د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کابل کې مدني فعالانو د پاريس پېښې د قربانيانو په ياد شمعې بلې کړې

میرویس
16.11.2015

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
په کابل کې د مدني ټولنو او ځوانانو په نمایندګۍ، دپاریس د ترورستي حملو د قربانیانو پّ یاد د شهعونو په بلولو سره شپه رڼه کړي وه.
=====
کابل (پژواک ٢٤ لړم ٩٤): په کابل کې يو شمېر مدني فعالانو د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې وروستي ترسره شوي بريدونه وغندل او د وژل شويو کسانو په ياد يې شمعې بلې کړې.
د جمعې په شپه (د لړم ٢٢مه) پاريس کې پر څو رسټورانټونو، مېله ځايونو او د فوټبال سيالۍ پر لوبغالي بريدونه وشول، چې له امله يې ۱۲۹ تنه ووژل شول او ۳۵۰ ټپيان شول.
د غمرازې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د نجيب الله په نوم يوه مدني فعال، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د هېواد د ځوانانو او مدني فعالانو په استازيتوب، ياد شوي بريدونه په کلکه غندي او د فرانسې له ولس سره په دې غم کې خپل ځانونه شريک بولي.
ده زياته کړه، دا چې افغانان له تېرو څو لسيزو راهيسې جګړو ځپلي او په وروستيو کلونو کې د ترهګرۍ ښکار دي، نو د نړۍ تر هر ولس زيات په دې درد ښه پوهېږي.
يوه بل مدني فعال محمد اسماعيل منګل وايي، د فرانسې له ولس او حکومت څخه مننه کوي، چې زموږ د هېواد په بيارغونه او د ملي ځواکونو په تجهيز او روزنه کې يې مرسته کړې ده.
نوموړي پر نړيوالو غږ وکړ، چې له افغان ولس سره چې هره ورځ د داسې پېښو قرباني وي، په ګډه د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې رښتيني ګامونه واخلي، ترڅو افغانستان او نړۍ له دې پدېدې څخه پاک شي.
په ياده غونډه کې يو پرېکړه ليک هم د مدني فعال جاوېد غفور له خوا ولوستل شو، چې په کې راغلي، د فرانسې وروستۍ پېښې د افغانستان د دولت او خلکو هغه درېځ پياوړی کړ، چې د ترهګرۍ ريښې له افغانستان څخه بهر دي او بايد نړيوال په ګډه د دې ريښو د اېستلو او له منځ وړلو لپاره په ګډه مبارزه وکړي.
په پرېکړه ليک کې زياته شوې، نړيوال بايد د ترهګرو تمويلوونکي، تجهيزوونکي، روزونکي او ساتونکي هېوادونه او سازمانونه په نښه او پرضد يې جدي اقدامات وکړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي: "ترهګر او ترهګري دين، مذهب او سرحد نه لري، د پاريس په پېښو کې چې د هر مذهب، قوم او سيمې خلک لاس ولري، مونږ يې په کلکه غندو او غوښتنه کوو، چې د دې پېښې عاملين ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري او سخته سزا ورکړل شي."
http://www.pajhwok.com/ps/2015/11/15


lawangin
16.11.2015

اول خو دفرانسي د بې ګناه خلقو په وژلو ډېرغمجن شوم چې قاطلين يې د بخښلو وړ ندی !
خو علت یې دفرانسې فاسد دولت او تر هغه شاته نوره متعصبې او اسلام دوښمنې کړۍ دي!
د هلمند ترور دامريکایې عسکر لخوا چې محاکمه هم نشه د ترکیې او د بېروت تروريستي پېښې
ټول علتونه لري او عاملين یې ټول په غرب کې سياست کوي !
د فرانسې ۷ معراج تيارو مخکې له دې پېښې څخه د داعش مرکزونه بماري کول !
دلته چې یو سپی شروع وکړي نو هغه اولس وژنه وکړي او بيا د سياست له مخې بل سپی
ور مخته کړي !
د امريکې فاشستانو صدم عليه رحمه وواژه سنيان یې له قدرته لرې کړل خپل شيعه اجنټ
مالکي یې په قدرت راوست او سنيان یې ټول وشړل نو هغوی مجبور شول چې داعش
تاسیس کړي دلته ۱۱ مليونه سنيان په داعش پسې روان دي !
د فرانسې فاسد او فاشست دولت د م.م له اجازې هغې خواته ګدافي وواژه ولې ؟؟؟ اوس په
لیبیا کې هم داعش منځته راغلی !

ستا مدني ټولنې د cia بچيان دي او هغوی زېږولي دا نوم په افغاني ټولنه کې نه وه او اشغالګرو
را پيداکړې ؟ هغوی ولې د امريکايانو په ډله ئيزو بېرحمانه قتلونو سترګې لمدې نکړې ؟؟؟
هغوی به اشغالګروته خپل ناموس هم ور وړاندې کړي چې ديموکرات پرې مالوم شي !
تف لانت پردې فاسدينو چې پخپلو وژل شويو چکچکې وهي او په پردويو ژاړي!!

تف تف تف لانت !!!!!!!!!!!!!!!!!

pattang

[quote:61da193199]
ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
په کابل کې د مدني ټولنو او ځوانانو په نمایندګۍ، دپاریس د ترورستي حملو د قربانیانو پّ یاد د شهعونو په بلولو سره شپه رڼه کړي وه. .....................
http://www.pajhwok.com/ps/2015/11/1
[/quote:61da193199]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more