د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

محکم او متشابه آياتونه

عبدالسلام حنف
27.10.2016

محکم او متشابه آياتونه
لیکنه. عبدالسلام حنفي
محکم په لغت کې، ماخوذ دئ، له احکمت الدابة وأحکمت، څخه چې معنا يې منع کول راځي، نو حکم ويل کيږي جلاوالي ته په مابين د دو شيانو کې نو حاکم هم ظلم منع کوي، او جلاوالي يا فصل راولوي په مابين د دوو خصمين يعنى د دوو شخړه کوونکو،
او فرق کوي په مابين د حق او باطل کې او فرق کوي په مابين د رښتيا او دروغو کې،
نو حکم د محکم دادئ چې دا قطعي دئ او په دو به عمل کوى سره د يقينه ،
او الله تعالي ډير ځايه د قران توصيف کړى دئ چې د قرانکريم آياتونه محکمات دئ، يعني واضح لکه چې فرمايي، [سُوۡرَةُ هُود : 1]

الٓر ۚ كِتٰبٌ أُحْكِمَتْ ءَايٰتُهُۥ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ

الف، لام، را. دا داسي کتاب دى چي ايتونه یې په پاخه او مفصل ډول د حکمت د څښتن او باخبره ذات له خوا ويل شويدي؛
دا آيت او دې ته ورته نور اياتونه په دې دلالت کوي چې د قرانکريم آياتونه ټول محکم يعني واضح دي،
او بل ځاى بيا الله تعالي فرمايي، چي د قران پاک آياتونه متشابه دي، [سُوۡرَةُ الزُّمَر : 23]

اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتٰبًا مُّتَشٰبِهًا مَّثَانِىَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلٰى ذِكْرِ اللَّهِ ۚ ذٰلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِى بِهِۦ مَن يَشَآءُ ۚ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍ

الله ډېر غوره کلام نازل کړی دى، داسي يو كتاب چي د هغه ټولي برخي يوه بلي ته ورته دي؛ او مضامين په کښي په وارو وارو تكرار شويدي. د هغه په اورېدو سره د هغو خلكو د بدن پر پوستکو لړزه راځي چي د خپل رب څخه وېرېدونكي دي؛ او بيا د هغو د جسم او د زړه په نرمېدو سره د الله د ذكر خوا ته میلان كوي. دا د الله هدايت دى، چا ته یې چي خوښه شي په دي سره یې سمي لاري ته راولي. او چا ته چي الله هدايت ونه كړي، د هغه لپاره بيا هیڅ هدايت كوونكى نشته.
نو د دو او داسې نورو آياتونو څخه څرګنديږي چي د قرانکريم اياتونه متشابه دي، نو دا خو يو ډول تضاد راغلي په مابين د دغو دوو قولو د الله تعالي کې، چې يو وار يي د قران پاک ټول آياتونه محکمات ذکر کړل بيا يي متشابهات، نو دا هغه سوال دئ چې نن يې موږ د اکثره کفارو ملحدانو څخه په بار بار اورو ،
نو اوس به راشو د متشابهات معنا ته چې آيا په رښتيا تضاد واقع کيږى،
نو متشابه په لغت کې ماخوذ دئ له د تشابه څخه چې معنا يې ده د يوه شئ له بل شئ سره تشبيه ورکول، او شبهه دې ته وايي چي يو شئ د بل شئ څخه جلاوالى او فرق نه شي راوستلى، يعنى د ورته والي له وجه سره مشابه وي، نو ځکه الله تعالى فرمايي د جنتيانو په هکله [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 25]

وَأُتُوا بِهِۦ مُتَشٰبِهًا ۖ وَلَهُمْ فِيهَآ أَزْوٰجٌ مُّطَهَّرَةٌ ۖ وَهُمْ فِيهَا خٰلِدُونَ

، كله چي كومه مېوه د خوراك لپاره هغو ته وركړه شي، نو هغوى به ووايي: "همدغسي مېوه له دې څخه مخكي په دنيا كښي موږ ته راكړه شوې وه!" د هغو لپاره به هلته ډیري سپېڅلي ښځي وي او هلته به د تل لپاره اوسيږي،
نو دلته قران پاک هم مشابهت په دې معنا سره دي چي د قران پاک بعضى آياتونه د بعضي نور سره په کمال اعجاز کې سره مماثلت يا مشابهت يا ورته والى لري، او بعضې يې د بعضې نورو سره په صدق او معنا کى ورته والى لري،
نو دا يې تفسير دئ کوم چي هيڅ تضاد واقعې نه شو په مابين د قولو د الله تعالى کې ، چې يو ځاي يې محکمات ياد کړي دي او بل ځاي يې متشابهات، نو د قران اياتونه چې دي مبين او ښکاره دي واضح دى او متشابهات يعني د قران ټول آياتونه د يوه او بل سره ورته والى لرى،
علوم القران صفحه ،191 - 192 الاحکام العام والتشابه العام ، وتفسيرالجلالين ، سوره ال عمران آيت 6
او کوم چې مقطعات آيتونه دي نو د هغه راز به ان شاء الله هم بيان کړو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more