د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ظلم او ګونګ اکثریت!

میرویس
21.09.2017

ګرانو پښتنو، السلام علیکم!
ګونګ، بې غږه یاچوپ اکثریت هغه افغان ولسونه دي چې دتروریزم مقابل کې دځان د ساتنې جوګه ندي. طالب، داعش، القاعده، لښکر طیبه او نور ازبک، چچن او پنجابي ترورستان چې د راتګ مسؤل یې طالبان دي، او سرپرستي یې د حقاني ترورسته شبکه کوي، پر لوی افغان ولس دخپلو خارجي بادارانونیابتي جنګ تحمیلوي.
===
تېرو دوو شپو راهيسې د طالبانو له دستور سره سم، کندز کې مخابراتي شبکو د شپې له لوري خپل فعاليتونه بند کړي دي، او خلک یې ډېر په عذاب کړي.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل، طالبانودا کار څکه کړئ چې، امنيتي ځواکونه د شپې له مخې په عملياتو کې د دې شبکو له سيمکارتونو څخه استفاده کوي.
===
خدازده چې دمجاهد خبره نمازي ده، کنه، خوطالبانودولس په ډله ایزو قتلونو، په بمونو کې دخلکو الوزلو او نورو مظلمو برسیره دا بل ظلم دئ چې خلک يې دخپلو عاجلو احتیا جاتو د رفع کول د وسایلو نه محروم کوي.
متل: "چې شپه تیاره شي ـ بدان شېره شي." طالبان چې ګیدړانو غوندې په غرونو کې پټ وي، دشپې زمري ترې جوړ شي، په کورونو او تاڼو غدۍ اچوي، بې ګناه خلک وژني او لوټ تالان کوي. دشپییه دمخابراتي شبکو دبندولو نه د طالبانویو هدف همدغه دئ.
الله جل جلاله دې طالبانو ته بصیرت او ولس ته پناه ورکړي، آمین .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more