د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دپآریس غم ځپلو سره د افغنان ټولنیزو رسنیو خواخوږي.

میرویس
16.11.2015

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم.
په پآریس کې د بې ګناه انسانانو د قتل په ارتباط، په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو هم دنړۍ د نورو مسلمانانو او نړیوالو غوندې، خواخوږئ ښودلې ده، او دداعش دا عمل یې غندلئ او دمسلمان، اسلام او انسانیت په مقابل کې یې جنایت بللئ دئ.
تولو مسلمانانو او بشریت ته پکار دي چې په امن او صلحه کې د ژوند کولو او طاعت او عبادت د ادا کولودپاره خوندې ماحول ولري، او داعش غوندې ترهګرو ته اجازه ورنکړي، چې هرحه ترې واخلي.
=====
د شبنې د شپې د چاودنو او ډزو په نتیجه کې په پاریس کې ۱۲۹ تنه وژل شوي دي، ۳۵۰ یې زخمي کړیدي.
افغانان چې له کلونو راهیسې په خپل هېواد کې د چاودنو او انتحارونو شاهدان دی د هغه هېواد د خلکو درد تر نورو ښه خپلولی شي کوم چې د ورته پېښو ښکار شي.
په پاریس کې د وروستیو چاودنو په اړه د افغان حکومت ترڅنګ نورو عامو افغانانو هم په ټولنیزې رسنۍ فیسبوک کې په لیکنو او خپلو پروفایل تصویرونو ته د پاریس د جنډې په رنګ ورکولو له اغیزمنو سره خپله غمرازي شریکه کړې ده.
دوی په خپل فیسبوک پاڼو لیکلي چې له ترهګرۍ او انسان وژنې کرکه لري.
همت الله میثاق په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي:
یو شمېر بنسټ پاله بې پوهې مسلمانان په هیڅ ډول د نړۍ د اسلامي ټولنې ښکارندويي نه کوي. موږ مسلمانان یو؛ خو ترهګر نه یو.
یما حنیفي د فیسبوک یو بل کارونکي بیا په خپله پاڼه کې لیکلي:
په افغانستان کې هره ورځ په لسګونه کسان وژل کېږي.
طارق هاشمي بیا لیکلي:
په پاریس کې وروستۍ تروریستې حملې د داعش پر وړاندې د نړېوالو د یوځای کېدلو لپاره یو ښه فرصت دی.
اریانا سعید ویلي:
پاریس ته دعا وکړئ، بیروت ته دعا وکړئ، غزني ته دعا وکړئ، زابل ته دعا وکړئ، کندز ته دعا وکړئ، نړۍ ته دعا وکړئ او انسانیت ته دعا وکړئ.
د فیس بوک یوبل کارونکي صدیق یوسف بیا نوروته په خطاب کې لیکلي، هغه کسان چې د داعش له خوا په ننګرهار کې ووژل شول د هغوی عکسونه مو هم باید په پروفایلونو کې ایښي وو.
په پاریس کې د تېرې شنبې د شپې په چاودنو او ډزو کې ۱۲۹ کسان وژل شوي دي.
د فرانسې ولسمشر د درېیوو ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړی دی.
د فرانسي پېښو د نړۍ د رهبرانو تند غبرګونونه هم راوپارول.
د نړۍ یو شمېر مشرانو د غمرازۍ په ویلو سره دغه بریدونه په کلکو ټکو سره وغندل.
په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د انتحاري حملو او چاودنو ترسره کول که هغه په افغانستان کې وي یا په نوره نړۍ کې یو غیر انساني عمل دی.
افغانان په دې باور دي چې ترهګري پوله او مذهب نه پېژني او نه یواځې د افغانستان بلکه د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی.
دوی وايي چې د ترهګرۍ د رېښو د لمنځه وړلو لپاره باید د سیمې او نړۍ ټول هېوادونه رېښتینې هڅې وکړي ترڅو نور بل هیڅ انسان د چاودنو او انتحارونو ښکار نه شي.

lawangin
16.11.2015

[quote:182bda164c]
ليکنهد ليکنې نېټه : ٢ شنبه نومبر 16, 2015 12:43 pm عنوان : دپآریس غم ځپلو سره د افغنان ټولنیزو رسنیو خواخوږي. Reply with quote

[/quote:182bda164c]

[color=darkred:182bda164c]
داخو درسته ده چې مونږ مسلمانان یو تر هګر نه یوو !!!
خو غربيانو له مونږ نه تر هګر جوړکړي دي!!
دوی راته وایې چې یایې راکه او یا له خدایه بېزاره شه !!
[/color:182bda164c]

اول خو دفرانسي د بې ګناه خلقو په وژلو ډېرغمجن شوم چې قاطلين يې د بخښلو وړ ندی !
خو علت یې دفرانسې فاسد دولت او تر هغه شاته نوره متعصبې او اسلام دوښمنې کړۍ دي!
د هلمند ترور دامريکایې عسکر لخوا چې محاکمه هم نشه د ترکیې او د بېروت تروريستي پېښې
ټول علتونه لري او عاملين یې ټول په غرب کې سياست کوي !
د فرانسې ۷ معراج تيارو مخکې له دې پېښې څخه د داعش مرکزونه بماري کول !
دلته چې یو سپی شروع وکړي نو هغه اولس وژنه وکړي او بيا د سياست له مخې بل سپی
ور مخته کړي !
د امريکې فاشستانو صدم عليه رحمه وواژه سنيان یې له قدرته لرې کړل خپل شيعه اجنټ
مالکي یې په قدرت راوست او سنيان یې ټول وشړل نو هغوی مجبور شول چې داعش
تاسیس کړي دلته ۱۱ مليونه سنيان په داعش پسې روان دي !
د فرانسې فاسد او فاشست دولت د م.م له اجازې هغې خواته ګدافي وواژه ولې ؟؟؟ اوس په
لیبیا کې هم داعش منځته راغلی !

ستا مدني ټولنې د cia بچيان دي او هغوی زېږولي دا نوم په افغاني ټولنه کې نه وه او اشغالګرو
را پيداکړې ؟ هغوی ولې د امريکايانو په ډله ئيزو بېرحمانه قتلونو سترګې لمدې نکړې ؟؟؟
هغوی به اشغالګروته خپل ناموس هم ور وړاندې کړي چې ديموکرات پرې مالوم شي !
تف لانت پردې فاسدينو چې پخپلو وژل شويو چکچکې وهي او په پردويو ژاړي!!

تف تف تف لانت !!!!!!!!!!!!!!!!!

pattang [/quote]

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more