tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د طالب او امريكا تر منځ صلح

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> سياست او روانې چارې
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2662
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جون   03, 2019 5:29 am    عنوان   : د طالب او امريكا تر منځ صلح Reply with quote

درنو او مکرمو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله
کله چه امریکا د افغانستان له اسلامي امارت نه د بن لادن د نیولو او و امریکا ته د سپارلو غوښتنه وكړ‎ہ ، نو اسلامي امارت و امریکا منفي جواب ورکړ‎ی ، او پسله څه سیاسي تلاښونو ورسته امریکا د جنګ اعلان وکړ‎ی
مطلب دا چه : د شریعت لہ نظره هر اعلان سوی جنګ مشروع بلل کيږ‎ي
نو د جنګ له شروع څخه تر نن پوري اسلامي امارت او امریکا په جنګ کي ولاړ‎ دي
امریکا په دې وپوهېدله چه دا جڼګ ګټونکی ندی ، او و اسلامي امارت ته ئې نیمه رسمیت ورڪړ‎ی په دې خاطر چه : د صلح معاهده (peace treaty) ورسره امضاء كړ‎ي او جنګ ته د پای ټکی کښېږ‎دي ۰

د تاريخ په اوږ‎دو ڪي تجربې ښودلې دہ ، هر جنګ ته چه د پای ټکی ايږ‎دې لازمه او ضرور ده چه د طرفينو تر منځ د صلحي معاهده امضاء سي ، كه چير داسي ىپېښه سي چه جنګ بېله د صلح د معاهدې ودرېږ‎ي
نو !!! داجنګ شرعاً او قانوناً تمام ندي ، معنیٰ داچه هرہ لحظه ئې امکان سته چه بیا دا جنک بېله کوم اعلان نه شروع سي

تر كوم ځایه چه زہ معلومات لري په جهان کښي لمړ‎ۍ د صلحي معاهدہ په مصر كي د دوهم فرعون سره امضاء سوې وہ ۰
هر جنګ یو استراتيجي او یو هدف لري او د صلي معاهدہ همداراز و يوې استراتيجۍ ته اړ‎تیا لري ، د صلح معاهدې ستراتيجۍ کي یوه خبرہ داده کله چه د صلح د خبرو و میدان ور ځې په قوي او د غښتلي په انداز به ومېز ته د دښمن سره کښېنې ( د جنگ په ميدان كي به بې ساري قتل وقتال ته دوام ور کوي ) چه د صلحي مجلس کي دي خبرہ ځای نیسي

نو صلحي د معاهدې امضاء كېدل داسي ساده او اسانه خبره نده
د امضاء كېدلو نہ دمخه به تلفات جنګي ډير جګ کيږ‎ي ، د طرفينو له طرف نه ، تاوان به ملت پرې کوي

نور بیا
د ویتنام د جنګ آخري ورځي او تلفات
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2662
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جولاي   08, 2019 6:30 am    عنوان   : Reply with quote

د امريكا په حربي او جنگي تاريخ كي د ويټنام جنګ اوږ‎د ترین جنګ ؤ
د افغانستان جنګ دوهم اوږ‎د جنګ دی ۰

د افغانستان جنګ او د ویټنام دوہ جلا جلا جنګونه دي
د ویټنام جنګ د امریکا جنګ ؤ ، د افغانستان جنګ د امریکا جنګ ندی
بلكي د افغانستان جنګ د ناټو جنګ دی !!

د ناټو هیوادونه او امریکا په جنګ کښي ډېر ماهر او مجرب ملکونه دي
نه چه د وسپنی د سوري ڪيدو (توپک) بلکي د توري د عصر ماهر او مجرب دي او د جنګونو په اعلان او د صلحي د معاهدو د هوا فضا
په برابرولو او د معاهدې په لیکلو کي پورہ تجربه لري ، تاریخ داسي وایي چه مجرب خلګ هوښیار او ګټونګي وي او دي

بلې !! طالب خان او طالب جان هم دا ډېر عمر کيږ‎ي چه خپل وطن (افغانستان )ئي خراب او تراب ساتلى دى ، د طالب انسابو هم د تاریخ
په اوږ‎دو کي دا وطن ساتلى دى

نور بيا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> سياست او روانې چارې    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.