د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

انسان به کله هلاکیږی؟


Mazharee
31.12.2018

عَنْ عَمْرِو بْنِ مُرَّةَ ، عَنْ أَبِي الْبَخْتَرِيِّ الطَّائِيِّ ، قَالَ : أَخْبَرَنِي مَنْ سَمِعَهُ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ : لَنْ يَهْلِكَ النَّاسُ حَتَّى يُعْذِرُوا مِنْ أَنْفُسِهِمْ. [ مسند احمد 18289]
ژباړه: عمرو بن مره د ابی البختری الطائی څخه روایت کوی چی هغه وایی:زه خبرکړم هغه چا چی د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې اوريدلی وه چی هغه وفرمایل: خلګ ترهغه وخته پوری نه هلاکیږی ترڅو چی د خپلو ځانونو څخه او په خپلولاسونو باندی عذرونه پیدا نکړی.
یعنی ډیر ګناهونه کوی ترڅو دعذاب وړ وګرځی او دوی ته عذاب ورکوونکئ معذور وشمیرل سی او ددوی دعذابولو لپاره دلیل اوتوجیه پیدا سی.
او یاهم هدف ورڅخه داسی دئ چی دوی ګناهونه کوی او دخپلو ګناهونو لپاره فاسد دلائل وایی او دځانه څخه توجيهات ورته جوړوي ترڅو معذور وشمیرل سی اوخلګ یې ملامت نکړی.



ع کريم حليمي
13.01.2019

گران او محترم مولوي مظهري صاحب جوړ‎ او خوشحال اوسې
تاسو ته او ستاسو فاميل ته سلامونه وړ‎اندي کوم

مولوی صاحب تاسو ډير ښکلی مضمون لیکلی ، ستاسو مضامین زما ښہ پوره خوښيږ‎ي ، داچه خوښیږ‎ي مي نو زړ‎ہ مي بحث ښہ کيږ‎ي
رابسم زما پوښتني ته
مولوي صاحب ، هلاكت څہ تہ ويل کيږ‎ي ، د هلاكت او گناهونو وجه مشترك څه شي ده ٠

مرضونه سته چه مهلك بلل كيږ‎ي ، تاسو په دې باور یاست چہ مهلك گناهونه هم سته ، كه وي هغه به كوم گناهونه وي ؟؟

درنښت



ع کريم حليمي
17.01.2019

مولوي مظهري صاحب او درنو لوستونكو السلام عيكم و رحمةالله و بركات

زما له نظره هلاكت :
لمړ‎ی به داسي وايم چه د نبي عليه السلام أكثره خبري يو غيرمتلو وحي (حدیث )بلل كيږ‎ي

او یو بیا وحي متلو بلل کيږ‎ي (قرآن)

انسان چه كومه عامه خبره واوري و تأويل ته ئي ضرورت نه لري
اما ،كله چه يوه نوې خبره او بيا په مغلق انداز واوري ، نو عميق فكر او تأويل او تحليل ته ضرورت پيدا كيږ‎ي

زموږ‎ خواږ‎ہ نبي په خپلو خبرو كي د هلاكت خبره ياده كړ‎ېدہ
درنو وړ‎ونو ! و مونږ‎ ته او دجهان دانشمندانو ته دا تر لمر روښانه ده چه : زمونږ‎ خوږ‎ نبي علیه السلام صاحب د سليم كلام ؤ او په سليم كلام كښي ئې سلیم منطق وه

نور بيا



ع کريم حليمي
18.01.2019

داچه زموږ‎ خواږ‎ہ نبي علیه السلام فرمايلي چه : تر هغه وخته څوک نه هلاكيږ‎ي ترهغو چه په پخپل لاس د هلاكت عذرونه جوړ‎ نه کړ‎ي

دغه زيبا متن او مفهوم ته چه گورو دلته هلاكت د مرگ او سزا معنى نه وركوي

دا معلوميږ‎ي چه د هلاكت جمله د وركي او سرگردانۍ په معنى كارول سوېدہ
د سردار عالم په خپله خبره او كلام كي صادق او أمين دى
ريشتيا هم كه څو پہ لوی لاس ځان ورک هلاك او سرگردان نه كړ‎ي
رب العزت هيڅ کله انسان نه هلاك كوي

د ملايانو سياسي نظام هغه وخت هلاك سو ، كله چه دوى په خپلو لاسونو د هلاكت عذرونه جوړ‎ کړ‎ل ، او ورک او هلاك سول
مېږ‎ى هغه وخت هلاك او د خپل ټبر څخه ورك سي چه وزر پيدا كي

درنښت



Mazharee
23.01.2019

حليمی صاحب محترمه!
سلامونو ته مو وعليکم السلام وايم.
موږ هم ټوله تاسو اوستاسو محترمی کورنۍ ته خپل سلامونه وړاندی کوو الله پاک مو جوړ او روغ لره د مينی او پيرزوينی څخه مو يوه نړۍ مننه کوم آباد، خوشال او سوکال وسئ.
وروسته:
که ته زما ژباړی ته پام وکړې ما د هلاکت معنی تنها په مرګ باندی نده کړې بلکی خپله د هلاکت لفظ می کارولئ دئ.
داچی ته وايی هلاکت څه معنی؟
نو ګوره! هلاکت عربی لفظ دئ ډيری معناګانی لری خو محدثينو پدې ځای کی د هلاکت معنی په درو شيانو باندی کړيده: ۱ – فاسديدل. ۲ – تلف کيدل (ضياع). ۳ – عذاب ليدل.[مرقات المفاتيح]
چی بيا تر دغو درو معناګانو لاندی ډير جزئيات راځی نو زموږ مسئوليت دا ندئ چی احاديث په خپل طبيعت باندی وژباړو او هغه ژباړه رد کړو چی زموږ پکښې تاوان وی ځکه دا يوقسم مداهنت او معنوی تحريف دئ چی شرعا مذموم دئ.
په هرفن باندی دهغه فن متخصصين ښه پوهيږی محدثين او شراح د احاديثو چی په لکهاوو احاديث يې يادوه په هر لحاظ ترموږ ښه پوهيدل نوبايد موږ هم دهغوی خبری ته اعتبار ورکړو.
زموږ يوه بله بدمرغی داده چی نن هريو په يوې ګناه باندی ککړيو نو کله چی دغسی د وعيد احاديث راځی ددې کوښښ کوو چی ځان ورڅخه استثناء کړو او بل لوری ته يې مصداق واړوو پداسی حال کی چی دغه کار خپله يوقسم هلاکت او بربادی ده چی په خپل لاس باندی يې إنسان ځان ته غوره کوی.
او ستا څخه می هيله ده چی دخپلی ليکنی څخه دغه عبارت پاک کړی:[[ درنو وړ‎ونو ! زہ ، زموږ‎ د خواږ‎ہ نبي په مغز او عقل نشم ننوتلی.]]

ځکه دداسی خبرو کول ښه کار ندئ او يوقسم سوء آدب دئ.

او په آخره کی دی چی داسی ليکلی دی: [[د ملايانو سياسي نظام هغه وخت هلاك سو ، كله چه دوى په خپلو لاسونو د هلاكت عذرونه جوړ‎ کړ‎ل ، او ورک او هلاك سول مېږ‎ى هغه وخت هلاك او د خپل ټبر څخه ورك سي چه وزر پيدا كي.]]
نه پوهيږم ددې خبری څخه موهدف څشئ دئ؟
هدف د سياسی نظام څخه څشئ دئ؟ هغه چی موږ د اسلامی شريعت په چوکاټ کی ورته ګورو؟ اوکه هغه چی غرب ځپلی، ديموکراسۍ نستيږلی اوسيکولرستان يې تعريفوی؟
ملايانو خپل کوم سياسی نظام هلاک کړ؟
کله يې هلاک کړ؟
او کوم عذرونه يې جوړ کړل؟
او په آخره کی مو دميږی تخيلی او غيرواقعی مثال دڅشی لپاره راوړئ دئ.



ع کريم حليمي
25.01.2019

ما گران ورور مولوي مظهري صاحب ، تر سلام او احترام نه وروسته !
مظهري صاحب ، زه د مخلصانه ايمان خاوند يم ، زما عقيدتي خيالات چه ان شاء الله يو غير متزلزل أو يقيني دي او په ما كي دا د سوست عنصورو مداهنت نسته ، چه باد دكومي خوا وي ،هغسي اتڼ ورتہ کوم
او يا پہ خپلہ هوا پسي روان اوسم !!

نن مي لاس بند دى ان شاء الله چه لاس مي خلاص سي له گيله بازي نه پاك بحث ته دوام وركوم

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more