د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ایا دمصیبتونو دنزول لامل به وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَبِذِي الْقُرْبَى نه وی

خیریوسی
10.08.2015

وروڼو السلام علیکم ورحمة الله
ډیروخت وروسته یو وار بیا یوه موضوع چي ډیر موهمه موضوع ده ستاسوسره شریکوم
که بحث پر وسی او خلګ ددی موضوع په اهمیت پوه سی کیدای سی چي زموږ دمصیبتو یو لامل هم( قاطع رحم) وی
الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على نبينا محمد صلى الله عليه وسلم وعلى آله وصحبه أجمعين وبعد:
لقد أمر الله بصلة الأرحام والبر والإحسان إليهم، ونهى وحذر عن قطيعتهم والإساءة إليهم، وعد صلى الله عليه وسلم قطيعة الأرحام مانعاً من دخول الجنة مع أول الداخلين، ومُصْلٍ للمسيئين لأرحامهم بنار الجحيم. وعلى الرغم من وصية الله ورسوله بالأقارب وعد الإسلام صلة الرحم من الحقوق العشرة التي أمر الله بها أن توصل في قوله تعالى { وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَبِذِي الْقُرْبَى } البقرة 36 إلا أن جلّ المسلمين أضاعوا هذا الحق مثل إضاعتهم لغيره من الحقوق أو أشد مما جعل الحقد والبغضاء والشحناء تحل محل الألفة والمحبة والرحمة بين أقرب الأقربين وبين الأخوة في الدين على حد سواء.
> تعريف الصلة: الوصل وهو ضد القطع.
> تعريف الرحم: هي كل من تربطك به صلة نسبية من جهة الأم أو الأب ، ويدخل في ذلك من تربطك به صلة سببية من النكاح أيضا وهم الأصهار.



ع کريم حليمي
28.08.2015

ډېر ګران او محترمه، خیر یوسې وروره

دېر ښایسته او فایده مند او پایدار بحث مو مطرح کړی ، کله چه تاسو دا لیکنه پورته کړېوه په هغه ورځ مي ولوستل ، تاسو خپله لیکنه په (
آیــــــــا) شروع کړېوه ،‌ چه د ندا او د استفهام معناوي ورکوي

نو دا مي و فهمول چه تاسو په یو نوي انداز جواب ته سترګي په لار یاست ، ولي چه تاسو هم و انټرنټ ته لاس رسئ لرئ او کولای سي چه د ،صلة رحم او قاطع رحم په باب احادیث او د علماء کرامو تأویلات وګوری، نو زه نه غواړم چه تاسو او لوستونکو ته هغه څه ولیکم کوم چه تاسو په وار وار لوستلي وي

خیر یوو سې وروره ، د ددغي موضوع او کیفیت په باب به زما عقیده او مذهب ستاسو سره شریک کړم

رب العزت چه دا دغه جهاني او اوخروي دستګاه خلق کړه ، په دغه دستګاه کي مختلفي او انواع پورزې (عالم) کار کوي چه دا جهاني مشین چلوي ، ټول مخلوقات یو دستجمي فعالیت کوي او فکر مو وي چه جن او انسان د دغه دستګاه جز نه دي ، که چیري داسي پېښه سي چه یو ډله مخلوکات د الله له امر نه سرغړونه وکي ، دغه دستګاه به ډیر ژیر فلچ سي ، ولي چه ټول مخلوکات جز یا پورزې د دغي دستګاه دي او دغه الامل دی چه رب العزت و دغه مخلوقاتو ته د (ولي ؟ او پوښتني ) قدرت نه دي ورکړي ، (personal choice ، اختیار )

یوازي انسان او جن دي چه : د دغي جهاني دستګاه جز او پورزې نه دي
او رب العزت د free will او د نیم اختیارۍ او د ولي ؟ قدرت ورکړی او راکړیدی, که دا جن او انسان د دغي دستګاه څخه ورک سي ، نو بیا به هم دغه دستګاه چلیږي او که انسان او جن ورک سي نو پر مځکه به فساد هم ورسره ورک سي او دا دستګاه به تر دې لا ښه روانه وي

په مقابل کي : که یوازي او تنها د دغه جهاني دستګاه څخه ماهیان ورک او برباد سي نو داجهاني دستګاه به فلج سي ، ولي چه یوې پورزه يې کار پرېښود او یا ووایو یوه پورزه ئې ماته سوه

نو اوس به ستاسو په فکر او سر کي دغه (وما خلقت الجن والإنس إلا ليعبدون) آیه کریمة درګرځي

هو ! خبره هم داده چه موږ د دغه جهاني دستګاه د ساتلو او سامبالولوله لپاره نه یو پیداسوي ، لکه دا نور مخلوقات

موږ تنها د عبادت له پاره پیدا سوي یو او بس
عبادت : یعني د دوو رابطو د ساتلو د پاره پیدا سوي یو ، اول د الله سره رابطه (د هدایت اطاعت ) او دوهم د مخلوق سره د خیر رابطه

نو که انسان د خپل رب سره رابطه قطعه کړه ، نو دغه یو اشد کافر سو
او اشد کافر جنت ته لار نه لري او که انسان د مخلوق سره خپله د خیر رسولو رابطه قطعه کړه نو پس دغه هم جنت ته لار نه لري (لا يدخل الجنة قاطع رحم)

نو که څوک دا رابطې ونه ساتي نو به په معصیت کي وي ، او د معصیت په ژوند کي دا هم امکان لري چه مصیبت ، لعنه پر نازل سي

أقــول قولــي هـذا واسـتغفر الله لـي ولكــم

درنښت


خیریوسی
29.08.2015

محترم حلیمی صاحب کور دی ودان یو وار بیا وتاسو ته دلوستلو تکلیف درکوم
کله چی موسم بدل شی دهغه سره سره ناروغي زیاتی شی نو رغپالانو وارله مخه دهغه موسم دپاره
اړینی دواوی او واکسینونه برابری کړی وی چي ددوا دکمښت سره مخامخ نه سی چي ناروغانو تداوی پر وخت وشی .
اوس خبره دمعنوی ناروغیو ده لکه سود ، سیله رحمی قطع کول، رشوت ، ګرانی ، ظلم .....
ملا صاحبان به دروغپالانوپه څیر دهر موسم سره سره دهغه تدوای وکړی مخکی تر دې چي په مزمن ناروغي بدله شی .



ع کريم حليمي
27.10.2015

ډېر ګران او مکرم ورور خیر یوسی صاحب السلام علیکم دامت وبرکات

ستاسو د پوښتني جواب ډېر وځندېدلی ، بخښنه به کوی ، ګرانه وروره له هغي ورځی چه تاسو پوښتنه کړېوه له هغې ورځی نه تر دغه لحظي مي په سر کي شاربله .

کرانه وروره ! بې حکمته موعضه به هیڅ کله پایده ونه لري ،

نن ورځ په افغانستان کي یو یو بد حال دي حرج و مرج دی ، هر کله چه په ټولنه کي نظم او تنظیم له منځه ولاړ سي نو بیا موعضه هیځ فایده او کټه نه لري ، لمړی باید ټولنه منظمه سي ، بیا نو موغضه حسنه مفده تمامیږي ،

نن ورځ د افغانستان رسمي او دولتي قضاة مسؤلیت له غاړي دی چه سماوي دستور تطبق کړي او سر غړونکو ته جزا وي ور کړي ، هر کله چه ټولني ته یو نظم راسي ، نو بیا به موعضه مفده وي

درنښت


خیریوسی
28.10.2015

وعلیکم السلام محترم علیمی صاحب
عجب وخت سو علم سته عمل نسته وعظ سته تاثیر نسته
گوره چی دابه عام ویاو که خاص


lawangin
28.10.2015

[quote:32e3d633a6="خیریوسی"]وعلیکم السلام محترم علیمی صاحب
عجب وخت سو علم سته عمل نسته وعظ سته تاثیر نسته
گوره چی دابه عام ویاو که خاص[/quote:32e3d633a6]

ياره خير يوسي که بر دې ساده پروڅيس د سر نه خلاصيږي نو وروره زما مکتب ته
راشه !!!
⬅︎ :
دخره په شا بار کتابونه ددې مانا نلري چې خر به عالم وي او عالم شي!
⬅︎:
علم له تربيې وطندوسټي ،مېړانې ،صداقت او نورو اخلاقي معيارونه سره فرق لري !!
⬅︎:
علم پوه ⇍ اخلاقي ټولنيزې مزاياوې او قانون بندي !!!
⬅︎:
ملي ازادي ملي غرور دانسان د روزنې مهم فکتور ونه دی !!
⬅︎:
د زمرۍ زوی زمری وي خو د څوسمارې سپۍ زوی تل دون همته غل
کاسه پاک راخيځي !!!!!!
⬅︎:
انفرادي څرنګوالی دټولنې تر انکشافه پورې تړلی وي خو استسنی هم لري !!
⬅︎ :
دټولني اخلاقي معيارونه ډېر مهم رول لري !!!

اونور ډېر ډير چې ډېر وخت مې نيسې .........

pattang



ع کريم حليمي
16.11.2015

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته

[quote:a40c4285af]عجب وخت سو علم سته عمل نسته وعظ سته تاثیر نسته [/quote:a40c4285af]
ګران ورور خیر یوسی صاحبه خبره مو ریشتیا او او زما له پاره حجت ده ،
ګران وروره ! تاسو ته معلومه ده او نن ورځ اظهر من الشمس هم ده چه :بیله له لېونیانو ، نور نو ټول اطفال په یوه فطرت زېږي (كل مولود يولد علي فطرة) فطرت هغه عقلي قوه ده چه د "ښه "او "بد" تفکیک په کیږي ، دغه لامل دی چه هرانسان د ښه او بد تفکیک په طبیعي ، ذاتي او فطري ډول کولای سي ،نو ضرورت نسته چه څوک دي د ښه او بد تفکیک په مدرسه کښي زده کړي .

نو هر کله چه په ټولنه کي سیاسي نظام برهم او درهم او خراب وي ، نو د ټولني د اکثره اوسېدونکو هغه طبیعي فطرتونه خراب سي (فأبواه يهودانه أو ينصرانه أو يمجسانه)

یعني زموږ سیاسي مشران دي چه زموږ فطرت راخرابوي

تر دې له مخه چه 'أمر بمعروف أو نهى عن منكر' وکړو اول راته لازمه ده چه : داسي مشر انتخاب کړو چه زموږ فطرت راخراب نه کړي ، هر وخت چه ښه مشر مو انتخاب کړی ، نو بیا موعظه او نصیحت به تأثیر ولري او اثر به وکړي

درنښت



ع کريم حليمي
02.03.2016

ګران او محترم خیریوسی صاحب ، او درنو لوستونکو ، السلام علیکم دامت برکاته

محترم خیریوسې صاحب ، تاسو ، زما څخه ماڼېجڼ او ګيله مند را معلوم سولاست ، په سبب د دغه چه ما تاسو ته لیکلي وه چه : بې حکمته موعضه به هیڅ کله پایده ونه لري

ګران ورور ! خیریوسې صاحب ، رب العزت فرمايي چه : نو نصیحت وکړه کـــــــــــــه نصیحت ګټور وي !!!!!

(فَذَكِّرْ إِنْ نَفَعَتِ الذِّكْرَى)
زه ملامت نه یم ،ولي چه الله ج و موږ ته د نصیحت کولو او نه کولو اختیار راکړئ

مننه


خیریوسی
02.03.2016

محترم او زړه ته راتیر حلیمی صاحب وسلام ته وعلیکم السلام وایم
ستاسو لیک چی می کله تر ستګو سی پوه سم چي په صحت روغ یاست زموږ دپاره دخوشحالی ځای دی
زه دهیچا څخه ګیله نه کوم وخت کم او کارونه ډیر دی نه غواړم چي وخت ورضایع کړم
ستاسواو دنورو ورڼو لیکنی په ډیرشوق سره لولم غواړم چي یو څه ځنی ذده کړم
روغ جوړ اوخوشحاله اوسی


آدم خان۱
03.03.2016

خیریوسی صاحب اول سلام اوبیا کلام، وروره! واقعاً چې خیرخواه سړی يي ما دې په خبرو کې په تیرو لسو کلنو هيڅکله کرکه او بد خواهی نده لیدلې ستاسو کنیه باید خیر خواه وی چې یاست !
په درنښت


خیریوسی
03.03.2016

وعلیكم السلام ورحمة الله
مننه وروه دا چی تاسو زما دپاره دخیرخواه کنیه غوره کړی ده ډیره ډیره مننه
کرکه او بدخواهی نه زموږ وه اونه ده هر مسلمان خیر خواه دی او باید چي وی دا هم دټول افغان ویاړ بولم چي خلګو ته یی دکرکی پرځای مینه محبت او وروګلوی ورذده کړه
په درنښت


lawangin
03.03.2016

وروڼو وروسته له سلامه ! زه به هم خپل خر پکښې در ګډ کړم !

بد بیني له هر چا سره د بې عقلي او نا پوهي يو لوی مرض دی چې دوایې پوهه ده !

خو غچ اخیستل له ظالمه څخه د پښتو يو غوره معيار او دشریعت تر حکم لاندې پروت دی!
، کله چې دولتي قانون تطبیق کېدی نشي او یا یې عملې کول حاکمه طبقه نغواړي !!!

کله چې زما په کوراو زما داولس په کور دشپې چاپې اجوي ، واړه او زاړه مې را وژني ،
هېواد مې اشغالوي ، ننګيالي مې راوژني ، خائنان را پکښې په دالرو اخلي او زما په سر یې
د حاکمې طبقې په دود ګماري ، اولس مې په نس وګی ساتي ، حرامي پيسې غلا کوي او اولس
مې سر ټيټی کوي ، دمیديایې پروپاګندې له مخې او زور مې داولس اسلامي او پښتني عنعنات
فحشا ته بيايې ايا دداسې پليدو عناصرو او اشغالګرو ساتونکو سره یې کينه ونلرم ؟؟

کله يې چې حضرت عيسی (ع) واژه او صلیب ( ✢) یې په پر اوږو وربارکړی وو، په کمچيونو
رومي عسکرو واهه اوبيا یې په هغه صليب ژوندی ميخ که، نو دي مبارک ووېل « پلاره عفوه ور
ته وکړه ، هغوی نه پوهيږي چې څه کوي »
دا خو يوه عيسوي عقيده ده چې ما یاده کړه!!!

زه خو ملا حليمي نه يم ، چې داسلام له نظره ريڼا پرې واچوم !!
خو په پښتو کې دې عمل ته په بله سترګه ګوري او په اسلام کې هم داخبره پر دې ډول نشته !!!!!!!!!!!!!!!

فاسدين ،غاصبین ، زناکاره، بډې خواره ، اشغالګر ، جاسوسان زما دنفرت وړدي چې
ددې نفرت ريښې په اسلام او پښتو کې وينم !!

پتنګ


آدم خان۱
03.03.2016

السلام علیکم!
دصله الرحم په موضوع کې ستر حکمت نغښتی دی، چې هر څومره یې سړی څیړی همغومره یې پر اهمت ور اوړی. پیل یې دمور او پلار سره د نیکو اړیکو ساتنه ، دورونو او خویندو سره د ارشی درشی لرل ، دخپلو خپلوانو سره نیکه رابطه ساتل دګاونډی ،کلیوال او هیواد وال سره متقابل احترام اوهمدردی لرل ټول په کې را نغاړي،او دیوې سالمې ټولنې ګواهی ورکوي.

دوطن پتنګان او لونکینان دې خدای هیڅکله مه کم وي ، پتنګ چې د عیسی علیه السلام په اړه کومه کیسه راخیستی زما پرې سر چندان نه خلاصیږي، خو مونږ په اسلام کې ورته کیسه ، ولي په معکوسه نتیجه لرو چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په طایف کې د مشرکینو له لوری په کاڼو وویشتل شو ،تر کومه چې وینې یې له پښو بهیدې او د مبارک دعا کوله چې خدایه ته دې قوم ته لاره وښیې دوي جاهل دي. البته دا په داسې حال کې وه چې د مسلمانانو تعداد د ګوتو په شمار وو ، اود مخامخ مقابلې توان په مسلمانانو کې نه وو . په دې سرګذشت کې حکمت دا دی، چې زور دې نوي برابر صبر کوه او دعقلانیت او حکمته کار اخله ..مه ځان تباه کوه او مه نور.

نور نه پوهیږم.
کورموودان او ټولو یارانو ته درناوی


lawangin
04.03.2016

وعلیکم والسلام !
ادم خانه وروره کور دې ودان خدای پاک دې پتنګان، لونګینان ، طالبان او دسپينې غره بازان
تل ژوندي لري ،او خدای پاک دې ټولو هغو انسانانو ته ښېګڼې ورکړې چې له فساده لرې ګرځي !!

وروره ستا لیکنې هروخت له ادبه ډکې او زهري نوي ،کور دودان او مناقشه هم درسره خوند کوي
ځکه چې معقولو دلائلو ته اړتياوي را منځ ته کوي !!

له خپلوانو سره ادب ، احترام او نيک اړيکي سر بېره په اسلامي، ذاتي حقوقو،عنعناتي او مادي
اړخونه هم لري ! خو په اوس زمانه کې کوم شيان چې تا ياد کړي او ما تکرار کړي دي
متاسفانه ډېر کم پاته دي !

داچې دا ولې نو هغه ډېر اوږد بحث ته اړتیا لري .

ستا د اخرینو کرښو په ځواب کې داسې وایم: ٍ څوک چې بې مالوماته او حقیت پېژندلو يو
خلاف کار کوي او په واقعتونو نه وي پوه شوی نو درحم او بخښنې وړ دی ٍ

زما مقصد هغه اشخاص دي چې شعورې د خپلو ګټو لپاره هر فساد کوي !

په يوو نوي کار اوقضيه کې چې تاريخي شتون ونلري ، عکس العمل باید تحليل شي
مخ کې لدې څخه چې توره واخلې اومیدان ته راووځې او که په سلګونو واره تاريخي تکرار
ولري نو بیا ميدان ته وتل فرض او کاميابي یې ترسترا تيږې او کلکې ارادې پورې تړلې وي !!!

زه ګمان کوم چې پر دې ليکنو او ځوابونو کې مو يو بل ته ښه راغلا ست ووېل اوبس
زه نور کوم اختلاف نه پکښې وینم !

پتنګ

[quote:8f798518af="آدم خان۱"]السلام علیکم!
دصله الرحم په موضوع کې ستر حکمت نغښتی دی، چې هر څومره یې سړی څیړی همغومره یې پر اهمت ور اوړی. پیل یې دمور او پلار سره د نیکو اړیکو ساتنه ، دورونو او خویندو سره د ارشی درشی لرل ، دخپلو خپلوانو سره نیکه رابطه ساتل دګاونډی ،کلیوال او هیواد وال سره متقابل احترام اوهمدردی لرل ټول په کې را نغاړي،او دیوې سالمې ټولنې ګواهی ورکوي.

دوطن پتنګان او لونکینان دې خدای هیڅکله مه کم وي ، پتنګ چې د عیسی علیه السلام په اړه کومه کیسه راخیستی زما پرې سر چندان نه خلاصیږي، خو مونږ په اسلام کې ورته کیسه ، ولي په معکوسه نتیجه لرو چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په طایف کې د مشرکینو له لوری په کاڼو وویشتل شو ،تر کومه چې وینې یې له پښو بهیدې او د مبارک دعا کوله چې خدایه ته دې قوم ته لاره وښیې دوي جاهل دي. البته دا په داسې حال کې وه چې د مسلمانانو تعداد د ګوتو په شمار وو ، اود مخامخ مقابلې توان په مسلمانانو کې نه وو . په دې سرګذشت کې حکمت دا دی، چې زور دې نوي برابر صبر کوه او دعقلانیت او حکمته کار اخله ..مه ځان تباه کوه او مه نور.

نور نه پوهیږم.
کورموودان او ټولو یارانو ته درناوی[/quote:8f798518af]


lawangin
04.03.2016

وعلیکم والسلام !
ادم خانه وروره کور دې ودان خدای پاک دې پتنګان، لونګینان ، طالبان او دسپينې غره بازان
تل ژوندي لري ،او خدای پاک دې ټولو هغو انسانانو ته ښېګڼې ورکړې چې له فساده لرې ګرځي !!

وروره ستا لیکنې هروخت له ادبه ډکې او زهري نوي، کور دودان او مناقشه هم درسره خوند کوي
ځکه چې معقولو دلائلو ته اړتياوي را منځ ته کوي !!

له خپلوانو سره ادب ، احترام او نيک اړيکي سر بېره په اسلامي، ذاتي حقوقو،عنعناتي او مادي
اړخونه هم لري ! خو په اوس زمانه کې کوم شيان چې تا ياد کړي او ما تکرار کړي دي
متاسفانه ډېر کم پاته دي !

داچې دا ولې نو هغه ډېر اوږد بحث ته اړتیا لري .

ستا د اخرینو کرښو په ځواب کې داسې وایم: ٍ څوک چې بې مالوماته او حقیت پېژندلو يو
خلاف کار کوي او په واقعتونو نه وي پوه شوی نو درحم او بخښنې وړ دی ٍ

زما مقصد هغه اشخاص دي چې شعورې د خپلو ګټو لپاره هر فساد کوي !

په يوو نوي کار اوقضيه کې چې تاريخي شتون ونلري ، عکس العمل باید تحليل شي
مخ کې لدې څخه چې توره واخلې اومیدان ته راووځې او که په سلګونو واره تاريخي تکرار
ولري نو بیا ميدان ته وتل فرض او کاميابي یې ترسترا تيږې او کلکې ارادې پورې تړلې وي !!!

زه ګمان کوم چې پر دې ليکنو او ځوابونو کې مو يو بل ته ښه راغلا ست ووېل اوبس
زه نور کوم اختلاف نه پکښې وینم !

پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more