د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

شمالی او جنوبي قطب کی وخت معلومول

عبدالسلام حنف
26.10.2016

قطب شمالی اوجنوبې کې د وختونو معلومول
لیکنه. عبدالسلام حنفي
یوه ملحد پوښتنه کړي وه چی په شمالي قطب او جنوب قطب کې چی کوم مسلمان مثلاً ژوند کوي نو د هغو د لمانځه لپاره د وختونو ټاکل مشکل دي نو څه به کوي. ؟
جواب. د دو جواب به په داسې لنډو ټکو کې درکړم
رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو په مخ کې د دجال یادونه وکړه. نو صحابه کرام وایی موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دا پوښتنه وکړه چې دجال به څومره موده د خلګو په مابین کې پاتې کیږي نو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل
( اربعون یوماً ) یعنی څلویښت ورځې بیا يې وفرمایل ( یوم کسنة ویوم کشهر ویوم کجمعة وسائر ایامه کایامکم) یعنی دجال چې کله د خلګو مابین ته راشی اوله ورځ به یې د کال په اندازه وي دوهمه ورځ به يې د ماشتې په اندازه او دریمه ورځ به یې د جمعه په اندازه وي او نورې ورځې به يې ستاسو د نورو عادي ورځو په اندازه وي. صحابه کرام وایی موږ پوښتنه وکړه چي یا رسوالله صلی الله علیه وسلم دغه ورځ چې د کال په اندازه وی نو په دو کې یواځی پنځه لمونځونه کفایت کوي ؟
نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل لا یعنی نه کوي بلکی اقدرو له یعنی تاسو د خپلې اندازې مطابق لمونځونه وکړې. د دې حدیث روایت امام مسلم په خپل کتاب صحیح مسلم جز ۴ صفحه ۵۱۰ نمبر الحدیث. ۲۲۴۰ کې کړی دی. ترمذي . ج ۴ ص ۵۱۰ حدیث نمبر ۲۹۳۷ او امام احمد په مسند احمد کې جز ۴ ص ۱۸۰ حدیث نمبر ۱۷۶۶۶ او مستدرک الحاکم. حدیث نمبر ۸۵۰۸. دا حدیث نقل کړی دی. نو د امت علماوو په پخوا او اوس عصر کې ډیر بحثونه او تحقیقونه په دو مسئله کې کړی دی داسی هم نه چې اسلام به نو په دو ځایو کې کوم حکم نه لری بلکې په اسلام کې د هر شی تحقیق شته کوم چې تر اسلام پورې تړاو لري. نو د لمانځه وختونه معلومولو ته په دو حدیث کې په اټکل سره اشاره شوی یعنی چی په اټکل به یی معلوموئ. او همدارنګه په هغه ځایونو کې چې ورځ او شپه تر ډیره وږده وي په همه ډول د روژی وخت او د رمضان المبارک د راتللو وخت ټاکي کوم ډول چې د لمونځونو لپاره ټاکل کیږی نو د اوس عصر علماوو دا فیصله کړی ده چې د هغه ځای اوسیدونکو لپاره چي شپه او ورځ يې ډیر وږده وي د هغو ځایونو سره سم به عمل کوي د لمانځه په وختونو او د روژې د وخت په معلومولو کی کوم چې دوی ته نژدې وي او هغو هیواد کې به هم کوم چی دوی ته نژدی وی د معمول سره سم د ورځې او شپې ګرزیدلو لړۍ روانه وي. جدید فقهي مسائل. صفحه ۹۴ احسن الفتاوی جلد ۴ صفحه ۷۱.
نو په اسلامي فقه کې د دو ډیر مثالونه موجود دي لکه په یو چا باندی د وریځې له سببه یا په یوه داسی بندیخانه کې بندی وی چي په هغه بندیخانه کی تیاره وی هیڅ نه معلومیږی. او نه څوک وی چی ده ته د لمانځه په وختونو باندی خبر ورکړي. او نه ساعت ورسره وي نو دا کس به د لمانځه وخت په خپله غلبه رایه سره معلوموي.الفقه الاسلامي وادلته جلد ۱ صفحه ۵۱۸ الاجتهاد فی الوقت بیروت چاپ. نو د قطب شمالی یا جنوبی هم په دو قیاس کړه خو اوس الحمدلله د وخت معلومولو لپاره آلې موجودی دی نو دومره مشکل نه دی خو دا پورته چې څه ذکر شول نو د اسلامی تعلیماتو مطابق حکم هم موجود دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more