د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

القاده په وروستۍ پښه/ افغانستان

اتل
15.10.2015

قدرمنو وروڼو، السلام علیکم
القاعده ترورسته شبکه چې د طالبانو امارت یې ړنګ کړ، د افغانستان نه یې په خارج کې ګذارونه وکړل، زموږ ملک یې د خارجي قواوو سره دجنګ خپل میدان وګرزاوه، او موږ یې د روانې غمیزې سره مخ کړو، د کندهار په شورآبک کې دړې وړې شویده.
دافغان او امریکا دپوځ په ګډو عملیاتو کې، دالقاعدې ۲۵۰ تنه وژل شوي او له ۵۰ نه زیات یې زخمي دي، وسلې، مهمات او مهم استخباراتي معلومات یې د افغان اومریکایي قواوولاس ته ورغلي دي.
القاعده دلته بې هغې هم په خپوړو وه، اوس به خپله دغه ماتې څنګه تلافي کوي؟
په پاکستان کې د پوځي روانو عملیاتو نه القاعده دلته را وتښتیده، او دلته هم تر فشارلاندې راغله، اوس په دواړو غاړو کې د تیک ځای نلري.
القاعده چې اوس خان نشي ټینګولئ. ځنګه به جلب او جذب وکړي؟
پښتون ولس پوهږی چې د القاعدې بقا د خطر سره مخامخ ده او نور ګزارونه به هم ورباندې کیږي، نو دوی به یې هم خامخا پسې اخلي.
متل دئ: چې بد ګرزي، بد به پرزي.
القاعدې چې طالبان یې هم دوکه کړل،لاسونه یې د افغان په وینو سره دي، دېر ماشومان یې یتیمان کړل او ښځې یې کونډې کړي.
الله ج جلاله عادل دئ، د خیر او شر دواړو عوض ورکوي.
په مولا مو سپارم.

Re: القاده په وروستۍ پښه/ افغانستان

lawangin
15.10.2015

کدو مه اوسيږه القاعده القاعده نشته دغه ټوله د امريکا پرو پاګنده ده چې په افغانستان کې په
دغه نامه پاتې شي ټوله شيطاني د سي ای اې ده ! داچې افغانان مري ددوی لپاره بې تفاوته
کاردی ، دوی دخپلې ځالې لپاره راغلي دي !!!
هلکه ځان بيدار کړه !!

[quote:89eb1ab2ec="اتل"]قدرمنو وروڼو، السلام علیکم
القاعده ترورسته شبکه چې د طالبانو امارت یې ړنګ کړ، د افغانستان نه یې په خارج کې ګذارونه وکړل، زموږ ملک یې د خارجي قواوو سره دجنګ خپل میدان وګرزاوه، او موږ یې د روانې غمیزې سره مخ کړو، د کندهار په شورآبک کې دړې وړې شویده.
دافغان او امریکا دپوځ په ګډو عملیاتو کې، دالقاعدې ۲۵۰ تنه وژل شوي او له ۵۰ نه زیات یې زخمي دي، وسلې، مهمات او مهم استخباراتي معلومات یې د افغان اومریکایي قواوولاس ته ورغلي دي.
القاعده دلته بې هغې هم په خپوړو وه، اوس به خپله دغه ماتې څنګه تلافي کوي؟
په پاکستان کې د پوځي روانو عملیاتو نه القاعده دلته را وتښتیده، او دلته هم تر فشارلاندې راغله، اوس په دواړو غاړو کې د تیک ځای نلري.
القاعده چې اوس خان نشي ټینګولئ. ځنګه به جلب او جذب وکړي؟
پښتون ولس پوهږی چې د القاعدې بقا د خطر سره مخامخ ده او نور ګزارونه به هم ورباندې کیږي، نو دوی به یې هم خامخا پسې اخلي.
متل دئ: چې بد ګرزي، بد به پرزي.
القاعدې چې طالبان یې هم دوکه کړل،لاسونه یې د افغان په وینو سره دي، دېر ماشومان یې یتیمان کړل او ښځې یې کونډې کړي.
الله ج جلاله عادل دئ، د خیر او شر دواړو عوض ورکوي.
په مولا مو سپارم.[/quote:89eb1ab2ec]

اتل
16.10.2015

السلام علیکم لونګین خان پتنګه!
خوشحاله شوم چئ کم کم د اصلاح کیدو په لاره روان شوئ یې. لا اقل، د ښکنځلو په عوض خو د بحث پر مسېله غږیدلې يې. ورورجانه، افراط، او تعصب د انسان د عق او پوهې سترګې تړي اوانسان د جنون حد ته رسوي. همدا علت دې چې د مذهبي، قومي او ژبنیو معتصبینو نه جنایت کاران جوړیږي، او هر څوک چې یې د خوښې خلاف وي واجب القتل او مباح الدم یې ګڼي، لکه طالبان، داعشیان او نور ترورستان.

ته خپل سر په ګریوان کړه او بیا د ځان نه وپوښته چې ولې دې تر پرون پورې دداعش ملاتړ کاوه، او نن یې مخالفت کوي. همداسې به هم یوه ورځ ستا بخت یاري درسره وکړي، دطالب جنایات به هم درک کړي.

وروګله، دیته ضرورت نشته چې د ناتو قوتونه خان ته د پاتې کیدو دپاره پلمه ولټوی.
اصلاً طالبان نه عواړي، چې خارجي قوتونه د ملک نه ووزي. که داقواوې کاملې ووزي، طالب بیا نشي ویلئ چې د خارجیانو سره جنګ کوم. جنګ چې نوي، طالب هسې د اوبو د سر ځګ دې، ځکه چې د اسلام په نامه لړایي نشي کولېږ طالب د نیابتي جنګ نه پرته بل هیڅ کمال نلري.

ترڅو چې طالب ترور کوي، القاعدع هم شته. هرچیرې چې جنګ او بې ثباتي روانه وی، هلته القاعده هم شته. د القاعدې غله په همدغسې بې ثباته ملکونو کې خپله بقا لټوي، ځکه چې دغه افراطیان پخپلو ملکونو کې هم ځای نلري، او ترې تښتیدلي دي.
الله مو مل شه.

lawangin
17.10.2015

په داسې خبرو شرم دی ځکه چې حقيقت پکشې نشته او ټولې د طلوع د تلوېزيو ن خبرې دي
که دا اپړې دپړې ونکړۍ نو بيا څوک خو دالر نه درکوي او دکار استعداد د صداقت له مغزو
سره خو تاسې نلرۍ ! که په غلا ګير شۍ او که په زنا په تاسو یې څوک نشي اړولی !
/ ما کله د داعش ملا تړ کړی دی ! دا ځکه چې د دهغو ی خبرې او کار خو ما په خپلو سترګو
ندي ليدلي !! د طالب خبره بل شی دی هغه زما دکلي خلک ازادي غواړي او دغه لوی نعمت
له اشغالګرو او فاسد رژيم نه په عذر نه غواړي بلکې به زور او مېړانه یې ترې غواړي !!!

پتنګ

[quote:07b56f7aff="اتل"]السلام علیکم لونګین خان پتنګه!
خوشحاله شوم چئ کم کم د اصلاح کیدو په لاره روان شوئ یې. لا اقل، د ښکنځلو په عوض خو د بحث پر مسېله غږیدلې يې. ورورجانه، افراط، او تعصب د انسان د عق او پوهې سترګې تړي اوانسان د جنون حد ته رسوي. همدا علت دې چې د مذهبي، قومي او ژبنیو معتصبینو نه جنایت کاران جوړیږي، او هر څوک چې یې د خوښې خلاف وي واجب القتل او مباح الدم یې ګڼي، لکه طالبان، داعشیان او نور ترورستان.

ته خپل سر په ګریوان کړه او بیا د ځان نه وپوښته چې ولې دې تر پرون پورې دداعش ملاتړ کاوه، او نن یې مخالفت کوي. همداسې به هم یوه ورځ ستا بخت یاري درسره وکړي، دطالب جنایات به هم درک کړي.

وروګله، دیته ضرورت نشته چې د ناتو قوتونه خان ته د پاتې کیدو دپاره پلمه ولټوی.
اصلاً طالبان نه عواړي، چې خارجي قوتونه د ملک نه ووزي. که داقواوې کاملې ووزي، طالب بیا نشي ویلئ چې د خارجیانو سره جنګ کوم. جنګ چې نوي، طالب هسې د اوبو د سر ځګ دې، ځکه چې د اسلام په نامه لړایي نشي کولېږ طالب د نیابتي جنګ نه پرته بل هیڅ کمال نلري.

ترڅو چې طالب ترور کوي، القاعدع هم شته. هرچیرې چې جنګ او بې ثباتي روانه وی، هلته القاعده هم شته. د القاعدې غله په همدغسې بې ثباته ملکونو کې خپله بقا لټوي، ځکه چې دغه افراطیان پخپلو ملکونو کې هم ځای نلري، او ترې تښتیدلي دي.
الله مو مل شه.[/quote:07b56f7aff]

اتل
19.10.2015

لسلام علیکم لونګین خان پتنګه!
ستاسې د ځواب مننه کوم، د ستایلو وړ یاستئ. آفرین پدې عاقلانه او عادلانه سنجش چې تاسې کړیدئ.

پتنګ لونګین صاحب!
پدې برسره چې القاعده دطالبانو په لارښونه افغانان شهیدان کوي، بلکه د حقاني شبکه هم د القاعدې دسکني وروڼه دي. د حقاني شبکه القاعده د مولوي جلال الدین حقاني د عربې میرمنې اولادونه ګڼي.
د خیبر پښتونخوا په میران شاه کې د حقاني د ترورستي شبکې سره نږدي په داتا خیلو کې چې د القاعدې ځالي پکې کړېدي، او د حقاني په لارښونه په افغانستان کې ترور کوي، هلته دالقاعدې غړي میشت دي او کله ناکله یې مشران په بمباریو کې وژل کیږي. د القاعدې ډیر ښاماران دلته وژل شوي.

پتنګ لونګین صاحبه، تاسې ادعا کړیده:
[/ ما کله د داعش ملا تړ کړی دی ! ]

داهم ستاسې د پخوانیو لیکنو کټ مټ متن چې دا خبره په اثبات رسوي چې تاسې دداعش ملاتړ کړئ ؤ:
lawangin
ستوري
دغړيتوب نېټه: 27 ميئ 2006
ليکنې: 436 د ليکنې نېټه : جمعه فروري 06, 2015 10:13 am عنوان :
______________________________________
((داعش يو حقيقي اسلامي دولت دئ))!!
ته داعش څه کوې ورشه دکور مرداري د پاکه کړه چې د مځکې کره یې بوينه کړې ده !
کوم شی چې ته ليکې هغه دهندي فلم يوه ډرامه ده !
pattang
====
پتنګ لونګینه!
که ((داعش يو حقيقي اسلامي دولت دئ))!! نو بیا طالبان ولې وژني؟
که ((داعش يو حقيقي اسلامي دولت دئ))!! نو بیا طالبان څوک شول؟
ابوکر بغدادي چې ملا عمر بې عقل، بې کفایته ټوپک سالار وباله هغه هم د هندي فلم ډرامه وه؟
که ((داعش يو حقيقي اسلامي دولت دئ))!! نو بیا القاعدع څوک ده؟

اوس چې داعش مچانو غوندې طالبان وژنی، دا هم دهندي فلم ډرامه ده؟
په الله جل جلاله دې سپارم او د نیکې لارې هدایت درته غواړم.
په درناوي.

lawangin
20.10.2015

اتل خانه په پښتو ژبه لیکې, خو له امرالله صالح نه ته بد تر يې ! داولې ؟ دا ټول دمردارو دالرو
لپاره !
القاعده د طالبانو په لار ښوونه افغانان شهيدانه وي ؟
⬅︎ ستا شخصيت لوستونکوته څر ګندوي او لوستونکو ته داسې الهام ورکوی تر څو چې پرو
پاګنده وي او دسولې پروڅیس خرابيږي ستاسو اقتصادي ګټې به پکښې خوندي کيږي 🎸🎸 !!
دحقاني صيب دمېرمنې او واده یې له دې خبرې سره څه ؟
ډېرو عربانو هم دروسانو په وخت کې له افغاني مېرمنو سره ودونه کړي !
د دوستم قاتل هم يوه ښځه پښتنه ده خو دی د پښتنو لوی قاتل دی 👿😈 !!

منافقه بې وجدانه دقندوس په جنايت کې څه وایې چې صلیبي کاتګانو دې تر سره کړي دي !

بل داچې سړی دليکنې لينک ورکوي نه متن ! که لينک نه وي نو جعلي مالوميږي !!!

pattang

[quote:e14695feb5]لسلام علیکم لونګین خان پتنګه!
ستاسې د ځواب مننه کوم، د ستایلو وړ یاستئ. آفرین پدې عاقلانه او عادلانه سنجش چې تاسې کړیدئ.

پتنګ لونګین صاحب!
پدې برسره چې القاعده دطالبانو په لارښونه افغانان شهیدان کوي، بلکه د حقاني شبکه هم د القاعدې دسکني وروڼه دي. د حقاني شبکه القاعده د مولوي جلال الدین حقاني د عربې میرمنې اولادونه ګڼي.
د خیبر پښتونخوا په میران شاه کې د حقاني د ترورستي شبکې سره نږدي په داتا خیلو کې چې د القاعدې ځالي پکې کړېدي، او د حقاني په لارښونه په افغانستان کې ترور کوي، هلته دالقاعدې غړي میشت دي او کله ناکله یې مشران په بمباریو کې وژل کیږي. د القاعدې ډیر ښاماران دلته وژل شوي.

پتنګ لونګین صاحبه، تاسې ادعا کړیده:
[/ ما کله د داعش ملا تړ کړی دی ! ]

[/quote:e14695feb5]؟؟

اتل
21.10.2015

ډېر محترم پتنګ صاحب، السلام علیکم.
اول خو تاسې پخپلو خبرو کې د پښتنو او غیر پښتنو تر منځ ددښمنۍ اور ته لمن وهئ.
دویم خو تاسې ولیدل چې اکثره عربو افغانانې د واده دپاره نکاح نکړې، بلکه د څو ورځو ومسافرۍ د خوش ګذرانۍ دپاره یې صیغه کړې، امید واره یې کړې، په اپارتمانونو اوهوایي ډګرونو کې یې خوشې کړې، او دوی ترې لاړل.
دریم طالبانو عرب وساتل، زما دملک نه یې دباندې ګذارونه پرې وکړل، نن ددوی دلاسه زما دافغان وینه عبث توئیږي او ملک مې وران ویجاړ دئ.
څلورم که طالب او حقانیان لاره او ګودر ور ونه ښيي، عرب او نور خارجي ترورستان د افغان ماشوم، او ښځه په بمونو کې نشي الوزولئ.
پنځم په کندز کې طالبانو هدفي قتلونه وکړل، د ښځو سره یې زبر زنا وکړه، ښار یې چور او تباه کړ.
دوی دروغ وایي چې د کور نه بهر د ښځو دکار کولو ملاتړ کوي، بلکه مخالف یې دي. په کندز کې یې ښخو ته چې د کورنه بهر کار کاوه، د مرګ دړکې وکړې، او بیت المال یې لوټ کړ.
شپږم د طالبانو سره پنجابي او نور ترورستان وو، په کندز کې امراو نهیې دهغوی په لاس کې وه.
اوم ته دا ووایه چې ستا متن مې چې درته کټ مټ رانقل کړئ، غلط خو به نه وي.
دروغجنه، ته وايې چې کله دې هم د داعش ملاتتړ ندې کړې. دا لیکنه دې څه وایي؟ اول دې کالي وباسه بیا د ولس په سترګو ورننوزه.
اتم طالبان به سوله غواړي، خو دوی د سولې کولو اختیار نلري، ځکه چې ددوی د القاعدې او نور پیاوړي باداران سوله نه غواړي. کله چې دنیابتي جنګ له لارې د طالبانو د بادارانو اهداف پوره شي، که طالب وغواړي، که ونه غواړي سوله به خامخا راخي.
د خالق عالمیان نه د نیکۍ هدایت درته غواړم.
الله دې مل شه.

lawangin
24.10.2015

[color=red:b3dc171355]ډېر محترم پتنګ صاحب، السلام علیکم.
اول خو تاسې پخپلو خبرو کې د پښتنو او غیر پښتنو تر منځ ددښمنۍ اور ته لمن وهئ.
[/color:b3dc171355]
لوده خانه ستا سترګې په دالرو تړلې دي دغه دښمني دافغانستان په تاريخ کې تل وه!
خو خلقیانو بیا برمنډه کړه او ستميانو بيا په خپل بيرغ جګه وليکله !!
کله چې زه په اووم ټولګي کې ومه ما دا حساسیت درک که !
نو لوده په تاقت دڅلورو فکر وکړه !: دټول افغان پاڼه ، ټول افغانستان پاڼه ، دملي وحدت حکومت
دا څه مانا لري ؟ دغه کليمې ولې داسې ليکل کيږي ؟ واقعت خو دادی چې ټول جرمني ، ټوله
فرانسه .، ... دفرانسې او x,y دملي وحدت دولت دکرې په مخ موجوديت نلري ! او په
افغانستان کې دا ځکه چې هلته قومي تبعيض وجود لري او پيدا شوی دی !
ځينې تاجک خو دافغان کلمه دخپل هويت بدلون بولي خو هغه نور چې دافغان ملت قبلوي خو
یواځې د پاړسو په جامه کې او پاړسي افغانستان !
طالبان زما او زمونږ دامتحانه څخه وروسته يواځيني افراد دي چې دې خبرو ته په خپله تګلاره
او سياسي قاموس کې جای نه ورکوي او هغوی ښه مسلمانان غواړي که برګ وي او که خړ !

[color=red:b3dc171355]
اودویم خو تاسې ولیدل چې اکثره عربو افغانانې د واده دپاره نکاح نکړې، بلکه د څو ورځو ومسافرۍ د خوش ګذرانۍ دپاره یې صیغه کړې، امید واره یې کړې، په اپارتمانونو اوهوایي ډګرونو کې یې خوشې کړې، او دوی ترې لاړل.
دریم طالبانو عرب وساتل، زما دملک نه یې دباندې ګذارونه پرې وکړل، نن ددوی دلاسه زما دافغان وینه عبث توئیږي او ملک مې وران ویجاړ دئ.
څلورم که طالب او حقانیان لاره او ګودر ور ونه ښيي، عرب او نور خارجي ترورستان د افغان ماشوم، او ښځه په بمونو کې نشي الوزولئ.
پنځم په کندز کې طالبانو هدفي قتلونه وکړل، د ښځو سره یې زبر زنا وکړه، ښار یې چور او تباه کړ.
دوی دروغ وایي چې د کور نه بهر د ښځو دکار کولو ملاتړ کوي، بلکه مخالف یې دي. په کندز کې یې ښخو ته چې د کورنه بهر کار کاوه، د مرګ دړکې وکړې، او بیت المال یې لوټ کړ.
شپږم د طالبانو سره پنجابي او نور ترورستان وو، په کندز کې امراو نهیې دهغوی په لاس کې وه.
اوم ته دا ووایه چې ستا متن مې چې درته کټ مټ رانقل کړئ، غلط خو به نه وي.
دروغجنه، ته وايې چې کله دې هم د داعش ملاتتړ ندې کړې. دا لیکنه دې څه وایي؟ اول دې کالي وباسه بیا د ولس په سترګو ورننوزه.
اتم طالبان به سوله غواړي، خو دوی د سولې کولو اختیار نلري، ځکه چې ددوی د القاعدې او نور پیاوړي باداران سوله نه غواړي. کله چې دنیابتي جنګ له لارې د طالبانو د بادارانو اهداف پوره شي، که طالب وغواړي، که ونه غواړي سوله به خامخا راخي.
د خالق عالمیان نه د نیکۍ هدایت درته غواړم.
الله دې مل شه.[/color:b3dc171355]

دانورې خبرې د دامرالله صالح او ستمیانو خبرې د ي !!!

4✶✶( Bullshitt) &
🎻 🔔🔔 🎻

pattang

اتل
26.10.2015

ډېر محترم پتنګ صاحب، السلام علیکم.
ورور ګله، ولې د اصلي مسئلې نه خان غړوې؟
څه دې چې په پیل کې ویلي وو، هغه په کر سۍ کینوه:
[[کدو مه اوسيږه القاعده القاعده نشته دغه ټوله د امريکا پرو پاګنده ده چې په افغانستان کې په
دغه نامه پاتې شي ټوله شيطاني د سي ای اې ده ! داچې افغانان مري ددوی لپاره بې تفاوته
کاردی ، دوی دخپلې ځالې لپاره راغلي دي !!!
هلکه ځان بيدار کړه !! ]]

ته چې وايي:
[طالبان زما او زمونږ دامتحانه څخه وروسته يواځيني افراد دي چې دې خبرو ته په خپله تګلاره
او سياسي قاموس کې جای نه ورکوي او هغوی ښه مسلمانان غواړي که برګ وي او که خړ ! ]]
پتنګ ګله، نو ته پخپله طالب نه یې، د طالبانو ملاتړ دې هسې پلمه کړئ، بلکه پښتانه د نورو قومونو سره جنګوي. داسې ښکاري چې طالبان هم استعمالوي، دطالبانو تر چتر لاندې خپل هدفونه پر مخ وړي. ته هم طالب دوکه کوي، هم پښتون. دطالب او ټول پښتون دښمن یې.
آلله جل جلاله دې هدایت درته وړي.
ډیرې عظیمې ګناه ته دې ملا تړلې ده.

lawangin
26.10.2015

اتل لیکلي :
[color=darkred:957f17f2b0]
((( پتنګ ګله، نو ته پخپله طالب نه یې، د طالبانو ملاتړ دې هسې پلمه کړئ، بلکه پښتانه د نورو
قومونو سره جنګوي. داسې ښکاري چې طالبان هم استعمالوي، دطالبانو تر چتر لاندې خپل
هدفونه پر مخ وړي. ته هم طالب دوکه کوي، هم پښتون. دطالب او ټول پښتون دښمن یې.
آلله جل جلاله دې هدایت درته وړي.
ډیرې عظیمې ګناه ته دې ملا تړلې ده.)))
[/color:957f17f2b0]

نو که داسې وي زه خو به یواځې یو سړی يم چې داسې مفکوره لري او دپښتنو د حقوقو
د ساتلو لو لپاره داسې فکر لري ؛ تاسو خو خلق، پرچم ، افغان نالت او نورو اجنټانو، پښتانه
خرڅ کړل ! دښتې لیلې ، مزار، قلعه جنګي اوشبرغان خو تاریخي دپښتون دوژنې ځايونه
دي او اوس هم په قندوس او پارياب کې پښتانه دخا م کله ګلم جم او دشورايې نظار دقاتلانو
له لاسه وژل کيږي او بې عزته کيږي !
تف لانت په هغه پښتانه چې دپښتون په ذلت نه خفه کيږي !!
خو طالبان هغه وروڼه دي چې د اسلامي ارشاداتو له مخې دداسې جنايتونو مخه نيسې او قومي
تعصبونه زندۍ کوي !!

pattang

اتل
27.10.2015

نومیالیه، پتګ ګله، اسلام علیکم!
د اصلي خبرې نه چې زما اوستاسې په کور کې، القاعده شته او که نه، خبرې وکړه. خپله دا خبره ثابته کړه چې القاعده په وطن کې نشته. ستاسې مشکل دادئ، هر څوک چې د طالب سره د هم عقیده توب او اسلام په نامه مشترکه وجهه ولري، ولو که داعش غوندې د کفارو اعمال ولري، په پټو سترګو یې دمظلوم ملت په وړاندې ملا تړ کوئ.
راغلو ستاسې فرعي بحث ته. زه ستاسې سره هم عقیده یم هر څوک چې پښتون او یا د ملک بل قوم وژني، مقابل کې یې ولاړ یم او هغه ډلې ټپلې او جنایت کاران چې تاسې ذک کړل، زه یې هم غندم او هغوی د ولس او تاریخ د محاکمې نه ځان نشي بچ کولئ.
آخرت خو یې لا الله جل جلاله ته پریږده.
په لوی څښن تعالا دې سپارم.

lawangin
29.10.2015

[color=darkred:24ec5723f2]

[/color:24ec5723f2]
زه چې ستا لیکنو ته ګورم داسې الهام راکوي چې ډېر غريب یې خو زه د يوو مسلمان
او پښتانه په دود که ته یې غواړې مرسته درسره کوم چې له علمي او فکري غريبي څخه
خلاص شې !
ورور ه زه خو دسې ای اې کاتب نيم چې په القاعده پسې مې قلم را اخیستی وي په حق او ناحقه
تورونه لګوم چې تعداد یې مالوم کړم او اشغال ته یې پلمه برابر ه کړم !
وروره القاعده چاته مالومه ده چې شته او که نه !! خو اشغالګر او دکابل غله دا نارې وهي
او داسې سره تړلي دي لکه پرازيت الجي او فلجي سمارق يانې يو ازادي په دالرو اخلي او
دانور ستا ملګري فاسدين یې په دالرو پرې خرڅوي !
سوال دې بيځايه دی:
که القاعده هم وي ، دکوم مجبوريت په اساس هغوی ته به هيڅ وخت دافغان
له خاورې څخه په صليبيانو دتعرض واک طالبان وروڼه ورنکړي !!!

او داسې واک یې هيڅ کله هم چاته ندی ور کړی ! دغه ميديایې کلمه تروريزم په افغانانو
خوشې تپل شوې کلمه ده !

[color=darkred:24ec5723f2]
راغلو ستاسې فرعي بحث ته. زه ستاسې سره هم عقیده یم هر څوک چې پښتون او یا د ملک بل قوم وژني، مقابل کې یې ولاړ یم او هغه ډلې ټپلې او جنایت کاران چې تاسې ذک کړل، زه یې هم غندم او هغوی د ولس او تاریخ د محاکمې نه ځان نشي بچ کولئ.
آخرت خو یې لا الله جل جلاله ته پریږده.
په لوی څښن تعالا دې سپارم.
[/color:24ec5723f2]

که داسې وي زه خوبه نفلونه وکړم خونه داسې نده ! دوستم ، عطا ، او نور لنډغر قاتلين خو اوس هم دفاسد دولت په سر کې ناست دي اوهغوی پواځني دپښتنو قاتلين دي چې دوستم یې اوس هم پښشتانه وژني او له ټاټوبي بېځايه کوي او شړي یې ، مردار فاسد چوپړا ايجړا غني مدالونه ورکوي او ستا غوندې ځوانان ورته غيرې مستقيمه پرو پاګنده کوي !!!

pattang

اتل
30.10.2015

قدرمن لونګین، پنګه، السلام علیکم.
خبره دا نده چې: [که القاعده هم وي ، دکوم مجبوريت په اساس هغوی ته به هيڅ وخت دافغان
له خاورې څخه په صليبيانو دتعرض واک طالبان وروڼه ورنکړي !!!]
ګله چې اسامه بن لدن ملا صاحب محمد همر آخند ته بیعت کاوه، ورته ویې ویل "زما وینه ستا وینه ده، زه به هیڅوخت پټ او برالا ستا داجازې پرته داسې څه ونکړم، چې ستار ضایت نوي".
خو اُسمامه چې د ۹/۱۱ حملې وکړې، طالبانو وویل چې موږ پرې خبر نه وو. دوه ټکې دي، یا خو القاعدې طالبان استعمال کړل، او یایې د ملا عمر په خوښه زما اوستا ملک د تروریزم په مرکز بدل کړ، او نړیوالې قواوې یې راتګ ته مجبورې کړي، او بیا د افغانستان دښمنانو هم د طالبانو سره لاس یو کړ، او زموږ د ولس قتل او دملک بربادي لا هم روان دي.
که القاعدې طالبان نه وای تباه کړي، ښايې امارت تراوسه برحال پاتې شوئ وای.
پتنګه وروره، ته داسې مه کوې چې د طالبانو په خاطر د نړیوال تروریزم ملاتړ وکړي. کله د القاعدې او کله هم دداعش د تروریزم او بدعت ملاتړ کوې.
آلله دې مل شه.

paylituzu
17.06.2017

ماذا يمكنك أن ترى في تعليقي؟ إذا كنت ترى الجواب، من فضلك
[url=https://www.golden-slot.com][color=#B89B6F:64a9517a49]Goldenslot Casino Online[/color:64a9517a49][/url]
[url=http://www.ymt8282.com][color=#B89B6F:64a9517a49]Gclub Casino[/color:64a9517a49][/url]
[url=http://www.ymt3355.com][color=#B89B6F:64a9517a49]Gclub จีคลับ[/color:64a9517a49][/url]
:roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll: :roll:

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more