د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

سراج الدین حقاني څوک دئ؟

میرویس
30.09.2016

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
سراج حقاني او دحقاني شبکه خلکو دافغانستان او ولس دښمنه بلله، خو دوی ویل چې جهاد کوي. خلکو ویل چې حقاني دخپلو پنجابي بادارانو په امر ولس وژني او ملک ورانوي، خو حقانی ویل چې صلحه غواړي.
که دحقاني خبره سمه وي، نو بیا ولې اسلامي حزب چې صلحه وکړه، دحقاني ډلې حمله ورباندې وکړه.
====
نن ګهیځ پنځه بجې(پنجشنبې د تلې ۸ مه) د حقاني ډلې جنګیالیو د وردکو په مرکز کې د ملاخېلو په سیمه کې د حزب اسلامي په یو شمېر پلویانو بریدونه وکړل.
د وردکو د والي ویاند عبدالرحمان منګل وویل چې په دغې نښتې کې د حقاني شبکې یو قومندان حاجي یوسف او د دغې ډلې ۱۰ تنه نور غړي وژل شوي او څه باندې لس تنه نور یې ټپيان شوي دي.
سراج حقاني چې د افغانستان اصلي دښمن او دپنجابیانو نوکر دئ، دځانمرګي حملو او چاودنو تر څنګ د برمتې او بونګې کاروبار هم کوي. نږدې څلور کاله کیږي چې کیتلين کولمن یې دهغې دبچیانو سره برمته کړې او ګواښ کوي چې که یې ورور انس حقاني په کابل کې د محکمې په امر اعدام شي، دغه برمته ګان به ووزني.

خو سراج حقاني دومره بې عقل هم ندئ چې هغوی ووژني، ځکه چې سراج غواړي برمته ګان دخپلو اسیرانو سره تبادله کړي. سراج ښه پوهیږي چې که برمته ګان ووزني، یا تاوان ورواړوي، ملا منصور غوندې په پاکستان کې ویشتل کیداي او وژل کیدای شي.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more