د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دنوروز دلمانځلوپرحراموالی باندی دلائل:


Mazharee
15.03.2017

دنوروز دلمانځلوپرحراموالی باندی دلائل:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
1. دنوروز په لمانځلوکی دکفارو دنفسی غوښتنومتابعت دئ ، پداسی حال کی چی مسلمان دهغوی دنفسی غوښتنودمتابعت څخه صراحتامنع سوئ دئ.
• وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ إِنَّكَ إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ.[البقرة 145]
ژباړه: کچیری (بالفرض) ته ددوی(کفارو) دنفسی غوښتنومتابعت وکړی وروسته تردی چی تاته علم درکړل سوئ دئ نویقینا پدی وخت کی ته دظالمانوڅخه یی.
• وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ عَمَّا جَاءَكَ مِنَ الْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا.[ سورة المائدة 48]
ژباړه: اوته متابعت ددوی دنفسی غوښتنو مکوه دهغه څه نه چی تاسوته دحق څخه راغلئ دئ ، ستاسوڅخه هریوه ته می لاره اوطریقه جوړه کړیده.
• يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا * وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا [الأحزاب 1 – 2]
ژباړه: ای پیغمبره دالله څخه وویریږه اودکافرانو اومنافقینوپیروی مکوه یقینا چی الله پوه اوحکمت والادئ ، او دهغه څه متابعت وکړه چی تاته دالله له لوری دوحی په توګه راغلی دی یقینا چی الله پاک په هغه څه باندی ښه خبردئ چی تاسویی کوئ.
2.دنوروز په لمانځلو ځان دکفارو غوندی جوړل دی ، اومسلمان صراحتا ددی څخه منع سوئ دئ چی ځان دی دکفاروغوندی جوړکړی.
• وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنْسَاهُمْ أَنْفُسَهُمْ أُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.[ سورة الحشر19]
ژباړه: تاسو مه جوړیږئ په شان دهغو خلګو چی الله پاک یی هیرکړئ دئ نودوی ځانونه هیرکړیدی، دوی هغه خلګ دی چی دالله داطاعت څخه وتلی دی.
• أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنْ تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ اللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّ وَلا يَكُونُوا كَالَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِنْ قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ الأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ.[سوره الحدید]
آیا ندئ نیژدی سوئ هغه خلګوته چی إیمان یی راوړئ داچی ددوی زړونه دالله دذکر لپاره اوهغه حق ته چی پردوی نازل سوئ دئ وویریږی ، اودهغوخلګو په ډول نسی چی دوی ته مخکی کتاب ورکړل سو ، بیا پردوی باندی زمانه اوږده سوه (یعنی ددوی او أنبیاؤ ترمینځ ډیره زمانه تیره سوه) نو ددوی زړونه کلک سوه اوډیرئ ددوی فاسقان دی.
3. دنوروز په لمانځلوکی دکفارو لوری ته شوق اومیلان دئ اوالله پاک مسلمانان ددی څخه په ښکاره منع کړیدی ، فرق نلری که میلان دوی ته په دوستۍ باندی وی ، که داسلام په هکله ددوی دخبره په منلوباندی وی اوکه ددوی په کارونوباندی په خوشاله کیدلوباندی وی.
وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ.[هود113].
ژباړه: تاسومیلان مکوئ هغوکسانوته چی ظلم یی کړئ(کافران سویدی) نو اوربه مو مسه کړی ، اوتاسولره بغیرله الله نه هیڅ دوست نسته بیابه ستاسوهیڅ نصرت ونسی.
4.دنوروز په لمانځلوکی دکفاروسره مشابهت دئ ، اودهغه څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت منع کړئ دئ.
• عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال ليس منا من تشبه بغيرنا لا تشبهوا باليهود ولا بالنصاري.[سنن ترمذی 2695]
ژباړه: عمرو بن شعیب دخپل پلارڅخه هغه دده دنیکه څخه روایت کی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زموږ څخه ندئ هغه څوک چی ځان دغیرسره زموږ(چی کافران دی) مشابه کوی ، دیهودو اونصاراووسره مشابهت مکوئ.
• عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ ».[سنن ابی داود 4033]
ژباړه: هرڅوک چی ځان دیوقوم سره مشابه کړئ دئ دهماغه قوم څخه شمیرل کیږی.
5.دنوروز پرورځی باندی عملا درسول الله صلی الله علیه وسلم لخوا بندیزلګیدلئ دئ:
عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ « مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ ». قَالُوا كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضْحَى وَيَوْمَ الْفِطْرِ ».
ژباړه: انس رضی الله عنه فرمایی: کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینی منوری ته راغئ، دمدینی خلګو دوی ورځی لمانځلی اوهغوی کی یی لوبی کولی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دا کومی ورځی دی؟ دوی ورته وویل: موږ دجاهلیت په وخت کی (یعنی مخکی تراسلامه) دا ورځی لمانځلی اولوبی موپکی کولی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله پاک تاسوته ددغه دوو ورځو په بدل کی دوی نوری ورځی چی تردوی ډیری ښه دی درکړی چی دلوی اوکوچنی اخترورځی دی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دحدیث ددی جزء " قدابدلکم بهما" له ورایه ښکاری چی دلوی اوکوچنی اخترونو ورځی دهغو دوو ورځو په بدل کی ورکول سویدی، معلومه خبره ده چی دبدل ورکولو وروسته ، مبدل منه چی هغی پخوانۍ ورځی دی وروسته پرخپل حال باندی پاته کیدلائ نسی. نو دنوروز اومیزان ورځی حرامی سوی پرځای یی دلوی اوکوچنی اخترونو ورځی کښیښودل سوی.
6.دنوروز دورځی لمانځل صحابه کرامو غندلی اومسلمانان یی دلمانځلوڅخه ویرولی دی.
• عن عبد الله بن عمرو بن العاص _ رضي الله عنه _ قال: ((من بنى ببلاد الأعاجم وصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشـبه بهم حتى يموت وهو كذلك حشر معهم يوم القيامة)) [ سـنن البيهقي الكبرى: 9/234،]
ژباړه: دعبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنه څخه روایت دئ چی هرڅوک دکفارو په ښارونوکی بناء وکړی ، ددوی نوروز اومیزان ولمانځی اوددوی سره ځان مشابه کړی ترڅوچی پردغه حالت باندی مړکیږی نودغه سړئ به ددوی سره حشرکیږی.
• عُمَرَ بْنَ الْخَطَّابِ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : اجْتَنِبُوا أَعْدَاءَ اللَّهِ فِى عِيدِهِمْ.
(رواه البخاري في تاريخه،والبيهقي)
ژباړه: دالله پاک ددښمنانو داخترونوڅخه وساتئ.
معلومه خبره ده چی " نوروز" دالله ددښمنانو اختردئ.
7.فقهاء کرامو دقرآن اوحدیث څخه په استنباط دنوروز دورځی لمانځل حرام بللی دی.
• قال المظهر : وفيه دليل على أن تعظيم يوم النيروز والمهرجان ونحوهما منهي عنه وقال أبو حفص الحنفي : من أهدى فيه بيضة لمشرك تعظيما لليوم كفر.[ فيض القدير شرح جامع الصغير]
ژباړه: مظهرویلی دی: پدی خبره کی دلیل دئ پردی باندی چی دنوروز اومیزان دورځو تعظیم منع سوئ دئ، ابوحفص حنفی ویلی دی: څوک چی دنوروز دتعظیم په نیت یوکافرته یوه هګۍ ورکړی دئ پدی باندی کافرسو.
• ويكفر بخروجه إلى نيروز المجوس والموافقة معهم فيما يفعلونه في ذلك اليوم وبشرائه يوم نيروز شيئا لم يكن يشتريه قبل ذلك تعظيما للنيروز لا للأكل والشرب وبإهدائه ذلك اليوم للمشركين ولو بيضة تعظيما لذلك اليوم.(مجمع الانهرفي شرح ملتقي الابهر- بحرالرائق- الفتاوي الهندية).
ژباړه: کافرکیږی په ورتلو سره ونوروزته دمجوسیانو اوپه موافقت باندی ددوی سره په هغه کارونوکی چی دوی یی پدی ورځ کی کوی. او کافرکیږی په رانیولوسره دیوشی دنوروز په ورځ کوم چی بله ورځ یی نه رانیوئ البته پخاطر ددی تعظیم دنوروز نه پخاطر دخوړلو اوچیښولو، همدا راز کافرکیږی کافرته په سوغات ورکولو پدی ورځ کی کڅه هم یوه هګۍ وی البته پخاطر دتعظیم ددی ورځی.
دنوروز لمانځل حرام دی کڅه هم دکافرانو اومجوسیانو په نیب باندی نوی ، ځکه چی دکافرسره پداسی شیانوکی مشابهت کول نیت نه غواړی ، که په نیت باندی وی هغه خوعلماء لیکی چی سړئ ورباندی کافرکیږی اوکه بغیرله نیته وی نوحکم یی حراموالئ دئ.[/b]



ع کريم حليمي
16.03.2017

دروند او مكرم ورور Mazharee صاحب او درنو لوستونكو
السلام عليكم و رحمةالله وبركاته

محترم مظهري صاحب ستاسو ليكنه مي ولوستل ، ښه د لوړ‎ انداز لیکه ده ،
زما ‏توجه دې خبري جلب كړ‎ه ( د نوروز د لمانځلو پر حراموالي باندي دلائل)

داچه دغه عنوان مي ولوستلي بې اندازې خوښ سوم ، لیکنه مي له الف نه تر و سلام پوري ولوستل اما د حمل د لمړ‎ۍ ورځي (نورز) د لمانځلو حرمت په نظر نه راغلی بېله دغه لاندي جملو نه
(دنوروز په لمانځلو ځان دکفارو غوندی جوړل دی ، اومسلمان صراحتا ددی څخه منع سوئ دئ چی ځان دی)
١)دغه كوم. كفار دي ؟؟ دا د نوروز لمانځنه چه كوي داعيسويان دي ؟ او که يهود ؟
٢) ما ستاسو په ليكنه كښي كوم حديث ونه ليدلي ، چه د نوروز لمنانځل ئې حرام كړ‎‎ي بللي وي ؟؟
۳)په تاريخ كي داسي نه دي راغلي چه يو وخت دي يوه يهودي يا كوم يوه عيسوي ، نوروز لمانځلی وي !!!!
پوښتنه مي داكول چه كوم كفار دي ؟ چه نوروز لمانځي

درنښت



ع کريم حليمي
17.03.2017

[quote:ece05031ae]• قال المظهر : وفيه دليل على أن تعظيم يوم النيروز والمهرجان ونحوهما منهي عنه وقال أبو حفص الحنفي : من أهدى فيه بيضة لمشرك تعظيما لليوم كفر.[ فيض القدير شرح جامع الصغير]
ژباړه: مظهرویلی دی: پدی خبره کی دلیل دئ پردی باندی چی دنوروز اومیزان دورځو تعظیم منع سوئ دئ، ابوحفص حنفی ویلی دی: څوک چی دنوروز دتعظیم په نیت یوکافرته یوه هګۍ ورکړی دئ پدی باندی کافرسو. [/quote:ece05031ae]

محترم او مكرم مظهري صاحب سلامونه او احترام
تر سلام او احترام نه وروسته ، كران وروره !! دغه پورته د ابو حفص حنفي فتوی
کوم ربط لري له نوروز سره ؟؟؟، او دوهم ، هگۍ او نوروز بیا کوم ارتباط لري ؟؟؟؟ ، د نوروز دورځي لمانځل په هفت مېوہ سرہ تر سره كيږ‎ي ، د نوروز د لمانځني په فرهنگ كښي د هگۍ راکړ‎ہ او ورکړ‎ه قطعاً نسته !!!؟؟؟

داچه دا مفتي (الحنفي ) فكر كوي !!!! چه خلگ نوروز د چرګي په هگۍ لمانځي، نو داسي معلومیږ‎ي چہ دہ پر ظن تکیه كړ‎ېدہ ، لہ یو عالم سره نه ښایی چہ ګماني فکر سرہ ژوند وکړ‎ي ،(له داسي عقل سره ژوند كول ډېر ګران دی )

مخكي نه مخكي له تاسو نه مننه ، که له ستاسو سره وخت وي نو زه يو څه تشرح ته ضرورت لرم
درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more