د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د تعصب مخنیوی باید په څه ډول وشی

Naeem sadat
13.04.2016

درنو دوستانو السلام علیکم

د تعصب مسله ډیره درنه او عمیقی څیړنی ته ضرورت لری خو زه د وخت د کمی له امله غواړم چی پدی اړه څو کرښی ستاسی سره شریکی کړم . که محترم دینی علما هم پدی اړه خپل نظریات د دینی او شریعیی علم په چوکاټ زموږ سره شریک کړی دا به ددوی لوی احسان وی

لومړی پوښتنه تعصب څه شی دی ؟ که په یوه جمله کی نوموړی پوښتنی ته ځواب ووایو ( تعصب د حق سره ضد کولو ته وایی ) یعنی د تعصب د ترکیب په جوړولو کی دوه اساسی کلیمی اساسی رول لوبوی چی هغه د ( ضد ) او ( حق ) کلیمی دی چی نوموړی جوړښت کی دا دوه مفهومه یو د بل سره په تضاد کی واقع دی .

تضاد څه شی دی ؟ تضاد د شتون هغه حالت دی چی زموږ دا نړی یا دا حقیقت چی موږ ژوند پکی کوو ترینه جوړ شوی . دلته مطلب دادی چی زموږ دا نړی له تضاده جوړه شوی

حق څه شی دی ؟ حق پخپل اخری تحلیل کی تقدیر ته اطاعت کول دی . ددی لپاره چی تاسی زما په مطلب پوه شی زه به یو مثال دلته راوړم چی هغه د بی اطاعتی مثال دی

د مثال په ډول . یو ماشوم له موره په یوه سترکه ړوند را زیږیږی . کله چی دا ماشوم لوی شی او ووینی چی ټول خلګ دوه بینا سترګی لری خو یواځی نوموړی یوه سترګه لری . نو پداسی حالت کی د نوموړی کس په زړه کی پی اطاعتی را پیدا شی یعنی دده په زړه کی تضاد دده په اعطاعت ور غالب شی . دا کس له تقدیره ناراضه وی او دده ټوله محاسبه همیشه له همدی ځایه سرچینه اخلی چی هغه د تقدیر سره ضد کول دی . دا کس غواړی چی د تقدیر جنګ ته ورووځی نو په همدی خاطر د هر هغه چا سره دا کس ضد کوی کوم چی تقدیر ته اطاعت کوی . ورو ورو ددی کس زړه له نفرته ډکیږی او دده ټول اعمال له همدی نفرته او ضد څخه سرچینه اخلی

همدا ډول یو بل کس په یو بل ځای کی له موره په یوه سترګه ړوند رازیږیږی خو دا کس اطاعت کوی او وایی چی بس ( د خدای کارونه دی ) یعنی تقدیر ته اطاعت کوی

ددی کس یو مخالف جهت هم شتون لری او هغه داسی مثال لری چی یو شخص له موره ډیر بی اندازی ښکلی رازیږیږی او کله چی دا ماشوم لوی شی نو پخپله ښکلا افتخار او غرور کوی او ممکن افتخار او غرور ونکړی

اوس که د تعصب تعریف ته بیرته راوګرځو نو دا ترینه معلومیږی چی متعصب چرګ دی له چرګه زما مطلب دلته ( نامکمل دی ) یعنی دا متعصب په یو څه کی کمی لری او د همدی کمی له خاطره د تقدیر سره جنګ ته راوځی . یعنی پوره ندی . دلته د متعصب ستونزه پدی کی ده چی متصب ته نور ټول انسانان پوره او مکمل ښکاری خو خپل ځان ورته نامکمل ښکاری . دا په داسی حال کی چی ټول انسانان نا مکمل دی یواځی متعصب له داسی زاووی نړی ته ګوری چی هغه له هغی زاویی نوموړی نور انسانان مکمل وینی خو ځان نامکمل وینی . په تخنیکی لحاظ کله چی نوموړی د ځان پیژندنی په خاطر خپل داخل ته ورننوځی نو انسان په دا خل کی دوه جهانه لری یو مکمل او بل نا مکمل او دا متعصب همدی خپل نا مکمل خواته ور داخلیږی او له هغه ځایه بیا دا نړی همداسی ښکاری

موږ ټول نا مکمل یو موږ هر یو خپلی کمبودی ګانی لرو خو د چا کمبودی یو ډول وی او د چا کمبودی بل ډول

ما دا بحث ددی لپاره پیل کړ چی اوس په سیاست کی د تعصب له پدیدی ډیره ناوړه استفاده کیږی او د نړی زورواکی حاکمان د خلکو او اولسونو منځته د خپل قدرت د ساتلو په مقصد د خلکو زړونو ته تعصبی وراچوی
دوی دا کار پدی ډول کوی چی دوی باید د خلکو منځکی لومړی تضاد جوړ کړی او وروسته د همدی تضاد د قوی څخه په استفادی په همدی خلکو حکومت وکړی . هغه د روم د امپراطور تاریخی خبرده چی وایی تفرقه بینداز و حکومت کن . ددی ډول سیاسی تعصبونو څخه په اوس وخت کی دوه ډوله تعصبونو څخه ډیره کلکه استفاده کیږی

لومړی ډول . هغه د انسانانو په منځکی د قوم ، ژبی ، سیمی ، مذهب ، او رنګ پر سر د تعصب خپرول دی

دوهم . چی ډیر خطرناک تعصب دی هغه د ښځی او نارینه په منځکی د تعصب خپرول دی . چی دا ننی په نړی حاکمان ښه په درځ کی د همدی تعصب په خپرولو بوخت دی

دا تعصب پداډول خپریږی چی لومړی ښځو ته داسی تبلیغات کیږی چی ښځی خپل ځان نامکمل ووینی او نارینه ورته مکمل ښکاره شی . چی له همدی ځایه د ښځو تعصب سرچینه اخلی . یعنی دوی داسی تبلیغات ښځو ته کوی چی ښځی د تقدیر په مقابل کی بغاوت ته را پاڅوی
دلته ښځی ملامتی ندی بلکی ښځی د یوه ډیر خطرناک روانشناسی تبلیغ ښکار کیږی . دویته داسی ښودل کیږی چی نارینه خو کاملا مکمل دی او تاسی نا مکمله یاست دا پداسی حال کی چی نارینه هم خپلی کمبودی لری خو د تعصب په وخت کی ښځی دا کمبودی نه وینی

زموږ په هیواد او نورو اسلامی هیوادونو کی دا تعصب نوی په خپریدو دی خو په اروپایی ټولنو کی دا تعصب خپل بلوغ ته رسیدلی .

ددی تعصب لومړی دادی چی دوی د تبلیغاتو په واسطه د ښځو زړونو ته د نارینه په مقابل کی دا تعصب ور واچوی . پدی پړاوو کی ښځی له نارینوو د برابرو حقوقی حقوقو غوښتنه کوی . دلته له حقوقو مطلب هغه څه ندی چی ښځی ضرورت ورته لری بلکی دلته هغه څه ښځی غواړی چی نارینه ضرورت ورته لری
کله چی دا کار وشی او نارینه ښځو ته برابر حقوقی حقوق ورکړی .بیا ددی تعصب دوهم پړاوو پیل شی پدی حالت کی بیا ښځی نارینوو ته وایی چی دا کفایت نکوی تاسی باید زموږ سره حکومتی منصبونه او د ټول ملت سرمایه هم په برابر ډول وویشی . پدی حالت کی نور کار اهل د کار ته نه ورکول کیږی بلکی په ښځو او نارینوو ویشل کیږی

کله چی دا کار هم وشی بیا ددی تعصب دریم پړاوو پیل شی چی هغه کی بیا دا د تعصب نښی له ورایه ښکاری . پدی پړاوو کی بیا ښځی نارینوو ته وایی چی دا کفایت نکوی همدا چی تاسی له موره نارینه پیدا شوی یاست او موږ ښځی همدا پخپله بی عدالتی ده . نو اوس باید تاسی ښځی شی . پدی پړاوو کی بیا داسی قوانین رامنځته شی چی هیڅ نارینه په رسمی ډول حق نلری چی ځانته نارینه ووایی . ښځو ته د ښځو ویل یعنی چی ته کله کومی ښځی ته ووایی چی ته ښځه یی دا هم جرم حسابیږی . په تذکرو باید د مور او پلار کلیمی و نه لیکل شی او په عوض یی باید د والد نمبر یو او نمبر دوه ولیکل شی . خلاصه دا ټول قوانین زموږ پدی بحث کی نشی ځایدلای ما یی فقط یو څو مثاله راوړه . او په همدی ځای هم دا تعصب نه قراریږی او همداسی مخته روان وی

دا ټول شیان چی ښځی یی په نوموړو حالاتو کی له نارینوو غواړی ښځی نوموړو شیانو ته هیڅ ضرورت نلری خو دا هغه تعصب دی چی د نړیوالی مافیا لخوا د تبلیغاتو په واسطه د ښځو زړونو ته ور اچول کیږی . که نه ښځی پیسی څه کوی نارینه بی له هغه هم همدا پیسی د ښځو لپاره ګټی چی د ښځو په ضرورتونو یی مصرف کړی یعنی که خلاصه ووایو نارینه خو په هر صورت کی دا ټول چوپړ د ښځو د پاره وهی . خو کله چی د انسان زړه ته تعصب ورولویږی د هغه سترګی ړندی شی دا هیڅ هم نه وینی یواځی ضد کوی

اوس ښځو ته هم دوی زړونو ته همدا ورواچوی چی ښځینتوب خراب شی دی ، ښځینتوب ټیټ شی دی او همدا چی ته ښځه پیدا شوی یی همدا ستا سره ظلم شوی

دلته د حل لاره څه ده په څه ډول موږ کولای شو چی ښځی له دا ډول تعصب څخه خوندی وساتو ؟

دا کار چی باید د ښځو سره باید بیلمثله تعصب وشی دا غلط کار دی ځکه چی دا کار دا د تعصب اور نور هم تیزوی . زما په نظر دا ډول تعصبونه باید په علمی ډول تعریف او خلکو ته باید تبلیغ کړای شی تر څو د هغو کسانو په لاس کی دا د سپر په شانی وګرځی کوم چی غواړی ددی تعصب سره مبارزه وکړی . د مثال په ډول کله چی سیما ثمر د افغانستان د بشری حقوقو مشره چی یوه ډیره متعصبه ښځه ده چی هم په قومی او هم په همدی د نارینه او ښځینوو په تعصب ککړه ده د افغانستان په کوم تلویزیون کی غږیږی اږ په مقابل کی یی کوم افغان ځوان یا افغانه پیغله ناسته وی او فقط همدومره ځواب ورکړی ( چی ته د نارینوو او ښځو په منځکی تعصب خپروی ) نو پدی حالت کی ددی دا ټول زهر چی نوموړی یی د تبلیغاتو له لاری په خلکو کی شیندی بی اثره کیږی

یعنی زموږ دنده داده چی موږ باید دا تعصب په علمی ډول راوسپړو او خلکو ته دا ووایو چی داسی یو ډول تعصب وجود لری چی په مصنوعی ډول د بعضو کړیو لخوا په خلکو کی خپریږی . فقط چی همدا خبره په خلکو خپره شی نور نو دا تعصب مات وبوله

زه له ټولو دوستانو او مسلمانو ورڼو هیله کوم چی ددی تعصب په باره کی لیکنی وکړی او د خلکو ماغزه باید پدی باره کی روښانه کړی . ځکه چی د همدی قومی تعصب تر شا دوهم همدا د نر او ښځی تعصب راروان دی او که چیری موږ مخکی له مخکی ددی زهرو لپاره داسی واکسین زموږ خلکو ته ور پیچکاری کړی وی چی دا زهر هیڅ تاثیر ورباندی ونکړی


آدم خان۱
13.04.2016

السلام علیکم!

تعصب = سرزوری ، سخت دریزی، عناد ،( کله شخی) تاسو چې عناد ته د(ضد) کلمه استعمال کړي د (عکس) په معنی نه ده . کله چې څوک وایي : ماشوم ضد کوي ، مطلب دادی چې ماشوم عناد کوي ...
تعصب یو منفی صفت دی . دا چې تا سو ویلی ( متعصب لکه چرګ دی ) ! زه وا یم دمتعصب چرګ یوه پښه لري!

اوس چې څوک چاته متعصب وايي دا مهمه خبره ده ! ځکه دتعصب په مانا به فکرکوم ټول سره موافق یو . خو په اتهام کې یې فکر نه کوم ... کله چې دتعصب په معنی پوه شو بیا به یې مخنیوی ته مټې راونغاړو. نو اوس تاسو ووایئ چې د چا ،او یا کومې ډلې، چرګ یوه پښه او دچا چرګ دوه پښې لري؟

په درناوی


Naeem sadat
14.04.2016

نه ادم خانه وروره زه غواړم چی دلته د تعصب اساس او ریښی راوسپړم چی تعصب له څه نه جوړ دی او له څه راپیدا کیږی . موږ همیشه هر شی ته همداسی سطحی فکر کړی نو په همدی خاطر همداسی همیشه ځپل شوی یو . او وروسته به بیا دا وڅیړو چی څوګ متعصب دی او څوګ ندی .او زموږ خو اوس بحث پدی وو چی د ښځو او نارینوو په منځکی څنګه تعصب شیندل کیږی .

لومړی زموږ دا نړی له تضاده څخه جوړه شوی . یعنی پدی نړی کی هرڅه خپله متضاده خواه لری نه تنها چی هرڅه خپله متضاده خوا لری بلکی دا متضادی خواوی یو بل سره نفی کوی . لکه رڼا چی تیاره نفی کوی ، لکه تودوخه چی ساړه نفی کوی ، لکه پاس چی کوز نفی کوی او یوه خواه بله خواه نفی کوی . دلته مطلب دادی چی کله رڼا راشی نو تیاره ورکه کړی یا یی نفی کړی . چی نوموړی تضاد ته دیالیکتیک هم ویل کیږی . یعنی دلته مطلب دادی چی دا نړی یا دا حقیقت چی موږ پکی شتون لرو ثابته نه ده او دا حقیقت چی موږ یی په داخل کی یو د یوه لوی تضاد نتیجه ده

دلته باید ووایم لکه ما چی پخپل یوه پخوانی بحث کی په همدی فورم کی ویلی وو چی زموږ روح یعنی د انسان روح د نوموړی تضاد زیږنده نه ده او زموږ روح ددی تضاد څخه ازاد دی . انسان کیدای شی چی د همدی تضاد د تاثیر لاندی راشی او ممکن دا تضاد تر خپل تاثیر لاندی راولی . په هغه بحث کی ما د فاعل او معفول د فلسفی په چوکاټ کی دا ښودلی وه چی فاعل څه شی دی او مفعول څه شی دی .هغه بحث ته چی ( د ابلیس عمل او د انسان عکس العمل ) نومیږی مراجعه دی وشی

دلته یوه ډیره مهمه خبره ده چی هغه د (زړه ) خبره دی چی زړه څه ته وایی ؟ کله چی موږ وایو چی زما زړه دا خبره نه منی او یا هم دا خبره منی زموږ مطلب له زړه څخه څه شی دی ؟

زړه څه ته وایی ؟

هغه څه ته چی موږ زړه وایو ( دلته مطلب د انسان د وجود یوه عضله چی زړه نومیږی ندی ) هغه ته په لاتینه ژبه کی ( Trance ) ترانس وایی چی داسی کلیمی لکه (Transmission) ترانس میشن چی موږ ورته ګیربکس وایو ، (Transport) ترانسپورت چی موږ ورته هم ترانسپورت وایو ، ( Transvestite) ترانس ویسټایټ چی یزک یا انجړا ته ویل کیږی او داسی نوری ډیری کلیمی په اروپایی ژبو کی شته چی د همدی لاتینی کلیمی څخه خپلی ریښی اخلی . اوس به راشو دیته چی ترانس یا زړه څه ته وایی

ددی لپاره چی موږ پدی پوه شو نو زه له نوموړو کلیمو څخه یواځی یوه کلیمه راخلم چی د هغی په واسطه موږ زړه ډیر ښه تشریح کولی شو چی هغه کلیمه د (ُTransmission) ترانس میشن کلیمه ده چی موږ ورته ( ګیربکس) چی یوه انګلیسی کلیمه ده وایو . ګیربکس په هر ډول موټر کی خامخا وی . هغه دوستان چی موټر چلوی یا د موټر سره څه بلدیت لری نو هغوی ګیربکس پیژنی چی څه شی دی . د ګیربکس وظیفه د موټر د حرکت د جهت تعین دی یعنی چی کله تاسی غواړی چی موټر په شا خوا بوزی نو د ګیربکس ګیر شاته ګیر ته اچوی او که غواړی چی موټر مخی ته بوزی نو د ګیربکس ګیر مخی ګیر ته اچوی او پدی ډول تاسی د موټر د حرکت جهت تعینوی . په همدی ډول زړه هم د انسان هغه ګیربکس دی چی د هغه په واسطه د کیفیت له درکه د نیکی او یا هم د بدی خواته د حرکت جهت پری تعینیږی

که چیری موږ داسی تصور کړو چی د انسان روح موټر چلونکی دی ، د انسان زړه هغه ګیربکس دی یعنی هغه ساحه ده چیری چی دا نړی زموږ له روح سره ارتباط پیدا کوی او دا نړی یا دا حقیقت چی موږ پکی شتون لرو هغه موټر دی چی د نوموړی موټر حرکت دوه متضادی خواوی لری

دا نړی لومړی له دوو پدیدو جوړه ده چی هغه شکل او کیفیت دی او بیا وروسته کیفیت په دوو متضادو خواوو ویشل کیږی چی هغه د خیر او شر خواوی دی یا د نیکی او بدی خواوی دی او همدا ډول فیزیکی هم دا نړی له تضاده جوړه ده پدی نړی کی هرڅه له اتومه جوړ دی او اتومونه بیا له الکترینیکونو چی منفی چارچ دی او پروتونونه چی مثبت چارچ دی او یو د بل متضاد چارچونه دی جوړ دی هلته بیا په اتوم کی نیوترون هم شته خو د هغو چارچ خنثی دی یعنی نه مثبت چارچ لری او نه هم منفی چارچ لری . یعنی دلته مطلب دادی چی دا نړی له دوو متضادو چارچونو جوړه شوی یعنی لکه موږ ته چی معلومیږی دا نړی له کوم ثابت شی څخه نه ده جوړه شوی بلکی یو جعل دی یا یو حالت او که په ساده ژبه ووایم دا نړی جعلی ده

شکل او کیفیت څه ته وایی ؟؟

هیګل جرمنی فیلسوف دا نړی د شکل او کمیت څخه جوړه ګڼلی چی دا خبره غلطه ده دا نړی له شکل او کیفیت څخه جوړه ده چی هغه ته په تصوف کی داخل او بیرون وایی . له داخله مطلب کیفیت دی او له بیرونه مطلب شکل دی . انسان د شکلونو په نړی کی معفول دی او د کیفت په نړی کی فاعل دی . شکل تاسی پیژنی چی څه ته وایی ځکه چی هره ورځ ددی نړی مختلف شکونه ګوری او کیفت ددی نړی داخل دی چی د همدی کیفیت له څرنګوالی څخه بیا شکلونه را منځته کیږی . خو ددی نړی په داخلی کیفیت کی تضاد موجود دی یعنی دا نړی کوم مشخص دایمی کیفیت نلری بلکی پخپل داخل کی دوه متضاده کیفیتونه لری چی د هغو کیفیتونو له ټکر څخه دا حقیقت را څرګندیږی چی موږ یی وینو . کله چی ابراهیم ع لمر ولید او وروسته سپوږمی ولیده او بیا یی ستوری ولیدل نو هغه وویل چی دا زموږ خدایان ندی ځکه چی دوی یو بل سره نفی کوی بیا ابراهیم ع وویل چی زما خدای واحد خدای دی . یعنی دا دنیا پخپل منځکی تضاد لری او جعلی ده نو دا نشی کیدای چی دادی زما خدای وی زما خدای واحد خدای دی . نو کله چی موږ وایو چی موږ پر واحد خدای عقیده لرو نو که څوګ زموږ څخه پوښتنه وکړی چی ستاسی خدای چیری دی نو موږ دا نشو ورته ښودلی چی زموږ خدای چیری دی ددوی لپاره زموږ ثبوت همدادی چی موږ دا ورته ثبوت کوو چی دا نړی له تضاده جوړه ده او جعلی ده او موږ انسانان ددی تضاد په مقابل کی اختیار لرو نو دا معنی لری چی موږ د واحد خدای بنده ګان یو

اوس به راشو دیته چی کیفیت څه شی دی ؟

د نړی کیفیت پاس وښودل شو چی څه شی دی نو اوس کیفیت په انسان کی څه شی دی ؟
ددی لپاره چی دا پوښتنه ځواب شی زه باید یوه بله پوښتنه لومړی ځواب کړم هغه داچی زه څه شی یم

زما نوم نعیم دی ایا دا زما کوم کیفیت افاده کوی ؟ نه ځکه په نړی کی د زرهاوو کسانو نومونه نعیم دی دا نوم پر ما مور او پلار ایښی دا نوم زما کیفیت نه افاده کوی .
زه یو خاص شکل لرم . دا هم زما کیفیت نه افاده کوی ځکه ډیر کسان زما د شکل په څیر شکلونه لری همداسی لاسونه او پښی لری همداسی وجود او اندام لری حتی د هر انسان په نړی کی څو سل فیصده همشکلی وجود لری نو دا هم زما کوم خاص کیفیت نه افاده کوی

نو زما کیفیت څه شی دی ؟ زما کیفیت ماته پخپله هم نده معلوم ځکه چی هغه ددی نړی برخه نه ده او بلکی یوازی زما خاص کیفیت ده چی هغه زه یم پدی نړی کی زما په اعمالو کی را څرګندیږی . یعنی دا کوم هرڅه ته چی زه په کوم نظر ګورم په ښه نظر یا په بد نظر دا زما د هغه کیفیت تاثیر دی چی پدی نړی کی را څرګندیږی . یعنی زه چی هغه کیفیت یم ددی نړی د متضاد کیفت سره هره لحظه ټکر کوم پدی منځکی یا زه معفول کیږم یا ددی نړی د تضاد چی ددی نړی کیفیت دی باندی فاعل کیږم

دا څو مختلف شیان ما ځکه دلته تشریح کړه چی دا ټول ارتباط سره لری . او اوس به زه دا ارتباط سره ونښلوم

نور بیا


Naeem sadat
14.04.2016

اوس دلته څرګنده شوه چی دا نړی شکل لری چی واحد معلومیږی یعنی دا شکلونه چی موږ وینو دا ټول واحد معلومیږی خو په حقیقت کی واحد ندی بلکی هر شکل پداخل کی دوه متضاده کیفیتونه لری چی همدا شکل د همدی دوو متضادو کیفیتونو د بلانس نتیجه ده یا رامنځته کیږی

په همدی ډول هم ټولی سیاسی ډلی او ایډیالوژی ګانی هم شکل لری او هم کیفیت . کله چی د کومی سیاسی ډلی نوم اخستل کیږی دا د هغی ډلی شکل دی . د مثال په ډول (حزب اسلامی ) دا د نوموړی ګوند نوم دی خو ددی لپاره چی موږ د نوموړی ګوند په کیفیت پوه شو نو لومړی باید په هغه عقیده پوه شو د کومی پر اساس چی ددی ګوند ټول اهداف تعین شوی . چی همدا عقیده د همدی ګوند کیفیت دی . او د هری ډلی سره موږ د نوموړی ډلی د کیفیت په اساس معامله کوو . ځکه چی د کومی ډلی عقاید چی زموږ زړه ومنل موږ د هغی ډلی پلوی کوو . یعنی دلته مطلب دادی چی عقیده په زړه پوری ارتباط لری . او کله چی یو څوګ په واحد خدای عقیده وکړی نو د هغه په زړه کی یو ډول دریځ را پیدا کیږی او له همدی دریځه د نوموړی وړاندی فکر سرچینه اخلی . او څوګ چی په شرکیاتو یعنی بغیر له واحد خدای څخه په څه عقیده وکړه د هغه په زړه کی بل ډول دریځ را پیدا کیږی او له همدی دریځه د نوموړی شخص وړاندی ټول فکر سرچینه اخلی . دلته مطلب دادی چی زړه همعغه د ګیربکس وظیفه اجرا کوی چی د حرکت جهت تعینوی یعنی چی کله ستاسی د عقیدی مطابق په زړه کی دریځ راپیدا شی همدا دریځ ستاسی د وړاندی حرکت جهت تعینوی . دلته یواځی دوه انتخابه موجود دی چی یو انسان کولای شی چی په الله ج عقیده وکړی او یا هم پدی دنیا او پدی ژوند عقیده وکړی دریمه لار نشته . دلته داسی دی چی بغیر له الله ج څخه نور هر څه د الله ج مخلوق دی او انسان چی کله پرته له الله ج په هرڅه عقیده وکړی نو دا دامعنی لری چی هغه په مخلوق عقیده وکړه دلته مطلب دادی چی نوموړی تابع د مفعول شو او معفول دریځ یی ونیو یعنی نوموړی ته په هرڅه کی ځان معفول ښکاری . یعنی دا ډول خلګ له ځانه کوم اختیار نلری ددوی ټولی پریکړی چی دوی یی پخپل ژوند کی کوی خامخا د څه د تاثیر له امله وی . چی له همدی تفکره دا ننی ساینس ، د داروین د تکامل نظره او ټول معاصر علمونه سرچینه اخلی . یعنی معاصر علمیت اساس داسی جوړ شوی چی له هرخوا چی وی باید دا علم د انسانانو هر عمل یو معفول حرکت یا عمل ثابت کړی . د مثال پډول دوی د انسان هر عمل ته یو علت لټوی . دوی هیڅکله دا نشی منلای چی انسان کولای شی چی بی علته یو عمل وکړی ځکه ددوی له نظره انسان پخپلو ټولو اعمالو کی معفول دی . دوهم هغه ډله خلګ دی چی هغوی په واحد خدای عقیده وکړی نو پدی صورت کی دوی په خالق عقیده وکړی نه د هغه په مخلوق پدی حالت د نوموړی د زړه دریځ فاعل وی یعنی دا شخص د خالق له دریځه چی دده په زړه کی ځای لری مخلوق ته ګوری یعنی دا شخص د مځکی پر مخ د الله ج خلیفه وګرځی . دلته اشتباه ونشی چی ( د حلول نظریه په همدی ځای کی د غلط فهمی نه راپیدا شوی یعنی هغو کسانو چی د الوهیت په عقیده شوی هغوی فکر کړی چی پدی حالت کی حلول صورت نیسی چی دا خبره غلطه ده ) پدی حالت کی د انسان په زړه کی هغه دریځ راپیدا کیږی کوم چی نوموړی انسان زموږ دا نړی ته د فاعل له سترګو ګوری . او له همدی ځایه چی څومره د نوموړی انسان عقیده ټینګه وی همدومره نوموړی انسان ددی تضاد چی زموږ ددی نړی کیفت دی له تاثیره ازاد وی . دلته مهمه خبره داده چی د نوموړی انسان فکر ازاد فکر وی دا ډول کسان که ټوله دنیا هم د باطل خوا ونیسی دوی که یواځی هم پاتی شی دوی بیا هم د حق پخوا دریږی . ددوی په زړونو کی (ددوی د عقیدی په اندازه ) تضاد سفر وی ، ددوی زړونه له تضاده پاک او یا هم د تضاد د تاثیر لاندی نه وی .

پوښتنه داده دا کوم کسان چی بغیر له الله ج د هغه په مخلوق عقیده وکړی د هغوی د زړونو څه حال وی ؟

نوربیا


آدم خان۱
14.04.2016

نعیم سادات لیکلي:
((هغه څه ته چی موږ زړه وایو ( دلته مطلب د انسان د وجود یوه عضله چی زړه نومیږی ندی ) هغه ته په لاتینه ژبه کی ( Trance ) ترانس وایی چی داسی کلیمی لکه (Transmission) ترانس میشن چی موږ ورته ګیربکس وایو ، (Transport) ترانسپورت چی موږ ورته هم ترانسپورت وایو ، ( Transvestite) ترانس ویسټایټ چی یزک یا انجړا ته ویل کیږی او داسی نوری ډیری کلیمی په اروپایی ژبو کی شته چی د همدی لاتینی کلیمی څخه خپلی ریښی اخلی . اوس به راشو دیته چی ترانس یا زړه څه ته وایی))

ګران ورور نعیم سادات صاحب، بیا هم السلام علیکم ...!

وروره! د بحث فوروم دی ! بحث به کوو ، نظر به سر شریکوو او یو څه خوش طبعی به هم په کې وي ، که مو اجازه وي!

اول - د Trance لغوی معنی په پښتو کې څه شی ده؟ تر کومه چې زه خبر یم د trance معنی ( نشه) او هغه د صوفیانو په اصطلاح (وجد) او یا هم دشدیدې تبې په حالت کې چې سړی نا خود آګاه پرتې وايي او په فارسی کې ورته (هزیان) وایي، په معنی ده.
نو د trance ربط د transmission سره او یا هم د( اینجړا) سره په څه کې دی؟ پام دې وي چې په املا کې هم سره فرق لري.
دویم- تاسی چې کله د انسان زړه د ګیربکس سره تشبه کوئ مطلب مو کوم نوع ګیر بکس دی؟ عادی،او که اتوماتیک ګیر بکس ؟ ګوره دا ډیره مهمه خبره ده ! ځکه دزړه حرکت غیر ارادی دی ،او د نورمال او یا عادی ګیر بکس حرکت ارادی دی. که ډریور یې ونخوځوي په همغه یو ګیر کې ( ګیر) پاتی کیږي!

ستاسو له زیاره ډیره مننه
نوربیا...


Naeem sadat
15.04.2016

کله چی یو انسان له الله ج پرته په هر بل څه عقیده وکړی نو پدی حالت کی نوموړی انسان په مخلوق عقیده کړی او دا دا معنی لری چی نوموړی انسان په معفول چی ذاتی فاعل ندی عقیده کړی او له همدی ځایه د نوموړی هره محاسبه سرچینه اخلی . موږ ته همیشه داسی تبلیغ کیږی چی زموږ ټول افکار زموږ له ماغزو سرچینه اخلی خو دا خبره غلطه ده . په اصل کی زموږ ټول فکر لومړی زموږ له زړونو خپل اساس اخلی چی بیا ماغزه د همدی اساس په مطابق وړاندی همدا محاسبه مخته بیایی . زموږ ماغزه یواځی محاسبه کوی خو زموږ د هری محاسبی اساس یا شروع زموږ له زړه څخه سرچینه اخلی . نو په همدی خاطر کله چی موږ په زړه کی معفول دریځ ولرو یعنی موږ داسی یقین ولرو چی موږ په هرڅه کی معفول یو نو پدی حالت کی زموږ د زړونو جهت یوی خواته وی چی پدی حالت کی یوی خواته وی چی پدی حالت کی موږ ځان د همدی تضاد چی دا نړی ورڅخه جوړه ده زیږنده ګڼو .په نوموړی حالت کی زموږ زړونو مخ یوی خواته وی ( دلته د زړه له مخه هدف د زړه سترګه ده چی موږ نوموړی خواته پری ګورو ) او په نوموړی خواه کی موږ یو ډول محاسبه وینو یعنی هرڅه راته د همدی دریځ مطابق ښکاری ( دلته مطلب دادی چی دا محاسبه له یوه اساسه شروع شوی وی ) خو کله چی موږ د فاعل په دریځ ودریږو نو موږ دی نړی ته یا نوموړی تضاد ته د معفول په سترګه ګورو یعنی دا نړی راته معفوله ښکاری او ځان راته فاعل ښکاری چی پدی حالت کی زموږ د زړه مخ بلی خواته وی او زموږ مخی ته ددی نړی یوه بله محاسبه چی هغه د معفول په سترګو لیدونکی محاسبی برعکسه محاسبه ده نو په نوموړی حالت کی موږ ته دا نړی ټیټه ښکاری او ځان راته لدی نړی جګ ښکاری او یا داسی احساسوو .

اوس به زه لومړی تاسی ته د همدوغو کسانو چی ځانونه ورته معفول ښکاری فلسفه بیان کړم او د همدی بیان په ترڅ کی به ددوی د فلسفی غلطوالی هم وښیم

ددوی له نظره پدی نړی کی هرڅه د هماغه پورته یاد شوی تضاد څخه راپیدا کیږی . کله چی دوی وایی چی انسان د تکامل له لاری د همدی تضاد په واسطه جوړشوی یعنی په تدریجی ډول د همدی تضاد د حرکت نتیجه ده . دلته ددوی مطلب دادی چی هغه قوه چی دا تکامل یی په تدریجی ډول رامنځته کړی همدا تضاد دی . ددوی له نظره انسان خپل کوم ذاتی کیفیت نلری بلکی د انسان ټول اعمال د همدی تضاد د تاثیر نتیجه ده . چی دا خبره کاملا غلطه ده ځکه چی څنګه دا امکان لری چی دا ړوند تضاد چی یوه وحشی قوه ده چی په ځان کی هیڅ ډول محاسبه نلری او یواځی یو وحشی قوت دی دادی د انسان په څیر یو مغلق جسم جوړ کړی .د مثال پډول ساړه او ګرمی دا دواړه یوازی دوه وحشی قوتونه دی چی هر یو یی پخپل راتګ خپل مخالف لوری په وحشی ډول له منځه وړی او په ځان کی هیڅ ډول محاسبه نلری . دا د حرارت درجه چی موږ ساړو او تودو ته دا درجی ورکوو دا خو زموږ د وجود احساس دی یعنی موږ د خپل وجود د ساړو او یا هم د تودوخی په مقابل د خپل وجود احساس محاسبه کوو که چیری زموږ وجود شتون ونلری نو په ساړو یا تودوخه کی له ځانه کومه مستقله محاسبه شتون نلری .او په بل عبارت ووایم دا د حرارت درجه د ساړو یا تودوځی په مقابل کی زموږ د کیفیت عکس العمل دی .اوس که چیری په یوه فضا باندی دا ړوند تضاد په چلش کی وی یعنی چی کله دی هلته ساړه شی او کله دی هم ساړه شی ایا دا امکان لری چی په نوموړی فضا کی دی د نوموړی ړوند تضاد د چلیدو له امله لومړی یوه زموږ د نړی په څیر یوه مادی نړی راپیدا شی او بیا دی پدی نړی کی د انسان په شکل یو مغلق جسم چی عقل لری راپیدا شی .ددی لپاره چی تاسی ته د انسان د وجود د مغلقتوب اندازه درمعلومه شی نو همدا کفایت کوی چی همدومره وویم چی د یوه میږی یا میږتون د اوجود جوړښت چی د انسان د اوجود د جوړښت څخه په لسهاوو زره واری ساده جوړښت دی د اوس عصر له تخنیکی لحاظه له ټولو مغلقی الوتکی (طیاره) د جوړښت څخه په سلهاوو واری مغلق دی . نو بیا دا څنګه امکان لری چی دا ړوند تضاد دی چی په ځان کی هیڅ ډول محاسبه نلری دا دومره مختلف ډول ژوندی موجودات او انسان جوړ کړی

دوهم کله چی له دوی څخه پوښتنه کوی چی که چیری موږ دا هم درسره ومنو چی انسان تضاد جوړ کړی نو پدی صورت کی د انسان له جوړولو هدف څه دی

ددوی ځواب بیا داسی دی

نور بیا


آدم خان۱
17.04.2016

نعیم سادات صاحب تاسو لیکلي:
((تضاد څه شی دی ؟ تضاد د شتون هغه حالت دی چی زموږ دا نړی یا دا حقیقت چی موږ ژوند پکی کوو ترینه جوړ شوی . دلته مطلب دادی چی زموږ دا نړی له تضاده جوړه شوی))

که تاسو په دې وږده رساله غواړئ څه په اثبات ورسوئ د همدې ( تضاد ) ثابتول دي ! بل هيڅ هم نه...... !



ع کريم حليمي
20.04.2016

ډیر ګران او محترم نعیم سادات صاحب تاسو ته او درنو لوستوونکو ته ، د زړه له څاه څخه راوتلي سلامونه د احترام د منا تر سیوري لاندي په عرض رسوم .

اول به بخښنه و غواړم دا چه زه تر اصلي بحث پښه اړوم .

سادات صاحب تاسو لیکلي چه : (حق څه شی دی ؟ حق پخپل اخری تحلیل کی تقدیر ته اطاعت کول دی .)
دغه د حق ترجمه ډېره ضعیفه ده ،
رب العزت حق داسي په جمله کي استعمالوي : و في اموالهم حق للسائل والمحروم

او سردار عالم ئې دا سي په جمله کي استعمال وي چه : ولاهلک علیک حقاً

او یو مغلق مفهوم (حق ) په یوه مجهول مفهوم (تقدیر ) مو شرحه کړی
چه د حق پېژندنه مو لا نوره هم سخته کړه

د مسئولیت او ذمه دارۍ نوم په اصطلاح کښي " حق" دی ،‌که څه رنګه ؟؟

سرنویشت او تقدیر باندي خبري کول او یا هر سرنویشت په تقدیر پوري تړل ، صحیح او علمي نه دي ولي چه : تغیر راوستل او تکامل زمونږ په لاس کي دي ، ان الله لا يغير ما بقوم حتي يغيروا ما بانفسهم



ع کريم حليمي
22.04.2016

محترم او مکرم سادات صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

تعصب : تعريف او أنواع يي‌
تعصب او عصبیت : له عصب څخه اخسته سوی ، یعني رګ ( هغه پله چه مفاصل سره مښلوي )

حرام او ناروا تعصب :او هر څوک چه د خپلي قبیلې ،قوم او رښتدار په طرف کي دریږي ، او د خپل قوم په طرفداري جنګیږي ، نو یو ناروا تعصب ئې ترسره کړیدی

چه اصلا دغه ته د جهالت د عصر تعصب ویل کیږي ، او په هر عصر او زمانه کي به ناروا عمل وي ، دغه شرعي ناروا تعصب په ښاري ټولنو کي له منځه تللی دی ، او په قریو کښی اوس هم پالل کیږي

تعصب ډیر انواع او اقسام لري : طبقاتي ، دیني ، اقتصادي ، غیره وغیره

تعصب به هیڅکله له منځه ولاړ نسي ، ابدآ

انسانان دوې طبقی دي : یو عوام الناس او بل خواص

مکروه او ټیټ تعصب : عوام الناس همېشه په دیر جزي او ساده تعصب اخته وي ، د فلاني برېتونه ولي غټ دي ، فلان اوس پتلون اغوندي او فلان اوس سپین کالي اغوندي ،،،،،،،،،غیره وغیره

واجب علیا تعصب : د علیا او خواصو خلګو تعصب دی چه جهان په ښایسته او رنګینه ، او په ژوندکي د سهولت سبب سوی دی ، یعني : په صناعت او تولید او تجارت او تدریس کي یو له بل سره مشرع رقابت او تعصب کوي ، او دغه رقابت او تعصبونه دي چه ټولني مخ په وړاندي ځي
قوله تعالی : وأعدوا لهم ما استطعتم من قوة ومن رباط الخيل
درنښت


Naeem sadat
24.04.2016

حلیمی صاحب وعلیکم السلام

لومړی له ټولو لوستونکو بښنه غواړم چی دا بحث راڅخه زنډڼی کیږی هغه ځکه چی زه دا څو ورځی ډیر کلک مصروف یم خو په هر صورت د همدی مصروفیت سره به بیا هم کوښښ کوم چی دا بحث واړندی بوزم ځکه چی د نوموړی بحث اساسی برخه لا نه ده تشریح شوی

محترم حلیمی صاحب د (حق) کلیمه ما پاس د انسان له سترګو معنی کړی چی یعنی د انسان لپاره حق څه شی دی . د الله ج لخوا خو هرڅه حق دی پدی کی څه شک نشته خو د انسان له نظره حق دادی چی انسان د تقدیر اطاعت وکړی .

له تقدیر څخه له اطاعته مطلب څه دی ؟؟

له تقدیر څخه له اطاعته مطلب دادی چی انسان باید دا ومنی چی نوموړی د الله ج بنده دی یعنی چی باید د خدایی دعوه ونکړی . دلته د تقدیر له اطاعت څخه مطلب د جبر منل یا پدی نړی د خپل اختیار چاته ورکول مطلب ندی ( انسان پدی نړی کی لومړی باید خپل اختیار لاسته راوړی ځکه چی ددی نړی اساس د انسان د اختیار په ضد جوړ شوی او وروسته دا اختیار الله ج ته تسلیم کړی ) بغیر له اختیاره اطاعت کول بی معنی خبره ده
د مثال پډول کله چی زه اختیار ونلرم نو بیا د اطاعت دعوه څنګه کولی شم . محترم حلیمی صاحب زما د بحث عمده برخه په همدی راڅرخی چی معفول اطاعت یا بی اختیاره اطاعت بی معنی ده .

نور دوستانو بښنه غواړم چی دا بحث اوس مخته نشم بیولی خو انشاالله ډیر ژر به ددی بحث لړی ته ادامه ورکړم چی ډیر اساسی مطالب دلته واړندی لا شته چی باید روښانه شی

نور بیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more