د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

شپون نه، لیوه دئ.

اتل
04.09.2015

محترمو لوستونکو، السلام علیکم
سراج الدین حقاني، پخوا چیرې هم د طالبانو د خیر ښيګڼې په باب څه نه وو ويلي، ځکه چې آزاد ؤ، او د طالبانو نه پرته د خپلو خارجي بادارانو په امر یې ترور کاوه.
اوس چې د طالبانو د جعلي مشرتابه د مرسیال مقام ورکړ شويدئ، د طالبانو په اتحاد غږیږي.
سراج ته دامقام د هغه بادارانو په طالبانو ددې دپاره تخمیل کړ، چې په ظاهره به د ملا منصور مرستیال وي، خو په پټه کې به د طالبانو بقا او مستقبل ټول دده په لاس کې وي.
د سراج حقاني باداران به د سراج په واسطه هر هغه طالب له منځه وړي چې یوه ذره افغانیت یې هم په په وجود کې پاتې وي. د سراج باداران به دهغه له لارې کوښښ وکړي چې خپل هدفونه دسراج حقاني له لارې په لاس وروړي. که دا کار ونشي، نو سراج به هم ددې دپاره تیر کړي، چې دسیسې یې رسوا نکړي. که یې د سراج له لارې اهداف ترلاسه شي، نو بیا سراج حقاني ته نور ضرورت نه پیدا کوي او باداران یې بیا هم نه غواړي چې خار بغل وساتي، د خپل آینده مصؤنیت د تضمین په غرض به یې خود بخود تیر کړي، لکه دهغه په شان نور چې تیرشوي، ورک شوي او یا غلامۍ کولو ته مجبورکړئ شويدي.
په درناوي.


larghonay laraway
06.09.2015

يعنې ټاليبانو کې هم اسلاميت او افغانيت شته؟


lawangin
06.09.2015

[quote:3fe70ce226="larghonay laraway"]يعنې ټاليبانو کې هم اسلاميت او افغانيت شته؟[/quote:3fe70ce226]
سپی یې په پښتون فروش او اسلام فروش شرافت لري!
نالت په هغه پښتون چې پښتو يادوي خو بيایې په مادياتو خرڅوي !!


larghonay laraway
10.09.2015

طالب او ناموس؟


lawangin
10.09.2015

[quote:dfdd3ea0be="larghonay laraway"]طالب او ناموس؟[/quote:dfdd3ea0be]

مردارې ښځې ته به پېغور نه ور کوې کله یې چې په زنا ګير کړې !
ځکه که پېغور دې ورکه نو هغه یې پر تا در اړوي !
وایې ډم يم هغه تور نه مې ننګ شته نه پېغور !

خبرې دمعياري پښتو کوه ! او س خو جهاني دکلتور وزير دی..... !

پتنګ


شاه ولي
11.09.2015

ګرانو وطنوالو د سلام نه وروسته،
باید دا وایم چې د ملکي تلفاتو مخنیوی زمونږ اسلامي، اخلاقي او ملي مسؤلیت دي.
والسلام،


اتل
11.09.2015

محترمه پتنګه، او د بحث ټولو ګډونوالو، السلام علیکم.
پتنګ صاحبه، حقاني چیرې پروت دئ، د چا دشومو اهدافو دپاره اسلام او مسلمان ټکوي او خپل وطنداران وژني؟ حقاني چې په خارج کې پروت دئ، پښتو او پښتونوالي يې طلاقه کړې، څنګه کولای شي په طالبانو وغږيږي او ځنګه کیدای شي چې هغه د کندهار او اروزګان په نګه پښتنو طالبانو تحمیل کړئ شي؟
وسلام.


larghonay laraway
13.09.2015

جانان له مانه ښايست غواړي
يوه ړنده ده بله زه نه توروومه
پتنګ لالا له ټاليب نه د پښتو، پښتونولۍ، ناموس، اسلاميت او افغانيت تمه لري.
له بده مرغه چې د مړه او ړانده ملاعمر ړنده ډله دا يو هم نه پېژني.
بې هويته او جاهله ډله.
بس د جاهلو خلکو ډلمشران هم جاهل وي نو


lawangin
13.09.2015

د cia په پيسو مسته
عرض مې در واخله فريادي راغلې يمه !

که زه کڼه يم که ړنده یم
د cia په پالنګ خوب کله راخينه!

د پلاستيک خلتې د څه شوې
اوس ددالرو په جوالو سودا کوېنه !

له اديبانو مې زړه تور دی
چې لاس یې بر شي په ناموس سودا کوينه!

ستا رهبران ټول خره غوایې دي
حلقه په غوږ دملت وينې تویوینه

ملا عمر دې جنتي شي
فاسد سياف یې له کابله وشاړنه

مشر ملا به تل ژوندی وی
واړه چړیان یې ګوډاګيان له منځه وړینه

رحمت دخدای د په عمروي
دا تف لانت دي دفاسد په جوسه وينه

خلق او پرچم که ملتياندي
هېواد پلرونکي د پيسو په غم کې دينه

دا احمقان او بې سواده
په خوشې پرړو خپل اولس غلطوينه


د طالبجان ګوزار ته ټينګ شه
له صليبي باداره مه کوه سوالونه

پښتو اسلام زما کوډکس دی
زه دصليب په رژیم خاورې اچومه

پتنګ ته مه وايه نادانه
چې دعمر له لارې چپ کړي قدمونه!!!

[quote:679471755a="larghonay laraway"]جانان له مانه ښايست غواړي
يوه ړنده ده بله زه نه توروومه
پتنګ لالا له ټاليب نه د پښتو، پښتونولۍ، ناموس، اسلاميت او افغانيت تمه لري.
له بده مرغه چې د مړه او ړانده ملاعمر ړنده ډله دا يو هم نه پېژني.
بې هويته او جاهله ډله.
بس د جاهلو خلکو ډلمشران هم جاهل وي نو[/quote:679471755a]


اتل
30.10.2015

پتنګ، لونګینه، السلام علیکم.
ولې ځان ته دومره تکلیف ورکوي، قافیې، منظومې او غیر متجانسې اوتې بوتې د اصلي بحث نه بهر پړوې؟
د سراح الدین حقاني جنایت راوسپړه چې د پښتون، افغان او مسلمان په وړاندې یې مرتکب شوئ، او د ملا اختر منصور د مرستیالۍ مقام چا ولې ورکړ؟ حقاني ولې د ملا عمر او دکوټې دشوری په خوله تریخ پیاز هم نه پوست کاوه، او اوس د طالبانو تر منځ د اتحاد او اتفاق ډوزې ولې؟
آلله دې مل شه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more