د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

چې ملا محمد اختر منصور به پکې وي؟

اتل
26.02.2016

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په مخامخ خبرو کې، حکومت دپاکستان نه غوښتي چې دطالبانو ددواړو ډلو، حقاني شبکې او حکمتیار د اسلامي حزب دمشرانو په شمول دې دمخالفانو لس تنه مذاکراتو ته حاضر کړي.
یعنې پدې لسو تنو کې باید ملا محمد اختر منصور، ملا محمد رسول، سراج الدین حقاني او ګلبدین حکمتیار شامل وي.

اسلامي حزب او د حقاني شبکې ددې بلنې هرکلئ کړیدئ. د ملا رسول ډلې څه ندي ویلي، خو اصلي پوښتنه داده، چې ملا منصور به څنګه شي؟ دطالبانو ټول تحریک، او حتي پخبله د ملا منصور ملاتړي تر اوسه پدې ندي قانع شوي، چې ملا منصوردې ژوندئ وي. که څه هم دملا منصور په نامه یو غږ خپور کړ، خو څوک یې نه مني، ځکه چې طالبانو دملا عمر مړینه ۸۲۰ ورځې پته وساتله.
اوس د ملا منصور دملاتړو جعلي ادعاګانې، عادي طالبان نه مني.
دطالبانو قیادتبې اعتباره شوي، شپانه غوندې چې اوس هر څومره چیغې ووهي چې لیوه په رمه ګډشو، څوک یې نه مني.
د څښتن تعالا نه هیله کوم چې دصلحې خبرې بریالۍ شي.
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/02/160225_gn_taliban_peace_talk


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more