د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د فکر وکړئ کفري صفحې رد .

عبدالسلام حنف
27.10.2016

د فکر وکړئ کفري صفحې رد .
لیکنه. عبدالسلام حنفي
سوال. الله تعالي په قران کې وايي چې موږ ډیر انسانان او پیریان د دوزخ لپاره پیدا کړي دي [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 179]
وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ ءَاذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَآ ۚ أُولٰٓئِكَ كَالْأَنْعٰمِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُولٰٓئِكَ هُمُ الْغٰفِلُونَ
او دا حقيقت دى چي زياتره پيريان او انسانان مو د دوږخ لپاره پيدا کړيدي. د هغوى زړونه شته، خو فكر ورباندي نه كوي. د هغو سترګي شته، خو څه پرې نه ويني. د هغوى غوږونه شته، خو څه پرې نه اوري. هغوى د څارويو په شان دي؛ بلکي له هغو څخه هم لا پسې تېر، دا هغه خلك دي چي په غفلت کښي لويدلي دي.
دلته اول سوال دادي چې انسانان او پیریانان الله تعالی له سره د دوزخ لپاره پیدا کړي او همدا يې پریکړه وه؟
جواب. نو قرآن په خپله په همدې آیت کې دې پوښتنې ته جواب ورکوي او فرمايې چې دوي ته الله تعالی زړه ورکړی خو د تفقه لپاره یې نه کار وي سترګې يې ورکړې خو په عالم کې خورو نښو ته پام نه کوي غوږونه یې ورکړی خو د حق خبرې پرې نه اوري. که چیری دا استعدادونه نه وی ورکړل شوي نو بیا به د اعتراض وړ خبره وه. چې ښائي الله تعالی دوی له سره د دوزخ لپاره پیدا کړي وو قران موږ ته په مکرره توګه وايې چې انسان په خپل اختیار کې دي که کفر اختیار وي او که ایمان اختیار وي خو یوه لاره یې جنت ته رسوي بله لاره یې دوزخ ته .
د فکر وکړئ کفري صفحې دوهم جواب
[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 179]
وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ ءَاذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَآ ۚ أُولٰٓئِكَ كَالْأَنْعٰمِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُولٰٓئِكَ هُمُ الْغٰفِلُونَ
او دا حقيقت دى چي زياتره پيريان او انسانان مو د دوږخ لپاره پيدا کړيدي. د هغوى زړونه شته، خو فكر ورباندي نه كوي. د هغو سترګي شته، خو څه پرې نه ويني. د هغوى غوږونه شته، خو څه پرې نه اوري. هغوى د څارويو په شان دي؛ بلکي له هغو څخه هم لا پسې تېر، دا هغه خلك دي چي په غفلت کښي لويدلي دي.
دوهمه پوښتنه دلته داده چې تفقه او پوهه زړه ته منسوب شوي په داسې حال کې چې علمی تحقیقاتو زړه نه بلکي د انسان دماغ د احساس او ادراک مرکز ګڼي او زړه یوازې د وینې د پمپ کولو وسیله بولي له حقیقت نه بی خبره خلک دا اعتراض کوي چی قران ولې هغه زړه ته منسوب کړی چې اصل کې د زړه کار نه دئ بلکې د دماغ کار دی نو دې پوښتنې ته د جواب او د دغو کسانو د تشویش رفع کولو لپاره لاندی وضاحت کوو. قران چې زړه ته څه منسوب کړي دا د نړۍ په هر ګوټ کی د هر قوم لخوا او په هره ژبه کې زړه ته منسوب شوی تاسو به هر ځای کی له هر چا څخه دا خبره اوریدلی وی یا نه خو وایی چی تصدیق او تکذیب باور او انکار مینه او کرکه او داسی نور شیان ټول زړه ته منسوبوی په د هکله قرآن وینا د تعجب وړ نه ده نه د اعتراض وړه ده او نه د علمي تحقیقاتو خلاف ده او یوه معقوله خبر ده دا خبر نه یوازی په تورات انجیل زبور او ټولو مذهبی کتابونو کې زړه ته منسوب شوی ده بلکی د ملحدینو په کتابونو کې هم زړه ته منسوب شوی او همدا شان د شعراوو لیکولانو عوامو علماوو دیندارانو او بی دینانو او ساینس پوهانو هم زړه ته منسوب کړی نو دا ولې او دڅه لپاره دلیل یې دادی.
زړه د دماغ لپاره د سترګو غوږونو پزې او پوستکې په څیر یوه وسیله ده که دغه پنځه حواس یې د پیژندو او احساس وسائل دي نو زړه یې د خپلو پریکړو د انعکاس لپاره داسی وسیله ده چې له د لارې خپلې پریکړې اعلانوی. زړه ته د دې خبرو منسوبول داسی دي لکه موږ چی لیدل سترګو ته منسوبوو. حال دا چې سترګي فقط دوه عدسیی دی له دې لارې نور دماغ ته انتقالیږی د لیدل شوی شئ په هکله پریکړه په دماغ کې کیږی لیدل په حقیقت کې د دماغ کار دی نه د سترکو سترګې او غوږونه د دماغ لپاره داسی کړکۍ دی چې له بهرنۍ محیط نه دماغ ته پیغامونه انتقالوي. د دغو پیغامونو د څرنګوالي پریکړه دماغ کوي په اصل کي لیدل اوریدل د دماغ کار دی نه د سترګو او غوږونو که د دماغ هغه برخی زیانمنې شې چې سترګو او غوږونو څخه پیغامونه تر لاسه کوی او دهر پیغام په اړه پریکړه کوي نو نه به په روغو سترګو څه لیدی شو او نه به په غوږونو څه اوریدی شو لکه څنګه چې لیدل اوریدل سترګو او غوږونو ته منسوبول د اعتراض خبره نه ده همدا راز زړه ته دغه احساسات منسوبول یو فطري انتساب دئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more