د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یوه غلطه عقیده

عبدالسلام حنف
27.10.2016

__ یوه غلطه عقیده __
_______
لیکنه : __عبدالسلام حنفی
____ اکثره خلگ دا عقیده لری چی د قربانی په حیوان به په بل صراط تیریژو . او په خلګو کی دا خبره ‌ډیره کیږی چی قربانۍ کوونکی به پر دغه حیوان سپریږی او پر پل صراط به ورباندی تیریږی دا یو ضعیف او کمزوری روایت دی چی الفاظ یی دادی : عظموا ضحاياكم؛ فإنها على الصراط مطاياكم : اوپه بل روایت کی راځی. استفرهوا ضحاياكم : یعنی تاسو خپل د قربانۍ حیوان چاغوی ځکه چی دا به پر پل صراط ستاسو سواري وی خو دا ډیر ضعیف حدیث دی. قال ابن الصلاح: هذا الحديث غير معروف ولا ثابت فيما علمناه، تخلیص الحبیر ،ج 4 ، ص 341
استفرهوا ضحاياكم فإنها مطاياكم على الصراطِ (القاضى عبد الجبار فى أماليه ، والديلمى عن أبى هريرة)
أخرجه الديلمى رقم 268 وذكره أيضًا : الرافعى فى التدوين (ج 3 ص 219 ) من طريق القاضى عبد الجبار بسنده عن أبى هريرة . قال العجلونى فی کشف الخفاء( ج 1 ص 133 ) : رواه الديلمى بسند ضعيف جدًّا عن أبى هريرة . والحديث موضوع كما قال الحافظ أحمد الغمارى فى المغير (ص20 ، 21) . الجامع الکبیر للسیوطی، ج. 1 ص 3612
او ضعیف حدیث بغیر د صراحت څخه بیانول جائز نه وی، ځکه نو پر د حدیث اعتقاد ساتل درست نه دی خو په خلګو کی دا حدیث دومره مشهوره دی چی دا فکر کیږی چی که دې دا عقیده د نه ساتله نو قرباني نه کیږی نو موږ د دې حکم نه نفی کوو او نه یی اثبات صحیح علم یی صرف الله تعالی لره شته دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more