د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د الله تعالی په اسماء الحسني کي د قهار او جبار د لفظ تحقیق

عبدالسلام حنف
29.11.2016

د الله تعالی په اسماء الحسني کي د قهار او جبار د لفظ تحقیق
لیکنه. عبدالسلام حنفي
بعضو کسانو ته دا شبه پیدا کیږی چي جبار خو په معني د ډیر ظالم سره راځي نو څنګه د الله تعالی لپاره داسی لفظ استعمال شوی دي. د دغه شبه جواب دادي. چي په عربي ژبه کي د جابر یا جبار معني دا نه ده لکه په نورو ژبو کي چي جابر یا جبار ظالم ته وايي. بلکي د جابر معنی ده. مات شوی شئ جوړول. د مات شوی هډوکي جوړولو ته جبر ویل کیږی او څوک چي مات شوي هډوکي سره ونښلوی هغه ته جابر ویل کیږي. او دا څه غلطه معني نه ده. بلکه ښه معنی ده. دارنګه د جبار معنی ده ډیر زیات مات شوی شیان یو ځای کونکي او نښلونکي. نو د الله تعالی د نامه معنی معاذ الله ظلم کوونکی او یا عذاب ورکونکی نه ده. بلکه د هغه معنی داده چي کوم شئ مات شوی دی الله تعالی یي یو ځاي کوی او نښلوي.
ځکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم به چي دعا کوله په هغوی کي یي په یوه دعا کي الله تعالي په دغه نامه سره بلل شوي دی.
یا جابر العظم الکسیر الحدیث
الحزب الاعظم ملا علی القاری. صفحه ۲۲۳.
ارشیف ملتقی اهل الحدیث. جلد ۱ صفحه ۸۴۳۳. مکتبة الشامله.
او د قهار د لفظ تحقیق
همدارنګه د الله تعالی په اسماء الحسني کي یو نوم قهار دی چي موږ او تاسو د هغه معني پر خلګو ډیر قهر او غصه کوونکي سره کوو. خو په عربي ژبه کي د قهار د لفظ معني ده غلبه پیدا کوونکي. غالب چي پر هر شئ غالب وی. او هغه ذات چي د هغه په مقابل کي هر شئ مغلوب وي. او دی په هر شئ غالب وي . قال الطبري عند قوله تعالى : لِمَنِ الْمُلْكُ الْيَوْمَ لِلَّهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ {غافر: 16 }قال: القهار لكل شيء سواه بقدرته الغالب بعزته .
والقَهَّارُ من صفات الله عز وجل ، قال الأَزهري : والله القاهرُ القَهّار قَهَرَ خَلْقَه بسلطانه وقدرته وصَرَّفهم على ما أَراد طوعاً وكرهاً ، والقَهَّار للمبالغة . وقال ابن الأَثير : القاهر هو الغالب جميع الخلق " انتهى .
"لسان العرب" (5 /120)
د الله تعالی هیڅ نوم پر عذاب دلالت نه کوي.
بلکي د الله تعالی په اسماء الحسني کي هیڅ نوم داسی نه شته چي پر عذاب دلالت وکړي. ټول اسماء پر رحمت دلالت کوي. یا په ربوبیت دلالت کوی. یا په قدرت دلالت کوي. نو د الله تعالی اصل صفت رحمت دي. هغه پر خپلو بندګانو رحیم دي. هغه رحمن دئ هغه کریم دي. هو کله چي بنده د حد څخه تجاوز وکړي نو بیا بي شکه د هغه غضب هم نازلیږی. د هغه عذاب هم برحق دی . چي دا خپله جزا د خپل عمل په مقابل کي ورکول کیږی. او دا جزا ورکول د الله تعالی له طرفه یو عادلانه جزا ده. د الله تعالی په اسماء الحسنی کي یو نوم هم صراحتاً په عذاب دلالت نه کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more