن ته به هم هلته اړتيا نه وي، نو فکر نه کيږي چې په بله دنيا کې دې بيا هم مادي او بدني ژوند موجود وي ، هر څه چې وي روحي به وي ځکه خو اوس همدغسې چې پخپله روح نشي تصور کيدای او څوګ يې نه پيژني ، په جنت يا دوزخ کې روحي ژوند هم څوک دلته نشي تصور کولای . [/quote:18cbb4cef8]
يعني دوه طرفه سته چه دنيا او عقبا
نو کله چه دوطرفه وي ٠ يوه فورمولا داسي جوړه سي چه دواره طرفه د مساوات مساوي وي ٠ دنيا موجسمي فرض کړې او عقبا مو روحي ٠ داسي فرضيه په اخير کښي غلط جواب راباسي ٠
که نړي جسمي وي ٠ نوعقبا بايد جسي وي ٠
او که داسي فرضيه کښېږدو چه نړۍ هم اصلأ روحي ده ٠ ورح موږ ته داسي تصور راکوي چه جسم دۍ نن باران دۍ پرون ګرمي وه زه دروند سوم ٠نن ستړئ سوم
او که دنيا جسمي وي نو ولي بيا عقبا جسمي نه ده ٠
ليکنه ستاسو ډيره عظيمه ده ٠ اوس دپاره به ئې دغه اړخ ستاسوسره وځېړم
په احترام
٠


نقاد
14.08.2005

[quote:012e8f78df="عبدالکريم حليمي"]يعني دوه طرفه سته چه دنيا او عقبا
نو کله چه دوطرفه وي ٠ يوه فورمولا داسي جوړه سي چه دواره طرفه د مساوات مساوي وي ٠ دنيا موجسمي فرض کړې او عقبا مو روحي ٠ داسي فرضيه په اخير کښي غلط جواب راباسي ٠ که نړي جسمي وي ٠ نوعقباهم بايد جسمي وي ٠
او که بر عکس داسي فرضيه کښېږدو چه نړۍ هم اصلأ روحي ده ٠ اوروح موږ ته داسي تصور راکوي چه دا جسم دۍ ،نن باران دۍ، پرون ګرمي وه ، زه دروند سوم ٠نن ستړئ سوم ...
او که دنيا جسمي وي نو ولي بيا عقبا جسمي نه ده ٠ ليکنه ستاسو ډيره عظيمه ده ٠ اوس دپاره به ئې دغه اړخ ستاسوسره وځېړم .
په احترام ٠[/quote:012e8f78df]
دروند او محترم استاد حليمي صاحب او ګرانو لوستونکو السلام عليکم ورحمت الله و برکاته !
ستاسو د صائب اندتوګې په ليکه بحث فلسفي رنګ + خوند = بڼه خپلوي ، چې غزول يې اړين دي، خو بحث د عقبی او دنياله مذهبي دواليزم څخه د رامنځته شوي روح او بدن د دواليزم پر سر پيل شوی او څرخي ، کوم دواليزم چې په رښتيا سره په اساسي فلسفي مکتبونو کې نشته او د نړۍ وحدت فرضوي !
خو که فلسفه د مذهب يا مذهب د فلسې پيښې وکړي نو دواړه د دنيا پر معنوي يا روحي وحدت منجر کيږي! ايدياليزم د فلسفي مکتب په توګه عيني نړۍ روحي ( افلاطون) يا معنوي ( هيګل) بولي ، لومړنی مادي نړۍ د روحي نړۍ يا عيني مفکورو سيوری يا تش تصويرونه بولي ، او رسا پيژندنه (معرفت) د انسان له پاره د دغو مادي او ورځني سيورو او تصويرونو تر شا د نوموړو ايدياو او عيني مفکورو پيژندل دي . افلاطون باور درلود چې روح دانسان تر زيږېدني مخکې په عيني نړۍ کې نوموړې مفکورې په ارثي ډول درلودې ، تر زيږيدنې وروسته يې د ليدنو کتنو ، پيښو او تجربو په ترڅ کې ددغو تصويرونو پواسطه هغه ايديا وې بيرته را په ياديږي، نو د معرفت پروسه اروا ته د دغه بيرته راياديدلو پرته بل شی نه دی . د ادندې او فکر کولو بهير هم له ځانه سره داروا خبرې دي ، چې د يوې عيني ايديا په لټه کې يې د سړي روح له ځانه سره کوي .
په هر صورت په عيني اوذهني ايدياليزم دواړو کې د نړۍ وحدت معنوي دی او مادي دنيا د هغې پورې تړلې او له هغې څخه يې اشتقاق موندلی دی. ستاسو طرحه په عيني او ذهني ادياليزم دواړو کې ځای موندلی شي چې هم عقبا او هم دنيا دواړه
روحي بولئ ياو بولی او دا دنيا په تصور کې د روح د فعاليت نتيجه لکه د ويده روح خوبونه فرض کړئ ، کوم روح چې په عقبی کې بيرته ويښ او ښايې په ويښهﻻ ښه او لوړ تصورات لکه جنت او د جنت باغونه عيش و نوش او مزې خوندونه تخليق کاندي ؟
خو اچې دوزخ د روح عذاب دی نو روح به يې ولې تخليقوي ، ددې پيوند وراچولی و چې روح که په دنيايې ژوند کې څه تخليق کړي وي او که پرې له تخليق
پرته پرې تودې سړې ښې او بدې شپېدواړه تيرې شوېوي، نو کيدای شي که د چاد نيکې تله (پيمانه) پر بدۍ درنده وي يواځې ښه او خوندور تصورات له نړۍ څخه عقبی ته وړي، خو که برعکس بدي يې درنده وخيژي، بد او ناوړه خاطرات له ځانه سره وړي ، او له دوې څخه دوزخ او له هغوی څخه جنت جوړيږي . يعنې سپک ختلي اعمال او اړونده تصورات ، اړونده بدبخت او نيکبخت حالت له روح څخه هيريږي . کهد بيا بيا ژوندي کيدو يا Reinckernation تيوري هم ورسره وتړو ، د بيا بيا زيږيدو د نامحدودې لړۍ په نتيجه کې د سترو جنتي تصوراتو او سختو
تعذيبي دوزخونو رامنځته کيدل ترې شوني بريښي. والسلام



ع کريم حليمي
15.08.2005

ډير زرنګ او پتمن نقاد صاحب او ګرانو لوستونکو السلام عليکم ورحمه الله و برکاته !
دا د اروا يا روح خبره په مصر کښي راپيدا سوې ده او په مفهوم ئې نه پوهېدل نو سا
يا تنفس ئې بللۍ ٠ دا په منځنۍ دوره کښي antiquity
نو دا د Reincarnation او transmigration فکر ډير د پخواڅخه انسان لري ٠
حال داچه مصر په هغه وخت کښي sophisticated (لوړ فکره )نه وه ٠ او روح ته ئې
نوم نه درلود ٠ او نن ورځ موږنوم ورته لرو٠ بيا هم راته مجهول دۍ ٠
کله چه sophisticated نبيان ،انبيا راغله ٠ په لږ تغير ئې بل نوې خبر راوړۍ ٠
چه نوۍ د عقبی ژوند سته ٠ او transmigration ئې تصديق کړي ٠ او د Reincarnation نظر او عقيده ئې غلطه ونلل ٠ ولي غلطه ؟؟
که چيري داسي وي چه روح پسله مرګه بيا په بل جسد ننوتلی نو بياد نړۍ نفوس نه ډېرېدۍ ٠ يو وخت يو انسان وو هغه دوه سوه بيا نو کيداسي ،چه شل اولاده ئې پېداکړي وي ،هغه شل ممکن پنځوس سوي وي ، ممکن ده چه د امراضو په سبب لږ شوي وي خو په هرحال بياهم ورځ په ورځ انسان ډېرېږي٠
کهReincarnation وي نود ډېرودو امکان نسته ٠ يو بايدمړ شي او بل بيا پيداسي ٠ داچه افلاطون داسي فکر کاوه ياباور ئېدرلودۍ چه :
[quote:28b2e6fa84]افلاطون باور درلود چې روح دانسان تر زيږېدني مخکې په عيني نړۍ کې نوموړې مفکورې په ارثي ډول درلودې ، تر زيږيدنې وروسته يې د ليدنو کتنو ، پيښو او تجربو په ترڅ کې ددغو تصويرونو پواسطه هغه ايديا وې بيرته را په ياديږي، نو د معرفت پروسه اروا ته د دغه بيرته راياديدلو پرته بل شی نه دی . د ادندې او فکر کولو بهير هم له ځانه سره داروا خبرې دي ، چې د يوې عيني ايديا په لټه کې يې د سړي روح له ځانه سره کوي . [/quote:28b2e6fa84]
اوس يانن انسان د دوو مجهولو سره مخامخ دۍ يواخيرت او بل روح
روح خو انبياوو هم نه پېږندلۍ ٠ او دوهم جهان يا دار الاخرت ئې پېږندلۍ ٠
دوهم ژوند نه چه د محمدص باور بلکي د مليونو کلونو باور دۍ د انسان د پاره

زمونږ انسانانوته لو معمی د روح ده !
1 - روح دۍ چه انسان ئې ژوندی ساتلې ؟؟
2- احساس دروح کاردۍ که دجسم ؟؟
3 -روح په هر حجره ،سلول کښي سته او که تقسيم دۍ ؟؟
4 -د اورعذاب په جسم اړه لري که په روح ؟؟؟
که روح ژوند وي ٠ خو داسي ډير پېښ شوي چه يوه عصبي nervous د انسان په مغز کښي قطعه سي او د انسان څخه نبات جوړ سي٠ لويږي غټيږي زړيږي ټول نباتي اوصاف ئې پرځای او انساني د حيات صفات ئې نه وي ترې ورک شي

[quote:28b2e6fa84]روحي بولئ ياو بولی او دا دنيا په تصور کې د روح د فعاليت نتيجه لکه د ويده روح خوبونه فرض کړئ ، کوم روح چې په عقبی کې بيرته ويښ او ښايې په ويښهﻻ ښه او لوړ تصورات لکه جنت او د جنت باغونه عيش و نوش او مزې خوندونه تخليق کاندي ؟ [/quote:28b2e6fa84]

زه هم همدغسي فکر کوم او باور نه پر لرم ٠

او افلاطون او امثال ئې چه کوم فکرونه درلوده ٠ دلوستلودي اومقنع ندي satisfied


نقاد
17.08.2005

درونداستاد حليمي صاحب اسلام عليکم و رحمت الله و برکاته ! و اما بعد:
[quote:a034967b26]زمونږ انسانانوته لويه معمی د روح ده !
1 - روح دۍ چه انسان ئې ژوندی ساتلې ؟؟
2- احساس دروح کاردۍ که دجسم ؟؟
3 -روح په هر حجره ،سلول کښي سته او که تقسيم دۍ ؟؟
4 -د اورعذاب په جسم اړه لري که په روح ؟؟؟
که روح ژوند وي ٠ خو داسي ډير پېښ شوي چه يوه عصبي nervous د انسان په مغز کښي قطعه سي او د انسان څخه نبات جوړ سي٠ لويږي غټيږي زړيږي ټول نباتي اوصاف ئې پرځای او انساني د حيات صفات ئې نه وي ، ترې ورک شي [/quote:a034967b26]
١ـ روح چې هر څه وي خلک يې د ژوند ځواک ته وايي . نو ٢ـ احساس ، ادراک ، تصور، هياجانات او نور ټول د روح پورې تړي، ٣ په هره حجره کې يې موجوديت د مرکز د څانګې په توګه مني ، که له مرکز څخه يې تړاو پرې (قطع) شي ، ژوند له ﻻسه ورکوي ، مګر داچې يو حجروي ژوی وي او بسيط ترين روح يا ژوند يې په داخل کې مرکز ولري . ٥ـ څنګه چې حسيات او دردونه ټول د روح کار دی، د جسم
پورې اړه نه لري که نه بي روحه مړ جسد به هم حس درلودلی شوای .
د روح مرکزي ناستون يا تخت د اعصابو او دماغ مرکز انګيرل کيږي .
[quote:a034967b26] دا دنيا په تصور کې د روح د فعاليت نتيجه لکه د ويده روح خوبونه فرض کړئ ، کوم روح چې په عقبی کې بيرته ويښ او ښايې په ويښهﻻ ښه او لوړ تصورات لکه جنت او د جنت باغونه عيش و نوش او مزې خوندونه تخليق کاندي ؟ [/quote:a034967b26]
هو، دا يوه ﻻينحل پوښتنه يا فرضيه ده ، چې د نړۍ شتون او وحدت صرف ذهني بولي . ارواحان بيا يواځيني موجودات او تر ټولو ستر روح خلق کړي دي ، چې عيني يا مادي نړۍ ته نه اړتيا لرياونه يې شتون تصور کولی شي. والله اعلم !

[quote:a034967b26]او افلاطون او امثال ئې چه کوم فکرونه درلوده ٠ دلوستلودي اومقنع ندي [/quote:a034967b26]
افلاطون د تفکر ، عقل ، تجربې ، تعميم ، مفکورې او نورو اوڅارنو تحليل کاوه . روح او د روح انتقال يې له يوه څخه بل بدن ته له هندي مذهبي فلسفې څخه اخيستی و. نوموړی وايي : روح د ارواحانو په دنيا کې ، چې تاسو ورته د اروا حانو ويښه دنيا يا د ويښو اوا حانو دنيا واياست، ډير مفاهيم او مفکورې درلودلې ،
کله چې د انسان بدن ته داخل سي، هغه ټول مفاهم او مفکورې ترې هيرې شي.
په ژوندانه کې د مفکورو او مفاهيمو سيوري ويني او هفاهيم ورته ورو ورو بيرته را ياديږي . د ثاري په توګه :
مونږ ا يو ماشوم ميز هيڅکله نه دی ليدلی ، کله چې يو ميز وينو ، بل ميز و ينو او بل بل ميز ډير ميزونه وينو، د ميزمفهوم او مفکوره رايديږي او بشپړيږي ، خو يو ميز هم د نوموړي مفهوم او مفکورې ره کټ مټ مطابقت نه لري . او هيڅ ميز د بل سره کټ مټ يو ي نه بريښي، دا ټول توپيرونه د هر مشخص ميز او د مفهوم تر منځ توپيرښيي ، چې البته هيڅکله دا فرق له منځه نه ځي. ميزونه مات شي ، ويوزي ، ورک شي بيا جوړ شي زاړه اوله منځه ﻻړ شي ، خو د ميز مفکوره يا مفهوم تل بي تغيره ثابت او پر يو حال پاتې کبږي ، له دې څخه افلاطون دا نتيجه اخلي چې مفاهيم تل پا يي ، تل شته ، وو اوهيڅکه له منځه نځي ، تر ميزونو ، انسانانو ، ژويو او جمادتو مخکې ددوی مفکورې او مفاهيم موجود وو او وروسته ترې هم لکه چې وينو موجود دي . پس لوړ انسان هغه دی چې لوړترن اوجامعترين او مفاهيم او مفکورې لري ، او هغه دده ه فکر فيلسوف دی ، چې ده په اند بايد له نورو انانانو څخه لوړ مقام او مسوليت ولري . ددولت مشر بايد ځکه تل يو فيلسوف واوسي .
والسلام .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more