د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

حقاني شبکې کابل، کندهار، هلمند کې تروریزم پلان عملي کړ.

اتل
11.01.2017

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
یوې معتبرې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې دوی یوه اونۍ وړاندې خبر وو چې د حقاني شبکه په کابل، هلمند او کندهار کې د بریدونو پلان لري.
د كابل بريدونو كې د ملي شورا نږدې ۵۰ اداري كار كوونكي وژل شوي. د ولسي جرګې اداري پلاوى وايي، په کابل کې تېر مازديګر د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه دوو ځانمرګو بريدونو کې د دې جرګې د دارالانشاء ۳۶ تنه كار كوونكي وژل شوي او د پېښې ډېرى ټپيان هم د ولسي جرګې اداري كارمندان دي.
د ولسي جرګې منشي عبدالرووف انعامي تاييد كړه، چې د هرات وكيله رحيمه جامي هم په ټپيانو كې ده.
د عامې روغتيا وزارت په دې بريدونو کې د ۳۸ كسانو د وژل كېدو او ۷۲ د ټپي كېدو خبر وركړى و.
====
"خواره شې مینځې، چې د مینځې لتي مينځې".
پنجابیانو چې خپل ګوډاګئ سراج الدین حقاني پر طالبانو تپلئ، دتروریزم خپل پلانونه په هغه عملي کوي، او سراج حقاني چې پرطالبانو یې پښه اړولې ده، بیا یې د مسؤلیت منلو ته طالبان مجبوروي.
دپنجابیانو دا لوي ګمراه، دترورېزم سرغنه ګوډاګئ، سراج حقاني چې په پاکستان کې دېره دئ، دخپأو بادارانو په مرسته دپيچلو ترورستي حملو میرګن ترې جوړ شوئ، په ترورستي حملوکئ دداسې موادو، تخنیک او وسایلو نه کار اخلي، چې دهغه پنجابي باداران یې طالبنو ته نه ورکوي. لدې بابته چې دطالبانو دمشرۍ شورا هم په کوټه کې دیره ده او سراج حقاني یې مشر دئ، طالبان مجبور دي چې د سراج حقاني اطاعت وکړي، پداسې حال کې دحقاني د ترورستي شبکې جنایاتو مسؤلیت په غاړه واخلي، چې طالبان حتی دحقاني د حملو نه هیڅ ډول مخکیني معلومات نلري.
افسوس طالبه چې بیځابه دې ځان د دین، او وطن دښمن کړ، او په پای کې به دې، نه دین شی نه دنیا، ځکه چې دا جهاد نه بلکه نیابتي جنګ دئ.
الله ج دې بصیرت درپه برخه کړې.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more