د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

**په تروګمي كې مشالونه**


څاروان
13.03.2005

============ په تروګمي كې مشالونه

السلام عليكم ورحمه الله وبركاته
د شعر مينوالو زه په خپله شاعر نه يم او كوم شعرونه چې دلته ليكم دا د نورو شاعرانو دې . انشاء الله د هر شعر تر څنګ د شاعر نوم به هم ليكم.

1. [color=indigo:56c54d4e7b]ارهابي [/color:56c54d4e7b]
----------------------------------------- سيف مومند
راغلي دي پوځونه، مغربي يې خلك بولي
------------------- اسلام وركول غواړي، صليبي يې خلك بولي
دجال ته چې مسيح وايي او لارې ورته څاري
------------------- بدبخته يهودان دي، كتابې خلك بولي
چې يو ځلې ستا سترګې په مينه دي ليدلې
------------------- امام الاوليا دي، صحابي يې خلك بولي
چې ځمكه د قاديان خداى لاهو كړې په سيلاب واى
------------------- پيرو چې د ميرزا دي، او نبي يې خلك بولي
القدس يې چې آزادوو، له بې رحمه صليبيانو
------------------- سلطان صلاح الدين وو، ايوبي ئې خلك بولي
[color=darkred:56c54d4e7b]اى سيفه! دې ناترسه زمانې ته فكر وكړه!
------------------- چې ښكلى مجاهد وي، ارهابي خلك بولي[/color:56c54d4e7b]

=================
د صليبي ښكيلاكو ځواكونو څخه د هيواد د ازادي په هيله

څاروان



څاروان
13.03.2005

2. [color=darkred:269d613aed]دعا[/color:269d613aed]
----------------------------------------- ابومسلم محمود حامد

----------- ربه! راوليږه يو ځل د ابابيلو لښكر
----------- چې پرې برباد كړې ابرهه غوندې ذليلو لښكر
----------- بيا كه نمرود جابر د ظلم تاج په سر اېښي دى
----------- مخكې به سپر شي ابراهيم په شان خليلو لښكر
----------- د الوهيت دعوه كه بيا فرعون نسبه وكړي
----------- بحر قلزم كې به شي غرق د بې دليلو لښكر
----------- په خپلو شتو كه افتخار كړي نن قارون د زمان
----------- ورته په سر به شي دده د سرو او سپينو لښكر
----------- په خپل طاقت باندې مغرور كه وو قريش د مكې
----------- ټوټې ټوټې كړلو بدريانو د جهيلو لښكر
----------- ابومسلمه كافران كه دين ته بد راګوري
----------- زربه پرې راشي د مهدي غوندې امينو لښكر

------------------------------

د صليبي ښكيلاكو ځواكونو څخه د هيواد د ازادي په هيله

---------------------------------------------- څاروان



څاروان
13.03.2005

3. افغانان خو څه كم نه دي
=============== جلال احمد سرتير امريخيل

كه د وينو بازار تود شو تجاران خو څه كم نه دي
كوم فرعون نه به ځان خلاص كړو فرعونيان خو څه كم نه دي
د سيلاب رنګ مو بدل كړ د شهيد په پاكو وينو
اى طوفانه ما رادرومه افغانان خو څه كم نه دي
ګېدړان دې راليږه خو سوچ د بيرته تګ يې مه كړه
ددې دنګو غرونو منځ كې شنه زمريان خو څه كم نه دي
بوش كه څورمه قتل وكړي ستنېدونكې خلك نه يو
د منزل په لور به درومو مجاهدين خو څه كم نه دي
دوخت پېغلو مه ويريږئ ستاسې خواته كتى نه شي
د وطن په سردرو كې شازلميان خو څه كم نه دي
امر خېله اوس به چا ته سترګې سرې په ژړا ورشو
په ډالرو پلورل شوي رهبران خو څه كم نه دي

===================
د صليبي ښكيلاكو ځواكونو څخه د هيواد د ازادي په هيله

---------------------------------------------- څاروان



څاروان
29.03.2005

چور كړ
----------------------- عبد الشكور ياسيني

په رڼا ورځې څو لوټمارانو ننګرهار چور كړ
---------------- چا مازديګر او چا غرمه او چا سهار چور كړ
نه د چا سر په امن پاتې او نه مال د چا
---------------- كرزيه ګوره غلو مو كلى او بازار چور كړ
د شپې غل ښه وي يو څه وړي او څه خاوند ته پرېږدي
---------------- د رڼا غلو خو راته سپينه ورځ كې ښار چور كړ
صراف پيسې د پېښور كابل ته وړلاى نه شي
---------------- په سمه لار كې ګلاجان يې د يادګار چور كړ
منكرېدلى درته نه شي پنډ په شا غله دي
---------------- هم يې خر چور كړ او هم يې خره د پاسه بار چور كړ
پيشو ويل شيخه شومه نور به موږك نه نيسمه
---------------- پيشو ښاماره شوه دې ښامارې غونډ ديار چور كړ
نه يې زوى پرېښود نه يې پلار او نه تره او اكا
---------------- په جوماتو كې يې ملايانو نه دستار چور كړ
هيڅوك بې دغه پاتې نه دي چاته وژاړمه
---------------- هم يې موړ چور كړ هم يې دلته هر نهار چور كړ
د عيسويانو له ګرېوانه يې صليب وشلاوه
---------------- د عربانو له ككرو يې چلتار چور كړ
د دهقانانو د تندي خولې يې وڅښلې
---------------- دړۍ ډالر يې په كمپاين كې د كوكنار چور كړ
ياسيني مكوه ګيله دلته فضا هم غله ده
---------------- له ستورو ډك يې كهكشان په افتخار چور كړ

===========
څاروان



څاروان
30.05.2005

سړي
-------- مفتون غرق پرق

آپه سړيو كې و تلي سړي غرونو كې دې
په دين وطن مين ښاغلي سړي غرونو كې دې
څنګه به راشي په ولس رنګين سپرلي د سكون
چې د ګلونو غوندې ښكلي سړي غرونو كې دې
ښځينه خلك نن ښارونو كې خوندونه ګوري
هغه نران هغه منلي سړي غرونو كې دې
واك د ټيټ سترګو ټنكه سرو دى تور سرې پلوري
هغه پتمن هغه سپېڅلې سړي غرونو كې دې
خود به غربي بربنډ ته ناڅي افغاني اجړاګان
اصيلو ميندو چې روزلي سړي غرونو كې دې
چې څوك راغلي دي چا راوستل مرام يې څه دى
په دې رازونو پوهېدلي سړي غرونو كې دې
افغانې پيغلې غرب ته ځكه ځي د سپورت لپاره
چې پښتانه دستار تړلي سړي غرونو كې دې
دا ايمان فروش به د افغان په ناموس څه خفه شي
چې تاريخونه يې ساتلي سړي غرونو كې دې
كفري قانون ته به مو مينه خاوره سره لمبه شي
د دين په شمع سوځيدلي سړي غرونو كې دې
د مكناټن او شاه شجاع زامنو خير مو نشته
د اكبرخان په قدم تللي سړي غرونو كې دې
ځكه نو دلته ورته هيڅوك سړي نه ښكاريږي
مفتون په دې سترګو ليدلي سړي غرونو كې دې



څاروان
01.06.2005

د پلار نيكه مې چې تاريخ وه ليد
----------------------- په كې شيكست مې د انګريز وليد
د ميكناټن په حال خبر شوم هلته
----------------------- د اكبرخان مې چې تاريخ وليد
هغوي د شرق او غرب پروا نه كړله
----------------------- ما په واضح خط كې دا ليك وليد
د ميكناټن لمسيان ئې بيا راوستل
----------------------- د شاشجاع مې چې وارث وليد
ما ويل افغان به نه وي بل څو ك به وي
----------------------- د باز په زاله مې ټپس وليد
چې په خپل ځان ئې د افغان نوم ايښي
----------------------- امريكايي مې چې پوليس وليد
ما ويل چې زه به نه يم بل څوك به وي
----------------------- چې مې افغان ورته جاسوس وليد

===================
--------------------------------- يوسف څاروان



څاروان
01.06.2005

========== أي ناكراري أروا
----------------------------------------- فداء محمد فائض
أي زما ستړي ناكراري أروا
------------------------ راځه چه وژاړوپه كوكو
دخوشحالي مخ مي هيڅ ونه ليدو
------------------------ غم موزړه وڅيرو په خپلو نوكو
مايوأرمان ته ږيره سپينه كړله
------------------------ خو أوس هغه هم دادي ونه رژيد
زما دأوښكوأباسين وبهيد
------------------------ خوچيري يوستوري يي ونه ځليد
زه خو په هغي قافلي پسي تلم
------------------------ چه أوس يي دوړي په نظر نه راځي
داكوم جادوراباندي چا وكړلو
------------------------ چه بل علي پدي خيبر نه راځي
زاهد يواځي په جومات كي پريښوم
------------------------ خپله يي لار دميخاني ونيوه
له رياكار زاهده ډير خپه يم
------------------------ چه يي لمن دبدخاني ونيوه
زه أوس يواځي په تيارو كي ناست يم
------------------------ ګوندي كه وي چيري سبا راشي
هغه ناستړي دځواني ورځي شپي
------------------------ په ما حزين يو ځلي بيا راشي
======================================
------------------------------------------يوسف څاروان


صابر ننګرهاري
02.06.2005

څارون صيب پس له سلام څخه.

څاروانه زه ستاسي ليكنې په شوق لولم او خداي دى د اسلام او مسلمانانو د خدمت لپاره د قلم نوكه همداسي تيره لره.
محترم زه په ټول افغان كې ډيري ليكنې نه كوم او وجه ئې هم داده چې زه ليكوال نه يم او په خبرو كې احساساتي كيږم هم او معلومات مې هم كم دى.
دلته مې چه دمحترم أستاذ فداء محمد فائض دغه شعر وليدنو پريكړه مې وكړه چې ديوبل محترم شاعر هغه شعر درته وليكم چې د محترم استاذ فائض د پورتني شعر په جواب كې ئې ويلي:
::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::: (روڼ سبا به په أفق وځلي)

علي راغلي په خيبركي ناست دي
دخپل يارانو انتظار كوي
------------------------------- صادق ياران دي ځان ورورسوي
------------------------------- په عبدودّ به بيا ګذار كوي
دادعظمت أو سعادت قافله
لار طي كوي دكهكشان په لوري
------------------------------- كه خداي كول آخر به ورسيږي
------------------------------- دخپل هدف اوخپل ارمان په لوري
كه ته خفه له رياكار زاهد يي
ګيله دي حق ده پيژنديا دي نه وه
------------------------------- ما چه تاريخ دساحرانو لوستي و
------------------------------- ماته ناشنا دسحر بلا يي نه وه
يووار خوخير چه بيادي ونه چيچي
رنګ يي بدل ګوره هغه خاماردي
------------------------------- اور اوجنت يي كه لاسو كي ګوري
------------------------------- غلط پري نشي؛دا بيشك دجال دي
دامي يقين دامي ايمان دي ياره
چه روڼ سبا به په افق وځلي
------------------------------- زمونږدهيلو اميدو ښكلي لمر
------------------------------- په سمواو غروبه دامت وځلي
ميړونه تللي دنصرت ډولي به
رب ته اميددي نن سبا راولي
------------------------------- زموږ دفتحي سنګارشوي ناوي
------------------------------- دتكبيرونو په نداء راولي

ستاسي پښتون ورور
صابر ننګرهاري



څاروان
04.06.2005

4-6-2005

محترم صابر ننګرهاري صيب سلامونو ته دي وعليكم السلام وايم او زما لخوا هم په پنډو قبول كړه.
وروره ستاسي څخه مننه كوم چه زما ليكنې لولي او پر دعا مو امين وايم، وروره كه ريښتيا درته ووايم زه هم ليكوال نه يم خو د صليبي مستعمرينو په خلاف اواز اوچتول خپله قومي او ايماني دنده بولم. او د هغه علم په رڼا كې ليكل كوم چه كوم الله پاك ما ته راكړي او تل د الله پاك څخه دا غوښتنه كوم چه د اسلام دين او مسلمانانو خدمت توفيق راكړي.
[color=white:9e3da745c1]وروره كوم شعر چې تاسي د فائض صيب د شعر په جواب كې په ګوته كړي ما د فائض صيب د شعر ترڅنګ په خپل كمپيوټر كې ثبت كړو[/color:9e3da745c1]. ستاسي له دي همكاري څخه يوجهان مننه.

په اينده كې هم ستاسي د همكاري په هيله

يوسف څاروان



څاروان
12.06.2005

۱۱-۶-۲۰۰۵
د قرآن په سر....
چې د قران په سر مې وينه توی شي
ما د عثمان غوندې اصيل کړې ربه

د ابرهه لښکر کعبه ورانوي
بيا رانازل پرې ابابيل کړې ربه

زمونږ کتاب ته چې په سپکه ګوري
ته ېې په خپل قهر ذليل کړې ربه

د وخت فرعون چې په کې غرک و پرک شي
زما دا اوښکې رودنيل کړې ربه
==============================
يوسف څاروان



څاروان
14.06.2005

14-6-2005
محترمو لوستونكو ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه.
لانديني شعر د مريم ناصري خور دي چه په افغانستان باندي د صليبيانو د يرغل څخه ورسته ئې ويلي چه په لوستو ئې د غفلت په خوب ويده ضمير راويښي كيږي.

---------------------------[color=white:ab72a36362]ساتي[/color:ab72a36362]
---------------------------------مريم ناصري

څنګه به سترګی دلته جګې نور زلمي ساتي
چه دوي ژوندي دي او وطن زمونږ پردي ساتي
------------------------ څه عجيبه غوندي حالت دی يم حيرانه خلګو
------------------------ چه څوپردي دلته راغلي دي زمري ساتي
حقيقت څوک ويلاي نسي داحال چاراوسته
دزورلاسونه مو په خوله دي مونږ ګونګي ساتي
------------------------ زلمو خوورکړ امتحان ګوره پوره ېي نکړ
------------------------ له دي نه وروسته به ګودر کي منګي سا تي
چه دوطن په در ونه خوري نو په کور دي کښيني
داسي ځوانان دي په لاسو کي بنګړي ساتي
------------------------ دبل تر لاس لاندي ژوندون خو مو قانو کي نشته
------------------------ پښتون خو تل دسر په بيه خپلواکي ساتي
څوک چه دعشقه ناخبر وي خود به روغ ګرځي
څيري ګريو ان خو تل دميني ليوني ساتي
------------------------ کوردي ودان وي ځوي دي لوي وي تل سرلوړي دي وي
------------------------ چه دقلم او دبيان څوک آزادي ساتي
نوردي ګرځيږي خوشحالۍ اوخنداګاني دي کړ
دوطن غم دي تل په زړه کي(ناصري) ساتي
----------------------------------------
څاروان



څاروان
14.06.2005

ورسته له سلامونو څخه.
د مريم ناصري خور د پورتني شعر په جواب كې يو شاعر داسي وايي:

۱۴-۶-۲۰۰۵

څوك چه ګوګل كې لكه زړونه د زمري ساتي
هغه ميړونه كله ويره په زړګې ساتي
زه مي په زړه يوه ګيله خوري له تانه لرم
چه تا ويلي زمونږ خاوره نن پردي ساتي
انګليس غربيان، امريكايان ئې كله ساتي راته
د افغان خاوره تل باننګه شا زلمي ساتي
د تاريخ پاڼي ئې له ننګه له وياړونو ډكي
افغان د وينو په قيمت تل خپلواكې ساتي
ورته افغان او مسلمان ويلي نشمه زه
څوك چه پر غاړه كې خنخير د غلامي ساتي
په هغه كور كې به د امن فضا څنګه راشي
څوك چه انګړ كې نابلده پردي سپي ساتي
همت غيرت او شجاعت له لاسه نه وركوو
كه مو دښمن هر څو جيلونو كې بندي ساتي
فريادي سل ځله تري ځار شه له هغه زلمي نه
څوك چه د سر په بدله وطن خوندي ساتي
===============================
څاروان



څاروان
14.06.2005

يو بل شاعر بيا داسي وينا كوي:

===== څنګه به سترګې تري سالمي او خوندي ساتي
===== چه خپله خونه كې د سرو مرچو لوګې ساتي
===== افسوس كومه چه د سپيني وينا سپينه مرغي
===== د زړه قفس كې نن سبا خلك بندي ساتي
===== زمونږ د كلي ډير بې وسه او مجبوره خلك
===== لكه ګودر سينو كې مات د زړو منګې ساتي
===== په دى دينا كې اوس هم شته د داسي خلكو وجود
===== چه له هنداري نه روښانه خپل تندي ساتي
===== د كابل جان د سرو مڼو پر ځاي دا نوي نسل
===== د ذوق كچكول كې د پي مخو اننګې ساتي
===== لكه ګلاب چه بلبلانو ته اغزى ساتى
===== داسى زمونږه خلك خپلو ته پردى ساتى
===== ډيره موده شوه چه افغان د بل افغان په خلاف
===== كله ګلټير او كله سور نري تازي ساتي
===== خفه په دي يم چه وطن دي له لعلونو ډك خو
===== په پيشكانو دغه وازده ليوني ساتي
===== په دي دي پوهه شي كه خپل چم كې ګرځيدل غواړى څوك
===== پرديو سپيو ته به ځان سره لرګې ساتي
===== تورزنو كيښودلي توري دائې پريكړه وكړه
===== چه له دى پس به په لاسونو كې بنګړي ساتي
===== وطنه ستا د حفاظت او سالميت لپاره
===== شيرين زوي خپل د قلم ميل كې توغندي ساتي.

----------------------------------
څاروان



څاروان
17.07.2005

============= دفكر ټال
زه دفكرونو په ټالو زنګيدم
---------------------- چه ټال مي وخوړ خراسان ته لاړم
هلته هرات هم مي جُوَيْن وليدو
---------------------- بيا پري غزني أو سجستان ته لاړم
هغه دعلم أو عظمت دنيا وه
---------------------- هم دإيمان أو شهامت دنيا وه
راته يي پرانست دلويانو تاريخ
---------------------- چه كله بلخ طخارستان ته لاړم

رحمت دخداي دي وي پر تا عثمانه
---------------------- له مديني دا رڼا تا راوړله
جهان پري ما جهان پري زه وكتم
---------------------- دا درحمت رساله تا راوړله

ما دتاريخ څخه بهر ژوند كاوه
---------------------- زما دتاريخ ښكلي باب تا پرانسته
چه دملتان أو د ډهلي واكدار شوم
---------------------- د سرلوړيو اسرار تا پرانسته

أغيار أوس ما له عربانو شلوي
---------------------- ما دعمر علي عثمانَ شلوي
دا دسيسه ده پلان شوي ماته
---------------------- دا غرضيان ما له إسلامه شلوي

په ننداره لا دلومړو واټو وم
---------------------- چه ناببره مي غړمبار واوريدو
د ډيموكراتو طيارو په بمبار
---------------------- مي دمعصوم كوچنو چغار واوريدو
زړه مي قلم,ستي په سرو لمبو شوم
---------------------- په لوړ أواز په چغو وژړيدم
بيا مي راټول كړه ګلالي شهيدان
---------------------- ددي كمكو په ګناه نه پوهيدم
آه ! ! !
[color=darkred:524fa1f792]لعنت دخداي دي وي پر تا أستاذه
---------------------- دغه وحشي صليبيان تا راوستل
بچيان دي خوار خونه دي وړنكيږه
---------------------- زما دبچو خونخواران تا راوستل[/color:524fa1f792]

-------------------------------------------- أ/ كونړيار


mahboob
24.08.2005

ټولو دوستانو ته سلامونه .
ښاغليه څاروانه وروره ستا له لوري وركړل شوي شعرونه زه په مينه ګورم ,خداي مو دا خدمت قبول كړه , دا دصليبيانو غلامانو،ديهودو نانځكو دنصاراو تالي څټوغرب پرستانو ته مي زړه را ايشي خداي دي دوي ته خپل قهر او غضب وكړي , هم دوي زمونږ هيواد پردو ته حواله كړ خو دوي دې هم غم نه کوي دافغانستان په ليټۍ كي به كه خير وو نور هم ډير سرونه بايلي . انشاءلله .



څاروان
28.08.2005

28 – 8-2005

محترم محبوب صيب او ګرانو لوستونكو
السلام عليكم وحمة الله وبركاته
محترم محبوب صيب ستاسي څخه مننه كوم چه زما لخوا نشر كړي شوي شعرونه لولي او پر دعا مو امين وايم.
افغانستان هغه هيواد دي چه الله پاك پكې د ډيرو سركښو فرعونيانو ككري خاروي كړي او انشاء الله چه د نني عصر فرعون به هم زر په ګونډو شي.
ښاغلي محبوب صيب تاسي كولي شي چه په لانديني پيوند كې نشر شوي تراني خپل كمپيوټر ته نقل كړي او همدارنګه نور ملګري ترينه هم خبر كړي.
www.freewebtown.com/filmonatarani/atarani.htm

په مينه او مننه
يوسف څاروان



څاروان
03.09.2005

[color=darkred:3d8b887082]نوي يار[/color:3d8b887082]
بغداد ارماني
نويو يارانو كې شوې ورك جانانه
مزې كوه زاړه ياران څه كوي
ايركنډېشن موټر پيدا شو درته
ږيره دې لنډه كړه ايمان څه كوې
ناول د عشق د ډيانا چې ګورې
د ملالۍ د ژوند داستان څه كوې
تايې په وينو بنګلې جوړې كړلې
د خاورو لاندې شهيدان څه كوې
چې وي خوشاله ستا بچيان صاحبه
د وطن كونډې يتيمان څه كوې
چې نېكټايي پټلون پيدا شو درته
كميس پرتوګ څيرې ګرېوان څه كوې
===============
څاروان



څاروان
14.09.2005

[color=white:5fe10a6b27]تابوتونه او بيرغونه[/color:5fe10a6b27]

كېږده دا هر يو په تابوتونو كې
------------------------- تاوي يې كړه په خپلو، بيرغونو كې
تاچې راستولي ؤ، مرګي ته زمونږ
------------------------- وړه يې اوس په سترو، جهازونو كې
دغه زمونږ هيواد، همدا دستور لري
------------------------- ډېر پردي ورك شوي، پدي غرونو كې
دلته له فولادو هم ، اوبه څاڅي
------------------------- ډېر پردي خوړين شوي، په ټانګونو كې
دلته هر يرغل، بېرته په شا درومي
------------------------- ډېر وحشيان مات شوي يرغلونو كې
ګران افغانستان دى، عجيبه معما!
------------------------- هر دښمن يي خواردى، تاريخونو كې
دوه مو پرې ايستلي، يوه پيړۍ كې دي
------------------------- داځل هم مات ښكاري، اټكلونو كې
پورته كړه هلاك سپايان دې وېسه خپل
------------------------- ګني خښوو يې ډېرانونو كې
ته يې ټولوه بيا يي ور وړه هلته
------------------------- زه ستا ملت وينم په ويرونو كې
ګورو به، تر پايه زمانې لاشته
------------------------- لا خو يو اخته په تهدابونو كې
وخت په درته داسې سبق وښايي
------------------------- پاتې به وې تل په ملتونو كې
------------ ته چې ديوانه له سره تېر يې تل------------
------------ وي به يرغلګر پراته غمونو كې------------



څاروان
20.09.2005

۲۰-۹-۲۰۰۵

نظم
عبد الله پيكار

اوس هغه سور او سندريزه كرشمه نه لرم
اوس هغه تال او ترنم هغه نغمه نه لرم
اوس مې د زړه تارونه تار په تار شلېدلي پراته
د شرنګېدلي غزل مسته زمزمه نه لرم

اوس مې په زړه كې د صنم د مسكا وږم نشته
د چا د ياد هغه حسينه بت خانه ورانه ده
اوس د سپوږمۍ او لمر په راز او نياز كې نه يم شريك
اوس خو له ماسره دا ټوله زمانه ورانه ده

زه په نړۍ كې بې ارزښته او ناچله سيلكه
د خپل سپېره تقدير په لاس كې بې قېمته پرته
د خپل ورك شوي قوم د سوي تارېخ سوې پاڼه
په خړو خاورو كې نالوستې بې عزته پرته

زه د بې وسو او بې كسو بايلل شوې جګړه
نه كوم فاتح لرمه نه كوم قهرمان لرمه
له خپل اسمان له خپلې ځمكې شړل شوى يمه
نه مې مكان د اوسېدو شته نه زمان لرمه

اوس مې د رنګ او رڼا ټولې جزيرې وركې كړې
اوس د تياروه تياره وختونو په تالاب كې اوسم
اوس زما ياد د جا په ياد او په خاطر كې نشته
هېر شوى خوب يم په هېر شوي اضطراب كې اوسم

اوس مې د خيال ميخانه توره هيديره ده اشنا
هغه مستي هغه ساقي او هغه جام نه لري
زه اوس د كوم احساس له مخې ترانه ووايم
اوس مې سندره بې مقصده پيغام نه لري


شمله وره اشنا


څاروان
01.10.2005

شمله وره اشنا
محمد يونس نسيم
سترګي دي زار شمه راځي چه له سنګره اشنا
د ميوندي ملالي وروره شمله وره اشنا
د مخ ګردونه په دي پريمنځم په اوښكو باندي
سترګي پرمځكه يم كتونكي له ګودره اشنا
د همت چيغي دي پر كفر زلزله راوسته
و دادښكلي كاروان ميره او رهبره اشنا
څښتن دي وكړي چه بيا زموږ خواته قدم اوچت كړي
وه د زړه سر د سترګو توره بختوره اشنا
ته دي سرلوړي يي سيالانو كي د سروي په شان
شي په امان له ګړاوونو او خطره اشنا


د خپلواكي لمر


څاروان
01.10.2005

-------------------------د خپلواكي لمر
------------------------------محمد اسماعيل سعيد هلمند

په شرنګ د خپلو تورو به جهان ولړزوو
--------------------- سپين لمر د خپلواكي به پر افغان وځلوو
لاس كي چه مي توره د همت نن راخستلي ده
--------------------- بيا به دوطنه انګريزان پري ځغلوو
موږ ته ميوندي توره راپاته له پخوا نه ده
--------------------- خلاص به رانه نشي غليمان په قتلوو
نن موږ ايماني جذبي په جوش راقهره ولي يو
--------------------- ټول كفر رواج او طاغوتيان به ختموو
ځوپسي روان يو نوريي نسو پريښودلاي موږ
--------------------- ځالي د غليم په هر مكان موږ ورانه وو
وايمه سعيد غليم په خړ سيلاب لاهو دي نور
--------------------- بيا د افغاني همت طوفان پري راولو
===========
څاروان



څاروان
02.10.2005

---------------------------د افغان غيږ
-------------------------------عبد الواحد ((سباؤون))
يمه شفق هسي رنګين د شنه اسمان غيږه كي
د سبا سترګه لټوم د ړوند جهان غيږه كي
-------------------------------كاروان د هيلو ويښ شوي د منزل په تكل
-------------------------------اوس په دعا پسي ژړيږم د بيابان غيږه كي
ناز به دي وړم خو دومره نه دا ته چه وائي
د پښتنيت خيال كي اوسيږم د افغان غيږه كي
-------------------------------كه مي زخمونو ته ملهم نه رواړي خوښ چه نشي
-------------------------------رقيبه خوښ پرهر پرهريم د جانان غيږه كي
نن سباؤون د قلم اوښكي پاكولي نشم
هسي غزل ښكاريږم د هجران غيږه كي

------------------------------------------------ يوسف څاروان



څاروان
02.10.2005

==============اغياره خلاص به نشي
------------------------------------((صابري)) بينوا خوست

لا تر څو چه مي خپل سر بائللي نه وي
------------------------------- يا غليم مي له وطن شړلي نه وي
تم به نشم تر هغو اصلي افغان يم
-------------------------------چه سنګر مي له دشمن ګټلي نه وي
صليبي ياغي ښاماره خلاص به نشي
-------------------------------چه مي سر دا ستا له تن وهلي نه وي
جوش راغلي ترهغي به ئي پرينږدم
-------------------------------چه اغيار مي په ټټر ويشتلي نه وي
شازلمو داسي بد حال ورباندي جوړ كړ
-------------------------------داسي حال چه به هيچا ليدلي نه وي
چه اثر د انقلاب هيڅ پكي نه وي
-------------------------------صابري به دا غزل ليكلي نه وي
============================================
څاروان



څاروان
02.10.2005

=================غزل
==============================الهام
-------------------------------له يوي مخي به تمام ماتيږي
-------------------------------هم به صليب او هم به رام ماتيږي
-------------------------------هغوئ به څنګه ښكلا وپيژني
-------------------------------هلته پياله ماتيږي جام ماتيږي
[color=green:74ea883f09]-------------------------------اوس چه شمله د پتلون پښو كي غورزي
-------------------------------اوس به غرور زما د قام ماتيږي[/color:74ea883f09]
-------------------------------دا د الف پڅير چه دنګ ولاړ دي
-------------------------------يو ورځ به دا هم لكه لام ماتيږي
-------------------------------شعر كي چه ونډه د جذبي ډيره وي
-------------------------------پكي هډوكي د پيغام ماتيږي
[color=blue:74ea883f09]-------------------------------د ميخاني په څنګ كي مه ځه شيخه
-------------------------------عهد كه پوخ وي او كه خام ماتيږي[/color:74ea883f09]
-------------------------------دلته د كاڼو واكمني ده خود به
-------------------------------د زړه هنداره د الهام ماتيږي



څاروان
14.10.2005

ښاغلي بوش ته وايم!
---------------------- عزت الله ځواب
بوشه ! خپه نشې يو څو ټكو ته غوږ ونيسه
زما خوږو، خوږو ترخو ټكو ته غوږ ونيسه
لكه د كاڼو پښتنو ټكو ته غوږ ونيسه
يا د وږمو غوندې پستو ټكو ته غوږ ونيسه

دا خو منې چې زه انسان يم او ته هم انسان يې
دوه پښې لرې او دوه لاسونه لرې سم انسان يې
ته زورور يې په كمزورو باندې كبر كوې
ته په دې ټولو انسانانو كې دغم انسان يې

ته خو نه خداى يې ، نه دې مخ كې د خداى نور ښكاري
زما شمشاد درته وړوكى كوه طور ښكاري
فرعون نشته دى خو تا ځان نه فرعون جوړ كړى
اوس درته ځمكه كې دا هر انسان تربور ښكاري
بيا دې د چا په وينو خپله تنده ماته كړله
بيا دې په لاسو كې نيولى خنجر سور ښكاري

بيا په بام وختې د كوم يو غريب څار كوې ته
بيا به په كوم كلي د سرو ګولو بمبار كوې ته
دا چې ټول تا وژلي تا به له ګرېوانه نيسي
بيا به په كومه خوله د دوى له مرګ انكار كوې ته؟

زلمي يې وژنې چې عراق كې پېغلي بيا وژاړي
الله دې مړ كړه چې دې خپل بچي په تا وژاړي
په تا دې مور، په تا دې خور ، په تا دې نيا وژاړي
هغه دې بيا وژاړي، بيا وژاړي، بيا وژاړي

د بې ګناه خلكو مرګونو كې خپل ژوند لټوې
لېونى شوى يې قبرونو كې خپل ژوند لټوې
د رڼاګانو له ښايسته ښاره راووتلې
زمونږ په تورو دېوالونو كې خپل ژوند لټوې
بې وسه خلك دې له خوږې ګوتې څنګ ونيول
په څو ډالرو باندې زړونو كې خپل ژوند لټوې

ته خپله راغلې زمونږ لاره دې پردو ته وركړه
خداى خبر څه خاطر لپاره دې پردو ته وركړه
دا دې له مونږه سره څنګه دوستانه شورع كړه
مونږ پښتانه يو زمونږ خاوره دې پردو ته وركړه
غرونه دې ووېشتل بمونه دې پرې وورول
ترې دې نښتر ورېبل واوره دې پردو ته وركړه

دا نازولي دې د كوم وطن غرمو ته يوړل
تا مو تنكې ، تنكې ځوانان ګوانتنامو ته يوړل
ديموكراسۍ كې دې شرابو باندې راوستمه
خداېزده لاسونه مې د كوم ښكلي لېموته يوړل
چا الوتكې د روس كونه كې ورومنډلې
چا مو كباړ ټانكونه تورو پنجابو ته يوړل

ښكلو ته زړونه ور كوو لالونه نه لرو مونږ
اوبه په لپو وركوو جامونه نه لرو مونږ
دا به منې ، چې له دې زوره به دې وغورځوو
غرور لرو خير دى كه پښې لاسونه نه لرو مونږ
جنګ كې اتڼ كوو همدغه خوشالي مو بس ده
نور د خندا او د خوښۍ وختونه ، نه لرو مونږ

ته د رښتيا نارې ، سورې تشې په خوله مه وهه
ته راروانې زمانې تشې په خوله مه وهه
ته كه په حقه يې راځه چې دواړه دوو ته كېنوو
ته دبشر، بشر نارې تشې په خوله مه وهه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more