د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د ناسخ او منسوخ حکمت

عبدالسلام حنف
26.10.2016

د يوه ملحد سوال ته جواب ،
لیکنه. عبدالسلام حنفي
په شریعت کی د ناسخ او منسوخ یو مثال بالکل د یوه حکیم یا ډاکتر د نسخې په مثال دی، په کمه کی چی دوا وی یعنی درملونه کرار کرار بدلول کیږی. چی حکیم یا طبیب ته اول دا اندازه وی چی دری ورځی. تر دوا استعمالولو وروسته به پر مریض داسی حالت راځي. نو دغه وخت به فلانکی دوا ورکول کیږی کله چی دی اوله نسخه منسوخه کوی. او دوهمه ورکوی نو داسی ویل صحیح نه وی چی اوله نسخه غلطه وه. په دی وجه یی منسوخه کړه. بلکی حقیقت داوی. چی په اولو ورځو کی هغه نسخه صحیحه او ضروری وه او په وروستیو حالاتو کی دا دوهمه نسخه صحیح او ضروری ده. معارف القرآن . سورة المائدة . پاره ۶ صفحه ۱۸۳ . جلد ۲ .نو په شريعت کى د دين منسوخه کيدل يا د يوه حکم منسوخه کيدلو هم همداسې مثال دى،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more