د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

بهرني جګړه ماران د طالبانو په جامه کې جګړه کوي

میرویس
01.04.2016

ګرانو لوستونکو، سلامونه مو ومنئ.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزی وایي، چې د افغانستان جګړه داخلي ریښې نه لري، بلکې دا د هغو بهرنیو ترهګرو جګړه ده، چې له افغان ځواکونو سره جنګېږي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، چې دا جګړه د بهرنیو ترهګرو په مشرۍ دسیسه ده، او افغان خاوره یې د جګړې په ډګر بدله کړې ده.
د دفاع وزارت سرپرست د هلمند په خاشنین، مارجې او برامچې او ځینو نورو سیمو کې د سلګونو وژل شویو بهرنیانو ته د بېلګې په توګه ګوته ونیوله، چې په وینا یې جسدونه یې په سیمه کې پراته دي او د سیمې خلک یې مړي نه وړي.
====
طالبان بیا دا جګړه جهاد بولي، او ورسره خارجي ترورستان مجاهدین ګڼي. خو حقیقت دادئ چې طالبان دخپلو خارجي بادارانو نیابتي جګړه پرمخ وړي، او داجګړه جهاد ندئ، او طالب دجهاد داعلان حق هم نلري.
====
په لاهور کې په عیسویانو دځانمرګي حملې نه وروسته پاکستاني دیني عالمانو وويل:
"پرته له دولته، هېڅ ډله یا کس جهاد نشي اعلانولانولئ"

د پاکستان دیني عالمانو او مذهبي پوهانو ویلي، په یوه اسلامي هېواد کې مېشته هره ډله یا یو وګړی په خپله خوښه جهاد نشي اعلانولای.
او ((جهاد دا معنا نه لري)) چې د هېواد ودانیو او شتمنیو ته دې زیان ورسول شي.
دوی د لاهور په تفریحي پارک کې وروستۍ ځانمرګې حملې ته په اشاره وویل، اسلام ان د جګړې پر وخت هم ((د ښځو او ماشومانو وژنې اجازه نه ورکوي.))
دلاهور په حمله کې د عیسویانو او مسلمانانو ګڼ شمیر ښځې او ماشومان ووزل شول،
دلاهور د حملې مسؤلت دپاکستاني طالبانو نه جلا شوې ډلې جماعت الاحرار په غاړه واخیست.
په درنښټ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more