د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ډاکتر اکسير شينواري اشعار


ع کريم حليمي
06.06.2018

منظور الله پيدا کړ

مونږ څومره بختور يو چي منظور الله پيدا کړ
د ژوند په دي تيارو کې مونږ ته نور الله پيدا کړ

يو چغه انقلاب شو پښتنو راځئ راځئ
ناره د ازادۍ شوه شازلمو راځئ راځئ
د وخت دي لوی فرعون ته چه نن زور الله پيدا کړ

زمونږ د خويندو ميندو د ژړا سوال شو قبول
نصيب کړي هر شهيد ته شفاعت د پاک رسول
دوعا د کونډو رنډو او د مور الله پيدا کړ

په خوا کي ورسره علي وزير محسن داوړ
په حال د پښتنو بولي ځان مړ
قاتل د نقيب جان شهيد او چور الله پيدا کړ

پنجابه ستا ظالم فوځ وران سوات وزيرستان کړ
باړه باجوړ څه چې تباه ټول افغانستان کړ
غمخوار د پښتونخوا خپلي او کور الله پيدا کړ

نور بس به شي ظلمونه د پنجاب په پښتنو
ټول ډک شو زندانونه د پښتون زوی په نيوو
ازاد پښتون افغان به شي بل سور الله پيدا کړ

پاشتينه منظور جانه په ورځه لکه زمری
ګيدړ په شان به زغلي دا تور مخي پنجابي
اکسير شينواري وايي هر مخ تور الله پيدا کړ

دا شعر د تراني په شان چي ملي جذبه او حماسه ورکي ده، انشاالله د هنر دوستانو ته ډالئ دي. په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more