د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

وايي (ښځې د نارینه و په شان مساوي حقونه لري)


ع کريم حليمي
26.01.2018

سلامونه او احترام
په طبعت كي مساوات نه ليدل كيږ‎ي ، او بعضي مخلوق مساوي حقوقو غوښتنه لري
كوم شئ چه په طبعت كښي وجود و نه لري پس نو څوک ئی لہ کومہ او څرنګہ ورکړ‎ي او لہ کوم ځای نہ بہ ٸې واخلي ؟؟

درنښت



ع کريم حليمي
28.01.2018

درنو او محترمو لوستونكو تاسو ته سلام او احترام په عرض رسوم
په ټول جهان كښي لوی او قوي اصل دا دی چه : چه قانون به په مساوي ډول پرنارينہ او ښځنه ، پر مسكين او ثروتمن ، پر زور واك او كمزوره ، پر چاغ او ډنګر بہ پہ مساوي ډول تطبق کيږ‎ي ، كه داسي ونسي نو بيا ويلی سو چه عدالت برهم او درهم دی
یا وایو چہ : پہ دغه ټولنه كښي عدالت نسته .

دا خو معلومه سوه چه مونږ انساني ټولنه دا حق لرو چہ ‎ مساوات غواړ‎و پہ محکمہ کښي ۰
او محڪمہ هغه یګانہ مؤسسه ده چه استقلال لري يعني (وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ )

دوهمه خبره دا ده چه : په هر ټولنه كښی يو تعداد بد اخلاقۍ ستہ ، د مثال په ډول : تعصب کول لہ یوې طبقي خلقو سره بد اخلاقي ده ، د ښځی سرہ ، يا د نرښځي سره تعصب ، او يا د اوپره طبقې سرہ تعصب كول وغيره وغيره د ټیټ قد ، معيوب ، چاغ او پندانو خلگو سره تعصب . تعصب يعني د عن عن عن تر نامه لاندي كوم فرد يا كومه طبقه له پښو اچول

د نن عصر سياسي نظامونو ته په كتو ، سياستوال داهڅه او كوښښ کوي چہ د ټولني اقتصادي نظام داسي انضباط كړ‎ي چه : خلگ په درو طبقو كي و ساتي ، بډایه، متوسطه ، او د مسكینۍ تر خط لاندي ، ولي چه انسانان د قانون له نظره مساوي دي
امما ، انسانان په استعداد كي مساوي ندي ، پس لازمه ده چه په درو طبقو كي ئي وسآتي په داسي انداز چه تعصب به له هيڅ يوې شعبې او نژاد سرہ نہ تر سرہ کیږ‎ي

درنښت



ع کريم حليمي
28.01.2018

په جهان كښي ټول تولیدی شرکتونہ او پابریکې مجبوریت لري چہ: درې ډولی تولیدات ولري ، ولي چه د ټولني اوسېدونکي يو د بل سرہ مساوي نہ دي او هر يو فرد د ټولني د جلا استعداد (لوړ‎ او متوسط او أدنا ) خوندان دي ، پس پابريكې خاوند مجبوره دی چه هر ماډل موټر په درې ډولہ جوړ‎ کړ‎ي ، موټران هم په ظاهره يو شکل معلوميږ‎ي ، اما قدرت او استعداد او آسپاور كي ئي ډېر فرق لري، پس نو موږ‎ چہ کوم صنعتی تولیدات کوو ، د مساوات مرائت نه ساتو ، اما ! د موټر په خرڅېدلو کي د تعصب حق نه لرو ، كه نور ،سپين ، چپك او چغر ، ع غ راسي او قيمّت ئې پرې کولی سي
د موټر رانیول ئی حق دی ، يعني هر څوک د خپل اقتصادي استعداد په انداز سودا كوي

دا ټول بیان معنی دا چہ په دا درې ضلعي جہان کښي مساوات نسته ، او نه ئي ضرورت سته
ښہ مثال ملالی یوسفزۍ كېدای سي ، ملالی د خپل كلي له نجونو نه د لوړ‎ استعداد خاونده ده ، ملاله د هري بلي نجلي سره نه ده مساوي او د قانون او دستور له نظره بهتره هم نده

درنښت



ع کريم حليمي
28.01.2018

په ټولنه كښي ( natural aptitude or skill )مستعد ثروتمند اوسېدونکي مكلف دي
او ورته لازمه ده ، چه له هغو انسانانو سره چه استعداد نه لري ، د ژوند کولو له پاره سهولتونه ورته برابر كي ، بېلہ تعصب نه ، كمك كول دا معنی نہ چه كه د كم استعداده شخصيت غاښ مات سي نو ټولنه به و دغه بي استعداده شخص ته implant غاښ تہیه كوي ، نه د ايمپلانت حق نه لري ، البته یو عادي پلاسټکي غاښ ئي حق دی چه ټولنه ور ته تهيه كړ‎ي (صلة الرحم )

پس په دغه فرضيه كښي ہم مساوات نسته

درناری



ع کريم حليمي
29.01.2018

په هر مملكت كښي درې درجې تعلیم یافتہ خلگ سته ، د ليسانس درجه ، باچلر درجه ، ماسترۍ او ډاکترئ درجه
پس نو د علمي درجې لہ نظره هم مساوات نه ليدل كيږ‎ي ، او تجربه د علم مور ده ، نو ويلی سم چہ هر انسان د جلا تجربې خاوند دی یعني د پوهي له نظره هيڅ فرد لہ بل فرد سره مساوي ندی (وللعلم درجات من حيث الشك والظن واليقين)

کہ پورته دلائل عقل ته د منلو وي ، نو زموږ‎ و دانشمندانو او د نوبل د جایزې وړ‎نکو تہ نہ ښایږ‎ي چه په ټولنه كي د مساوات او مساوي حقوقو غوښتونکي سي ٠

مونږ‎ چہ په غربي نړ‎ۍ کي اوسیږ‎و په دې سبب نہ اوسیږ‎و چه دلته په ټولنه كي مساوات سته ، دلته چه مونږ‎ د خوښۍ ژوند تېرہ ؤ ،ولي ؟چه د غربي ټولني په ميثاق ملي په متن او تأويل او مانا كي تعصب نسته ، البته ښه ټولنه هغي ټولني ته نہ ویل کیږ‎ي چه سړ‎ي او افراد ئي بی تعصبه وي !!!!! ښه او بهتره ټولنه هغه ټولنه ده چه په دستور او ليكلو عنعناتو كښي ئې تعصب نوي !!

پس نو دمساوات غوښتہ مه کوئ ، د تعصب ريښې کاږ‎ئ او تعصب به له منځہ وړ‎و

دا تعصب دی چه خوندي او لوڼي او مندي له درس او تعليم نه بي برخي كوي
تعصب دی چه اقوام يو أوبل سره بد بخته كوي ، جهد به تر يوم القيام جاري وي په جهد او تلاښ کي عیب او خلل نسته ، دا د تعصب سبب دی چه ناروا ويني بهيږ‎ي ۰

مساوات او مساوي حقوق غوښتنہ د سماوي کتاب سرہ ټکر دی، او د عقيدې زیان دی

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more