د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

مذبوحانه تلاشونه!

اتل
08.04.2016

محترمو لوستونو، السلام علیکم!
دا ډیره مشهوره معقوله ده چې وايي:
علم دې که په سر واخیست، عالم شوې - که دې پر ځان واخیست شیطان شوې.
څوک چې ددې پوهه او لیاقت ونلري، چې زده کړئ علم څنګه په معقوله لار کې وکاروي، داسې وي لکه دداعش مشر ابوبکر بغدادي. ابوبکر دبدوې ادوارو او نني نړیوال نظام دڅرخیدو ترمنځ توپیر نشي کولئ. ابوبکر فکر کاوه چې داسلام دمقدس دین دظهور دپیړۍ په شان به خلافت تاسیس کړي او امپراطوري به جوړه کړي.
۱-اوس نړۍ هغې نده لکه ابوبکر چې یې فکر کوي. په زور او ظلم کلي نه کیږي.
۲-نن سبا انسانان دبدوي ادوارو په شان بې سواده ندي. دابوبکر غوندې ړندو او کڼو بدعتیانو خیانتونه چې د اسلام، مسلمان او انسان سره یې کوي، هرچا ته جوت دي، او زغم یې هم نلري.

اوس چې داعش دخپل مرګ چړه په اوبو کې لیدلې ده، مذبوحانه تلاشونه کوي، چې ګوندې نجات ومومي. ابوبکر باید پوه شي چې دداعش ستورئ مخ په لویدلو دئ، اسلامي او انساني قوتونه یې نه پریږدې چې دبشریت پرخلاف خیانت او جنایت ته دوام ورکړي.
داعش اوس دخپلې بقا دپاره له هیڅ ډول جنایت نه مخ نه اړوي.
====
سوريه کې داعش "سلگونه" کسان تښتولي
د سوريې پلازمېنې دمشق سره نزدې د سمټو په يوې فابريکې له بريد وروسته لږ ترلږه ٢٠٠ کسان لادرکه دي.
د راپورونو له مخې د فابريکې کارکوونکي د ضمير ښارگوټي کې وو چې له بريد وروسته د داعش وسلوالو له ځان سره بولي دي.
د فابريکې يوه کارونکي ويلي دي چې بريد د دوشنبې په ورځ شوى، له هغې وروسته هيڅ يو نه دى توانېدلى چې خپلو کورنېو سره اړيکه ټينگه کړي.
په تېرو څو ورځو کې د ضمير ښار گوټي شا و خوا کې د حکومتي ځواکونو او داعش د وسلوالو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.
د سوريې دولتي تلويزون د صنايعو د وزارت د يوې سرچينې له خلې ويلي دي چې
http://www.bbc.com/pashto/world/2016/04/160407_syria_kidnap_factory_worker_iy


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more