tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

طبیعي آفت، که د طالب آفت؟

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
میرویس
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 ميئ   2012
ليکنې: 862

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   اکتوبر   30, 2015 4:13 pm    عنوان   : طبیعي آفت، که د طالب آفت؟ Reply with quote

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
طالبانو ویلي چې په زلزله ځپلو سیمو کې اور بند کوي، خو په هلمند کې یې بم چولې، تر طبیعي آفت نه یې بد تره خپل آفت پر ولس حواله کړیدئ.
منافقت هم حد او اندازه لري.
======
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې يوې امنيتي پوستې ته څېرمه د موټر بم چاودنه وشوه او مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.
د هلمند د والي وياند محمدعمر ځواک پژواک وويل چې په دې اړه نور معلومات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
يوې بلې سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وويل چې دغه چاودنه په ياده سيمه کې يوې پوستې څېرمه شوې ده.
دى وايي چې يادې پوستې ته د هلمند د والي د مرستيال محمدجان رسولي په ګډون ځينې لوړپوړي چارواکي ورغلي وو.
محمدجان رسولي هم تاييد کړه چې دوى يادې پوستې ته ورغلي وو او د موټربم چاودنه هم همدې پوستې ته څېرمه شوې ده.
هغه وايي چې دى روغ رمټ دى، خو چاودنې ځينې نورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې چې په اړه به يې معلومات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
په دې اړه به جزييات وروسته خپاره شي.
http://www.pajhwok.com/ps/2015/10/30/
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
lawangin
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 27 ميئ   2006
ليکنې: 571

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   01, 2015 1:13 pm    عنوان   : Re: طبیعي آفت، که د طالب آفت؟ Reply with quote

طالبان تل په خپله خبره ولاړ دي ، يو دين او يو مذهب لري خو زنکه باز خيل ، چوپړا خيل او
cia د طالب بدنامي ته شين ټټر وهلی دی نو دا سوال ستا له روزي رسانه څخه بايد وشي !!

pattang

میرویس ليکلي:
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
طالبانو ویلي چې په زلزله ځپلو سیمو کې اور بند کوي، خو په هلمند کې یې بم چولې، تر طبیعي آفت نه یې بد تره خپل آفت پر ولس حواله کړیدئ.
منافقت هم حد او اندازه لري.
======
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې يوې امنيتي پوستې ته څېرمه د موټر بم چاودنه وشوه او مرګ ژوبله يې هم اړولې ده.
د هلمند د والي وياند محمدعمر ځواک پژواک وويل چې په دې اړه نور معلومات به وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
يوې بلې سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وويل چې دغه چاودنه په ياده سيمه کې يوې پوستې څېرمه شوې ده.
دى وايي چې يادې پوستې ته د هلمند د والي د مرستيال محمدجان رسولي په ګډون ځينې لوړپوړي چارواکي ورغلي وو.
محمدجان رسولي هم تاييد کړه چې دوى يادې پوستې ته ورغلي وو او د موټربم چاودنه هم همدې پوستې ته څېرمه شوې ده.
هغه وايي چې دى روغ رمټ دى، خو چاودنې ځينې نورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې چې په اړه به يې معلومات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
په دې اړه به جزييات وروسته خپاره شي.
http://www.pajhwok.com/ps/2015/10/30/
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
میرویس
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 25 ميئ   2012
ليکنې: 862

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   نومبر   06, 2015 2:44 pm    عنوان   : Reply with quote

ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
لونګینه، ته ريښتیا وایي چې [طالبان تل په خپله خبره ولاړ دي.]
طالبان دمسلمان افغان ولس قسم خوړلي دښمنان دي. دوی دنیابتي جنګ د خپلو بادارانو دپاره نه د اسلامي ارشداتو پروا کوي، نه هم د افغان ولس یا افغانستان. دوی داسې استعمالیږي، لکه القاعدې چې استعمال کړل. طالبان باور لري چې د افغانستان دښمنان ددوی دوستان دي.
"څوک چې په هیڅ شي نه پوهیږي، هرشئ مني".
طالبان اعلان کوي چې په زلزله وهلو علاقو کې اوربند کوي، خی بیا پخپله له طبیعي افت نه لوی ناورین پر ولس تحمیلوي. دطالبانو دلړاییو دې لاندې ګواښ ته پرتوګ وکړه. دوی هغه وسایل او او سهولتونه تباه کوي چې مسلمه امت، ته یې خیر رسیږي. دوی په کوم اسلامي دلیل، برهان یا وثیقه د غورماچ بازارړنګوي؟
====
" طالبانو دغورماچ بازار د ويجاړولو امر کړى "
ميمنه(پژواک،١٥لړم٩٤):دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ هټۍ وال وايي،په داسې حال کې چې د ولسوالۍ ترسقوط وروسته زيانمن شوي، خو اوس وسله والو طالبانو دهټيو د ويجاړولو امر هم کړى دى..
دغورماچ يوشمېر هټۍ والو پژواک خبرى اژانس ته د ټېلېفوني اړيکې له لارې ويلي، چې وسله والو طالبانو خبر ورکړى ،چې په بازار کې يې ماينونه ايښي دي او هټۍ وال بايد خپل مالونه وباسي چې بازار ويجاړوي.
په دې بازار کې د خوراکې توکو، ټوکرو، درملو او د نورو اړتيا وړ اړينو توکو څه دپاسه څلورسوه هټۍ شتون لري.
ملا عبيدالله چې ځان په غورماچ کې د طالبانو ولسوال معرفي کوي، پژواک ته وويل چې له دې امله يې هټۍ والو ته د مالونو د وړلو خبر ورکړى چې د هټيو د ساتنې لپاره څوک نشته .
دده په خبره، دا کار يې په دې موخه کړى چې دهټۍ والو مالونه ونه سوځي او يا غلا نه شي.
د غورماچ اداري مدير عسل خان وايي، چې طالبان هټۍ والو ته درې ورځې وخت ورکړى چې خپل ټول مالونه وباسى چې بازار په پوځي سيمه بدلوي.
نوموړى چې د فارياب مرکز په ميمنې ښار کې اوسيږي، زياته کړه: (( طالبان د خپلو بادارانو له خوا د بازار د ويجاړولو لپاره ګومارل شوي دي.))
د ده په خبره، طالبانو د ولسوالۍ د ځينو پوځي تاسيساتو کوټې او دېوالونه هم ويجاړ کړي.
طالبان چې دغورماچ دبازار ساتنه نشي کولئ، نو دوکانونه ورانوي؟
چې ساتلئ یې نشي، ولي یې نیسي، مسلمانان وژني، د ولس ژوند تباه کوي.
http://www.pajhwok.com/ps/2015/11/06
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
lawangin
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 27 ميئ   2006
ليکنې: 571

ليکنهد ليکنې نېټه  : جمعه   نومبر   06, 2015 7:10 pm    عنوان   : Reply with quote

لوده خانه د غاصيبينو ، قاطلانو، اشغالګرو او خيراتخورو خبرې کوې !
نيابتي جنګ دلته څه مانا ورکوي ؟؟؟؟ د لغات او پردۍ کلمې په مقصد پوه شه د طوطي غوندې
خبرې مکوه !!
طالبان خپل ټاټوبی له صلیبي اشغالګرې قوې څخه ازادوي او مذدورانو ته یې درس ورکوي !!!
هلته به د هغو ګلم جمانو ځالې وي چې افغانستان نغواړي او د دښتې ليلې ، مزار ،شبرغان او
قلعه جنګي دپښتنو قاتلان دي !
نالت پر هغه چې خپل قام خرڅوي !!!!!!!!

پتنګ

میرویس ليکلي:
ګرانو وطنوالو، السلام علیکم
لونګینه، ته ريښتیا وایي چې [طالبان تل په خپله خبره ولاړ دي.]
طالبان دمسلمان افغان ولس قسم خوړلي دښمنان دي. دوی دنیابتي جنګ د خپلو بادارانو دپاره نه د اسلامي ارشداتو پروا کوي، نه هم د افغان ولس یا افغانستان. دوی داسې استعمالیږي، لکه القاعدې چې استعمال کړل. طالبان باور لري چې د افغانستان دښمنان ددوی دوستان دي.
"څوک چې په هیڅ شي نه پوهیږي، هرشئ مني".
طالبان اعلان کوي چې په زلزله وهلو علاقو کې اوربند کوي، خی بیا پخپله له طبیعي افت نه لوی ناورین پر ولس تحمیلوي. دطالبانو دلړاییو دې لاندې ګواښ ته پرتوګ وکړه. دوی هغه وسایل او او سهولتونه تباه کوي چې مسلمه امت، ته یې خیر رسیږي. دوی په کوم اسلامي دلیل، برهان یا وثیقه د غورماچ بازارړنګوي؟
====
" طالبانو دغورماچ بازار د ويجاړولو امر کړى "
ميمنه(پژواک،١٥لړم٩٤):دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ هټۍ وال وايي،په داسې حال کې چې د ولسوالۍ ترسقوط وروسته زيانمن شوي، خو اوس وسله والو طالبانو دهټيو د ويجاړولو امر هم کړى دى..
دغورماچ يوشمېر هټۍ والو پژواک خبرى اژانس ته د ټېلېفوني اړيکې له لارې ويلي، چې وسله والو طالبانو خبر ورکړى ،چې په بازار کې يې ماينونه ايښي دي او هټۍ وال بايد خپل مالونه وباسي چې بازار ويجاړوي.
په دې بازار کې د خوراکې توکو، ټوکرو، درملو او د نورو اړتيا وړ اړينو توکو څه دپاسه څلورسوه هټۍ شتون لري.
ملا عبيدالله چې ځان په غورماچ کې د طالبانو ولسوال معرفي کوي، پژواک ته وويل چې له دې امله يې هټۍ والو ته د مالونو د وړلو خبر ورکړى چې د هټيو د ساتنې لپاره څوک نشته .
دده په خبره، دا کار يې په دې موخه کړى چې دهټۍ والو مالونه ونه سوځي او يا غلا نه شي.
د غورماچ اداري مدير عسل خان وايي، چې طالبان هټۍ والو ته درې ورځې وخت ورکړى چې خپل ټول مالونه وباسى چې بازار په پوځي سيمه بدلوي.
نوموړى چې د فارياب مرکز په ميمنې ښار کې اوسيږي، زياته کړه: (( طالبان د خپلو بادارانو له خوا د بازار د ويجاړولو لپاره ګومارل شوي دي.))
د ده په خبره، طالبانو د ولسوالۍ د ځينو پوځي تاسيساتو کوټې او دېوالونه هم ويجاړ کړي.
طالبان چې دغورماچ دبازار ساتنه نشي کولئ، نو دوکانونه ورانوي؟
چې ساتلئ یې نشي، ولي یې نیسي، مسلمانان وژني، د ولس ژوند تباه کوي.
http://www.pajhwok.com/ps/2015/11/06
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.