tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

سراج الدین حقاني څوک دئ؟

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> سياست او روانې چارې
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
میرویس
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 ميئ   2012
ليکنې: 862

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   سپتمبر   30, 2016 12:53 pm    عنوان   : سراج الدین حقاني څوک دئ؟ Reply with quote

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
سراج حقاني او دحقاني شبکه خلکو دافغانستان او ولس دښمنه بلله، خو دوی ویل چې جهاد کوي. خلکو ویل چې حقاني دخپلو پنجابي بادارانو په امر ولس وژني او ملک ورانوي، خو حقانی ویل چې صلحه غواړي.
که دحقاني خبره سمه وي، نو بیا ولې اسلامي حزب چې صلحه وکړه، دحقاني ډلې حمله ورباندې وکړه.
====
نن ګهیځ پنځه بجې(پنجشنبې د تلې ۸ مه) د حقاني ډلې جنګیالیو د وردکو په مرکز کې د ملاخېلو په سیمه کې د حزب اسلامي په یو شمېر پلویانو بریدونه وکړل.
د وردکو د والي ویاند عبدالرحمان منګل وویل چې په دغې نښتې کې د حقاني شبکې یو قومندان حاجي یوسف او د دغې ډلې ۱۰ تنه نور غړي وژل شوي او څه باندې لس تنه نور یې ټپيان شوي دي.
سراج حقاني چې د افغانستان اصلي دښمن او دپنجابیانو نوکر دئ، دځانمرګي حملو او چاودنو تر څنګ د برمتې او بونګې کاروبار هم کوي. نږدې څلور کاله کیږي چې کیتلين کولمن یې دهغې دبچیانو سره برمته کړې او ګواښ کوي چې که یې ورور انس حقاني په کابل کې د محکمې په امر اعدام شي، دغه برمته ګان به ووزني.

خو سراج حقاني دومره بې عقل هم ندئ چې هغوی ووژني، ځکه چې سراج غواړي برمته ګان دخپلو اسیرانو سره تبادله کړي. سراج ښه پوهیږي چې که برمته ګان ووزني، یا تاوان ورواړوي، ملا منصور غوندې په پاکستان کې ویشتل کیداي او وژل کیدای شي.
په درنښت.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> سياست او روانې چارې    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.