د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

الله تعالي د هر ساه کښ د رزق ذمه اخیستي ده

عبدالسلام حنف
26.10.2016

لیکنه. عبدالسلام حنفي
هغه سوال چې زه يې دا ډیر وخت په تشویش کې اچولی وم نن د الله تعالي په فضل سره مو ډیر قناعت بخښونکی جواب ورته پیدا کړو سوال. الله تعالی د هر ساه لرونکی د رزق ذمه اخیستی او حال دا چی اکثره خلګ د لوږی مری دوهم سوال الله تعالی وایی انسان مي په ښایسته شکل کې پیدا کړی دی او حال دا چی نن موږ بعضی داسی ماشوم یا لوی انسان وینو چی یا یې دوه سره وی یا یې لاس او پښی سره بل رکم وی یا نور نقصانات په کې وی. ؟
اول د قران جواب.
[سُوۡرَةُ الشّوریٰ : 27]

وَلَوْ بَسَطَ اللَّهُ الرِّزْقَ لِعِبَادِهِۦ لَبَغَوْا فِى الْأَرْضِ وَلٰكِن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَآءُ ۚ إِنَّهُۥ بِعِبَادِهِۦ خَبِيرٌۢ بَصِيرٌ

كه الله خپلو ټولو بندګانو ته پراخه روزي ورکړې واى، نو هغوى به په ځمکه کښي د سرکښۍ طوفان برپا کړی وای، خو هغه په يو حساب سره چي څومره غواړي نازلوي یې. په باوري ډول هغه له خپلو بندګانو څخه باخبر دى او هغوى ويني.

جواب. نو که څوک هم د الله تعالی په وجود باندی ایمان لری نه د هغه لپاره دا لازمه ده چې د الله تعالی ټول صفتونه به مني د هغه په الرحمن الرحیم کیدو باندی به هم ایمان لري. نو که موږ یو څوک وینو چی د رزق د تمام کیدلو له وجې مړ کیږی او یا يې په اندامونو کې نقصانات وي. او د دوی په لیدلو سره موږ ته په هغو باندی رحم راځي زړه مو پرې بد یږی نو آیا الله تعالی چي رحمان او رحیم ذات دی هغه ته به ترحم نه پری ورځي ؟ بلکي خامخا ځکه الله تعالی تر موږ ډیر رحم کوونکی دی. خو هغه چی دومره رحم کوونکی ذات دی نو بیا یې ولي په داسی سخت حالت کي هغه شخص پریښوی نو دا به څه وجه وي ؟ نو جواب دادی. چی زموږ علم او ادراک ډير قاصر دی ځکه موږ وینو چې یو ډاکتر د یوه شخص اندامونه پری کوي او په هغه باندی وینې راځي. او زموږ زړه پري بدیږی خو حقیقت کې ډاکتر په دې باندی پوهیږی چی دا اپریشن د هغه کس لپاره ګټه کوی نه توان ځکه چی د ده د مرض د ختمول سبب دی. نو اوس هم الله تعالی چې کوم کس ته پوره اندامونه نه وی ورکړی یا د لوږی له سببه مړ کیږی نو الله تعالی په دو مصلحت باندی ښه پوهیږی چی د دو شخص یا کس لپاره دا ګټه کوی او دا توان کوی. خلاصه از فتاوی عثمانی لومړی ټوک پاڼه ۱۴۹ د علم او تاریخ او طب بیان.

بل جواب، اول به راشو ، د رزق معنا ته چې رزق څه ته وايي؟ رزق په لغت کې هغه شى ته وايي په کم سره چې ساکښ او روح لرونکى شئ خپل خوارک حاصلوى، او د کم په ذريعه چې د ده روح ته بقا او په جسم کې غټوالى او لوى والى راځي،
نو د رزق لپاره دا ضرورى نه ده چې د چا رزق وى، او هغه ددغه رزق مالک هم وى، ځکه چې ټولو حيواناتو ته رزق ورکول کيږى، ليکن دوى ددغه مالکان نه دى، مګر رزق دوى ته ورکول کيږى، نو اوس راځو اصلى مطلب ته چي الله تعالى په قران پاک کى فرمايي، [سُوۡرَةُ هُود : 6]

وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِى الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا ۚ كُلٌّ فِى كِتٰبٍ مُّبِينٍ

په ځمکه کښي هیڅ داسي كوم خوځنده ساكښ نشته، چي د هغه روزي د الله په غاړه نه وي او د هغه په باب ونه پوهیږي چي هغه چيري اوسیږي او چيري هغه سپارل کیږي. هر څه په يو روښانه دفتر کښي ثبت دي.
نو په دا آيت مبارک باندى کفار هغه اعتراض کوى کوم چې مخکى هغه ذکر شو، نو اوس جواب دادى، چې د رزق ذمه وارى تر هغه وخته پورى ده تر څو چې د ده مقرر اجل يعنى عمر پوره نه شي، نو تر هغه وخته پورې چې څومره رزق او روزي د هغه کس لپاره مقدره وى هغه يقينا وروسيدونکى ده، نو کله يي چې رزق ختم شې نو عمر ختميدل يي هم شروع شي، نو په هر حال د ده مرګ وى، او د دې دنيا څخه تلل وى، چې عام سبب يي دادى چى يا مرضونه پرى راشي، کله سوزيدل، کله غرقيدل اوکله زخم کيدل، او غيره نور سببونه د ده د مرګ لامل شي، ځکه چي رزق يي ختم شوى دى، دغه رقم يو سبب دا هم کيدى شئ، چي د ده رزق بند شى او په دې سره مرګ واقع شي، د لا زيات تفصيل لپاره تفسير معارف القران ،جلد 4 صفحه 3 پاره 12 وګورى، چي هلته يي يو څو واقعې هم په د اړوند نقل کړى دى چې دلته يي ليکلو توان نه لرم،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more