د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ددغه طالب کومه خبره غلطه ده ؟

lawangin
20.10.2015

[img:81a060a6a9]http://nunnasia.s3-ap-southeast-1.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/12/zaeef1-620x330.jpg[/img:81a060a6a9]

دامریکايي یرغلګرو د موجودیت دوام / عبدالسلام ضعیف
نشرونکی: عبد الله برخه: مقـــــالی او تبصرې 2015/10/20

سوله او ثبات همدارنګه د بهرني یرغلګرو موجودیت دوه متضاد فکرونه دي چې د هغوی دواړو په یوه وخت کي تحقق موندل ګرانه مسئله ده، دا چې څوک وایي چې امریکا یو باثباته افغانستان غواړي د خلکو په سترګو کې خاوري اچول دي، یا دا چې لمر په دوو ګوتو پټول دي، بلکه بالعکس تر اوسه هغوی د ټولي اسلامي نړی بي ثباته کول غواړي چې نژدي اوس ټوله اسلامي نړی همداسي ده، خلیجي عرب هیوادونه یي چې هم یي دوی ته پیسي، تیل، او اډې ورکړي، او د دوی سره یي ډیره سابقه ملګرتیا لرله، په یوه اوږده جګړه کې ښکیل کړه، هغوی عملا په سوریه، عراق او یمن کې په خونړي جنګ مصروف دي، ایران یي پر عربو باندي په عملي جنګ تشویق او ورته يې زمینه برابره کړه، سوډان یي د ختيځ سوډان سره په ستونزو اخته کړ، د مصر نظامي چارواکي يي د خپل ولس سره په داخلي جنګ اخته کړه، لیبیا یې د تل لپاره بي ثباته او هغه قوي اقتصاد یي ورته درهم برهم کړ، اسرائیل یي د مظلومو فلسطینیانو په وینو او ځمکو غاصب کړل، افغانستان او پاکستان او د دوی دوه مخي پالیسی خو موږ په خپلو سترګو وینو چې د استمرار په صورت کې کیدلای سي د یوه مستقیم برخورد سبب هم سي، روسان یي په یوه نیابتي جنګ بیرته د اسلامي نړی په وړاندي جنګ ته را ټېل وهل، د شیعه او سني مسئله يي دومره زهرجنه کړه چې په ټوله اسلامي نړی کي یي د ترپګنیو بنیاد وګرځاوه، ما وراء النهر ته خولا اوس د داعش په نامه نوې برنامه روانه ده، باثباته ترکیي هم د ډیر احتیاط او زیرکتیا سره سره د سي ای اي لخوا د جنګ په لومو کې راکښیوتل، نو څنګه ویلای سو چې امریکا یو باثباته افغانستان غواړي او دا څنګه منلای سو چې د دوی د مکار او چلبازه ښکیلاک په موجودیت کې به موږ د سولي او ثبات څښتان سو، نه هیڅ کله نه؟؟
دا چې تور او د نړی د مسلمانانو قاتل اوباما خپله فیصله د خپلي وعدې خلاف کوي چې نور هم د افغانانو د وژلو لپاره د خپلو یرغلګرو ځواکونو وخت اوږد کړي او هغه افغانان چې د دوی په ډالرو مزي کوي او د دوی د یرغل په زور په افغانانو باندې واکمني کوي د دوی هر کلی کوي، د غندلو وړ خبره ده، ښه به دا وای چې د خپل ټاټوبي د حل لپاره د سولي او ثبات په اړه فکر سوی وای، هغه واقعتونه باید درک کړل سوی وای او بیا منل سوي وای چې په ګران هیواد کې د وینو تویولو او جنګ اسباب جوړه وي ، تر څو یوه داسي لاره لټول سوي وای چې د تفرقي، کرکي، او جنګونو ورونه یي تړلي وای، زه د یوه افغان په توګه په دې عقیده یم تر څو چې په هیواد کې لږ او یا هم ډیر مسلح یرغلګر قوتونه په هر نامه او د هر څه لپاره چې وي تر هغو به هیواد په تحمیلي جنګونو کې سوځول کیږي، نوره به هم کرکه او نفرت ډيریږي او ویني به توییږي، خو د هغو کسانو څخه چې د امریکایي دجال ډالرو ته یي بوجۍ نیولي، د هغو بي وزلو افغانانو چې یا نه پوهیږي او یا هم د هغوی د مسکنت او غریبی څخه ناوړه استفاده کیږي.
نو د همدي کبله زه هم د امریکایي یرغلګرو تمدید او هم هغوی ته لبیک ویل دواړه د جنګ او بي ثباتي د استمرار په مانا ګڼم
د ګران هیواد د سمسورتیا او خپلواکی په هیله
عبدالسلام ضعیف

Re: ددغه طالب کومه خبره غلطه ده ؟

آدم خان۱
20.10.2015

[quote:1b96b2bf44="lawangin"][img:1b96b2bf44]http://nunnasia.s3-ap-southeast-1.amazonaws.com/wp-content/uploads/2014/12/zaeef1-620x330.jpg[/img:1b96b2bf44]

عبدالسلام ضعیف[/quote:1b96b2bf44]

نشرونکی: عبدالله. برخه: مقالی !!!
د مصدر لینک خو هم ورسره لیکی، چې له کوم ځایه مو را کاپی کړي ده!!! آیا ملا ضعیف دا لیکنه دبحث فوروم له پاره کړي ،او که بل د مقصد دپاره؟
او که بې اجازې دلته دبحث لپاره را وړل شوی ده؟

Re: ددغه طالب کومه خبره غلطه ده ؟

lawangin
21.10.2015

http://www.nunn.asia/55413/%D8%AF%D8%A7%D9%85%D8%B1%DB%8C%DA%A9%D8%A7%D9%8A%D9%8A-%DB%8C%D8%B1%D8%BA%D9%84%DA%AB%D8%B1%D9%88-%D8%AF-%D9%85%D9%88%D8%AC%D9%88%D8%AF%DB%8C%D8%AA-%D8%AF%D9%88%D8%A7%D9%85-%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7/
≣≈ (/دامریکايي-یرغلګرو-د-موجودیت-دوام-عبدا/http://www.nunn.asia/55413)

ALMOST EQUAL TO
Unicode: U+2248, UTF-8: E2 89 88
STRICTLY EQUIVALENT TO
Unicode: U+2263, UTF-8: E2 89 A3STRICTLY EQUIVALENT TO
Unicode: U+2263, UTF-8: E2 89 A3

[quote:de99170629][نشرونکی: عبدالله. برخه: مقالی !!!
د مصدر لینک خو هم ورسره لیکی، چې له کوم ځایه مو را کاپی کړي ده!!! آیا ملا ضعیف دا لیکنه دبحث فوروم له پاره کړي ،او که بل د مقصد دپاره؟
او که بې اجازې دلته دبحث لپاره را وړل شوی ده؟
[/quote:de99170629]

ادم خانه مننه ! لينک پښتو لاتين مشکلات پيدا کوي ! پورته یې وګوره ا
خو که په عکس دمږې شۍ تکمه بټن زور کړې نو هلته بيا څو امکانات د کاپي کولو لپاره درکوي
نو بيا کولی شې چې مالوم یې کړې چې داعکس له کوم ځایه څخه اخيستل شوی !!

دلینک کاپي داسې هم کيږي چې اول عربي يانې پښتو حروب کاپي کړې او بیا لاتین او په درېیم
وار دواړه څنګ په څنګ سره وليکې !! دوخت په کمي کې دغه کارته زړه نه ښه کوم !

ډېره منننه خو تا دضعيف صیب په تحليل هيڅ تصره نده کړې ![/quote]

larghonay laraway
26.10.2015

ّهيڅوک هم دا نه شي ويلی چې امريکايان ښه انسانان دي. بلکې وحشي او ټيروريسټ، غاصبګر او فاحش خلک دي خو افغانستان ته چا راوستل؟
د ملاعمر ډله امريکا، انګليس او پاکستان په ګډه جوړه کړه. افغانستان کې ورته زمينه برابره وه دوی راغلل. پاټکيان يې ورته تر کولابه وځغلول، وسلې يې ټولې کړې. ملاعمر په کندهار کې د خپل کور په نامه امريکايانو ته داسې ځای جوړ کړ چې د همغه ساده باده ملاعمر کور په داسې نقشه ډيزاين شوی ؤ چې د CIA د اوسني وخت له ټولو شرايطو سره سم ؤ او نور نو ساده ګل ټاليب د (کانډم) غوندې استفاده شو او امريکا افغانستان ته راغله.

lawangin
26.10.2015

لام لام ليکي :

[color=darkred:0ee9c5e926]
.....................................ملاعمر په کندهار کې د خپل کور په نامه امريکايانو ته داسې
ځای جوړ کړ چې د همغه ساده باده ملاعمر کور په داسې نقشه ډيزاين شوی ؤ چې د CIA د
اوسني وخت له ټولو شرايطو سره سم ؤ او نور نو ساده ګل ټاليب د (کانډم) غوندې استفاده شو
او امريکا افغانستان ته راغله.[/color:0ee9c5e926]

داخو دچټيات ليکلي! دملاعمر کور ساده کور وو يوڅه کاشيکاري یې لرله خو نه مېز پکشې وو
اونه چوکۍ ! په توشکو اوټغرو پرش و خو د سې ای اې کلتور بل شی دی داخو دې ډېر نامرده
درواغ وېیلی دي او که له خپلو فرهنګيانو سره د چرس وهلي دي !!
ايا افغان طالبان او مرحوم ملا عمر په دې خبر وو چې عربان څه پلانونه لري ؟؟
که دسبوت راکه زه به لاس ترې واخلم !!
pattang

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more