د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

[u]خوشې شوي افغانان د امريکايي زندان د ناورين کيسې کوي[/u]

هميم
26.07.2005

خوشې شوي افغانان د امريکايي زندان د ناورين کيسې کوي
کېټ کلارک، په افغانستان کې د بي بي سي د نړيوال سروېس خبرياله
جولاى ٢١مه، ٢٠٠٥
ژباړونکى: محمد يونس برهان

'' په لومړي سر کې دوى زموږ ټولې جامې وايستلې او راته ويې ويل چې ودرېږو. کله چې دوى له ما څخه پوښتنې ګروېږنې کولې زه بربنډ وم.'' حاجي ميرزا محمد له خپل کور څخه د ٢٠٠٤ کال په منې کې له طالبانو سره د کار کولو په تور ونيول شو٠
هغه د امريکا په مشرۍ څېرمه پوځې اډې ته، چې د هېواد په سوېل ختيځ کې په ګردېز کې وه، يووړل شو.
هغه وويل: ''د څلورو ورځو لپاره يې زما لاسونه زما له شا وتړل، ډوډۍ يې نه راکوله او زه يې نه پرېښودم چې وېده شم.''
د حاجي مېرزا د سترګو لېدلى حال د هغو نويو ګڼو تورونو برخه ده، چې په افغانستان کې د ائتلافي ځواکونو د اډو په اړه دي.
پخوا هم د ائتلاف له بنديخانو څخه خوشي شويو کسانو بي بي سي ته ويلي وو، چې دوى خوب ته نه پرېښودل کېدل، خواړه نه ورکول کېدل، تر سخت دباو (فشار) لاندې نيول کېدل او ډبول کېدل به.
له امريکايي ځواکونو سره يوه پخواني ژباړن ويلي و، چې هغه خپله لېدلي و، چې پوښتونکيو بنديانو ته له اوبو ورکولو څخه ډډه کوله او هغوى ته يې جنسي ځورونه ورکوله تر څو هغوى زهير کړي.
د امريکا د پوځ يوه وياند وويل، چې هغه د ناسم چلند راپورونه نه شي ردولاى، خو بيا هم د ناوړه چلند تورونه په جدي توګه نېول کېږي.
سږ کال د اپريل په وروستيو کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي، شريف بسيومي چې دى دې هېواد ته وروستى نماينده شو، خپله دنده له لاسه ورکړه. د حقوفو دغه پروفيسور، چې د نوبل د سولې جايزې ته کانديد دى، بي بي سي ته وويل، چې د هغه په باور هغه خپله دنده وروسته له هغه له لاسه ورکړه، چې په افغانستان کې يې د امريکا د بنديانو په ساتنځايونو باندې نيوکه وکړه.
امريکايي چارواکو ويلي، چې د هېواد د بشري حقونو وضعه اوس ښه شوې ده.

'موږ به دې ووژنو'
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون پر وينا، د ائتلاف په دوو لويو بنديخانو، په بګرام او کندهار، کې حالات په دا وروستيو مياشتو کې ښه شوي، خو کميسون ته لا هم د لنډمهالو بنديخانو چې د امريکا په پوځي اډو کې، لکه په ګردېز کې، چې حاجي ميرزا پکې نېول شوى و،شکايتونه رسېږي.

د ګردېز له اډې څخه يو بل راخوشې شوي بندي، جنت ګل، وويل چې هغه په زور دېته اړ شوى و، چې د کوټې په منځ کې چې څلور، پنځه امريکايي پوښتونکې ترې راچاپېر ول، په ګونډو کېني٠ هغه وايي، ''هغوى راته وويل، چې 'پر خپلو پښو مه کېنه، هاخوا مه ګوره.' هغوى زه وهلم، ماته يې بد شيان ويل. دوى ماته امر وکړ، چې تر سهاره په ګونډو پاتې شم. ما درې شپې بې خوبه تېرې کړې او بيا په اخېره شپه زه ترسهاره په ګوڼدو وم.''
جنت ګل وايي هغه په سوکانو او لغتو وهل کېده، او يو ځل ورته وويل شول، چې دراز پرېوځي.
هغه وايي: '' هغوى زه تر غاړې کلک ونېولم او راته ويې ويل چې، 'که ته په هغه څه چې کړي دې دي اقرار و نه کړې، موږ به دې ووژنو'٠ ''
په داسې حال کې، چې جنت ګل هغه څه بيانول، چې پرې تېر شوي وو، هغه د دري خبرو په منځ کې د ځينو انګريزي جملو يادونه وکړه چې په ياد يې ساتلي وو. له هغو څخه يوه ، ''خپل لاسونه پاس ونيسه'' (Put your arms up.) او بله يې، ''**** دې بنده کړه'' (Shut the **** up.) وې.

هغه خپل شخ پوټکې لاسونه وښودل او ويې ويل: '' زه يو بزګر يم٠'' '' زه د القاعده غړى نه يم. له امريکايانو نه پوښتنه وکړۍ، ولې يې زه شپاړس مياشتې نېولى وم. کله چې يې خوشى کړم، يواځې يې راته وويل، 'موږ ډېره بښنه غواړو.' دوى بس همدومره وويل. که چېرته د بشر د حقونو په نامه څه شى وي، نو زه غواړم د خپلو حقوقو غوښتنه وکړم. ''

يو بل افغان، چې د امريکا په پياده اډو کې يې د پوښتنو ګروېږنو د کړندود په اړه د تورونو خبره کړې، له امريکايي پوځيانو سره يو پخوانى ژباړن دى.

په دې تېرو وختونو کې نژدې ٢٠٠ بنديان له بګرام څخه خوشې شوې دي .

وحيد الله، چې رښتينى نوم يې بل څه دى، د سوېلي امريکا دانګرېزي په ګړدود خبرې کوي، چې ده له هغو سرتېرو زده کړې چې کار يې ورسره کاوه.
هغه وايي ده لېدلي، چې که چېرې به بنديانو له خبرو کولو ډډه وکړه، هغوى ته به بېلابېلې سزاګانې ورکول کېدې. هغه وايي، '' بندېانو ته به ويل کېدل چې شپږ ساعته ودرېږي او يا به اړاېستل کېدل چې دوه په څلور متره کې لرګي باندې د دريو ساعتونه لپاره په ګونډو کېني او اوبه هم نه ورکول کېدې.''
وحيد الله زياته کړه، چې په کونړ کې د اسداباد په اډه کې يو بندي وروسته له هغه مړ شو، چې د څلورو ورځو پر موده اوبه ورنه کړل شوې.
دى وايي، '' هغه يو ځوان هلک و، هغه پياوړى و او درې ورځې يې د بنديانو په ساتنځي کې تېرې کړې. هغه وخت دى په يوه خټينه کوټه کې و، چې کړکۍ يې هم نه درلودې. '' وحيد وايي کله چې دى په بل سهار ورغى، هغه بندې يې ولېد چې په ځمکه غځېدلى دى، لاسونه يې لاهم تړلي دي او د خولې په شاوخوا يې ځګ دى. دى وايي، ''ما ساتونکې ته وويل چې هغه مړ دى، او هغه وويل، 'نه، هغه هسې پېښې کوي.' خو کله چې يې سړى وکوت هغه مړ و. دوى بيا ټولو خلکو ته وويل چې په هغه د زړه حمله راغلې وه. ''

انساني چلند
کله چې بي بي سي دا تورونه په افغانستان کې د امريکايي پوځ يوه وياند، ډګروال جيم يونتس، مخې ته کېښودل، هغه وويل دى نه پوهېږي که ''دغه شيان واقعاً پېښ شوي وي''، خو هغه زياته کړه، چې دى داسې معلومات هم نه لري چې وښيې داسې کارونه به شوي وي.
کله چې بيا پوښتنه ځينې وشوه، چې اياد تحقيقاتو په ترڅ کې د بنديانو له خوبه او خوراکه د منع کولو او دوى تر سخت فشار لاندې راوستلو اجازه شوې وه، وياند وويل چې هغه نه شي کولاى د پوښتنو ګروېږنو د بهير په جزئياتو خبرې وکړي.
ډګروال يونتس وويل، '' زه يواځې دومره ويلاى شم چې موږ له بنديانو سره په ناوړه چلند سترګې نه شو پټولاى، او لکه چې تا به لېدلي وي، چې کله تورونه رښتيا ختلي دي موږ وړ ګام اخيستى دى.''
او د دې مشخصي پوښتنې په ځواب کې چې له بنديانو څخه د سزا په ډول اوبه منع شوې وې، امريکايي وياند وويل، ''دا چې ايا موږ دوى ته خواړه او اوبه ورکول کنه، اصلي خبره داده چې موږ له دوى سره د انساني قانون پر بنسټ انساني چلند کړى دى٠'' هغه دا هم وويل، چې دا بايد په ياد وساتو چې په بند کې څوک دى.

هغه وايي، "" دوى عادي مجرمين نه دي، دوى د افغانانو او امريکايي سرتېرو په وړاندې د خپلو کارونو لامله دوښمن جنګيالي دي٠""

يادونه: د دې فېچر انګرېزي بڼه د بي بي سي په ويبپاڼه کې په دې پته لوستلاى شئ:
http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/south_asia/4648959.stm

A f g h a n s tell of US prison ordeals

At first, they took all our clothes off and told us to stand up. When they were interrogating me, I was naked."
Haji Mirza Mohammed was arrested from his home and accused of working with the Taleban in the autumn of 2004.
He was taken to the nearby infantry base of the US-led coalition at Gardez in south-east Afghanistan.
"For four days, I had my hands cuffed behind me," he says. "They stopped giving me food and I wasn't allowed to sleep."
QUICK GUIDE

Afghanistan

Haji Mirza's testimony forms part of a new set of allegations of abuses at coalition bases in Afghanistan.
Former detainees have told the BBC they were deprived of sleep and food, put in stress positions and beaten.
A former interpreter has said he witnessed interrogators withholding water as a punishment and using sexual taunts to try to break down prisoners.
A US military spokesman in Afghanistan said he could not deny abuses had taken place, but allegations of misconduct were taken seriously.
Complaints
At the end of April, the post of United Nations special expert on human rights in Afghanistan was discontinued.


They're not normal criminals. They're enemy combatants based on their actions against the Afghan people or US service members

Col Jim Yonts,
US military spokesman
The final incumbent, the Nobel Peace Prize-nominated law professor, Cherif Bassiouni, told the BBC he believed he lost his job after criticising US detention facilities in Afghanistan.
American officials said the country's human rights situation had improved.
According to the Afghan Independent Human Rights Commission, conditions at the coalition's two main prisons at Bagram and Kandahar have improved in recent months, but it is still receiving many complaints about the temporary holding facilities at bases like Gardez, where Haji Mirza was taken.
Another former detainee at the Gardez base, Jannat Gul, said he was forced into a kneeling position in the middle of a room, surrounded by four or five American interrogators.
"They said, 'don't sit back on your heels, don't look to the side'. They were beating me, telling me bad things. They ordered me to stay kneeling until the morning. I was three nights without sleep and then the last night, I had to kneel until morning."
Jannat Gul says he was punched and kicked. At one point, he says, he was told to lie down.

When they released me, they just said, 'we're very sorry'. That's all they said

Jannat Gul,
former prisoner
"They picked me up by my neck and said, 'we're going to kill you unless you confess what you did'."
As he describes his experiences, a couple of phrases in English are scattered among the Persian - "put your arms up" is one. The other is, "shut the **** up".
"I'm a farmer," says Jannat Gul, showing his calloused hands.
"I'm not a member of al-Qaeda. Ask the Americans why I was held for 16 months. When they released me, they just said, 'we're very sorry'. That's all they said. If there is such a thing as human rights, I want to ask for my rights."
Military slang
Another Afghan who has made allegations about interrogation practices at the infantry bases is a former interpreter with the US military.
Wahidullah - which is not his real name - speaks with a southern American accent picked up from the soldiers.

Nearly 200 prisoners were recently freed from Bagram
He uses swear words and military slang, like PUC (persons under control, i.e. detainees) and hooch (tent).
He says he saw detainees given different punishments if they refused to speak.
"PUCs would be told to stand for six hours or forced to kneel on a two-by-four piece of wood for three hours with no water."
He alleges that a detainee at the Asadabad base died after not being given enough water in hot weather over a four-day period.
"He was a young boy, he was strong and he spent three days in the detainee facilities. At that time, it was a mud room with no window."
Wahidullah says he came the next morning and saw the detainee lying on the ground, his hands still cuffed and with spit around his mouth.
"I told the guard he had died and he said, 'no he's just acting'. But when he checked the guy, he found he was dead. They told all the people he'd had a heart attack."
When the BBC put these allegations to the spokesman for the US military in Afghanistan, Col Jim Yonts, he said he did not know if "those things exactly happened", but he had no information to suggest they had.
When asked whether sleep, food or water deprivation or the use of stress positions was permitted, he said he could not discuss the details of an interrogation.
"All I can say is we do not condone the mistreatment of detainees and, as you have seen, we've taken appropriate action when allegations have proved true."
On the specific question of withholding water as a punishment, he said: "Whether or not they're provided with food and water, the key point is we treat them humanely, based on humane law."
He also said it had to be remembered who was in detention.


By Kate Clark
BBC News, Afghanistan
"They're not normal criminals. They're enemy combatants based on their actions against the Afghan people or US service membe rs."
Organized by:Hedayatullah Hamim

[color=darkred:2c88caa5a7][/color:2c88caa5a7]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more