د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

که باران غواړئ نو د الله پاک اطاعت وکړئ:


Mazharee
25.01.2019

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - أَنَّ النَّبِيَّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: " «قَالَ رَبُّكُمْ عَزَّ وَجَلَّ: لَوْ أَنَّ عَبِيدِي أَطَاعُونِي لَأَسْقَيْتُهُمُ الْمَطَرَ بِاللَّيْلِ، وَأَطْلَعْتُ عَلَيْهِمُ الشَّمْسَ بِالنَّهَارِ، وَلَمْ أُسْمِعْهُمْ صَوْتَ الرَّعْدِ» ". رَوَاهُ أَحْمَدُ.
ژباړه: د ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله پاک فرمایلی دی: که زما بنده ګان زما اطاعت وکړی نو زه به دوی د شپې په باران باندی اوبه کړم او د ورځی به لمر ورباندی را وخیژوم او د تندر ږغ به په دوی باندی وانورم.
یعنی که زما بنده ګان زما عبادت وکړی نو زه به دوی ته داسی ښه باران ورکړم چی د شپې به ورباندی باران ووری خو د ورځی به لمر ورباندی راخیژی او هیڅ قسم ویره به پداسی باران کی نوی.



ع کريم حليمي
28.01.2019

گران او ماته مكرم ورور مولوي مظهري صاحب ، سلام او احترام !
كرانه وروره ! مطر هغه كلمه ده چه قرآن كي راغلې دہ او د عذاب په معنى كارول سوېدہ ، البته ماء

يقول تعالى ( وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهِمْ مَطَرًا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ [color=red:dfe5d642b7]عَاقِبَةُ الْمُجْرِمِينَ [/color:dfe5d642b7]

كه دغه حديث لږ‎څہ راته تشرح او واضح كړ‎ى ،
مطر په لغت كي او غيث په لغت کښي او ماء په لغت كي څه ته ويل كيږ‎ي

تاسو وایاست چه عبادت او ( [color=red:dfe5d642b7] أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً[/color:dfe5d642b7]) سره تړ‎لی دي ؟؟؟
مطلب دا دى چه كوم قوم چه د الله ج عبادت نه كوي پر هغوى له اسمانه اوبه نه رااوري ؟؟

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more