د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

په ننګرهار کې د روسې ژبې ښځې انتحار!

اتل
11.12.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
دطالبانو بدعتیي نیابتي جنګ، جوړه کړې بې امنیتي، دحقاني ترورستې ډلې ته ددې زمیه برابروي چې خارجي ترورستان دافغان ولس د قتل عام دپاره وروزي.

ملي امنيت ننګرهار کې ۹ بهرني وګړي نيولي دي
عطاء الله خوګياڼی وایي، نیول شوي کسان په روسۍ ژبه خبرې کوي او له کابل څخه ننګرهار ته ورغلي
د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې چارواکي وايي د ملي امنيت څارګرې نهه بهرني وګړي د ځانګړو عملياتو پر مهال نيولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بی بی سی ته وویل دغه کسان تېره شپه د جلال اباد ښار په څو کیلومترۍ کې د دروڼټې سيمې کې نيول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي په نيول شويو کې يوه ښځه، درې ماشومان او پنځه نارينه دي.
د ننګرهار د والي وياند وويل هغه مهال چې دا کسان د ملي امنيت له لوري توقيف خونې ته لېږدول کېدل، نيول شوې ښځې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول.
امنيتي چارواکي وايي په دغه بريد کې ښځه، درې ماشومان او د ملي امنيت يو کارکوونکی ووژل شول.
خوګیاڼی وایي، نیول شوي کسان په روسۍ ژبه خبرې کوي او له کابل څخه ننګرهار ته ورغلي وو.
دا روښانه، نه ده چې دغه کسان پخپله د روسيې دي او که د منځنۍ اسيا په کوم په هېواد پورې اړه لري.
د ملي امنيت څارګره اداره وايي په دې اړه يې پلټنې پيل کړي چې معلومه کړي نيول شوي کسان څوک او د کومو موخو لپاره افغانستان په ځانګړي ډول ننګرهار ته ورغلي دي
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/12/151211_nangarhar_foriegn_insurgence


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more