د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

breaking news

عبدالله صابر
01.11.2012

دپاکستان په کراچئ کښ حسن خان (مستعارنوم ) په کورکښ خپلې ښځې
نازيې(مستعارنوم )ته په غصه شوی اوپه طلاق مغلظه يعني دري طلاقونويی
خپله ښځه طلاقه کړي ،اوس چي دحسن خان غصه سړئ شوي اوپه دي کار
ډيرخفه پيښمان دی غواړي دنازيې سره بياشرعي اړيکي ټينګي يادوهم وارې
نکاح وکړي خوپه دي صورت کښ نازيه بايد له حسن خان سره ترنکاح
مخکښ له يوبل کس فضل (مستعارنوم )سر نکاح وکړي اوددوی ترمنځ حقوق
زوجيت يادخول اوخروج منځ ته راشي په هغه صورت کښ که بيافضل نازيې
ته طلاق ورکړنوحسن خان کولائ شي له نازې سره دوهم وارې نکاح وکړي
حسن خان فضل ديودريم ملګري په واسطه په لس زره کلداري دي ته راضي
کړئ چي دنکاح په دوهم ورځ به نازيې ته طلاق وراچوي اونازيه به بياحسن
خان ته په نکاح کيږي ياده دوي چي حسن خان اونازيې ترمنځ دخوښې واده
له طلاق مياشت وړاندي شوئ وواونازيه هم دي ته ډيره ليواله وه چي څومره
زرکيدای شي له پخوانې خاوند سره يوځای شي ،
بايد وويل شي چي دحلالې لپاره نازيه هم په ډير عذر زارئ تيارشوئ خوکله
چي فضل اونازيه په يوه کوټه کښ يوځای کيږي نونازيه تشناب ته ننوځي او
په ځان پسي دوروازه بنده وي ترهغه پوري چي سحرحسن خان اودنکاح
منتظمين راځي اونازيه اعلان کوي چي دحلالې شرط پوره شوئ نوربايد
فضل طلاق وکړي اونکاح يی له پخواني خاوند حسن خان سره وشي خو
ولي فضل له طلاق صفا انکارکوي چي دخول اوخروج نه دی شوی ځکه
حلاله نه ده تکميل شوئ په دي وخت کښ خبره غټه اواخ ډب ته رسيږي
دکلي خلک رغونډيږي اوپوليس راځي دواړه خوا تهاڼې ته بيايی خودکلي
مشران يی بياراخلاصوي اوقضيه محکمې ته ځي اوتراوسه يوکال کيږي چي
نازيه له فضل طلاق خلع غواړي خوفضل بياپه هغې دزوجيت وظيفې څخه په
انکارعريضه کړي خدای خبرترکومه به داقضيه دوام کوي دا دغصې اوبي
ځايه وړو وړوخبروباندي جنګ جګړې اوشورجوړه ولو بدې پايلې دي چي
خوراسختي اوبي برداشته ستونځې رامنځ ته کوي ٠

http://www.ummatpublication.com/2012/11/01/news.php?p=story5.gif


changezkhan
03.11.2012

پدی کی اوس کوم حکمت پروت دی چې دا ښځه باید د یو بل نفر سره حتمی شپه تیره کړی.او دخول او خروج ورسره هم وکړی.
دا د ښځو لپاره څومره د منلو وړ ده.


ډاکتر څپاند
03.11.2012

چنګيز خان وروره سلامونه،

اول يوه ټوکه:
يو ستر ملا يا مولوي صيب دپورتنئ حکايت ته ورته حالت کې ښځې ته
تلاق ورکړ٠سهار مولوي صيب مسجد ته راغی خو ډير خفه او متاثر
ښکارېده٠شاګردانو مجبور کړ چې خپل حکايت څرګند کړي٠
دشريعيت مطابق ئي دمولوي صيب طلاقه شوئ ميرمن د "حلالې"لپاره
يوه ځوان عاجز اوډير باادبه طالب ته ور نکاح کړه٠دخير کار تر سره شو او د حلالې شپه تيرهه شوه٠ اوس نو ددې وخت رسېدلی وو
چې طالب نوموړې ميرمن طلاقه او واپس مولوي صيب ته نکاح شي٠
مګر طالب ته معاملې ډير خوند ورکړی وو او د طلاق نه ئي انکار
وکړ :D
[color=red:9fd62a19bd]
په اسلام کې طلاق ډير بد عمل ګڼل شوئ نو ځکه ئي داسې سخت شرايط پرې وضع کړي دي٠ :twisted:[/color:9fd62a19bd]


عبدالله صابر
03.11.2012

السلام عليکم

[quote:ff39225949]پدی کی اوس کوم حکمت پروت دی چې دا ښځه باید د یو بل نفر سره حتمی شپه تیره کړی.او دخول او خروج ورسره هم وکړی.
دا د ښځو لپاره څومره د منلو وړ ده.[/quote:ff39225949]

چنګيزخانه دالله پاک په حکمونوکښ ځيني حکمتونه پټ وي اوضرورهم نه ده
چي مونږيی په حکمتونوپسي وګرځوبلکي دالله پاک حکم تعميل ضروري دي
بايد ووايم چي طلاق په دري ډوله دی ،دا دريم ډول ته يی سخت طلاق ويل
کيږي چي دوهم وارې نکاح لپاره ی حلاله شرط دی ،پاتي دوه طلاقونولپاره
حلاله شرط نه دی اوپه رجوع تجديد نکاح سره يی بيرته خپله ښځه ګرځي
نوکه چاڅخه طلاق واقع شي بايد له عالمانوپوښتنه وکړي چي کوم ډول طلاق
يی اچولئ ؟
رښتياهم په حلالويا روا کارونوکښ طلاق الله پاک ته ناخوښه څيزدی چي که
غصه وي اوکه ناغصه اوياټوکوکښ هم ووايی طلاق واقع کيږي ٠

ټوکه :
ويل کيږي چي په کوم عربي هيوادکښ يوعرب خپله ښځې ته همداسخت طلاق
ورچولئ وو، خوکله يی چي دحلالې لپاره کوم افغان وموند موټرته يی وخيژه
وه نوخوله يی له نسواروډکه وه ،عرب چي له نسواروډکه خوله اوبد بوی 
احساس کړيودم سړئ له موټره ښکته کوي او ورته وايی ته به په دي بد بويه
خوله څنګه زماسپينه ښځه ښکلوي ، داد نسوارفايده 


tandar
03.11.2012

دادايرانيانو سيغه ئې خرپ او ترپ معاملې دطلاق له لوري څه روايتونه لري؟ :oops:
او بل دا دچراغ کوشانو عيش او نوش خو ماته دغربيانو له ديسکوګانو نه يو څه پرمختلي قدم ښکاري هههههها
چه دلته موقت نکاح او طلاق هم دڅو ساعتو دمبلائل تبدليدلو لپاره صورت نيسي او که نه؟ :oops:
تربيا


عبدالله صابر
03.11.2012

السلام عليکم

[quote:bc93490f8b]دادايرانيانو سيغه ئې خرپ او ترپ معاملې دطلاق له لوري څه روايتونه لري؟
او بل دا دچراغ کوشانو عيش او نوش خو ماته دغربيانو له ديسکوګانو نه يو څه پرمختلي قدم ښکاري هههههها
چه دلته موقت نکاح او طلاق هم دڅو ساعتو دمبلائل تبدليدلو لپاره صورت نيسي او که نه؟
تربيا[/quote:bc93490f8b]

تندر صيب
په اسلام کښ دحلالې لپاره داشرط چي ښځه به مؤقتي ياڅوساعتونولپاره نکاح
کيږي بالکل ناروا اوباطل دی بلکي دهغه سړي خوښه ده چي که ښځه لومړي
ميړه لپاره طلاقوي اوکه بيخي يی نه طلاقوي خپله ښځه يی ګرځوي لومړئ
ميړه ورباندي هيڅ حق نه لري چي دوهم خاوند يی طلاق ته مجبورکړي ،
داخواسلام ددي سخت طلاق لپاره حلاله يوحل ايښئ چي لومړئ ميړه که
دوهم وارله دي ښځې نکاح کوي نوبايد بل ميړه وکړي بيايی هغه طلاقه اويا
مړشي نوپه دي صورت کښ لومړي ميړه ته يی نکاح کول روا دي ٠
نوردپيسولپاره ياداچي دوهم ميړه باندي شرط دطلاق کيږدي داد خلکو خپل
شخصي کارونه دي په اسلام کښ داشرطونه باطل اوناروا دي ،
تندر صيب هيله ده چي اوس به يی دصيغې سره فرق واضح شوی دی 


سلامونه

tandar
03.11.2012

صابر صيب مننه او سلامونه
دا دچراغ کوشانو،ډيوه مړي، په هکله نه پوهيږم چه دوي په دسته جمعي سره ددغي توري شپي دمراسمو دپرځاي کولولپاره نکاح ټړي او که څرنګه؟ :oops:
ځکه چراغ چه مړ شي يعني تياره شي هر څوک چه دهر چاسره يوځاي شو فرق نه کوي په دي شپه نه دميني او نه دزور موضوع مطرح کيږي بلکه دزړه دبړس ايستنه او دمراسمو پرځاي کول دي :oops:
ايا ددغو خلکو شخصي، ميراثي او که عقيدوي عنعنات دي؟
چه په دي هکله تاريخ پوهان او مذهبي خلک څه رڼا غرځوي؟
تربيا


changezkhan
04.11.2012

داکتر صاحب څپاند ستاسو سلام ته وعلیکم اسلام ،او زما سلامونه هم تاسو ټولو ته وړاندی کیږي.
محترم داکتر صاحب!
ټوکه د واقعیت سره برابره ده. کله چی طلاق واخیستل شي او دا سهوه وګڼل شی بیا څه ضرورت چی دا ښځه خواره دی حتما په یو بل کس وغوول شی ؟ او وروسته لدې چې د بل چا سره یی دا ناخوښه غوونه وکړه ،وروسته له هغې پاکیژي!!
طلاق سړې ورکوی او سزا یی ښځه وویني!!دا څه انصاف دې؟

ستاسو په وینا( په اسلام کې طلاق ډير بد عمل ګڼل شوئ نو ځکه ئي داسې سخت شرايط پرې وضع کړي دي٠ )
محترم داکتر صاحب،واقعا چی دا بد عمل دی اما یوازی د پښتنو لپاره!!
هر عرب دری څلور طلاقه کړی او همدومره ورسره بی نکاح او مجبور ناستې دي. عربان(د مکې او د سعودی عرب) په میاشت کی یوه نکاح کوی او بله ایله کوی،خو د شرم او بد عمل ګڼل یی پښتنو ته ورښودلی. پاکستانیان په مسلمانانو کې نه شمیرل کیږی،چې ولې ،تاسو ټول پرې ښه پوهیږۍ.

عبدالله صابر صاحب لیکلی دی(چنګيزخانه دالله پاک په حکمونوکښ ځيني حکمتونه پټ وي اوضرورهم نه ده
چي مونږيی په حکمتونوپسي وګرځوبلکي دالله پاک حکم تعميل ضروري دي ).
وروره مونږه افغانانو او بیا پښتنو د اسلام له شروع څخه تر اوسه په پټو او ړندو سترګو ،د عقل او شعور نه فاقده او د هر جاسوس ملا په وینا مو اسلام او د الله ج احکام دوبرابره ډبل منلی او پسې ګرزیدلی نه یو.
که الله ج یو څه حکم کړې او دا حکم تر څو چې افغانستان ته را رسیدلی د مکې نه نیولې تر مونږه په هر ښار کې پرې د یو امام او یو ملا لخوا تومنه اضافه شوی ده چې بلاخره له ملایانو یی هم لاره ورکه کړې ده!
او همدا یو ځواب له کلونو کلونو اورو چې په پټو سترګو او بنده خوله باید هر څه ومنې.!!!!!!

تندر صیب ،پدې چراغ کش شپه کې ډیرو سنیانو هم د زړه بړاسونه ویستلی دي او د تکیه خانو په شا او خوا کې یی ورته کمینونه نیولی دی..
په هزاره ګانو کې دا جګ پوزی یی د دې فعالیت ثبوت دې.

تندر صیب حضرت محمد ص یو اسلام او یو قسم قانون یی امتیانو ته پریښوده،اما وروسته چې کوم تجاران پیدا شول دین یی څو ټوټې کړ.چې په مرور د زمان پکې هر رنګه نخرې او ټوکې دې ملایانو ،پیرانو،امامانو او پاکستانیانو ور داخلې کړې.
خو له ټولو بده فرقه یی د انسانانو وژونکې او په مسلمانانو د جهاد د فتوا ورکونکې ډله ده.


pattang
04.11.2012

که نه وايم نوله غمه وايم !
چې يوارې لاړه شي اوبيا بل څوک نکاح پرې وتړي نو داغو....ک.... يوپښتون نور
څه کوي ?? هغه يې چې بيا کاروي ! له هغه نه بل مردګاو پښتون به نوي او له بلې
خوا نوددې ښځې معنويت څه شی شوو ??? الله تعالی خو انسان ته معنويت ورکړی
نولت کول او ختل پکښې لوی جنايت دی !!!!!!!!!!!!!

خبره داسې نده ، دغه ډېر کلک ناممکنه شرط ددې لپاره دی چې په ښځه باندې
له وهلو او ښکنځلو او دطلاق له يادولو چې دښځې لپاره ډېر سخت تماميږي
قطعي ډډه وشي !!
داچې عرب څه کوي او يا څه نکوي دلته د موضع بحث ندی او دا ډول يادوني زوړ
چپې وختونه دپردې مخته راوړي !!
له بلې خو ايا دا مسئله په قرانکريم کې داسې لکه پورته ياده شوې او ستايل شوې
ده او که نه !!!!!!!!!!!!!!!!
ددغې قضيې حل تر قران شريف پورې مربوط او تړلی دی .


سلامونه

tandar
04.11.2012

سلامونه جنګيز خانه
ستا اصلي خبره مي په سره رنګ درته نخه کړي ههههههههههها
نوش جان ئې هههههههههها
ماله يوه ځخه پوښتنه وکړه چه په افغانستان کي له کوم ځاي ځخه ئې ؟
په خواب کي راته وويل چه پلار مي له هلمند څخه دي او مور مي کونړي ده ههههههها
خوپزه ئې جيګه وه ههههههها
خو جنګيز خانه دنائې پاکي ته ضرورت نه لري خدائې سپينه پغونده دي هههههههها
په اخر کي له شوربازاره څخه وو ههههههههها
تربيا
[quote:9635f682c1="changezkhan"]داکتر صاحب څپاند ستاسو سلام ته وعلیکم اسلام ،او زما سلامونه هم تاسو ټولو ته وړاندی کیږي.
محترم داکتر صاحب!
ټوکه د واقعیت سره برابره ده. کله چی طلاق واخیستل شي او دا سهوه وګڼل شی بیا څه ضرورت چی دا ښځه خواره دی حتما په یو بل کس وغوول شی ؟ او وروسته لدې چې د بل چا سره یی دا ناخوښه غوونه وکړه ،وروسته له هغې پاکیژي!!
طلاق سړې ورکوی او سزا یی ښځه وویني!!دا څه انصاف دې؟

ستاسو په وینا( په اسلام کې طلاق ډير بد عمل ګڼل شوئ نو ځکه ئي داسې سخت شرايط پرې وضع کړي دي٠ )
محترم داکتر صاحب،واقعا چی دا بد عمل دی اما یوازی د پښتنو لپاره!!
هر عرب دری څلور طلاقه کړی او همدومره ورسره بی نکاح او مجبور ناستې دي. عربان(د مکې او د سعودی عرب) په میاشت کی یوه نکاح کوی او بله ایله کوی،خو د شرم او بد عمل ګڼل یی پښتنو ته ورښودلی. پاکستانیان په مسلمانانو کې نه شمیرل کیږی،چې ولې ،تاسو ټول پرې ښه پوهیږۍ.

عبدالله صابر صاحب لیکلی دی(چنګيزخانه دالله پاک په حکمونوکښ ځيني حکمتونه پټ وي اوضرورهم نه ده
چي مونږيی په حکمتونوپسي وګرځوبلکي دالله پاک حکم تعميل ضروري دي ).
وروره مونږه افغانانو او بیا پښتنو د اسلام له شروع څخه تر اوسه په پټو او ړندو سترګو ،د عقل او شعور نه فاقده او د هر جاسوس ملا په وینا مو اسلام او د الله ج احکام دوبرابره ډبل منلی او پسې ګرزیدلی نه یو.
که الله ج یو څه حکم کړې او دا حکم تر څو چې افغانستان ته را رسیدلی د مکې نه نیولې تر مونږه په هر ښار کې پرې د یو امام او یو ملا لخوا تومنه اضافه شوی ده چې بلاخره له ملایانو یی هم لاره ورکه کړې ده!
او همدا یو ځواب له کلونو کلونو اورو چې په پټو سترګو او بنده خوله باید هر څه ومنې.!!!!!!

تندر صیب ،پدې چراغ کش شپه کې ډیرو سنیانو هم د زړه بړاسونه ویستلی دي او د تکیه خانو په شا او خوا کې یی ورته کمینونه نیولی دی..
[color=red:9635f682c1]په هزاره ګانو کې دا جګ پوزی یی د دې فعالیت ثبوت دې.[/color:9635f682c1]
هههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههه
هههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههههها

تندر صیب حضرت محمد ص یو اسلام او یو قسم قانون یی امتیانو ته پریښوده،اما وروسته چې کوم تجاران پیدا شول دین یی څو ټوټې کړ.چې په مرور د زمان پکې هر رنګه نخرې او ټوکې دې ملایانو ،پیرانو،امامانو او پاکستانیانو ور داخلې کړې.
خو له ټولو بده فرقه یی د انسانانو وژونکې او په مسلمانانو د جهاد د فتوا ورکونکې ډله ده.[/quote:9635f682c1]


watan jan
23.12.2013

خدای موانصاف روزی کړه
ما دیو عالم څخه پوښتنه وکړه چی داجواب یی راکړو زه یی کټ مټ ترجمه کوم:

کله چی یوسړی خپله ښځه په یو طلاق طلاقه کړی بیرته ورته رجوع کولای شی
کله چی دوهم طلاق ورکړی بیاهم ورته رجوع کولای شی
کله چی دریم طلاق ورکړی بیا درجوع کولو حق نه لری
ښځه ازاده ده هرچاسره چی زړه غواړی نکاح وکړی اوسړی هم پری زور نه شی اچولای چی خامخا به دفلانی سره نکاح کوی
یانی ددریم طلاق نه وروسته سړی اوښځه نه شی کولای خپله نکاح تجدید کړی
بس دوی دواړه ددایم له پاره سره جدا شول ځکه چی دوی دطلاق څخه ملعبه جوړه کړی او سړی ته شرعا جواز نه لری دا ښځه کله هم په نکاح کړی
هو په یو شرط:
هغه دا چی ښځه دبل سړی نکاح وکړی اوبیا یی هغه میړه وفات شی اویا طلاق ورکړی، بیا کولای شی بیرته داولنی میړه سره نکاح وکړی. هغه هم جبری او لازمی نه ده، دښځی خوښه چی کوی یی او کنه
نو په دی کی داعتراض څه خبره ده؟

هو! دغه حلاله چی ورته ویل کیږی (یعنی دموقتی وخت له پاره ښځه بل چاسره نکاح کوی تر څو خپل اولنی میړه ته د نکاح جواز پیداکړی) په حنفی مذهب کی جایز بلل شوی . اما په نورو مذاهبو کی جایز نه ده ځکه چی په دی کی دنکاح هغه حکمتونه پایمال کیږی دکوم له کبله چی نکاح سنت ګرځیدلی. مطلب دا چی که ښځه دوهم میړه کوی دابه شرط نه ږدی چی یوه ورځ یا دوه ورځی وروسته به ما طلاقوی چی زه خپل اولنی میړه سره د واده جوګه وګرځم۰ خپل عادی ژوند دی کوی که احیانا میړه یی مړ شی یا طلاق ورکړی بیا کولای شی خپل اولنی میړه او یا هم بل چا سره نکاح وکړی ، هغه هم (کولای شي) یانی لازمی او جبری نه ده


paylituzu
17.06.2017

ماذا يمكنك أن ترى في تعليقي؟ إذا كنت ترى الجواب، من فضلك
[url=https://www.golden-slot.com][color=#D3BD94:680747c5f1]Goldenslot Casino Online[/color:680747c5f1][/url]
[url=http://www.ymt8282.com][color=#D3BD94:680747c5f1]Gclub Casino[/color:680747c5f1][/url]
[url=http://www.ymt3355.com][color=#D3BD94:680747c5f1]Gclub จีคลับ[/color:680747c5f1][/url]
:roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more