د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دداعش د استخدام غړي ونیول شول

Hashmat Khan
19.02.2016

داعش تروریستي ډلو د مختلفو وسایلو او تکتیکونو په کارولو سره ، افغان ماشومان په کليو او آن لائن استخداموي ، او دي ته یې اړ باسی چې د هغوی تروريستي فعاليتونه ترسره کړي. په دې ورستیو کې، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې افغان ملي پولیسو دداعش د استخدام یو ټیم ونیوه. همداشان،څو میاشتې مخکې هم دداعش د فیسبوک د استخدام ټیم په کابل کې ونیول شوچې جنګیالي يې د داعش ډلو لپاره استخدامول. په افغانستان کې دداعش هدف دا دي چې د افغانستان بنسټونه له منځه یوسې، بې ګناه خلک ووژني ، او د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو څخه د شکنجې او بريدونو مرکزونه جوړ کړي. داد محمد حریفی د ننګرهار ولایت د ملي امنيت د عمومي رياست رییس وویل : " عامه پاڅون اچین کې دداعش د جنګیالیو په له منځه وړلو کې مهم رول لوبولی دی. موږ له دوي څخه مننه کوو" پرته د ځايي خلکو له همکارۍ او مرستې څخه ، د افغانستان ملي امنيتي ځواکونه به ونه شي کولای چې خپل ماموریت په اغیزمنه توګه اجرا کړي. دټولو لپاره دا مهمه ده چې د ملي امنيتي ځواکونو سره په ګډه کار وکړي او دغه توره پدیده له افغانستان څخه له منځه یوسې.
په درنښت

حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


Re: دداعش د استخدام غړي ونیول شول

lawangin
20.02.2016

داعش ته خو که ووایې چې په خدای او رسول ایمان لرم نو یو چانس به درکړي
ستا فاسده بې خدایه ینکې خو بې سوال او ځوابه هر يو وژني او نه په خدای بند دي نه په رسول !!
دداعش سپی په ينکي مردار شرف لري ! ابوګرېب ، ګوانتانانو او بګرام .....

quote="Hashmat Khan"]داعش تروریستي ډلو د مختلفو وسایلو او تکتیکونو په کارولو سره ، افغان ماشومان په کليو او آن لائن استخداموي ، او دي ته یې اړ باسی چې د هغوی تروريستي فعاليتونه ترسره کړي. په دې ورستیو کې، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې افغان ملي پولیسو دداعش د استخدام یو ټیم ونیوه. همداشان،څو میاشتې مخکې هم دداعش د فیسبوک د استخدام ټیم په کابل کې ونیول شوچې جنګیالي يې د داعش ډلو لپاره استخدامول. په افغانستان کې دداعش هدف دا دي چې د افغانستان بنسټونه له منځه یوسې، بې ګناه خلک ووژني ، او د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو څخه د شکنجې او بريدونو مرکزونه جوړ کړي. داد محمد حریفی د ننګرهار ولایت د ملي امنيت د عمومي رياست رییس وویل : " عامه پاڅون اچین کې دداعش د جنګیالیو په له منځه وړلو کې مهم رول لوبولی دی. موږ له دوي څخه مننه کوو" پرته د ځايي خلکو له همکارۍ او مرستې څخه ، د افغانستان ملي امنيتي ځواکونه به ونه شي کولای چې خپل ماموریت په اغیزمنه توګه اجرا کړي. دټولو لپاره دا مهمه ده چې د ملي امنيتي ځواکونو سره په ګډه کار وکړي او دغه توره پدیده له افغانستان څخه له منځه یوسې.
په درنښت

حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم[/quote]


Hashmat Khan
22.02.2016

پتنګه/لونګینه!

ته له هغه ډلي څخه ملاتړ کوي چې حتی په خپل خور او مور هم بند او واز ندي. قضاوت به زه او ته نورو لوستونکو ته پریږدو.

د داعش جنګیالي خپله مور اعدام کړې ده.

د داعش یو تن جنګیالي علي صقر القاسم د سوریې په رقه ښار کې دخلکو پر وړاندې خپله مور وویشته او اعدام يي کړه.
په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان ویلي دي چې د داعش شل کلن جنګیالي علي صقر خپله مور د ټولو خلکو د سترګو پر وړاندې ووژله.
ویل کیږي د داعش د ډلې د نوموړي جنګیالي مور چې ګمان کیده د ۳۵ او ۴۰ کلونو ترمنځه د عمر خاونده وه لینا نومیده.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د لینا چې د سوریې د رقه ښار اړوند د طبقه په سیمه کې ژوند کولو خپل زوی ته ویلي وو چې غواړي ددی ځایه کډه وکړي . هغه خپل زوی ته ویلي وو چې د داعش د ډلې نه جلا شي او دده سره بل هیواد ته لاړ شي.
د داعش جنګیالي د هغه د مور له ټېنګار وروسته داعش ډلې ته خبر ورکړ او وویل چې مور يي غواړي چې هغه وتښتوي.
د داعش ډلې د علي صقر مور په شرک تورنه کړه . ویل کیږي لینا خپل زوی ته ویلي وو چې د هغوې ډیری خپلوان په هوايي بریدونو کې ژوند د لاسه ورکړی که چیرې دوی هم پاتې شي نو مړه به شي.
ددینه وروسته د هغه زوی خپله مور د رقه په ښار کې په یوې عمومي جاده کې د سلګونو تنو د سترګو پر وړاندې پر مرمۍ وویشته او اعدام يي کړه.
په سوریه کې د بشري حقونو د سازمان د معلوماتو له مخې د داعش ترهګرې په تیرو ۱۸ میاشتو کې څه باندې ۲ زره تنه په سوریه کې اعدام کړي دي.

http://rohi.af/fullstory.php?id=42915

http://www.dailymail.co.uk/news/article-3390019/ISIS-fighter-executes-MOTHER-Raqqa-informing-superiors-wanted-escape-jihadi-group-together.html
په درنښت

حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more