د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

امریکا له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته ۳۰ ملیونه انسانان وژلي دي

lawangin
16.12.2015

[img:178c68b0b7]http://all4syria.info/wp-content/uploads/2015/02/122.jpg[/img:178c68b0b7]

کاناډايي ګلوبل ریسرچ ویبپاڼه لیکي: امریکا له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته دیرش ملیونه انسانان وژلي دي، ویبپاڼه زیاتوي : نور باید له امریکا په دې پلمه ملاتړ ونه شي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي.
یاده ویبپاڼه په خپل تازه راپور کې لیکي: امریکا اوس هم لګیا ده دافغانستان او عراق په څېر کمزورو هېوادو ته سرتیري استوي، په افغانستان کې ۹۸۰۰ او په عراق کې بیا ۳۵۰۰ امریکايي سرتیري شتون لري او دجون مکین په څېر سناتوران غواړي، چې دسوریې دجګړې لپاره ۲۰ زره سرتیري واستول شي، خو له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته دامریکا دا ډول نظامي مرستې او ملاتړ د نورو ولسونو لپاره خونړی ثابت شوی دی.
امریکايي ولس نورو هېوادو ته دخپلو سرتیرو دلیږد له کبله اندېښمن دی، امریکا تر اوسه له ۳۰ ملیونو ډېر انسانان وژلي دي، چې ۹۰٪ ملکي وګړي دي. له دویمې جګړې راوروسته تر ۲۰۰۱ ز پورې دنړۍ په کچه ۲۴۰ جګړې رامنځته شوې دي په دې کې ۲۰۱ جګړې دامریکا له لورې پیل شوې دي،له همدې نېټې وړاندې نږدې ۲۷ ملیونه انسانان وژل شوي دي، دافغانستان او عراق هغه په کې تر اوسه نه دي حساب شوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more