د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د الله تعالي په موجوالي باندى يو بل ډير خوندور دليل،

عبدالسلام حنف
27.10.2016

د الله تعالي په موجوالي باندى يو بل ډير خوندور دليل،
لیکنه. عبدالسلام حنفي
د مور په ګيډه کې د دوو ماشومانو خبرى اترى،
مکالمه،
لومړى ماشوم : وايي، ايا ته د زوکړې وروسته په ژوندون باندى باور لري؟
دوهم ماشوم : بلکل همداسى ده موږ داسى يوې نړۍ ته تلونکي يو چې ډيره لويه ده، او موږ تاسى هرى خوا ته کتل او په کى تللاى شو، په خپله خوله باندى خوارک کولاى شو ،
لومړى ماشوم : دا هيڅ امکان نه لرى زما او ستا غذا يو ځاى ده او هغه هم له داسى رسۍ څخه چى ډيره لنډه ده، او اوږدوالى يي د باندى نه رسيږى، دا ممکنه نه ده چى بله دنيا دې هم وى، که بله دنيا شته نو ولي هيڅوک ترى دلته نه دي راغلى ، چي موږ ته واقعيت بيان کړى، دا څنګه ومنم،؟
دوهم ماشوم : څومره ښه زه به مې مور هم په خپلو سترګو ووينم،
لومړى ماشوم : مګر ته ذږد مور په وجود باور لرى،؟
دوهم ماشوم : هو کى موږ يوه مور لرو چي زموږ پالنه کوى،
لومړى ماشوم : که مور شتون لرى، نو ولى يي زه نه وينم چيرته ده ؟
دوهم ماشوم : زما په اند مور هر ځاى ده زموږ شاوخوا او ګرد چاپيره،
نوټ ، دوستانو نور نو تاسو تشبيه وکړى، خو داسى تشبيه هم نه چې الله تعالى به هم همداسى تشبيې کوى ، بلکى تشبيه کى قاعده داده چى يو جز به په مشبه کى موجود وى ، مثلا زه وايم احمد زمرى دى، دا معنا نه چي د هغه شکل د زمرى دى بلکى په شجاعت يا غيرت کى د زمرى په شان دى، نو دلته هم داسى يو يو جز شته چى د الله تعالى په موجود والى ، او نورو باندى دلالت کوى،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more