د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

پښتنو ته ځانونه پوره او هزاره نيمګړي ښکاري!؟

larghonay laraway
21.05.2016

په هزاره ګانو انتقادونه کوو چې قومي چلند کوي خو مونږ تر هزاره ګانو هم واړه يو او ځانته ګوته نه نيسو. هزاره د جاغوري، دای کوندی، دای فولاد او دله په نامه قبيلې لري خو هيڅ هزاره به پرې ونه وياړي او نه به ځان پرې ونوموي. د هغوی دعوه تر مونږ لږ مدني ده. ځکه چې د قبيلې نه بلکې د هزاره قوم لپاره غوښتنه کوي خو مونږ ډېر واړه خلک يو. مونږ د ټول پښتانه لپاره غوښتنه نه کوو بلکې ټول عمر مو په پوپلزی، بارکزی، غلزي،هوتک، دراني، الکوزي، اسحق زی، وردک، شينواری، افريدي او .... کې تېر شو چې ښه يې وروسته پاتې کړو. حتی معياري پښتو هم نه منو او په قبيلوي لهجو يې وېشل غواړو چې ښه بېلګه يې د علومو اکيډمۍ سرتړلې بلا ثريا او د اطلاعات او کلتور وزیر باري جهاني دي. نو ايا نه شي کيدلی چې لږ ځان هم اصلاح کړو؟


Re: پښتنو ته ځانونه پوره او هزاره نيمګړي ښکاري!؟

lawangin
23.05.2016

لرغونیه ځان ازاد کړه خپلواکې واخله بیا به داخبرې کوو !!

[quote:f2c1b1809a="larghonay laraway"]په هزاره ګانو انتقادونه کوو چې قومي چلند کوي خو مونږ تر هزاره ګانو هم واړه يو او ځانته ګوته نه نيسو. هزاره د جاغوري، دای کوندی، دای فولاد او دله په نامه قبيلې لري خو هيڅ هزاره به پرې ونه وياړي او نه به ځان پرې ونوموي. د هغوی دعوه تر مونږ لږ مدني ده. ځکه چې د قبيلې نه بلکې د هزاره قوم لپاره غوښتنه کوي خو مونږ ډېر واړه خلک يو. مونږ د ټول پښتانه لپاره غوښتنه نه کوو بلکې ټول عمر مو په پوپلزی، بارکزی، غلزي،هوتک، دراني، الکوزي، اسحق زی، وردک، شينواری، افريدي او .... کې تېر شو چې ښه يې وروسته پاتې کړو. حتی معياري پښتو هم نه منو او په قبيلوي لهجو يې وېشل غواړو چې ښه بېلګه يې د علومو اکيډمۍ سرتړلې بلا ثريا او د اطلاعات او کلتور وزیر باري جهاني دي. نو ايا نه شي کيدلی چې لږ ځان هم اصلاح کړو؟[/quote:f2c1b1809a]


larghonay laraway
24.05.2016

زه تر فزيکي ازادۍ ذهني ازادۍ ته ډېره ترجيح ورکوم.
پښتانه په ذهني توګه د څو اخوندانو او قبيله پالو غلامان دي. غواړم ازاد يې کړم.
همدا د فزيکي ازادۍ مقدمه ده.


lawangin
24.05.2016

خو دغه ده زه یې وینم چې ستا سو زهني ازادي یې هم کور مغزه کړې ده او حقیقتونه نشي
تجزیه کولی ؟ فزیکي ازادي یعنی څه ؟ : پهلواني ؟ غېږې ؟ خوسی ؟ .....
هرڅه چې وایې هغه وایه هرڅه چې لیکې هغه ليکه ! ګټه يې څه ؟ د cia مردارو دالرو ستا سو
د رژيم زهني فعاليت فلج ، دغلامي جارو يې په لاس کې د بادار کوڅې پاکوي او ناموس
خرڅوي! ایا تا له خپل پلار ، نيکه ، خوشالل خان ، مير ویس خان ، حمزه بابا ...او او
څخه څه زدکړي دي او داسې زدکړي دي؟؟؟
لېونيه قبیله پال يواځې پښتانه ندي ! تاجک ، اوزبک او هزاره ګان هم قبیله پال دي !
يوه خبره د درسته ده تر څو چې پښتو معياري نشي ، په سیاست او اقتصاد کې به ځای ونلري
خو دا کار اوس ته د cia له دلګمشرانو څخه غواړې ؟؟؟ د افغانستان د هر وزیر مقرري د
cia او فاسدې امريکې په خوښه او اجازه کېږي !
نو ته له بېکارو قاب مينځونکو امريکایې طبعه لودګانو درواغجنو متفکرانو څخه څه غواړې؟؟
نر شه په ميدان شه ازادي وغواړه !!

نالت په صليبي ماجره جويانو ، فتنګرو ، اشغالګرو ، اسلام دوښمنو صليبيانو او دهغوی
په بې کارو بې نبوغو چټلو دروغجنو بې استعداده دالري اجنټانو !!!!!!!!!!!!!!!!!!

زوړ پتنګ

[quote:b8b1011042="larghonay laraway"]زه تر فزيکي ازادۍ ذهني ازادۍ ته ډېره ترجيح ورکوم.
پښتانه په ذهني توګه د څو اخوندانو او قبيله پالو غلامان دي. غواړم ازاد يې کړم.
همدا د فزيکي ازادۍ مقدمه ده.[/quote:b8b1011042]


larghonay laraway
25.05.2016

زوووووووووووړ پتنګ کاکا،
که لالا درته وايم هم خپه کېږې.
زه خو همدلته ورته په ميدان کې ولاړ يم او ازادي هم غواړم.
نه اروپا ته تښتيدلی يم او نه هم امريکا ته او نه کې قاب مينځل زده دي.
خو که تاسو له ما دا غواړۍ چې زه به د ملاعمر د ړانده لښکر غوندې وسله واخلم او د خپل وطن پل او ښوونځی به وران کړم نو کاکا جانه
لنډی دخټو نه دی.
خبره دا ده چې هزاره، ازبيک او تاجيک قوم پرست دي خو قبيله پرستان يوازې پښتانه دي.


lawangin
25.05.2016

او لېونيه !
زوړ والی خو یو طبعي پروڅیس دی ، د تجربو او پوهي چینه ده ! لکه څرنګه چې زمونږ
مادي نړۍ صفر ته تقرب کوي نو همداسې انسان هم چې د مادي نړۍ برخه ده
صفر ته تقرب کوي خو انتروال او ابعاد یې فرق لري !

ته څه په میدان کې ولاړ یې ؟ دغلامي په ځنځير تړلی ژوند کوې او په يوو چټل چارپير
يال کې د cia له غلامانو سره دې سر او کار دی ، اولس د په نس وږی او د cia اربکيان
د خپل جيبونه ډکوي !!

لېونیه!
قاب مینځل شرم ندی هغه بیالوژيکي کار دی تر مفتو دالرو ، خیراته او رشوته
سل ځله شرف لري !!!!

ګوره ته هروخت ملا عمر (رحمت الله علیه) یادوې او هغه کارونه یادوې چې صلیبی
اشغالګر یې مېدیا ته وړاندې کوي خو طالبان وروڼه په دې هکله بل دريځ لري هغوی نه مکتبونه
ورانوي اونه يې پروګرام دی ! د طالبانو د منطقې په منځ کې زمالورانو دنجونو لپاره ښونځی
جوړ کړی د طالبانو په موافقه !!

خوکه تاسو د ا شغالګرو او د فاسد دولت ، په طالبانو پسې دترهګري شعارونه ورنکړۍ نو بیا
صلیبیان اشغالګر کله پيسې درکو ي !!

تاجک له اصله قبیلې نلرلې او نه قام ! هغوی یو امورف شکل لرل داسلام له ظهور سره په
منځنۍ اسيا کې دوی پيدا شول (تازه ،تازيک او بیا تاجيک ) ژبه یې د ساسان په وختو کې
پاړسو شوه او چې دمسلمان اولاد به نوی پيدا شه او یا به نوی مسلمان شه هغه ته به یې (تازه)
وېلې !! دانور قومونه دې همداسې ......

دپښتنو تګ له قبیلې څخه قوم ته او له هغه څخه سياسي ملت ته تر پوهې او اقتصادي ژوند
پورې تړلې ، چې دا / هغه دپښتنو داجنټانو مشرانو اود نورو قامونو دمخکښو ظالمانو تر زور
اوظلم لاندې دي او مخ نیوی یې کوي !!!

ګورۍ چې دکوم شي په مانا او مفهوم نه پوهيږۍ له هغه څخه لرې ګرزۍ او يا ځان پرې پوه
کړۍ ! دا څو اونۍ کیږي چې ستاسو فاسدې ميديا وې د ۵۰۰ کيلو واټه برق دلین غځولو
د پروژې څخه خبرې کوي، داټول ملت يې اوري او هزارګانو هم اغتشاش پرې شروع کړي
......باميان که سالنګ !!

خو هيڅوک پر دې مانا نه پوهيږي چې ۵۰۰ کیلو واټه څومره برق دی؟ او دبرق معیار څی شی
دی ؟؟ نه زنکه باز عبدالله چې د اشغالګرو په دالرو زنکه بازي کوي او نه هغه غني دلودګي
متفکر ته چې خوله یې داسې ښکاري لکه دکوچیانو سپی چې مرداره وخوري اوخوله یې په
وینو سره نیولې وي او نه کوم بل دفاسدې کابینې غړی !!

زه په خپل کور کې ۴۸۰۰ کيلو واټه کلنی دبرق مصرف لرم خو دغه مورزاده لودګان
۵۰۰ کیلو واټه برق له بله ملکه راانتقالوي او دغه عدد تل په ميديا او خبرونو کې يادوي
دا مورزاده لودګان پر دې نه پوهيږي چې دا ۵۰۰ کیلو واټه برق یواځې د برق دمزي
د مقاومت لګښت هم نه پوره کوي (په حرارت بدليږي )!!

دبرق دداسې کار واحدات:

ګېګا ـ ، تېرا - او پېتا واټونه دي !!!!

په ليکلو ډېر ستړی کېږم مسلک مې نده ! خو ګوره که ته پښتون نه وی او دمشر انوزړه د
نه ساتلی او احترام د نکولی نو زما تونده لیکنه به له بد عکس العمله سره مخامخ شوې وه

بيا هم وياړ دی په پښتني اخلاقو !!

زوړ پتنګ

[quote:4281cf8e2e="larghonay laraway"]زوووووووووووړ پتنګ کاکا،
که لالا درته وايم هم خپه کېږې.
زه خو همدلته ورته په ميدان کې ولاړ يم او ازادي هم غواړم.
نه اروپا ته تښتيدلی يم او نه هم امريکا ته او نه کې قاب مينځل زده دي.
خو که تاسو له ما دا غواړۍ چې زه به د ملاعمر د ړانده لښکر غوندې وسله واخلم او د خپل وطن پل او ښوونځی به وران کړم نو کاکا جانه
لنډی دخټو نه دی.
خبره دا ده چې هزاره، ازبيک او تاجيک قوم پرست دي خو قبيله پرستان يوازې پښتانه دي.[/quote:4281cf8e2e]


larghonay laraway
26.05.2016

دروند او پوخ پتير پتنګ صيب جيګې جيګې سلامونه!
باور وکړه که مې په ژوند کې هم داسې فکر کړی وي چې زه به د چا سپکاوي وکړم. په ځانګړې توګه ستاسو.
ځکه چې که هر څه ليکئ خو د پښتنو او افغانستان لپاره يې ليکئ او کلونه کلونه مو همدې ته وخت ورکړی او کار مو ورته ويلی دی.
د نظر اختلاف په خپل ځای خو په همدې فورم کې که زما ليکنې وګورئ نو هيڅکله مې نه د امريکاجوړ حکومت ملاتړ کړی او نه د ټاليب.
نه يې د ډالرو وږی يم او نه د کلدارو.
خو راځه يوه وړه محاسبه وکړو.
زما تحليل دا دی چې د امريکا او متحدينو له دومره تخنيکي او اقتصادي بالټن سره د وسلې له لارې نه شو کاميابيدی.
په کال کې په زرګونو افغان ځوانان د طالب او امريکا د جګړو له لاسه بې سواده کېږي او د اروپا، امريکا، ايران او پاکستان خشره کارۍ ته ځي.
نو تاسو فکر وکړئ چې د جګړه مارو ملاتړ مو کومې ازادۍ ته بيايي؟
ستاسو د نظر هم مطلق مخالف نه يم خو اوسنۍ جګړه د پښتنو په ګټه نه بولم


lawangin
26.05.2016

ګرانه لر غونيه سلامونه مې ومنه !
زما عادت هم داسې تېز دی خو خدای پاک د ماته دا قدرت نه راکوي چې دهېواد هوښيار بچي
له مانه خپه يا ګيله مند شي په حقیقت کې زه هم ستا سو، ستا په ډله کې راځم خو دطالب پاک
ايمان ، ريښتنولي کلک نيولی یم اما دپرمختګ پوهي ، ذهني اوعلمي پراختيا، اقتصادي انکشاف
او او خنډونه او بندونه به له هيچا سره هم قبول نکړم !!!

دافغانستان روڼ اندي او صادق اولس د اشغالګرو او فاسد رژیم په منځ کې کلک بند پاتې دي !!
نو څه وکړي ؟ وتښتي په اوبو کې غرق شي ، هېواد پرېږدي ؟
تاسو دالهي ددې فاسدينو له منګلو خلاص کړي !

په قصدي ډول دافغانۍ پورته کول او پورته بوول چې دخوراکي موادو انفلاڅیون ورسره تړلی
دی د cia لومړی ګام دی چې اولس په ګوڼډو کړي او دازادي ملا یې ماته د نس په لوږه
يې ککړ او اولادونه نه یې خوار او زار کړي !

په خوار افغانستان کې ژوند دومره ګران دی لکه په جرمني کې ؛ ما له يوو افغانه چې ميلمه مې
وو او په هالينډ کې درس وایې وپوښتل چې په افغانستان کې د ژوند لپاره میاشتني څومره دالر
په کاردي؟ هغه راته ځواب راکه چې دداسې ژوند لپاره لکه دلته د ۴ نفرو لپاره ۲۰۰۰ دالره
پکاردي ! زه حق حيران شوم ځکه چې په ۲۰۰۰ دالره په جرمني کې هم ابرومندانه ژوند کيږي!
نوته اوس په خپله فکر وکړه چې cia څه کارونه کوي !!

زما دسوال په ځواب کې هغه راته ووېل چې دده معاش ۲۸۰۰ ډالره وو !

که قومي سپينګيري او مخور طالبانو ته ورشي او له طالبانو سره دسولې په هکله او دافغان
وژنې په هکله خبرې وکړي نو طالبان به یې خبرې په مځکه وانچوي خو داخبرې cia او دافغان
فاسد دولت نغواړي څکه هغوی په سوله کې خپلې ګټې له لاسه ورکوي !!

نالت پر دې فاسدینو حقيار صیب یې نيولی او صدیق پتمن یې هم په سترګو کې دی !
دې ته وایې دبیان ازادی او امریکایې دیموکراسي !!
د خدای په امان تر بيا پورې

پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more