د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په ټلیفون باندي د نکاح حکم

عبدالسلام حنف
12.11.2016

په ټلیفون باندي د نکاح حکم
لیکنه. عبدالسلام حنفي
سوال. په ټلیفون باندي نکاح کیدي شي او کنه ؟ که کیدي شي نو د کومو شرطونو لاندي ؟
جواب. په ټلیفون باندي نکاح نه شي کیدي ځکه چي د دوو شاهدانو په موجودګي کي ایجاب او قبول په دې کې د شرعي شرطونو مطابق ممکن نه دي. که چیري په غیر ملکونو کي اوسیدونکي نکاح کول غواړي نو د هغه دا صورت ممکن دي چي په کوم ښار کي انجلي موجوده وي د هغه ښار کوم سړی خپل وکیل جوړ کړي او هغه ته ووايي چي زما نکاح د فلانی انجلۍ سره وتړه. نو اوس به دا وکیل د دوو شاهدانو په موجوده ګي کی د انجلۍ یا د هغي د وکیل سره ایجاب او قبول وکړي. فتاوي عثماني. ټوک دوهم پاڼه ۳۵۰ او ۳۴۹ د نکاح بیان
لقوله علیه السلام. لا نکاح الا ببینة. ترمذي رقم ۱۱۰۳. باب ما جاء لا نکاح الا ببینة. فتح باب العنایة فی شرح النقایة. جلد ۲ صفحه ۳۴۱ کتاب النکاح. [url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more