د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ولې الله تعالی کفارو ته په قران پاک کې ځناور ویلي دي؟

عبدالسلام حنف
26.10.2016

ولي الله تعالی په قران پاک کې کافرو ته ځناور ویلي دي ؟
لیکنه. عبدالسلام حنفي
د دو ډیرې وجه کیدلي شی چی د هغو څخه به يې یو څو موږ درته بیان کړو
اوله وجه. ځکه ورته څاروي ویل شوی دی چي حیوان هم تمیز او فرق کړی شي په مابین د هغه شي کي چي څاروي ته نفع او ضرر رسوي. نو هیڅ ځناور هغه شي ته نه ور مخته کیږی کوم چې د ده لپاره ضررناک وي. خو لیکن کفار بیا هغو شی ته وړاندې کیږی کوم چې دوی ته ضررناک وي د خپل شهوت او د هوا پرستی له وجي ځان هلاکولو ته برابر کړي نو ځکه دوی ته تر ځناور هم ګمراه ویل شوی له دغه وجه څخه کومه چې ذکر شوه
دوهمه وجه. دا کیدلي شي چي ځناور یا حیوان هم د الله تعالی تابعدار وی خو کافر بیا د خپل رب او خالق څخه سرکشي کوي.
دریمه وجه. دا کیدی شي چي کفارو او مشرکینو خپله مستقیمه لار غلطه کړه او په بله لار لاړل خو حیوان بیا هم چي په کومه لار برابر کړی په همغو روان وي او که چیرته لار غلطه کړی د اشارې په واسطه بیرته خپلې لارې ته راځی خو مشرک او کافر بیا هم د نصحت وعظ سره سره خپلې مستقیمې لارې ته نه راځي. او خپل رب نه پیژني.
څلورمه وجه. داده چې ډیر مشرکان او بې دینه او کافر ظاهري ناپاک شیان دوی ناپاک نه ګڼي. په دې وجه د دې ظاهری نجاستونو څخه هم نه بچ کیږي لکه شراب او د دې څخه جوړ شوی شیان او د معنوي نجاست څخه هم ځان نه ساتي لکه د جنابت غسل وغیره دغه رکم فاسدې عقیدې او رذیل اخلاق له له وجی دوی ته ځناور ویل شوی دي چی د حلال او حرام او نجس شي فرق نه کوي. او ځناور هم د دو فرق نه کوي.
او د فکر وکړئ کفری صفحه د هر جواب لپاره دا لینک خلاص کړئ https://m.facebook.com/فکر-وکړئ-جواب-1740122702916048/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more